شنبه, جولای 27, 2024
Home+روشن دل روشن احمدشاه | سردارمحمد روشن

روشن دل روشن احمدشاه | سردارمحمد روشن

ټولوونکی: احسان الله ارینزی

وردګ د تاریځ په بهیر کې سیمینار

اتمه مقاله
د لیکلو کال: ۲۰۱۶

روشن دل د احمد شاه خان زوی چه په روشن احمد شاه متخلص وو په ۱۲۹۴  هجری شمسی کال د وردګو د جغتو د ګنډه کهول( اوس ګلدره) په کلی کښی د هغه وخت په یوه علم پروره کورنی کښی دنیا ته راغلی. پلار یی د ده د پیدا کیدو په وخت کښی د غزنی په عسکری فرقه کښی د توپچی یو ځوان او لایق صاحب منصب وو. ښاغلی روشن د طفولیت لمړی لس کاله د خپل مهربان پلار تر سیوری لاندی په خاصه د عزت او مهربانی فضا کښی تیر کړی. په هغه وخت کښی منظم ښوونځی په هیواد کښی لا نه وو عام شوی خو د ده په شپږ کلنی کښی یی ځوان پلار په کلی کښی په خپله قلا کښی ښوونځی پرانیستلی څو دی، د ده وروڼه او نور خپلوان ماشومان پکښی زده کړه وکړی. د دی دوری ښوونکی یی یو کس د غزنی ولایت د هزاره علماوو نه د غلام علی په نامه دی. روشن احمدشاه د اوله په زده کړه کښی خاص استعداد او مینه ښودلی چه د هغه د کبله یی د مشرانو او کورنی مینه ځان ته اړولی.

دی په خپلو خاطراتو کښی د استاد غلام علی د تدریس د کیفیت او په ټولګی د هغه انضباط نه ډیره ستاینه کړی او وایی چه درس به په هغه ټولګی کښی ټول کال د شنبی تر پنج شنبی د سهاره تر مازدیګره دوام درلود. د دوو کالو ابتدایی تعلیم نه وروسته د استاد غلام علی دنده ختمیږی او په ځای نوی استاد د محمد علی په نامه چه د غزنی د تورمی د کلی د هزاره علماوو څخه و ګمارل کیږی.

په اته کلنی کښی یی په هیواد کښی د وخت د حکومت د وسله والو مخالفینو یو تحریک چه د ملای لنګ په اغتشاش مشهور دی را منځ ته کیږی. تحریک د افغانستان د جنوبی سیمو نه پیل کیږی او په چټکی سره د لویی پکتیا ډیری سیمی لاندی کوی تر لوګر، غزنی او وردګو پوری را رسیږی. په لوګر کښی د التمور په سیمه کښی د حکومت یو مرستندوی غونډ د غونډ جان فدا په نامه د مخالفینو له پلوه محاصره او په مکمله توګه له منځه ځی. د غزنی په ډیری سیمو کښی مخالفین مسلط کیږی او خپله د غزنی بالاحصار تر کلکه محاصره  لاندی راځی.

د ملای لنګ تر مشری لاندی وسله والو مخالفینو سیمی ته را رسیدل د ښاغلی روشن او د ده يه کورنی بیله اغیزه لرله او هغه دا چه د ده پلار احمد شاه خان د حکومت په ځواکونو کښی د غزنی د مخ کښو مدافعینو نه وو. ده د عسکری مسلکی مهارتونه نه علاوه قومی او ولسیز نفوذ او اثر هم درلوود او د حکومت د عسکرو نه سربیره یی قومی داوطلب قطعات هم ور سره وو. نو کله چه د مخالفینو لښکری د وردګو د جغتو سیمی ته را رسیږی د دی ګونګوسه خپریږی چه مخالفین به د احمد شاه خان زامن برمته کوی تر څو دی دی ته اړ کړی جه د ښار دروازه مخالفینو ته خلاصه کړی. البته دی منصوبی حقیقت هم درلود؛ خو د سیمی د مشرانو په تدبیر، درایت او سیاست  دا منسوبه شنډه کیږی او روشن احمد شاه او کورنی یی د دی خطر نه خوندی پاتی کیږی.

د حکومت قواوی ورو ورو د هره پلو پر مخالفینو بری تر لاسه کوی، د غزنی ښار محاصره ختمیږی او د حکومت قواوی د جرنیل محمد عمر خان ناصری چه په سور جرنیل معروف دی دښمن د ځدراڼو تر غرنی سیمه پوری تعقیبوی. احمد شاه خان په دی وخت کښی د کرنیلی رتبی ته ترفیع کړی او د سور جرنیل د معاون حیثیت لری. دی  همالته سخت نا روغ کیږی او د ناروغی په حالت کښی په تخت روان کښی کلی ته استول کیږی او هلته په ځوانی کښی چی پنځه څلویښت کلن و او په داسی وخت کښی له دی دنیا څخه ځی چه روشن احمد شاه لس کلن دی او مشر ورور یی شپاړس کلن و. دوی خویندی یی تر دوی مشرانی وی او دری نور وروڼه یی تر دوی کشران وو.

د پلار د مرګ نه وروسته دا معتبره کورنی د کونډی او یتیمانو په کورنی بدلیږی چه په هغه کښی داسی څوک چه د کورنی دارایی او مځکی سمبال کړی شی نه وو پاتی؛ خو د کرنیل احمد شاه خان د مرګ د غم د ټغر د ټولیدلو نه وروسته د ده با همته میرمنی د خپل اولادونو د روزنی دندی ته په زړورتیا ملا تړی او کوم ښوونځی چه د دی خاوند بنا کړی و هغه بیرته فعالوی. کرار کرار کورنی د سرپرست د نشتوالی په سبب خپله اقتصادی توانمندی د لاسه ورکوی؛ خو د هغی سره سره د کور ښوونځی نه تړل کیږی او روشندل روشن هلته د څو پیاوړیو استادانو له پلوه تر لسو کلونو زیاته زده کړه کوی.

روشن احمد شاه کله چه ځوانی ته رسیږی د ده د ځوانی لمړی شیبی په هیواد کښی د پرله پسی نا ارامیو اواغتشاشاتو سره یو ځای واقع شوی. د امیر امان الله خان د حکومت سقوط او په هغه پسی اغتشاشات د هغه وخت په ځوانانو کښی د خود سریو، غلاوو او تشدد فرهنګ خپور کړی وو؛ خو د هغه سره سره زما پلار په هغه ځوانی کښی هم په نیک سلوک، دیانت، صداقت او امانت داری شهرت مومی. د زده کړی سره خاصه علاقه ښیی؛ خو د کورنی شلیدلی اقتصاد او تنګدستی او په هیواد کښی د پر له پسی نا ارامیو په نتیجه کښی د ده لاری بندی دی او د ځوانی دا دوره یی په بی سرنوشتی او لالهاندی او تنګدستی کښی پیل کیږی. تر څو چی د ۱۳۱۶ کال د چنګاښ د میاشتی په ۷ نیټه عسکری خدمت ته جلبیږی او ځی چی د ریشخور په فرقه خپله دوه کلن عسکری مکلفیت تر سره کړی.

 په عسکری خدمت کښی د ده د پاره د لمړی ځل د ده د استعداد او ممتاز سلوک د ځلیدلو زمینه مساعدیږی. کله چه د ده امرین د ده استعداد او سواد ته متوجه کیږی؛ نو ده ته د کوټ حوالداری یا د ټولی د کتابت دنده ور په غاړه کوی؛ خو هلته ډیر زر توجه جلبوی او بیا وروسته یی مربوطه کنډک مرکز ته انتقالیږی چی د صدارت او نورو دولتی دوایرو محافظت په غاړه واخلی او هلته د کنډک اداری معاون کیږی. دا کنډک د نورو مسوولیتو تر څنګ د صدارت د امنیت د چارو د تامین مسوولیت هم په غاړه لری. د صدارت د امنیتی قطعی ټولی مشر محمد رستم خان وردک دی چه د لوړ شخصیت خاوند او صدراعظم محمد هاشم خان ته یو منلی سړی و. محمد رستم خان مرحوم د هغه کسانو نه وو چه په عسکرو کښی به یی د ښو کورنیو با سواده عسکر تر نظر لاندی نیول او معرفی کول به یی چه وروسته له ترخیص ځخه په مختلفو ادارو کښی استخدام شی.

له عسکری خدمت څخه  د ترخیص سره سم روشن په صدارت عظمی کښی د ابتدایی مامور په حیث مقرریږی . بیا د ننګرهار ولایت د ډکی سرحدی مرکز ته خدمتی کیږی. دا نو هغه مهال دی چه جرمنانو او روسانو پولند لاندی کړی او دوهمه نړیواله جګړه په پیلیدو ده.

د نړیوالی دوهمی جګړی یاداشتونه یی چه دهغه وخت د محدودو خبری منابعو نه  اخیستی چی د څلویښتو عادی پاڼو په شاوخوا کښی دی چه د خپلو خاطراتو په مجموعه کښی یی ټول کړی. دا یاداشتونه د جګړی نظامی، سیاسی او اجتماعی اغیزی، په جګړه کښی ښکیلو هیوادونو او نوره نړی کښی د هغه وخت د یوه ځوان او کنجکاوه افغان له نظره انځوروی. اوس چی د دی خونړی جګړی تفصیلی معلومات عام شوی؛ نو د دی معلوماتو په رڼا کښی  د ښاغلی روشن یادداشتونو هیڅ داسی مورد نه لیدل کیږی چه د واقعیتو سره په تناقض کښی وی؛ نو دا  د روشن احمد شاه د سرشاره استعداد او دقت یو مثال دی.

زده کړه او مطالعه یی د ځوانی نه د عمر تر پایه پوری پری نه ښوده. د ده د ماموریت پیل د ده وروڼو، خپلوانو او ډیرو غیر خپلوانو وردګو ته د زده کړی زمینه شوه. ځوانان به یی تشویقول چی درس ته مخه کړیُ. پخپله به یی د دوی د لوست او زده کړو مراقبت کاوه تر دی چی دومره سواد پیدا کړی چه په دفترونو کښی ونیول شی. د کارونو په پیدا کولو کښی به یی مرستی ورسره کولی. صداقت، پاک نفسی او د لوی څښتن عبادت یی کورنی او دوستانو ته مثال او سرمشق و. د کوم وخت نه چه زما سترګی د ماحول په لیدلو توانیدلی بیا د ده تر وفاته پوری نه می یی په لمانځه کښی د ده غفلت په یادیږی او نه می یی د سهار د لمانځه نه وروسته د کلام مجید د تلاوت قضا کیدل.

په ۱۳۲۱ کال کښی د پکتیا د استخباراتو د امر په کوګه مقرریږی او د دی امریت اوه کلنه دوره په ۱۳۲۸ کال کښی ختمیږی او کابل ته د قبایلو د نوی مستقل لوی ریاست د اطلاعاتو د لوی مدیر په توګه مقرریږی. تر دی مهاله د ده تعلیمات د ده پلار په کور کښی خصوصی ښوونځی لس کلنه تعلیمی دوری پوری محدوده  وه؛ خو کله چه کابل ته  بدلیږی دلته  خپلی عصری زده کړی د کابل پوهنتون په حقوقو پوهنځی کښی بشپړوی. دلته د خپلی ډیری درنی رسمی وظیفی تر څنګ په لیکنو او علمی ټولنو کی فعاله ونډه اخلی. د ۱۳۳۲ هجری شمسی نه تر ۱۳۳۶ کال پوری شپږ کتابونه او رسالی د پښتنو او بلوځو د ټاټوبیو په جغرافیه، تاریخ او د استعمارګرو په زیاتیو باندی لیکی چی نشر شوی.

د هغه وخت په نخبه ګانو کښی یی ښهرت او معرفت زیایتیږی او په سیاسی او مدنی کړیو کښی د کردار او ګفتار د صداقت په خاطر محبوبیت پیدا کوی. یو د هغه مشرانو نه چه دی ډیر پری ګران وو هغه شهید محمد داوود خان وو. هغه چی وطن ته زړه سواندی افغان و؛ نو د صادقو او با کفایته افغانانو په  پیژندنی پسی به یی پام و، زما په پلار ډیر مهربانه و او تل به یی په خاصو مواردو کښی مشوری ته غوښت او کارونه به یی ورته سپارل.

په ۱۳۳۶ کال کښی د خوشحال لیسی زده کوونکو د لیسی د مدیر په ضد احتجاج و کاوه او د ښوونځی څخه ووتل چه بیرته خپلو کورونو ته د دیورند د لیکی اخوا ولاړ شی. د حکومت لوړو مقاماتو نصیحتونو او مرکو باندی زده کوونکی قانع نه شول صرف دومره یی وکولی شول چه د پولیسو په زور زده کوونکی را وګرزوی او په باغ بابر کی یی ایسار کړی. دا پنځم مدیر و چی د ښوونځی څخه د دوی د کلکی او وچی عسکری ډوله اداری په خاطر د ورته پایلی سره مخ شوی و. دا داسی وخت و چه د پاکستان صدراعظم سهروردی کابل ته په رسمی سفر را روان و او که چیری په دی حساس وخت کښی  په افغانستان کښی د پشتنواو بلوڅو زده کوونکو سره د بد چلند خبر وتلی وی؛ نو حکومت ته به ډیره ګرانه تمامه شوی وی.

صدراعظم سردار محمد داود خان زما پلارغواړی او د ښوونځی د مشکل د حل په باب نظر ځینی غواړی. فیصله په هغه وخت کښی دا وه چه که ممکنه وی چه د ښوونځی کړکیچ د پاکستان د صدراعظم تر بیرته تګه پوری خوندی پاته شی. کله چه میلمه بیرته ولاړل بیا به د ښوونځی د دایمی تړلو بند او بست کیږی. د ما پلار په قبایلو ریاست کښی د دندی په تړاو د ښوونځی په مشکلاتو پوره خبر و او هم یی د اصلاحاتو په باب وړاندیزونه لرل. د ښوونځی تړلو سره یی مخالف نظر ورکړی و. تر دی وخته د ښوونځی ټول ناکام مدیران عسکری صاحب منصبان وو. د ما د پلار استدلال دا وو چه مشکل په زده کوونکو کی نه دی بلکه په مدیرانو کښی وو چه دوی عسکری داسی صاحب منصبان وو چه په ملکی پوهنه او روزنه کښی یی تعلیم او تجربه نه لرل. صدراعظم هدایت ورکوی چه په دی صورت کښی به ته پخپله د اوسنی وظیفی نه علاوه د خوشحال خان د لیسی د مدیریت مسوولیت هم په غاړه اخلی.

کله چه روشندل روشن احمد شاه د نوی مدیر په حیث د پوهنی وزرت د معین له پلوه  معرفی کیږی، زده کوونکی لا مرور دی او درسونو ته نه ځی. دلته که د تیری اداری ملامتی وه؛ خو دا هم معلومه وه چه مخربی او دستوری څیری هم د وضعی د لا خرابولو د پاره فعالی وی. خو د روشن صداقت، فصاحت او تعهد زده کوونکی په دوو ورځو کښی حاضر کړل چه اعتصاب مات او صنفونو ته ولاړ شی. د هغه نه وروسته اصلاحات پیل کوی، تدریسی چاری سمبالیږی، لیلیی او د ورزش ځایونه سمیږی. په یوه کال کښی د خوشحال خان لیسه د کابل د لیسو په قطار کښی کی په تدریسی برخه کی او یا سپورتی مسابقاتو کښی ډیره ښه و ځلیده. د ده محبوبیت په استادانو او زده کوونکو کښی ډیر اوچت شو او دوستی یی د ده د ژوند تر پایه پاتی شوه.

په ۱۳۳۷ کال د خوست د حکمران په توګه مقرریږی . څه باندی یوه کال هلته پاتی کیږی، له هغه نه وروسته یی د هلمند، جوزجان، غزنی، ارزګان، بدخشان او بیا غزنی ولایتونو کښی د والی په صفت خدمت کړی. په ۱۳۵۰ کښی د لویی پکتیا د خلکو او پارلمان غړیو په خواست د لویی پکتیا د لمړنی .ملکی والی په حیث مقرر شو چی تر ۱۳۵۵ پوری یی دوام وکړ

په ۱۳۳۷ کال کښی د استقلال په جشن کښی خان عبدالغفار خان هم د دولت میلمه و، په دی وخت کښی د ما پلار د خوست حکمران و. صدراعظم محمد داوود خان زما پلار د پاچا خان خاص میلمه پال وټاکه. په افغانستان کښی د پاچا خان په لوړه کچه عزت او پذیرایی وشول. په کابل او شاوخوا کښی یی د لیدلو په ټولو ځایونو وګرځاوه بیا یی قندهار او هلمند ته بوتلو او هلته یی  د هلمند او ارغنداب تاسیسات او تاریخی اثار پری وکتل او په هر ولایت کښی یی د یوه دولت د رییس د پروتوکول سره سم پذیرایی کړ. د دی نه وروسته دا میلمه پالی د پاچا خان او زما د پلار په دوامداره دوستی بدله شوه. په هر ولایت کښی به چی زما پلار والی و یو ځل به یی پاچا خان هلته میلمه کاوه. وروسته بیا په دی دوستی کښی د دوی د پلوه اجمل خټک او د پاچا خان زوی خان ولی خان او زموږ د پلوه تاج محمد خان وردک زما تره او امان الله خان حیدری زما خسر هم ورګډ شول. په افغانستان کښی  روشن احمد شاه او د ده کورنی دوستی تر پایه ډیره توده و ساتله؛ خو کله چه دوی د باچا خان ټاټوبی ته پناهنده شول؛ نو هلته بیا د باچاخان او د ده د کورنی پته ونه لګیده.

 په ولایاتو کښی د خدمت په دوره کښی د ده کار د خلکو د ژوند د سطحی لوړولو نه تر ټولنیزو خدمتونو او انکشافی چارو کښی خاصه برجستګی لرله. دی په طبعیت خورا نرم او زړه سواندی سړی و؛ خو د هغه کسانو په مقابل کښی چه زیاده روی به یی د اقوامو تر منځ د نفاق عامل ګرځیده بیا تر بل هر چا نه شدید او سخت ګیر و. د خوست په حکمرانی کښی د ده په وخت کښی د قومونو او قبایلو تر منځ ډیری زړی معاملی او بدی چه هرکال به یی ډیر تلفات راوړل حل شوی. ځینی قومونه او سیمی د وطن نه په عملی شکل جلا وی. د مثال په توګه موسی خیل منګل حکومت ته یاغی وو او سرک یی پخپله سیمه کښی نه پریښود. دی پخپله موسی خیلو ته ولاړ او کلی په کلی و ګرځید تر څو یی ولس قانع کړ او بیا پسی سرک جوړ شو.

د هلمند ولایت په هغه وخت کښی د ګرشک اعلی حکومت یادیدو او مرکز یی لا د ګرشک په ښار کښی و. په هلمند کښی هغه مهال د هلمند  پرمختیتایی پروګرامونه په ډیرو عرصو کښی لکه د کرنی پراختیا، د اوبو لګولو د نهرونو او بندونو جوړول، د لشکرګاه د ښار او چاه انجیر، مارجی او څو نورو ښارګوټیو جوړول او نورو ټولنیزو پرمختیایی برخو کښی په شدت سره روان وو. ټول دا کارونه د امریکایی کارپوهانو او متخصصینو تر اداره او څارنه لاندی په ډیره اساسی توګه د پلان او نقشی له مخی تر سره کیدل. دلته د کارونو نظم او دقیقه پلان ګژاری او مدیریت او د هغه اثر د کارونو د چټک او بی عیبه بشپړیدو کښی مشاهده کړل او په هغه خاص استعداد  چه ده درلود د هغه نه یی ډیر څه زده کړل. هماغه و چی کله چه شبرغان ته تبدیل شو هلته یی دا زده کړه په کار واچوله.

د هغه وخت د شبرغان اعلی حکومت اوس په جوزجان او سرپل ولایتونو ویشل شوی. روشن د ۱۳۳۹ کال  په قوس کی د شبرغان ښار ته ورسید چی لکه یوه لویه کنډواله داسی و. یو نیم کال وروسته چی د هغه ځایه وتلو نو یو ښکلی او منظم ښار هلته جوړ شوی و. له شبرغان نه علاوه  سرپل، سنګچارک، اقچی، قرقین او خمیاب هم پلان شوی ښارونه وموندل. دا په داسی حال کښی و چی هیڅ ډول انکشافی بودجه د دی کارونو د پاره په لاس کښی نه وه؛ خو په روشندل احمد  شاه کښی دا ظرفیت موجود و چی د  خلکو اعتماد جلب او دوی ته د دوی خپل ظرفیتونه ور و پیژنی چی ګټه تری پورته کړی.

په کومو ولایتونو کښی یی چه کار کړی لوی باغونه یی جوړ کړی چی د جوزجان جنګلباغ تر ټولو لوی او اوس هم د هغه منطقی د ډیرو ښکلیو او معموره هستیو په جمله کښی شمیرل کیږی. غزنی، ارزګان، بدخشان او پکتیا کی یی هم د ښار جوړولو په برخه کښی ورته لاس ته راوړنی لرلی. د غزنی د پخوانی نوی ښار، په غزنی کښی د لسګونو تاریخی مقبرو ودانیو او نورو تاریخی او فرهنګی اثارو بیا رغونی د ده د لاس نښی دی. په دی ولایت کښی یی کاریزونو ته ډیره توجه وه او خلک یی  تجارتی باغداری ته ترغیب کړل. حتی تر دی حده چه که چا تر پنځوس جریبه مځکه زیاته لرله نو مجبور وو چه په هر پنځوس جریبه لا اقل یو جریب باغ کړی خصوصا د انګورو باغ. په داسی حال کښی چه غزنی باغونو ته ډیر مساعد دی؛ خو تر هغه دمه تجارتی باغداری ته د چا توجه نه وه. په دی توګه په غزنی کښی د ده د ولایت په لمړی دوره کښی ( ۱۳۴۱-۱۳۴۳ ) یواځی د مقر په ولسوالی کښی په یوه کال کښی ۸۰۰ د انګورو باغونه خلکو کینول. په مرکز او نورو ولسوالیو کښی هم دا لړی روانه وه. په ۱۳۵۰ کال کښی کله چه د دوهم ځل د پاره غزنی ته لاړ، غزنی په هیواد کښی د انګورو او ممیزو د تولید او صادراتو په یوه نوی لوی مرکز باندی بدل شوی وو.

د خلکو سره یی متقابل احترام تر دی حده وو چه په ولایاتو کښی به ده ته خلکو د والی یا امر په سترګه نه بلکه د یوه مشر او مصلح په سترګه کتل. له همدی کبله په ولایاتو کښی خلکو د ده تر مشری او رهنمایی لاندی داسی لوی لوی کارونه تر سره کړل چه ناشونی به بلل کیدل. په غرونو کښی اوږده سرکونه لکه د شهرستان او دای کوندیو تر منځ سرک، په بدخشان کښی د فیض اباد او یفتلونو تر منځ سرکونه ځینی مثالونه دی.

د ارزګان په ولایت کښی په خاص ارزګان کښی یو داسی کانال جوړ شو چی دهغه ځای په هزاره میشته سیمه کښی زرګونه جریبه مځکه تر اوبو لاندی راغله. همدا راز په تیرین کوټ کښی د نوی نهر په جوړیدو سره ډیری کرنیزه مځکی، باغونه او شاړی مځکی خړوبی شوی. د ولایت اوسنی مرکز د ده په دوران کښی تاسیس شو، د تیرین کوټ، دهراود او نورو ولسوالیو شهری نقشی ترتیب او ښارونه  تر ډیره حده جوړ شول.  بدخشان د فیض اباد نوی ښار اساس د ده په وخت کښی کیشودل شو او د لمړی ځل د پاره د کوکجی سیند نه هلته اوبه راوستلی شوی.

د پراختیایی پروګرامونو د د تطبیق نه علاوه مرحوم روشن  په هر ولایت کښی دقیقی مطالعی تر سره کړی او نتیجی یی په حرفه ای توګه ثبت کړی. د پینځو ولایاتو مطالعات یی په یوه مجموعه کی غونډ کړی وو. د ی مجموعی چه عنوان یی (پنج ولایت کشور) دی په کال ۱۳۴۹ کښی د پیر روشان ادبی جایزه وکټله. په دی اثر کی په هغه ولایتونو کښی چه ده کار کړی تاریخی، سیاسی، اجتماعی، جغرافیوی، اقتصادی او بشر شناسی معلومات راټول شوی.

 په دی اثر کی د پینځو ولایاتو مطالعه بیله بیله راغلی ګواکی اثر د پینځو بیلو کتابونو په شکل تنظیم شوی. په  هر کتاب کښی د یوه ولایت مختصره معرفی او جغرافیایی موقعیت راغلی. تر هغه وروسته د هغه ولایت میشتو خلکو قومی، لسانی او مذهبی پیژندنه شوی او د هیواد په معاصر او باستانی تاریخ کښی د ولایت ونډه وروسته له دقیقی څیړنی نه او د معتبرو اثارو په حواله درج شوی. په دی ولایاتو کښی د میشتو افغانانو عنعنی او دودونه، حساسیتونه او نور خصوصیات ثبت دی. د هر ولایت اقتصادی زیرمو حوزی په تفصیل سره معرفی کیږی، د هری سیمی کلی او په هر کلی کښی د نفوسو شمیری شته . په کوم وخت کښی چه دا معلومات تنظیم شوی و؛ نو د پکتیا، غزنی، بدخشان، جوزجان او هلمند ولایاتو په باب د تر ټولو معتبری معلوماتی مرجع په توګه ارزول شوی او د شهید محمد داوود خان د حکومت تر پایه به د هغه څخه استفاده کیدله.

د چنګاش د ۲۶ کودتا په وخت دی د هیواد د یوه ډیر مهم او ستراتیژیک ولایت لویی پکتیا والی و. په هیواد کښی د ورځ ترورځ زیاتیدونکی بحران چی د شاهی نظام په وروستیو کښی محسوس، و دی ډیر نګرانه کړی و او د ډیرو نورو دانشمندو او مجربو مشرانو په شان دی هم د یوی نظامی کودتا د واقع کیدلو نه په تشویش کښی و او ټول ظروف او شرایط یی ورته موجود کڼل. د سرطان کودتا چه د سردار محمد داوود به مشری تر سره  شوه ده ته هم له یوی خوا د تسکین وړ خبره شوه. خو له بلی خوا دا تشویش ورسره وو چی اوس د ټول هیواد سرنوشت په یوه سړی پوری و تړل شو؛ ځکه په شاهی نظام کښی که پادشاه نه وی وارث یی معلوم وی او د قدرت سوله ییز انتقال پکښی تضمین وی.

د دی تشویش په لرلو سره ښاغلی روشن د کودتا وروسته په بیړه کابل ته راغی او د یوه مخلص دوست په حیث یی د دولت رییس ته عرض وکړ چه تر هرڅه د مخه د نظام اسیب پذیری نکتی تقویه شی په تیره د رهبری د سوله ییز لیژد فورمول باید تر هر ځه د مخه تنظیم شی او سیستم باید موحودیت ولری. داوود خان خبره مهمه بللی وه؛ خو ورته ویلی یی و چی په دی به وروسته غږیږو؛ ځکه تر اوسه حالات داسی نه دی چه سیستم پکی و چلیدی شی. ز ما پلار بحث ته نور دوام نه و ورکړی؛ خو د داوود خان ځواب یی داسی تعبیر کړی و چه ګویا دی پخپله ځان هر څه بولی او سیستم جوړول ورته غیر ضروری ښکاری.

مخکښی د چنګاښ د کودتا نه هم د پکتیا ولایت په ځینو سیمو کښی ولایت ته د خلکی پرچمی تحریکونو فعالیتونه امنیتی او سیاسی سرګردانی بلله کیدله. دوی به کله دواړه د حکومت په ضد سره یو وو او کله به ی په خپل منځ کښی یو بل سره رټل او وژل. له بلی خوا، دینی علما او دینی مدرسی حتی ولسی خوځښتونه به د دوی دواړو په مخالفت  ولاړیدل. د کودتا یو دوه کاله مخکښی د دی تحریکاتو په نتیجه کښی بدی پیښی وشوی.

په دی کش او ګیر کښی زما د پلار دریز که له یوی خوا  قانونی و؛ خو له بلی خوا ملی او اسلامی و. ډیر وخت به داسی وشول چه ځینی زمامدارانو به د چپی نهضتونو د تهدیداتو تر تاثیر لاندی راتلل او قانونی برخورد به یی یا نشوی کولی او یا به یی نه کاوه؛ خو روشندل وردک د چا تهدید ته د سر په ټیټولو نه وو بلد. له همدی کبله به خلکیانو په خپلو نشراتو او تبلیغاتو کښی ده ته هم د سپین پګړیو ملګری چه د سپین خولیو (د اشوب ضد پولیس) مشر دی خطاب کاوه.

د شهید داوود خان په حکومت کښی د پکتیا د ولایت نه علاوه د پکتیا د انکشافی پروژی رییس هم شو. د هیواد رغونه د ده د ژوند لوی ارمان و او د انکشافی پروګرامونو په پلی کولو کښی یی خاص استعداد او علاقه لرل. له همدی کبله د شهید داوود په حکومت کی د خلکی پرچمی عناصرو د کشمکشونو سره سره یی څه کم دری کاله کار ورسره وکړی شوی ؛خو وروسته کارونه ورځ په ورځ  مخ په خطرناک استقامت روان وو. زما پلار د جنرال مستغنی او شهید جنرال عبدالعلی خان او نورو دلسوزو وطن پالو په ملګرتیا ډیری هځی وکړی چی د دولت رییس په مخ کښی خطرونو ته متوجه کړی ؛خو ګټه یی و نه کړه تر ځو یی چی په ۱۳۵۵ کال کښی تقاعد وغوښت.

یو کال وروسته کله چه شهید داوود خان د شوروی او شوروی عمالو نه د وطن د خلاصولو هوډ وکړ؛ نو یو شمیر پخوانی وطن پال دوستان یی بیرته ور وغوښتل. په دی ډله کښی یی روشن احمد شاه هم  وغوښت او وروسته یی د لویی جرګی د مشر ناظم په توګه هم توظیف کړ. خو هلته یی په خپلو سترګو د داوود خان د حکومت د اراکینو ناتوانی لیدله او ځوریده.. په تیره دا چی د داوود خان کلیدی وزیرانو د ما پلار ته مراجعه کوله چی که په لویه جرګه کښی وکیلانو ته قناعت ورکړی چه د داوود خان په عوض دی د دولت د رییس په توګه و ټاکی.

د ثور په کودتا کښی د موږ کورنی څو د سر سړی د لاسه ورکړل. کودتا د جمعی په ورځ ثمر ته ورسیده او د شنبی په سهار یی د روشن احمد شاه کشر ورور تاج محمد خان وردک بندی کړ او په ماښام یی پخپله  روشن احمد شاه  ونیو او دواړه یی د یو شمیر نورو مشرانو سره یو ځای د کابل ولایت په نظارت خانه کښی توقیف کړل. د هغه ځای نه یی څو ورځی وروسته د پلچرخی په لور روانوی پرته له دی چه دوی پوه شی چه ایا پولیګون ته روان دی او که د پلچرخی زندان ته. خو کله چی چرخی پله ته رسی موټر ښی پلو ته مخ په زندان ګرځی.

د پلچرخی په زندان کښی د امین او ترکی د ټولی شل میاشتینی دوری تر پایه پاتی کیږی. ده چی د سره هم یو څه د زړه تکلیف او د ملا او پښو د درد تکلیفونه لرل؛ خو دا تکلیفونه یی به زندان کښی لا نو ر هم عمیق شول. د شل میاشتینی زندان انځور یی په یوه کتاب کښی (بیست ماه در زندان پلچرخی) راوړی. په زندان کښی دی د نورو ډیرو مومنو او درنو افغانانو سره په اول بلاک کښی ساتل کیږی. هلته دی هم د خلکی حکومت د منسوبینو له نظره د سره نا مطلوبه څیره وه؛ خو کله چه په زندان کښی روشن احمدشاه وردک د ټولو بندیانو د روحی تقویی او تسکین په یوه مرجع بدلیږی؛ نو لا نور هم ورته په غصه کیږی او بهانی ورته ګوری چه څنګه یی شکنجه او توبیخ کړی.

یوه ورځ دی او نور د اطاق ملګری یی په یوه بهانه د زندان د قوماندان د پلوه تر عتاب او تحقیق لاندی کیږی؛ خو اصلی هدف زما پلار دی.  دا نور یی هسی ورسره مل کړی. څه لیونی او بی ربطه پوښتنی یی د شکنجی د مقدمی په توګه ځینی کړی؛ نو بیا یی د برقی شوک ماشین راغوښتی. لینونه یی د لاسو او پښو په ګوتو تړلی؛ خو چی هر څه ماشین څرخوی زما په پلار تاثیر نه کوی. بیا نو قوماندان امر کوی چی لینونه یی په غوږو کښی بند کړی. دلته زما پلار ورته ویلی چه ګوره قوماندان صاحب ته که ځوان هم یی؛ خو بیا به هم باید معلومات ولری چه زه د دی وطن یو صادق خدمتګار یم هیڅ ډول رشوت او خیانت کښی نه یم ملوث؛ نو د څه د پاره می ځوروی.

قوماتدان په ځواب کښی ورته ویلی چه ته خلکو ته صادق نه وی بلکه هغو زړو فاسدو نظامونو ته صادق وی؛ نو که تا غوندی خلکو دوی ته په صداقت خدمت نه وی کړی هغه نظامونه به دومره ډیر نه پاتی کیدل، ته خاین یی او ته انګربز یی. د انګریز د خبری سره زما پلار حوصله د لاسه ورکړی او ورته ویلی چی زه په وطن سر ورکوم لعنت دی په انګریز وی او لعنت دی په تا وی. دلته قوماندان ولاړیږی دی او د ده عسکر د ټوپک په کونداغونو او لغتو دومره وه چی لکه مړی بی حرکته پاتی کیږی؛ خو تر پایه او تر بی حسه کیدو یی د عذر خواهی کلمه تر خوله نه ده ایستلی.

د دی حادثی نه وروسته څو ورځی او شپی په بستره کښی پاتی کیږی، مرحوم ډاکټر عبدالله عمر د داود خان د کابینی د روغتیا وزیر چی  ورسره په یوه اطاق کښی وو در ملنه یی کوی او ځینی د پولیسو صاحب منصبان په پټه دواوی  ورته راوړی. کله چطی یو څه په پښو دریږی یو ځل بیا د محبوسینو په احوال پرسی پیل کوی او کوم کسان چی تر روحی فشار لاندی نا ارام دی هغوی ته مشوری او ډاډ ګیرنی ورکوی.

جنرال غلام فاروق خان پخوانی لوی درستیز هم په لمړی بلاک کښی بندی و؛ خو د عمومی عفوی نه دوی یا دری میاشتی مخکی خلاص شو. موږ سره نژدی ګاونډیان وو. د محبس نه د کور په لار  کله چه ګاونډ ته رارسی؛ نو مخکی له دی چی خپل کور ته ولاړ شی زموږ کره را وګرزیدو. تصادفا هغه ورځ زه هم په کور وم او جنرال صاحب ته می ښه راغلاست ووایه او د خلاصیدو په خاطر می خوښی ښکاره کړه. دی ډیر تم نه شو، لاس یی پورته کړل او زما پلار ته په دعا شو او وروسته یی وویل چی که چیری ستا پلار نه وی؛ نو زما به  ډیر وخته زره چاودی شوی وی، ستا پلار په خپل د اخلاص او شجاعت نه ډک تلقین سره ما بیا ژوندراکړ.

د روسانو د راتګ نه وروسته کله چه په پلچرخی کی ژوندی پاتی زندانیانو د خوشی کیدلو اعلان وشو؛ نو زه او زما وروڼه هم د زندان مخی ته ورغلو. دروازی خلاصی شوی یو څه اشنا او نا اشنا کسان  ووتل ؛خو زموږ د پلار درک نه و پکی. بیا اعلان و شو چه پاتی زندانیان به په بسونو کی د ښار دغی دغی نکتو ته انتقال شی تاسی هلته ورشی. هغه انتظار هم بی فایدی شو. سبا مو د ببرک کارمل د کابینی د سرحداتو نوی وزیر فیض محمد ته سپین ږبری و لیږل. فیض محمد زما د پلار د خوشحال خان لیسی شاګرد و. په همدی ورځ نوی وزیر د ما په پلار پسی خپل موټر زندان ته وایتاوه او په خپل موټر کښی یی کور ته راووړ.

روشن احمد شاه چه شل میاشتی مخکښی په پښو ولاړ او استوار سړی رژیم ته په لاس ورغلی و، کله چه بیرته راغی نو په ملا کړوپ او ډیر زهیر ښکاریدو. د محبس د عذابونو، شکنجو او کوټه قلفیو فزیکی نښی یی په صورت کښی ښکاره وی؛ خو په معنویاتو کښی یی هیڅ ډول کمزوری او تزلزل نه وو محسوس. د بند نه د خلاصیدو نه څه موده وروسته د کورنی د هغه غړو سره چه لا په کابل کښی پاتی وو یو ځای پیښور ته مهاجر شو.

په هجرت کښی د زړه د تکلیف او نورو ناروغیو سره سره د قومونو او مجاهدینو سره مرکو او روغو جوړو کښی مصروف وو. خو د هغو نه علاوه یی لیکنو او تحقیق ته هم ادامه ورکوله. خپل د زندان خاطرات یی په یو کتاب کښی د بیست ماه در زندان پل چرخی تر عنوان لاندی هملته بشپړ کړ. د هغه نه علاوه یی د هغه وخت د امکاناتو په حدودو کښی د روسانو او بالخصوص د شوروی اتحاد استعماری دسیسی، کړنی او تیریو باندی یی چه په ګاونډیو وړو هیوادونو باندی یی کړی وی کره تحقیق و کړ او اثار یی پری ولیکل.

مرحوم روشن په ۱۳۶۳ هجری شمسی کال په پیښور کښی وفات شو، ازل د الله (ج) نه مقدر وو؛ خو په عالم اسباب کښی یی سبب د مرګ هماغه نا روغی وی چه له زندان نه راوړی وی. د دومره اوږدی مودی خدمت او لویو ولایتونو د ولایت د مقامونو سره – سره د ده په دی دنیا کښی مادی میراث نه دی پریښی. صرف یو کوچنی کور ځینی پاتی دی چی هغه هم د هغی سرپناه ادامه ده چه په ۱۳۲۹ کال کښی د حکومت له پلوه د هغه وخت په  مساعدو شرایطو ورکړ شوی و.

والسلام

·  سردار محمد روشن د ارواښاد روشندل خان روشن زوی او د ارواښاد احمدشاه خان لمسی په کال 1324 هـ – ش (1945م) کې د وردګو د جغتو په ګلدره (پخوا ګنډه قول یا کهول) کې زېږېدلی.

لومړنی او منځنی زده کړې یې د پلار د ماموریت په وخت کې په غزنی، پکتیا، فراه، بدخشان او جوزجان کې بشپړی کړی او د کابل پوهنتون له اقتصاد پوهنځي څخه یی لیسانس ديپلوم ترلاسه کړی.

سردار محمد روشن له فراغته وروسته د پلان وزارت مامور وټاکل شو. په دې وزارت کې د ده وروستی دنده د پلان ریاست و او بیا پاکستان ته مهاجر شو. روشن په کوټه کې د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند مشر پاته شوی او د استاد ربانی په وخت کې د یو څه وخت له پاره په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر و.

سردار محمد روشن له تېرو دوولسو کلونو  راهیسې په کابل کې د افغانستان د تخنیکی او مسلکی انستیتوت ATVI مشر دی چې د زرګونو ځوانو کادرونو د روزلو مرکز بلل کېږي. ATVI یوه علمی غیرانتفاعی موسسه ده چې د افغانستان د پوهنی وزارت په چوکات کې کار کوي.

سردار محمد روشن په تعلیمي مسایلو سربېره، د سیاست په ډګر کې هم فعال او د حق او عدالت ګوند د دولتي چارو د کمیټی مشر دی او اوس د شفافیت په برخه کې د ولسمشر داکتر محمد اشرف غنی د ځانګړی سلاکار په توګه کار کوي.

شنيځ- د پښتو يو زوړ ويى دی | عبدالودود بشریار

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب