پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبښه لیکوال | ګل رحمن رحماني 

ښه لیکوال | ګل رحمن رحماني 

راته لیکلي یې وو؛

     «دا لیکنه مې ولوله او بیا راته ولیکه چې زه ښه لیکوال یم او که نه؟»

ځواب مې ورنه کړ، ځکه دې پوښتنې یې ځواب نه درلود.

   له ځان سره مې فکر وکړ چې ښه نو د یوه غوره لیکوال اصل او معیار څه دی؟

ټول هغه ښه لیکوال چې زه یې پېژنم، خپل مشخص سبک او سیاق لري، له بلې خوا ښه او روانه لیکنه کوي، نو اوس نه شو ویلی چې څوک یې په ګران بیه او رنګین قلم لیکي ښه او څوک یې چې په پنسل یا بې رنګه قلم لیکي ښه لیکوال نه دی.

   ممکن یوه لیکوال ډېره ښه او پاکه لیکنه وکړي، لیک نښې او د لیکنې اصول رعایت کړي، کلمې، استعارې، تشبېهات او ټول لیکني فنون به یې پر خپل ځای کارولي وي، خو ښه لیکوال به نه وي.

   په ځانګړې توګه اوسمهال چې لیکنه د لیکنې د خپرېدو امکانات زیات او اسانه شوي دي، نه شو ویلای چې د لیک دود او لیکوالۍ د فن له اړخه یوه پاکه او بې عیبه لیکنه ښه نه ده، خو غوره ده چې دا موضوع د لیکنې د ښه والي او بد والي د تلنې معیار نه کړو. 

  یوه لیکنه که په لیک نښو ښه او په معیاري ډول سینګار شي، ښه لیکنه به وي، خو که همدا متن هېڅ لوستونکی ونه لري او له خپرېدو یې د څه وخت په تېرېدو سره د انټرنټ خځلنۍ ته ولوېږي او د ګوګل په زرمه پاڼه کې هم پاتې نه شي، نو بیا؟

 دلته دې هېره نه وي چې دا لیکنه به د لیکوالۍ ادابو، معیاري لیک دود او په ځانګړي ډول کامې او ویرګول کارونې له اړخه نورو ته ددې چارې په زده کړه کې پر خای او مهمه وي. 

فکر کوم د غوره لیکنې یوه ځانګړنه به دا وي چې اغېزناکه وي، یاني بیا بیا ولوستل شي او نور هم لیکنې ته وهڅوي.

   ښه لیکنه هغه ده چې د لوستونکي پر غوږ ښه ولګېږي او نوموړی فکر کولو ته وهڅوي.

ښه لیکنه هغه ده چې لوستونکی یې دومره خوښه کړي چې نور یې ځان ته مخامخ پر دېوال ټک وهي چې نور یې هم وګوري.

ښه لیکنه هغه ده چې د لوستونکي جامد فکر په خوځښت راولي.

ښه لیکنه هغه ده چې د لوستونکي ذهن جوړ کړي.

ښه لیکنه هغه ده چې د ډېرې مودې لپاره له مخاطب سره پاتې شي او هغه یوازې پرېنږدي.

ښه لیکنه هغه ده چې کلونه وروسته یې هم له لوستنې همغه د لومړي ځل لوستنې خوند واخیستل شي.

     ښه لیکنه هغه ده چې مخاطب یا بل لیکوال یې له لوستنې د پټولو مبهمه اراده وکړي.

په لنډو کې ویلای شو چې ددې فکر تر څنګ چې څنګه یې ښه ولیکو، باید دا فکر هم وکړو چې څنګه اغېزناکه لیکنه وکړو؟

*لیکنه او ژباړه ده.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب