چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeټولنیزد زده کوونکو د بریا راز

د زده کوونکو د بریا راز

 ليکواله: Aïna Centeno
ژباړه: اسدالله خان امرخېل

په دې لیکنه کې پر دې غږېږ چې تکړه او بریالي زده کوونکي کوم دي؟ له کومو لارو چارو  خپل هدف ته ورسيږي.

کوم زده کونکي بريالي کېږي ايا  ځواب ويل يې سخت دی

دا پوښتنه له اوږدې مودې راهيسې زما په ذهن کې وه،چې کوم زده کونکي بريالي کېږي آيا  ځواب يې سخت دی.

 دې پوښتنې ته د صادقانه ځواب ويلو لپاره غوره ده چې  له ځان نه وپوښتل شي. څوک دلته بریالي دي او ولې؟ هيڅ واضح ځواب نشته چې ولې ځينې زده کوونکي ناکاميږي او نور بريالي کېږي. د دې دليل له لټون وروسته مې د Angela Lee Duckworth په ډېره قوي وينا کې  ځواب وموند.

هغه يوه  ارواپوهه ده او باور لري چې زموږ تعليمي سيسټم باید د زده کوونکو د پوهېدلو او د محرکت کولو په برخه کې ډېر تمرکز وکړي ترڅو زده کوونکي ته يو مثبته انګيزه ورکړي.

له پرله پسې مطالعې وروسته، Angela Lee Duckworth وتوانېده چې په هره برخه کې د بريالیتوب کچه معلومه کړي، “زړورتيا”  دا د ټولنيزې ځیرکتیا يا ښه ښکارېدو، فزيکي روغتيا او هيڅ IQ په اړه نه ده، دا د جذبې، زغم او د ډېرو اوږد مهالو اهدافو د ليوالتيا او استقامت لپاره ده. نو په دې مرحله کې ستاسو استعداد زړه نازړه کوي، ارواپوهه پوهېږي چې استعداد يو ځل محاسبه کېږي او هڅه دوه ځله محاسبه کېږي، ته ښه شیان تر لاسه کولای شې خو د وړتيا لاټري (کڅوړه) نه شې ګټلی، په هر حال، هوښیاره کیدل مشکل دي، د پای ته رسولو لپاره له نه ختمېدونکي حرس سره مقاومت کول يا د ناکامي تجربه کول خورا مشکل کار دی، چې ورسره مخ شي، دلته تاسو څلور ځانګړې لارې لرئ چې د خپلې زړورتيا ته وده ورکړئ.

کوم کار چې کول غواړئ، ذهن ورته چمتو کړئ

هغه پوښتنې ومومئ چې ستاسو په ذهن کې دي، هغه پوښتنې چې ستاسو لپاره ډېرې په زړه پورې وي،هغه پوښتنې ولټوئ چې ستاسو پام راړوي او ستاسو د وړتیا  ظرفیت ومومئ په داسې حال کې چې هڅه کوئ ښه شيان لاسته راوړئ.

ما به له ځينو زده کوونکو پوښتنه کوله چې څوک غواړي بريالي شي ترڅو په ژوند کې يو لوی شخصیت ولري، په دې کې به هغه زده کوونکي زړه نا زړه و چې زياتره يې په درس کې ښه نومرې ګټلې او هغه چې لږ په درس کې کمزوري وو  هغوي پر ځان ډېر باور درلود او ويلې به چې موږ کولای شو په راتلونکي کې يو لوی شخصیت اووسو په حقیقت کې به همداسې کيدل. کومو زده کوونکو چې به پر ځان باور نه درلود خپلو موخو کې به پاتې راتلل.

د پرمختګ لپاره هره ورځ مبارزه وکړئ

د سيالۍ راز په دې کې دی چې تاسو پرون څوک وئ، له همدې امله هڅه وکړئ چې په هرڅه کې د کار کولو څرنګوالي په اړه فکر وکړئ، خپلې وړتیاوې وخورئ او د دوامداره او نه ختمیدونکي پرمختګ په لټه کې شئ.

کله چې تاسو ځان ته ددې ډاډ وکړئ، چې زه دغه کار کولای شم ستاسو مخه هیڅوک نشي نيولی، د انسان په وجود کې دوه قوې شتون لري يوه منفي او بله مثبته.که تاسو منفي قوه پیاوړې کوئ نو ښکاره ده چې تل به ماتې سره مخ وئ، د ژوند په چارو کې به تل له کړاونو سره مخ کېږئ او که چېرې مثبتې قوې ته وده ورکړئ نو ستاسو د پرمختګ او هدف ته د رسېدلو مخه څوک نشي نيول او د ژوند اصلي مزه په پرمختګ کې ده. تل هڅه وکړئ مثبتې قوې ته وده ورکړئ.

ځان ته لوی هدف وټاکئ

Angela Lee Duck-worth يوه سروې کړې چې پوهه شي د زړورتيا ترټولو لوی مرستندوی څه دي، ايا دا د خوښۍ احساس یا د لوی هدف لپاره ښه احساس و؟ هغې وموندله چې د لوړې کچې هدف مستقيم لوړې کچې زړورتيا سره تړلي دي، دا تاسو پورې تړاو لري چې وټاکۍ  ستاسو هدف يا ستاسو کار لویه معنا لري، هر هغه څه چې تاسو ورسره مخ ياست، ستاسو د وړتيا کچه لوړه کولو ظرفیت لري.

د زده کوونکو د بريا راز په دې کې دی چې دوی باید پر خپل ځان پوره باور ولري او مشکلاتو ته تسلیم نه شي، تل هڅه وکړي چې خپلو موخو ته ورسيږي، ددې فکر کې دې نه وي چې موخې ته رسېدل څومره وخت نیسي، ښايي  تاسو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره څو کلونه مبارزه وکړئ خو بری به ستاسو وي.

خپل ذهن ته وده ورکول

اوږد مهاله بریا په اصل کې باور پورې اړه لري، د زړه نازړه کېدو لباهر تاسو اړتيا لرئ تيوري پاک کړئ چې ستاسو وړتياوې وټاکل شي.

نيورو ساينس ښودلې چې موږ خورا ډېر ظرفيت لرو، کله چې موږ لويږو زموږ ذهن نوي مهارتونه زده کولو توان پيدا کوي، له همدې امله، تاسو خپل ذهن دوامداره هڅو او تجربو له لارې جوړ کړئ،اوس هڅه وکړئ هغه وخت په ياد کړئ کله چې تاسو پيل کړی  و او نوي څه مو زده کړل، شاید تاسو ويره ولرئ چې تاسو نشئ زده کولای خو تاسو وکړل! له دې نه وروسته خپل تجربه وکاروئ د هر ډول باورونو ګډوډولو لپاره چې ستاسو وړتياوې ټاکل شوي دي.

په یاد ولرئ چې زده کونکي په ډالۍ ورکولو او زيار سره بریالي کیږي

اخر کې زه په دې پوهه شوم چې  موږ ددې ظرفيت لرو چې خپلې وړتياو ته وده ورکړو، موږ کولای شو خپل اعتماد ته وده ورکړو چې څنګه بې اعتمادي له منځه وېسو،موږ فکر کوو چې موږ یو، دلته په ميلونونو خلک شتون لري چې ورته مهارتونه لري، په هر حال، دا دوي ټولو ځانګړنې، شخصيتونو، خلاقيت او د مطالعې روش يې یو شان دی.په دې توګه موږ اميد لرو چې موږ يوه ورځ د هغه څه څخه ډېر شيان تر لاسه کړو چې موږ يې د فکر توان لرو. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب