پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeادبکره کتنهد فکري بېدارۍ لپاره يو شرنګيدونکى جرس | اباسين شور

د فکري بېدارۍ لپاره يو شرنګيدونکى جرس | اباسين شور

يادونه: دا ليکل مې کال وړاندې د ممتاز د وروستۍ شعري مجموعې ” زخمک”  له لوستو وروسته کړي وو، ما چې د ممتاز شاعري لوسته، نو زړه مې بې دريغه غوښتل چې په اړه يې خپلې اخيستنې او برداشتونه له نورو سره هم شريکې کړم. دا دى اوس يې دلته رانقلوم، ګوندې وي چې زما غوندې به ستاسو لپاره هم نوي او جالب اړخونه ولري. که مو د وخت د کمبود او يا کومه بله مسله په زړه کې زړه در تيريږي نو د ممتاز دا خبره به مو مخې ته وغوړاوم چې:

برباد ممتاز سره بربادې کړه فقط څو لمحې

راشه احسان په دې ملنګ واړه، لاړ شه کنه

****

ممتاز د پښتو د معاصر شعر له لويو نومونو يو دى؛ دى د خپل شرنګيدلي، مست، او بې باکه شعر له کبله تر يو بريده مشهور شو، پر فېسبوک وچلېد، د خلکو په ژبو وګرځيد، سندرغاړو يې شعرونه وويل… خو زما په فکر د هغه د شعر عظمت لا هم ډېرو په خپل اصلي حجم او هويت نه دى حس کړى. د ده ډېر هغه شعرونه چې د انسان، طبيعيت او ماورا الطبيعيت په اړه ډېرې نوي او نااشنا زاويې لري، چا نه دي شاربلي، د هغه شعر ډېر داسې څه لري چې په لوستنه او ځيرنه ارزي او زه هم دا ليکنه د همداسې يوې هيلې په لرلو مخکې غځوم.

د ممتاز شاعري د فکر، عاطفې، تخيل او اهنګ يو شهکار امتزاج جوړ کړى. زما په فکر د لويې شاعرۍ يو لوى راز دا دى چې په هغې کې پورته ياد شوي شعري لوازمات ټول يو بل ته غاړې وتي وي او يو بل يې په غېږه کې نيولي وي، دا ځکه چې شاعري يو بعدي ارزښت نه دى چې يو قطب يې ونيسو، او که مو داسې وکړل، د فولارايزډ لوستونکو دايرې ته به ورپورته شو او په دې سره به په يو شعري استقطاب کې واقع شو. په لويه شاعرۍ کې دا ټول لوزامات په يو بل کې حل شوي وي او موږ نه شو کولاى چې له يوه او بل يې بېل کړو.

ممتاز د هغو شاعرانو له ډلې دى، چې د خپل دنګ تخيل او څپاندو عواطفو  تر څنګ د يو فکري نظام څښتن هم دى. په شعر کې مې د فکر د ارزښت په اړه د ډاکټر درمل يوه خبره په زړه ناسته ده. دى وايي ” که شعر يوازې عواطف وي ممکن اول وار ځل مو عاطفي کړي، خو په بيا بيا اوريدو يې ورو ورو زموږ عاطفي غبرګون ټکنى کيږي او شعر بالاخره له خپل اوجه لويږي، خو که د عاطفې تر شاه د يو فکر تکيه هم موجوده وي، نو شعر تر ډېرو زمانو پورې د لوستونکيو او اوريدونکو په زړونو نقش پاتې کيږي” په همدې ډول د فکر اړيکه د شعر له نورو اجزاوو سره هم در واخلئ. زما په فکر د ممتاز په شعر کې چې تر ټولو لوى او اوږد بحث پرې کيداى شي، د هغه د شعر فکر دى.

ممتاز د شعر په هېڅ برخه کې فکر نه دى هېر کړئ او زه يې ځکه د خپلې ژبې د لوستونکيو د فکري بيدارۍ لپاره يو شرنګيدونکى جرس بولم. دى که په شعرونو کې د خپل اسمانڅک تخيل پروازونه په موږ ننداره کوي، دى که د څپاندو عواطفو له غېږې موږ سره غږيږي، دى که د شعر په ژبه کې د موسيقۍ او د لفظونو د تېر و بار لوبه کوي، هېڅ ځاى يې فکر نه وي هېر، زما په دې ليکنه کې به په نږدې ټولو راغليو شعرونو کې تاسو له يو فکر سره مخ شئ چې شاعر يې د شعر په لطيفه پيرايه کې تر موږ رارسول غواړي، خو دا فکر داسې نه وي چې د شعر نورې برخې يې رالاندې کړي وي، بلکې فکر د شعر په نورو اجزاوو کې حل شوى وي. د ممتاز فکرونه له هرڅه وړاندې د يو عاطفي حالات زيږنده وي او بيا يې د تخيل په مرسته په ژبه کې تبارز موندلاى وي. بله لويه خبره دا چې ممتاز په لويه کې هغه فکرونه شعر کړي چې زموږ له عواطفو سره سر و کار لري.

ممتاز د ژوند، طبيعيت، ماورالطبيعيت، ټولنې، انسان، خداى، دين او داسې ډېرو نورو پديدو په اړه له ډېرو نويو او متفاوتو زاويو غږيږي. شاعر هغه وخت په خپل فکر کې بريالى وي، چې د يوې پديدې په اړه زموږ نظر ته بدلون ورکړي. د ممتاز ډېر شعرونه موږ په خپلو عقايدو او باورونو شکي کوي.

ممتاز د شعر د فکر ميدان ته له دې نغارې سره رادانګي چې:

يه خدايه! و خدايه! زما ګناه همدومره ده بس

چې له يقين نه وړاندې زه يو څو سوالونه کوم

او بيا سوالونه پيلوي، دا سوالونه چې له روانې ژورې تراژيدۍ هم سرچينه اخلي او ديني او عقيدوي جنبه هم لري، ډېر بوږنونکي او  باور لړزونکي دي؛ د ممتاز د دې سواليو د نه تماميدونکي لړۍ يوه ننداره دلته ستاسو مخ ته ږدم (ممکن ډېرى به ددې سوالونو او اعتراضونو له محتوا سره جوړ نه وي، خو بلاخره دا بيا هم سوالونه دي او که له انسان د هرې زرې پوښتنه کيږي، نو دى هم حق لري چې پوښتنې وکړي).

خدايه زما کور کنډر ولې ولې ولې؟

ستا کور د مورچې غوندې ولې اخر ولې؟

ولې دې په ځان پسې بوتلم لرې لرې؟

ته خو وې نزدې غوندې ولې اخر ولې؟

هره نېټه زما نېټه څنګه شوه؟

ورک شه ته کله په نېټه يې مرګه

زما د کور ورانۍ ته هم څه مرتبه خو ورکړه

سړيه! زه په مرتبه د شهيد څه کومه؟

خدايه پاکه ستا خدايي ده ډېره لويه؟

که زما نارسايي ده ډېره لويه؟

نور نو په کومې عقيدې په کوم مذهب شم ځمکې؟

ډېر مې زړه کيږي چې لږ زه هم مهذب شم ځمکې؟

هلته هم د ځان غمونه دلته هم د ځان

دې پيکه تکرار سره به څه ګذارن کوم؟ (دنيا او عقبا)

په پښتو شعر کې له غني خان را وروسته که يو بل شاعر د دين او مذهب په اړه بيخي نوى او جلا ليدلورى لري، بې له شکه ممتاز دى.

ممتاز چې د دين د تعبيرونو له رنګارنګۍ بېزاره څرګندوي او د اصل ارمانجن يې دى، نو وايي:

زه سر پرېکړى د ايت د عشق دعوې کومه

تفسيره ستا اختلاف څه کړم له تفسيره سره

ډېر دي چې د جنت لپاره يې د دې دنيا جنتونه ته اور ور اچولى، خو ممتاز وايي:

زه ژوند ولې دوزخ کړم په خواهش کې د جنت

زه نه وينمه خوب په الايش کې د جنت

د بې علمه ديني عالمانو په اړه د ده عکس المال د اوريدو دى:

چې د پيمان تعبير هم نه پېژني هغه خلک

وخ الله ماته نن تفسير د پيمانې کوي

د ډېرو کلاسيکو او معاصرو شاعرانو برخلاف د ده د مِهر او خوږدلۍ زاويه ډېره پراخه ده:

د ارض او د سما مالک کولاى شي دا هم

شيطانه خداى دې وکړي چې خداى وبښي تا هم

زه ممتازه پخوا نه وم خو اوس يمه

څوک چې ما ډاډه کوي زما ترې ډار شي

دې بيت ماته لوى ليکوال او فيلسوف البر کامو او د هغه يو ناول (پردى) راياد کړل؛ د ناول مرکزي کرکټر په اعدام مخکوم وي د دود سره سم راهب راځي او له هغه سره د ژوند، مرګ او خداى په اړه خبرې کوي، خو ځوان سم ډاډه غږيږي او هېڅ داسې نه ښکاري چې ده پسې، مرګ را روان دى؛ راهب وايي چې ځينې خلک ګومان کوي چې ډاډه دي، خو دوى په حقيقت کې نه وي ډاډه. ځوان يې په ځواب کې وايي چې ښايي همداسې به وي، خو زه د هغو څيزونو په اړه چې مينه مې ورسره درلوده ډاډه نه وم، اما په هغه څيزونو چې مينه مې ورسره نه لرله، ښه ډاډه وم. د راهب ځوابونه چې د ده ناقراره روح نه شي ارامولى، غوسه کوي او راهب ته خوله خلاصوي چې ستا ټول باورونه د يو تار ويښته ارزښت هم نه لري، ان ډاډه نه يې چې ژوندى يې او کنه، خو زه لږ تر لږه له ځانه ډاډه يم، پر ژوند ډاډه يم او په رارسيدونکي مرګ هم.

وګورئ چې څنګه يې يو ځاى مرګ درجه بندي کړى دى:

مرګيه دا ستا هم درجه بندي وکړه ژونديو

دا زيرى دى چې ستا ځينې څېرې په ژوند حساب دي

هغه ملتونه چې نن نه لري، د تاريخ په افيونو ځان بې غمه کوي:

تاريخه! خپل بدرنګه حال ليدلى نه شوو کنه

موږ راوتلي له تورتمه ستا د وياړه نه يو

د ممتاز د شعر فکرونه انساني او له انساني نادودو راپورته شوي ساندي دې.

چې د تور ټوپک په خولې کوي خبرې

کاش څوک دغه بې خبر ته ژبه ورکړي

ممتاز له هغه خوف او ډار سره نه دى جوړ چې مذهبونه يې د مجبور انسان لپاره غوړوي.

کاش کليسا نه واى، جومات نه واى،  مندر نه واى

کاش دا خوف دومره زرورو او معتبر نه واى

خو بل افشن هم لري:

کاش چې زما ژوند واى تمام بې خبرۍ کې تمام

کاش زه خبر نه واى ارمان چې زه خبر نه وى

ممتاز په يو شعر کې حاجي مخاطب کړى دى او ورته ويلي يې دي چې زه او ته په حقيقت کې داوړه يو شان يو ، ته هم دروغجن او دوکه باز يې او زه هم. خو فرق دومره دى چې ته يې په خپله رياکارۍ له عامو خلکو سره کوې او زه له خپل ځان سره.

يو شان يو خو ته يې عام ولس سره کوې

او زه بس فقط ځان سره دوکه کوم حاجي

د وجودي (Existentialism) د فلسفې څرکونه:

د دغې فلسفې د لوى علمبردار (جان پُل سارتر په وينا انسان بايد خپل ځان په خپله پيداکړي، ځکه د ده په باور داسې تلپاتې ارزښتونو او معيارونه نشته چې انسان پرې خپل ځان وتړي، ده به ويل چې موږ سل په سلو کې د خپلو هغو کړنو مسؤل يو چې کوو يې، موږ نه شو کولاى چې د انتخاب له مسؤليته خپلې اوږې تشې کړو.

ده به د لا توضيح په خاطر ويل چې موږ د هغو لوبغاړو په څېر يو چې پرته له تمرين، پرته له نندارې او پرته له داسې کسه چې د پردې تر شا زموږ په غوږ کې ووايي چې څه بايد وکړو، صحنې (دنيا) ته راغلي يو. ناچار يو چې په خپله پرېکړه وکړو چې څنګه ژوند وکړو. دا فلسفه چې انسان ته په يوه مختاره اراده او انتخابي قدرت قايله ده، د قسمت او تقدير ډيالوک هم نفي کوي. د وجود فلسفه د انسان د رفع ټولې مجردې او انتزاعي لارې تړي؛ شاعر هم چې د خپل ژوند پر ډاګ د خپل انتخاب په قدرت باوري شوى دى، نو ځان ته يې په خپله د يوې لارې د پيدا کولو هڅه پيل کړي. دى يو ځاى د خپل هغه وخت ياد کوي چې يو وخت دى هم د نورو غوندې قسمت او تقدير ته پښې غځولې وي.

څومره ښۀ وخت و چې ګيلې مې له نصيبه کيدې

څومره ښه وخت و زما چارې بې ترتيبه کيدې

په دې لاندې دوو نورو بيتونو کې هم ماته د دې فلسفې څرک ښکاري:

ياران به څه ملګرتيا وکړي، ما فقيره سره

دوى په تقدير قانع او زه په جنګ تقديره سره

زبرګه د هر چه خپله لار د هر چا خپله کړنه

تاته توکل دى مکمل ماته تکل مکمل

ممتاز په خپلو شعرونو کې انسان ته په يو لوى ارزښت قايل دى، چې دا هم د معاصرې وجودي فلسفې اکزېستنيالېزم يوه خاصه ده، د ده په باور انسان او ژوند يې له هر څه نه مهم دي  او هېڅ شى د انسان د عظمت سيالي نه شي کولاى او انسان بايد د هرې عقيدې او ايزم په نوم قرباني نه شي.

اې پارسا لاليه چېرته درومې واوره

که انسان ګنهګار هم شي محترم دى

ممتاز په دې نظر دى چې د ژوند او دوزخ تر منځ خو حداقل دومره فرق بايد وي:

د عذابونو ذکر دومره چې ژوند هم دوزخ شي

دغه خطبه خو له منبره نيمه پاتې ښه ده

د شيطان په اړه يې هم نظر د عوامو له سطحې پورته او جلا دى.

بدرنګ يې رسم کړي دي شيطانه ستا عکسونه

هر چا دي رايستلي له خپل ځانه ستا عکسونه

او بيا چې د ايماندارو په منځ کې د ايمان د مظلوميت خبره رامخې ته کوي، نو وايي:

سرې وينې او په سرو وينو کې ډوب ژوند او ژوندي دي

بيخي يې بې ايمانه کړل ايمانه ستا عکسونه

ژوند څه دى؟ د مذهب يو ځواب دا دى چې امتحان دى، له انسان امتحان اخيستل کيږي، خو ممتاز په جار اعتراف کوي چې:

نور څه اغاز د امتحان؟ نور څه انجام د امتحان

ژوند سراسر يو امتحان او زه ناکام د امتحان

يو  ځاى له شېخ سره ځان داسې ترازو ته اچوي:

منم په دې ښار کې له ما ميکده پاتې نه شوه

ته وايه کومه شپه دې حوره د جنت پريښوده

دين چې منطق ته پکې ډېر د پاتې کيدو امکان نشته، ممتاز يې مرثيه ليکي:

عقيدت له هر منطقه بالاتر شو

يار زما هم بس يو خيال دى، زما خيال دى

له دې ټولو خبرو وروسته ممتاز دين ته په ژور عقيدت قايل دى او اعتراف يې هم کوي، خو په عين حال کې په ډېر هنر د زړه خبره رامخې ته کوي:

ممتاز د خپل زړه وير کوي؛ هغه زړه چې د ژوند د هوس په لومو او ځنځيرونو کې لوېدلى دى:

دين مې تعمير دى بې له شکه او ايمان مې هم دى

جار جار له دينه له ايمانه، ” زړه مې وران وران دى”

ما اوس ساقي ته هم ويل هغه موسکى شو راته

اوس تاته راغلم ملا جانه،  “زړه مې وران وران دى”

موږ تل د ژوند په حقيقتونو پسې سرګردانه يو، هر وخت په خپل  ژوند کې د يو حقيقت  د راتلو انتظار کوو، خو په اصل کې ساينس او علمي واقعيتونه زموږ د ژوند ډېره وړه برخه تر خپل نفوذ لاندې لري، موږ لا هم په يوه تياره نړى کې اوسېږو، موږ لا هم د دې نړۍ د اغاز او انجام په حقيقتونو نه يو خبر.

موږ که څه هم د حقيقت د شيرنۍ په تمه يو  خو په اصل کې مبهمو او مرموزو پديدو زموږ ژوند ته ښکلا وربښلي ده، (که څه هم دا علمي خبره نه ده خو د انسان زړه يې منلى شي)

خبره دا ده چې ساينس او انساني پوهه سره له دومره اکتشفاتو او مخکې تګ داسې يو ځاى ته نه دى راسيدلاى د ژوند د ټولو پديدو وضاحت وکړي او په اړه يې علمي او تجربوي وغږيږي، انسان  نه شي کولاى چې د ساينس د وچو واقعيتونو په غېږه کې خپل وجود ارام ته وسپاري.

ممتاز دومره هم په خوف کې لا تريخ شوى نه يم

چې به تمام خواږه خالي له حقيقته غواړم

  يو ځاى دا ښکلي مرموزه، فلسفي، ديني او عشقي پوښتنه رامخې ته کوي.

مانه لرې کېنه ما نيمګړى پرېږده

زه به څه کومه؟ زه که مکمل شم

ممتاز په خپلو شعرونو کې په بيا بيا د يو مسلسل ډار، خوف او ويرې خبره کوي چې په ټولنه کې د يو طاعون په څېر خور دى او خپلې طلسمي وزرې يې پرې غوړولي دي. دلته له ډار څوک غږ  نه شي کولاى. دا ډار اخر د څه شي دى؟

زما په فکر دا ډار او خوف د ټولنې د يو ډول ناسمو مذهبي او سنتي رواياتو طلسم دى چې خلک يې پر وړاندې د غږ اوچتولو جرات نه لري. په داسې يوه ټولنه کې چې د انسان ټوله اراده او فکري انرژي د ټولنې له لويانو او قدامو سره ګرو وي، د فکري ازادۍ خبره يو خوب دى، دلته د ولې پوښتنه د کفر معادل دى. بس هر هغه څه به منې چې په ټولنه له تېرو څو پېړيو راهيسې حاکم وي او پلار او نيکه دې منلي وي.

ممتاز د دې ډار او خوف انځور داسې کوي:

دلته خوف دى لکه واروه وريدلاى

مه رواځه منجمد نه شې اوازه

له کاره راغلې، له ښاره راغلې

بغېر له ډاره څه وو که نه وو؟

خو ممتاز دا هم وايي چې:

د ډار په ښار کې به باغي باغي لهجه عامه کړم

زه به کيسه وکړمه داسې چې کيسه عامه کړم

ممتاز د ټولو لويو شاعرانو  غوندې د يو افاقي فکر څښتن  انسان دى، دى چې په فکري لحاظ لوى دى، هومره يې د معنا نړۍ هم لويه ده او د قوم وړوکي ظرف هغه په خپله غېږه کې نه دى ارام کړى، دى چې تعصب ګر نه دى او په کوم قوم او نسب پورې يې ځان نه دى تړلى نو ويلې يې دي چې:

ستا په سينه د شجرو لټکو وچيچلم

دا امکان شته چې چېرته پټ له دې نسب شم  ځمکې

کتابونه اصلا څه دي؟ تش توري؛ دا موږ يو چې له امله يې زموږ او د کتاب ترمنځ يوه اړيکه جوړيږي او موږ يو چې د معنا يو جهان د ځان پر وړاندې خلاصوو، ممتاز د کتاب د مطالعې تر څنګ د خپل جهان، خپلو ارزښتونو او معيارونو د لرلو خبره هم کوي.

ممتازه د معنا يو خپل جهان هم لرل غواړي

ګني نو کتابونه څه دي؟ توري توري توري

ممتاز وايي څراغونه په لاسونو کې نه بلکې په ذهنونو کې بل کړئ، په دې ډول به دې د بادونو له غمه هم په امان شئ او بيا به په ډاډه زړه دا خبره کولاى شئ چې: هوا مې ياره ده او ستوري مې ياران دي ژوند ژوند،

په لاس کې نه په خيال کې مې څراغ دى بل ساتلى

څه غم که ډېره منډه هوا هم راپسې وکړه

يوه مقوله مې چېرته لوستي وه، ويلې که دښمن نه لرې نو معنا دا چې منافق يې او يو بل ځاى مې لوستي وو چې  په خپله د مخالفانو د لرلو يوه معنا دا ده چې نور نو موږ يو څه يو. تاسو وګورئ ممتاز ځکه د خلکو خبرو پريشانه کړئ نه بلکې لا  ډاډه کړئ دى.

مننه مخالفه سم ډاډه کړم ستا خبرو

مننه دا خبرې سبا هم راپسې وکړه

ممتاز ته چې د خپلې بېلې شاعرانه لارې او ياغي طبعې درک شوى او بيا يې ليدلي چې يوازې شوى دى نو ځان ته يې ويلي چې:

ښۀ ښۀ، بس همدا لار د بغاوت ده کنه يار

لښکر يارانو پرېښوم، بدرګه نه کړم چا هم

او په پاى کې فتوابازو ته هم په ډېر جرات هرکلى کوي:

په ممتاز فتوې جاري کړئ فتوا بازو

نه يې فکر نه يې خوى درسره سم دى

اوس هم د ممتاز د شعر ځينو نورو رنګينيو ته تم کېږو:

پټ اورايي کيفيتونه او د مينې ارواپوهنه:

دا ډول شاعري چې په فارسي او اردو ژبو کې هم ژورې ريښې لري، د احساساتو او عواطفو له يو ژور او شديد فوراً پرته نور هېڅ نه لري( د شعر ژبه او موسيقي استثنا دي) خو په زړونو بې درېغه منګولې لګوي. په دې ډول شاعرۍ کې د مينو زړونو کيفيتونه او عاشقانه تجربې په دومره صداقت انځوريږي چې سړى ورته ګوته په غاښ شي. په پښتو کې د دا ډول شاعرۍ لوى مخکښ حمزه بابا دى، د ده ډېر شعرونه داسې دي چې پرته له کوم تخيلي رنګارنګۍ او تصويرونو زموږ په زړونو چنګ وهي او لامل يې هم د انساني ارواوو د ډېرو عامو او عميقي تجربو او کيفيتونو خوندي کول وي.

چې له نظر سره دې مل نه شومه

څه خوش قسمته وم چې غل نه شوم

نورو ته ګورې ماته هم ګوره

دا نه کتل دې چېرته غل نه کړي

ممتاز هم په دې رنګ ښکلي او نوي شاعري کړيده، راځئ دې ښکلي برخې ته هم تم شو.

د دوو مينو جګړه شوي ده، مين يې په ژړا شوى دى، معشوقه چې د ده دا حال ويني نو زړه يې نرميږي او غواړي په خپل مين مهرباني وکړي. اوس د همدې ژړا په حالات کې مين ته يو بل فکر ورلويږي او خپلې معشوقې ته وايي چې:

له تورو سترګو نه دې جار شم ژړغونى ښه يم

اوس به تک شين شم له خندا مهرباني مه کوه

له يو کوچني ديدن وروسته مين خپل خداى ته عجيبه دعا کوي:

بس يو څو لمحې دي راکتلي يوه ښکلي

واچوه په دې کې برکت الله الله

کله کله له يو چا سره په ډېر جدي غږيدو د مقابل اړخ وار پار خطا کيږي،  خو دا خبره په خپله متکلام کړي ده:

ورو ورو زېړېږې ورو ورو بدلېږې

ننګ ننګ غږېږم نام نام غږېږم

کله کله سړى خپل مخاطب (داسې يو څوک چې زړه ته مو رانږدې وي) ته لګيا يو، خو هغه يوازې ښه، ښه وايي يعنې لکه خبرو کولو ته يې چې زړه نه وي. زموږ تمه وي چې هغه راسره ډېر خبرې وکړي او په لېوالتا يې وکړي خو چې نه يې کوي نو شاعر وايي:

ښه ښه ويل خو هم سړى وژني

ښه ښه ويل خو هم بيماري ده

ممتاز کله کله د خپل باغي فطرته خوى له کبله د پښتنې مينې هغه کلک ډار او طلسم ماتوي چې په عاشقانو يې کړى وي(خصوصاً د حمزه بابا په شعرونو کې)

قسم په رب چې به غږونه درپسې وکړمه

خوښ مې يې ستا نامه به ولې په بانه اخلمه

په پښتو کې استاد پسرلي هم دا ډول شاعري کړيده او زما په فکر لامل يې هم پر هغه د فارسي ژبې اغېز او په ځانګړي ډول له سبک وقوع سره بلديت دى.

استاد پسرلي يو ځاى وايي:

ارمان مې تش ليدل و خو چې ويې کتل ماته

دې لنډې کميابۍ څه ارمانونه وکرل

ما مخکې هم وويل چې د دا ډول شاعرۍ د کميابۍ راز د تخيل په رنګارنګۍ کې نه وي، بلکې يوازې د انسان د ځينو ډېرو پټو اروايي او عاشقانه کيفيتونو بربنډول وي. موږ کله کله له ځينو ښکلو خلکو سره مخ شو، زړه مو ورسره ولګيږي، خبرې يې خوند راکړي او چې په ځان خبرېږو نو په يو څو شيبو کې يې ځانته جذب کړي يو. شاعر وايي:

عجيبه کار دى څو لمحې وشوې چې پېژنم دې

بلا سړى يې ځان سره دې تر قيامته غواړم

تا ازمويلم او ما ځان راوستو پاتې درته

ما وېل ځه يو  امتحان خو خراب هم ورکوم

شاعر ولې غوښتي دي چې يو امتحان خراب هم ورکړي، د دې مسلې حل هم ماته د انسان ژور اروايي کيفيتونه ښکاري.

زما زخم ډېر وړوکى دى شرمېږم

ياره ستا مسيحايي ده ډېره لويه

شاعر ته څومره عجيب احساس پيدا شوى دى. مين خپل جانان په ډېر زيات احترام قايل دى، دا مين په ورته حال کې د مسيحا صفت هم لري، يعنې په تش کتو دې روغوي. اوس يې غوښتي چې خپل مين هم ژوندى او روغ کړي خو مين ته يې عجيب احساس پيدا شوى دى هغه دا چې زما زخم ډېر وړوکى دى او ستا مسيحايي ډېره لويه؛ نو شرمېږم.

خود ازاري او يا اذيت پسندي د شاعرۍ او په لويه کې د اردو شاعرۍ يو تکرايدونکى مضمون دى، په دې حالت کې شاعر له زَورونو هم خوند او کيف حاصلوي. ممتاز د د ډول شعرونو شهکارې بيلګې لري:

زما خود ازارۍ ته دې ونه کتل په پخلا شوې

ته پرېږده کنه نن درنه خفه يمه لاليه

د ممتاز په ځينو شعرونو کې له يو ډول  ژور اضطراب او ناکرارۍ سره وينو. دى د ډېرو نا اشنا کيفيتونو په اړه خبرې کوي.

د ذات په کومه منجمده جذيره اوسېږې

ممتازه تا کړي غږونه تاته نه رسيږي

ممتازه ځه خپل مهاجر ياران دې ولټوه

چې د خپل ذات په طول او عرض کې په ميرو اباد دي

وګورئ چې شاعر د مهاجر مفهوم څومره پراخ کړى، موږ مهاجر هغه چاته وايو چې له خپلې خاورې ايستل شوى وي او په پردو ميرو يې ابادي کړي، خو ممتاز موږ ته د خپل ذات په طول او عرض اباد شوي هم رايادوي، يعنې په خپل ځان کې مهاجر؛

د خپلو اسلافو له ادبي ميراثه استفاده د لويو شاعرانو يوه ځانګړنه ده، لوى شاعران چې د خپلې ژبې له کلاسيک ور هاخوا يې د ګاونډيو ژبو کلاسيک او معاصر هم تر نظره تېر کړي وي، د نوښت يوه ډېره ښکلي وسېله يې تر لاسو کړي وي. نوښت تش دا نه دى چې په خپلو پخوانيو ادبي رواياتو او ارزښتونو باندې(ممکن اوس ارزښتونه نه وي) پښې کيږده او يو سل اتيا درجې بل خوا واوړه او نوي خبره وکړه.

د کره کتونکيو په نظر نوښت بايد له روايت سره هم بې رابطې نه وي او شهکار نوښت هغه دى چې له روايت سره يې يوه رابطه موجوده وي. د خپلو پخوانيو شاعرانو له مضمونون نوي خبرې رايستل او يا يو څه پرې ور اضافه کول ريښتنى نوښت دى.

د ممتاز په شاعرۍ کې د معاصرو او کلاسيکو پښتو او اردو شاعرانو له فکري او فني ميراثه استفاده او ورباندې زياتونې تر سترګو کيږي. له ټولو وړاندې د اردو د لوى شاعر ميرزا غالب د شعر اغېز او رنګ د ممتاز په شعرونو کې ښکاري خو د ممتاز کمال دا دى چې زاړه مضمامين نوي او په خپل رنګ کې يې رنګوي. د مثال په ډول:

د غالب يو بيت دى چې

لاګ هو تو اُس کو هم سمجهيى لګاو

جب نهى کچى بهى تو دهوکا کهاييي کيا؟

ماته د ممتاز  دا بيت د غالب له بيت سره بې تړاوه نه ښکاري چې:

د يو تړون کيسه زموږ ترمنځ روانه پرېږده

که چېرې نه جوړيږي دغسې يې ورانه پرېږده

د شعر مضمونونه جلا جلا دي خو مشترکات لري. غالب په پورته بيت کې د خپل معشوق په اړه يوه عجيبه خبره کوي او هغه دا چې نه راسره دوستي کوي او نه دښمني، يعنې هېڅ رشته راسره نه پالي. د غالب دې خبرې په اردو شاعرۍ کې ډره ژوره ريښه کړي، په ډېرو اردو شعرونو کې له داسې مضامينو سره مخ کېږو چې په حقيقت کې د غالب د دې شعرونه جلوې پکې وي.

کوى دوست هى نه رقيب هى

يه شهر کتنا عجيب هى

ممتاز هم په دې شعر کې د يوې رشتې خبره کوي. دى وايي که اشنايي نه جوړيږي نو وراني هم ښه ده حداقل يو تړون خو دى له خپل معشوق سره.

لوى شاعر د جماعي لاشعور په لرلو سره ان په غير شعوري ډول هم د پخوانيو اسلافو له شعري او فکري زمينې خوشه چينۍ کوي. د فارسي ژبې د لوى هندي سبکه شاعر صايب دا مشهور بيت چې

دلى چند که ز تو شاد شود همين بس است

زنده ګى به مراد همه کس نتوان کرد

يا د ارواښاد صاحب شاه صابر دا بيت چې:

سړى به کوم کوم زړه ساتي څومره ناکام به کوي

دا خو دنيا ده له سړي نه به دنيا خفه وي

د دې شهکارو شعرونو يوه  بېله او تر ټول ښکلي جلوه د ممتاز په خپل رنګ کې ننداره کړئ.

د هر سړي د زړه ساتل ممتاز اسان نه دى

درواخله خدايه دا کومه خدايي ده را په برخه

موسيقي( لفظي موسيقي،  کناري موسيقي)

معاصر شهکار شعرونه د شعر د موسيقى ترازو ته هم اچول کيږي ممتاز د شعر دا ارزښتناکه برخه هم نه ده هېره کړي.

د تورو په کچه موسيقي(تکرار)

اول شوم بې زبانه درپسې او بيا بې ځانه

منم کنه منم کنه جانانه زور دې وو

که څه هم ماته د شعر د موسيقى له نګاه نه د ن تورى ډېر سندريز نه ښکاري خو بيا هم اته ځلې تکرار يې پام جلبونکى دى.

د موسيقۍ په اړه ويل کيږي چې که د شعر د نورو برخو سره غاړه غاړۍ شي او د شعر د نورو  برخو په استحکام را روانه وي، ښه خبره ده، ګني يوازې د موسيقى لپاره د شعرونو جوړول به تصنع او تکلف ايجاد کړي نور هېڅ؛

په دې بيت کې د تجنيس کمال ته ځير شئ:

د چا څه کار؟ څه يې روزګار؟ دومره به هم وي څوک وزګار؟

چې راسپړي زما ژوندون زما قامت زما قېمت

زما په فکر د ممتاز په شعرونو کې له نورو ټولو  متبارزه او شرنګيدلي موسيقي کناري موسيقي ده چې له کافيو او راديفونو عبارت ده. د ممتاز په شعر کې راديفونه په پښتو شاعرۍ کې د يو نوي طرز ښکاندويي کوي، د ده په ډېرو شعورنو کې د شعر ښکلا په راديفونو کې نغښتي وي، د مثال په ډول د دې شعر په ښکلا کې د راديف نقش بې ونډې نه دى.

چار دې شوه خامه په لالي پسې مې زړه خوږيږي

توى مې کړې جامه په لالي پسې مې زړه خوږيږي

که به مې چرت په تا خراب وي مسلمان به نه يم

لرې الزامه په لالي پسې مې زړه خوږيږي

پاروډاکس او حساميزي:

معاصرې ادبي ښکلاګانې چې د شعر په تعزيين کې بې ساري ونډه لري، د ممتاز په شاعرۍ کې هم دا ښکلاګانې ننداره کړئ.

په کومو کومو شپو چې تنهايي رانه څوک واخلي

لاليه بس په هغو ورځو شپو کې زه ډارېږم

ازادي زما ارمان دى په ما ګران دى

هسې نه چې د همدې ارمان غلام شم

ازادي په خپله ازادي ده، خو د ازادى غلام کيدل پاروډاکس دى. ممکن د استا مجروح د جبر او اختيار ديالکتيک کې مو د هيګل د بادار او غلام ديالکتيک لوستى وي هلته چې اصلي غلام په خپله بادار وي، ځکه چې بادار د خپلې بادارۍ غلام وي او د خپل ځان غلام؛ د هغه ازادي او باداري د غلام په وجود پورې اړه لري.

مه راوځه منجمد نه شې اوازه

دلته خوف دى لکه واوره وريدلى

اواز اوريدل کيږي خو دلته منجمد شوى دى چې حساميزي ده او د خوف واريدل هم له خوف سره د حواسو رابطه نوي کوي.

مدعا و مثل (د مدعلې اسلوب)

يارانې خو په ګيلو منو ښايسته وي

د کاټن لباس په ګونځو مزيدار شي

تاته کتل له خپله زوره دي لوېدل لاليه

چپې زور بايلي څومره زر د سمندر په غاړه

د دروغو مزل لنډ وي دا ريښتيا دي

په هاها کې يو ناڅاپه په هاى هاى شوم

شوخي او بې باکي:

کوې ممتاز ته د ډار خبرې

لرې ملګريه ته هم ملا شوې

څه به پيښيږي د محفل تر احتتامه پورې

لاليه راشه چې کوکۍ درنه اول واخلمه

تعويذ په چا کوډې په چا منتر په چا وکړمه

له ملا جان سره مې هېڅ نشته رشته جانانه

ممتازه ويريدمه نه په ځير ځير مې کتله

روانه شوه ويل يې لېونيه لېونيه!

شاعرانه او رندانه اعترافات: يا د اروښاد الفت په قول هغه خبرې چې د خلکو خولې پرې سوزي.

ممتاز هره ګناه نه خو دې يوې نيمې ته

قسم په خداى چې زه نامه د ثواب هم ورکوم

ممتاز هر يو عبادت د تعظيمونو وړ دى

خو دا يوه نيمه ګناه هم وي نيازبينه ګناه

کله کله سړى داسې ګنهګار شي

چې ګناه ندامت نه شي افتخار شي

ته نيکۍ وګټه يوازې لاړ شه

صفا کيسه ده زه خراب يم ياره

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب