یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبلنډه کیسهتیاره/ اجمل پسرلی

تیاره/ اجمل پسرلی

د دروازې له پرانیستو سره چې مې د ځوانې نرسې پر سپین کمیس سترګې ولګیدې، ورته ومې وخندل دا هغه نجلۍ ده چې راته ویل یې:« چرت مه وهه درې میاشتې کیږي چې زه دلته کار کوم، په کوما کې ناروغان راغلي او په خپلو پښو وتلي».

نرسه څنګلوري ناوغ ته تیره شوه. زما لکه چې شونډې ویړې شوې نه وې تالو مې وچ و. غاړه مې تازه کړه، غږ مې په ستوني کې ونښت. د کړکۍ لور ته مې سترګې واړولې، بهر تیاره وه.

زما ترڅنګ ناروغ نن غلی و. دا څو ورځې یې زګیروی کاوه. خوله مې راټوله کړه چې له نرسې د دې ناروغ پوښتنه وکړم. د دې خوله خلاصه پاتې شوه، په منډه ووته. لږ شیبه وروسته له ډاکټر او یوه بل سړي سره راغله. ډاکټر د ناروغ سترګو ته څراغ واچاوه او هغه یې بهر سره وایست.

په کوټه کې یوازې شوم. څراغ ته مې سترګې وبریښیدې. څادر مې پر سر راکش کړ. د دوا  خوږلن تریخ  بوی مې پر سپږمو بد ولګید، مخ مې لوڅ کړ.

نرسه راغله. زما فشار یې ولید. ګولۍ یې راته پوست کړه. ما ورته وخندل. دې بهر ته د تیارې لور ته سترګې واړولې. ګولی مې په ستونې کې ونښته . بالښت یې راجګ کړ. پام مې نه شو چې څرنګه ووته خو یو وخت چې مې سترګې رڼې کړې نرسه او ډاکټر مې سرته ولاړ وو. ترڅنګ بستر کې بل څوک پراته و. له نرسې مې د پخواني ناروغ پوښتنه وکړه، نه پوهیږم زما غږ یې وانه وریده که ستړې وه، زما سرته د سیرم لور ته تیره شوه، پایپ یې وخوځاوه، څاڅکې تیز شول. سترګې مې پټې کړې. یو سیوری مې ترسترګو شو. ومې کتل، ډاکټر په خندا راته وویل:

« نن ښه یې»

نرسې هم وخندل. ما د کړکۍ لور ته وکتل، لکه لمر چې راختلی وي، بهر رڼا وه.

پای

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب