شنبه, مې 4, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد سکرین د فلټر کولو لپاره د اپل نوې ټکنالوژي

د سکرین د فلټر کولو لپاره د اپل نوې ټکنالوژي

تاند- د موبایل ټېلفونونو یوې جوړوونکې کمپنۍ د هغو خلکو غم خوړلی چې نه غواړي هغه څه چې په خپل ملفون کې لولي، څنګلوری کس یې وویني.

بي جې آر اپل کمپنۍ د اوبلن کریسټل پوښ په وسیله د موبایل ټېلفون شیشه پولورایز کوي چې نور کسان د چا د موبایل پر مخ ښکارېدونکي مطالب له یو او بل اړخه ونه لیدلی شي.

د نورو سکرینونو د سیستمونو خلاف چې فلټر ته اړتیا لري، د دې اختراع هدف د مایع کریستلي پوښ یا قشر په وسیله په سکرین کې د ټکنالوژۍ رایوځای کول ښودل شوي دي.

کریسټلي پوښ رنګه فلټر لري چې عکس پټوي.

تراوسه څرګنده نه ده چې په اتم ایفون کې به له دې ټکنالوژۍ کار واخیستل شي اوکه نه. خو ډېر خلک خوښوي چې هغه څه نور خلک ونه ویني چې دوی یې پر خپل موبایل په عامو ځایونو او عامه ترانسپورتي وسایلو کې ویني.

1 COMMENT

  1. سلامونه اوپه ډېره بخښنه. دا کريستال اوبلن نه دي ، بهیدونکی دۍ. څه بهیږي، هغه بهیدونکي بلل کیږي. په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب