د پت سوال
زړه مي چوي ولسمشره!
ولسمشره! ولسمشره!
راته ګران یې بې درېغه
زما د ګران ولس غمخوره!
نن مي داغ په لمن پورې
بس یو ته یې پاکوای شې
بله چاره پاتې نه ده
یو يې ته دوا کېدای شې
نور له خدایه هم شرمیږم
له دونیا نه هم شرمیږم
زه له هر زخمه کړیږم
خو وروستی درد مي څه ډېر دی
په ویلو یې شرمیږم
د قانون واکدار مي ته یې
بس وروستی یو امتحان دی
یوه غوښتنه د بې وزلې
د بې کسې، د تورسرې
نه عفت راپاتې شوى
هم عزت مي لوټې لوټې
مجرمین می ستا په لاس کې
ساتندوى مي ته د پت يې
زما وروستۍ خبره واوره
“چپ کنین کس خبر نشه آبرویم میره ”
زما آبرو ده ستا په لاس کې
مجرمین مي چوپه خوله کړه
چي ترې نوم د هوس هېر شي
نه یې سترګې سپينې واوړي
د چا خور او لور او مور ته
بس همدا یوه غوښتنه
زما وروستۍ ساه ته ډالۍ کړه
ولسمشره! ولسمشره!
ستا دي ورک له زړګي غم وي
د نازو، د ملالۍ دي!
د عزت پر سر قسم وي!
مرسل احمدزۍ
******************************
غزل
زما په ژوند کې یې چې کومه ناروا تړلې
زما ټولنې هغه ما پورې روا تړلې
که د آدم له پُښتۍ راغلم خو څه راز به لرم
چې د آدم سره یې جوخته وه حوا تړلې
له مانه ساه واخلي له مانه د ژوند چل زده کوي
له ما نفرت ته بیرته دغه وي ملا تړلې
تاسره مینه کوم تاسره مې ژوند تړلې
دومره ناقص د عقل نه یم چې وم تا تړلې
زه له ازله په دی خوښه وم چې تاسره وم
زما او ستا هره رشته ده یاره ما تړلې
ته له مرسله تپوس وکړه د دنیا د دې بڼ
چې نازک ګل یې د اغزو په منځ کې چا تړلې؟
******************************
مخامخ یې ورور په نښه ونیوه
غشه د لیندۍ وم وار کې ورکه سوم
ژونده مجبوریت په مخه کړې وم
پیغله وم د کلی ښار کې ورکه سوم
مرګ مې خپل وروستی هدف د مینې وو
پرېدیښودم نیمه لار کې ورکه سوم
وخته پاړوګره شپیلۍ غبرګه کړه
زه د ژوند نغمه وم مار کې ورکه سوم
تا راته د مینې جال جوړ کړی وو
زه ساده باده وم تارکې ورکه سوم
وخته د مرګی احوال مې ژر راوړه
نه چې د تقدیر په دار کې ورکه سوم
ما مرسل خو ډار له منی نه درلود
زه خو د سپرلی په ډار کې ورکه سوم