چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبشعرپایزېب/ شاعر: عبدالغفور لېوال

پایزېب/ شاعر: عبدالغفور لېوال

د سپوږمۍ ها رڼه شپه دې په یادیږي ؟

چې موسترګې وې اسمان کې سرګردانه

تا وېل   : ستا اوزما ستوري لټومه

چې دبخت په منارو یې کړم روښانه

شرهار ته داوبو چې نڅېدلې

ستادزلفوسلسلې په مکیزونو

دسپوږمۍ رڼا ته سیوري دبڼو وو

چې پرسپین بارخو لویدل په تیندکونو

دواړه ناست وو پر ډبره ، پښې اوبو کې

څپې غلې غلې راغلې ستا ښکلاته

ستاوړووړو خبرو ته یې غوږ و

څو زرین کبان راټول وو زموږ خواته

په شوخۍ شوخۍ مې پښو تراوبولاندې

شرنګولې ستا پایزیب کې وړې پاڼې

چې ناڅاپه دزنځیر کړۍ شوه خلاصه

پایزیب ډوب شو په اوبوکې څانګې وانګې

له موسکا سره دې ګډه غوسه ګُل شوه

مادې ولیده ګیله دسپوږمۍ ځل ته

چې پایزیب مې راپیدا کړه په چینه کې

لاس دې کوز کړه ان دسپینو شګو تل ته

ماچې لاس دچینې کومي ته وراوږدکړ

طلایي ماهیان په منډه منډه ولاړل

په څپوکې دسپوږمۍ رڼا شوه ړنګه

اودستورو تصویرونه لاس ته راغلل

ستاپایزیب مې سپینو شګو کې ونه موند

زرزري کبانو ، خدایزده چېرې وړی

ستا خوږه غوسه سپوږمۍ ته ځلېدله

زه ولاړ وم ملامت پرغاړه پړی

تا په تورو تورو سترګو ویرولم

دخوږې شوخۍ په نازدې ځورولم

چې یودم شوې په کټ کټ خندا راماته

دلامده لاس په اوبو دې وویشتلم

وېل دې : ځه سرنه دې ځار زما پایزیب شه

دسپوږمۍ همدغې شپې ته دې یادګاروي

ښاپیریو داوبو ته به یې پریږدو

دزري کبانو تاج ته به په کار وي

چې رڼا شوه ، په چینه کې یې بیا ګوره

زه به ګرځم ترهغو ، یوه پایزېب کې

چې موندلې دې وي ورکه په اوبوکې

چې راوړې دې جوړه وي په خپل جېب کې

هغه شپه چې راروان وو له چینې نه

ستایوه پایزیب شرنګا شرنګا کوله

دسپوږمۍ ها سپینو سپینو پلوشوته

ستا خوږې خوږې موسکا ځلاکوله

ستوري نه دي زاړه شوي ، سپوږمۍ شته لا

خو چینې نه طلایي کبان اوس تللي

دڅپوخاموشه غږ ته شپه یوازې

مرجانونه دخندا دې ترې هېر شوي

زه یوازې ، ته یوازې ، ژوند نیمګړی

دیوه پایزیب شرنګا په خوب ویده ده

هره ورځ دچینو شګې لټومه

ستاپایزیب ته مې لااوس هم تلوسه ده

څو زنځیره مې چینو کې دي موندلي

خدایزده کوم یو یې جوړه ستادپایزیب دی

چې درځم به ، اوستا ورکه به دروړمه

لاتراوسه مې تش تور ساتلی جېب دی

خو ته نه یې ، شپې تیارې دي ، چینې ګونګې

زرزري کبان پټ شوي په تورتم کې

زه موندلیو زنځیرونو ته زنګیږم

دیوه پایزیب شرنګ نه شته په دې چم کې

۱۳۹۳ – وږی – ۱۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب