پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeادبکره کتنهد ادبياتو ارواپوهنيزه کره کتنه/ ګل رحمن رحماني

د ادبياتو ارواپوهنيزه کره کتنه/ ګل رحمن رحماني

     ارواپوهنيزه کره کتنه د ادبي کره کتنې يو ډېر مهم سبک دى. دا کره کتنه موږ ته ددې توان را کوي، څو د بشر رواني حالات، چې ادبيات يې د نندارې صحنه ده، لا ښه وپلټو او په هغو لارو چارو وپوهېږو، چې د يوه اثر پنځوونکى پرې په ښه ډول پېژندلى شو، خو نيمګړتيا يې داده، چې د اثر ښکلا وو ته چندان پاملرنه نه کوي او بله دا چې ډېره تخصصي بڼه لري او دا کار ددې لامل شوي، چې د استعمال ډېر کم موارد ولري.

   د ادبي کره کتنې يوه عمده موخه داده، چې ټولنې ته کره او اصلاح شوي ادبي اثار وړاندې کړي، د سم او ناسم، يا کره او ناکره اثر تر منځ د بېلتون کرښه وکاږي او په توپيري لحاظ يې ښېکڼې او بدګڼې څرګندې کړي.

   په ادبي اثارو کې يو مهم اړخ خپله د ليکنې پنځوونکى ياني ليکوال دى، چې روح او روان يې په ليکنه کې بې اغېزې نه شي پاتې کېدى او په ليکنه کې په يوه ډول نه يوه ډول را څرګندېږي، چې دې ټکي ته په ارواپوهنيزه کره کتنه کې اهميت ورکړل شوى دى.

   د ادبي کره کتنې پر دغه سبک يادې نيونکې او بدګڼې يا هغه ادبي څېړونکو بيان کړې، چې د اواپوهنيزې کره کتنې اصول يې په بشپړه توګه نه وو درک کړي او يا د ارواپوهنې هغه مختصصان، چې ادبيات يې د هنر له زاويې نه وو درک کړي.

اراوپوهينزه کره کتنه لکه څنګه چي له نوم نه يې ښکاري ، هغسې يوازې د ادبيانو، راوني څېړونکو او ارواپوهانو کار نه دی، بلکه په دې برخه کې نورو ادبيانو اديبانو لکه هربرت، ويليام امپون هم په دې برخه کې هم ډېر اړين آثار رامنځ ته کړيدي دي.

   دوى تر ډېره د وراثت په اړه مطالعې او څېړنې کړې او په دې موضوع يې اثار ليکلي، چې ولې نبوغ کله کله د ځوانۍ په مرحله او کله د بلوغ په دوره کي ښکاره کېږي او بيا بېرته ځپل کېږي.

   په پخوانۍ ارواپوهنيزه کره کتنه کې اړين مسايل، چې ددې برخې کره کتوونکو پرې څېړنې کړې او د څېړنو محور يې ګرځولي دي، وجدان، خپله ليکوال، جذبه او الهام بلل شوي دي، خو اوسنۍ ارواپوهنيزه کره کتنه بيا تر ډېره فردي مسايل او په ټوله کې هغه جريانونه او مسايل څېړي، چې د يوه ادبي اثر د ليکوال په ذهن کې ځاى او شکل نيسي او په اثر کې را څرګندېږي.

   که څه هم ډېرى ارواپوهان له اروا پوهنيزو ناولونو سره د ځينو دلايلو په سبب مخالفت لري، خو د ارواپوهنې له اړخه په ناولونو شوې اروايي کره کتنې ډېرې تتې برخې هم روښانه کړې او د ادبياتو کره کتوونکو ته يې هم ځينې تازه موضوعات په لاس ورکړي دي.

   په اروا پوهنيزه کره کتنه کې ارواپوه تر هر څه وړاندې خپله د اثر پنځوونکى( ليکوال ) له اروايي اړخه تر روانې کره کتنې لاندې نيسي، دهغه ذهني او رواني عقدې څېړي او دا معلوموي، چې خپله دغه عقده، چې ډېر ځله ورته د حقارت او کمترۍ عقده ويل کېږي، څنګه خپل اثر ته داخلوي او يا په اثر کې څه ډول پر ځاى کېږي؟

     د ارواپوهنيزې کره کتنې د نقادانو دا خبرې ځکه کره او د ارواپوهنيزه نالونو په برخه کې مهمې دي، چې اکثره دا ډول نقادان په طبابت کې هم پوره مهارت او پوهه لري او په ځانګړي ډول يې د انسان عصبي سيستم او جوړښت هم په پراخه ډول څېړلى او تر بل هر چا درک کړى وي. دوى د انسان په اړه له طبي څېړنو او زده کړو وروسته په روان پوهنه کې هم کار کړى او د انسان روان او رواني محصول يې په ښه ډول پېژندلى دى.

   د ارواپوهنيزې کره کتنې مخکښان په ځانګړي ډول فرويډ په دې څېړنو کې د ليکوال د حقارت عقدې ته ډېر اهميت ورکړى . د حقارت عقده، چې په انګليسي کې ورته (Inferiority complex) وايي، ددې لامل کېږې، چې فرد خپل ځان له نورو کم وګڼي. ممکن جسمي او واقعي مشاهده ولري، ځکه ناوړه والى، دقد لنډوالى، د غړو ناتواني او يا  دا چې منشاء يې ذهني او خيالي وي، لکه ماشوم ته د کورنۍ له خوا د ټنبل، احمق، غبي او ناپوه پيغورونه، چې په هغه کې د کمترۍ عقده زېږوي.

     همداسې نور عوامل لکه د مور او پلار خبره وکړه او خبرې مه کوه، نامناسب وادونه، د اولياوو او ښوونکو له خوا وهل، په امتحان کې ځپل، د مينې ناکامي يا ماتېدل او نور، چې د عقدې په تقويت او يا هم د عقدې په پيدا کېدو کې اغېزناک دي.

   په هرحال انسان د هغو د جبران لپاره کوښ کوي او هر وخت چې بريالى نه شي، نو دعصبي او رواني ګډوډيو سره مخ کېږي، خو هغه چې زموږ له موضوع سره اړيکه لري، د اډلر په اند يو لړ هنري، فلسفې، ادبي، مذهبي اوعقيدوي بحثونه دي، چې دې چارو ته د فرد پاملرنه ښيي.

ارواپوهنيزه کره کتنه د ګڼو برخو لرونکې ده. د بېلګي په توګه د ادبي اثر رامنځ ته کوونکي ته مطالعې لاندي نيسي ،کله خپله اثر څېړي او کله د ادبي اثر اغيزه پر لوستونکو تر نظر لاندي نيسي، په همدې ډول د تدوين او ترتيب له مسايلو څخه بحث کوي.

     فرويد په ځپله يوه مقاله کي د يوه تفسيري اثر په اړه ويلي دي، چې د اثر روان پلټنه د دوو موخو لپاره تر سره کېږي. لومړى دا چې هنر څه شى دى؟ روان پلټنه د هنر سرچينه او طبعيت نه شي روښانه کولى، ممکن د ځينو په نظر د هنر سرچينه غريزه وي، خو خپله هنر غريزه ځکه نه ده، چې په هر چا يا ټولو کې نشته. دويم داچې رواني تاکتيکونه نه شي روښانه کولى، خو خپله د ليکوال په اړه بيا ډېر بحث کوي.

     لکه څرنګه مو چې وړاندې وويل ، د ارواپوهنيزې ادبي کره کتنې مخکښان په ارواپوهنيزه کره کتنه کې درېيو مهمو ټکو ته ډېره پاملرنه کوي او خواره واره بحثونه يې ورباندې کړي دي. دغه ټکو ته په لاندې ډول کتنه کوو:

     ● د اثر پنځوونکى :

   داثر پنځوونکى ليکوال تر ټولو وړاندې په ارواهنيزه کره کتنه کې تر څېړنې او ژورې مطالعې لاندې نيول کېږي، د هغه رواني حالت، عقده ، روانې ستونزې ، ددغه ستونزو څرنګوالى، لامل او د اثر د رامنځته کولو پرمهال د هغه وضعيت ته کتنه کوي او له اثر سره يې په مطابقت کې تر کره کتنې لاندې نيسي.

     ● خپله اثر :

تر ليکوال وروسته په اثر کره کتنه کوي او په اروايي لحاظ يې ارزوي، چې د ليکوال رواني حالت څومره په کې څرګند دى او ليکوال په کې موندل کېږي که نه؟ له ليکوال سره يې اړيکه تر کومې کچې ده.

   ● پر لوستونکي د اثر اغېزې:

   په دې برخه کې دې موضوع ته ارزښت ورکول کېږي، چې پر لوستونکي داثر اغېزې يا په بل عبارت د اثر او داثر د مخاطب تر منځ اړيکې څه ډول دي او څومره اغېز ور لېږدولى شي.

    له دې ډلې څخه يو هم نوماند ارواپوه او د کره کتنې ددې سبک مخکښ فرويډ دى. دى وايي چې په ارواپوهنيزو ناولونو کې هر څه په خپله تفسير او شرحه شو دي. د فرويد تر اغېز لاندې ګڼو ارواپوهانو هم په دې برخه کې نظريات ورکړي دي.

   ارواپوه يونګ هم دادبياتو او ارواپوهنې په اړه په ۱۹۵۰ کال کې په يوه مقاله کې ليکلې او په دې اړه يې ويلي، چې د روان پېژندنې ناولونه لکه څرنګه چې اهل ادب يې تصور کوي، د ارواپوهانو په درد نه خوري، ځکه چې دا ناولونه خپل ځان خپله تفسيروي او د ارواپوهانو کار يوازې دا دی، چې يا پرې اضافي تفسير او يا هم نيوکه وکړي.

   زيګمونډ فرويډ، چې د رواني نارغيو د مکتب موسس دى، خپله او پيروان شاعران اوليکوالان د عصبی ناروغانو په ډله کي راولي، چې پر وينا يې د هغوی اثار هم په واقعيت کې ددوی د ناروغۍ سره اړيکه لري، دوی يې ليکي او د قلم په ژبه يې انځوروي.

   ددوی هنري فعاليتونه ددوی لپاره د شفا او درملنې حيثت لري، خو ارواپوهنه کولى شي، چي د هغو سمبولونه، خيالي مسايل او يا نور انحرافات، چي د هنرمند په ذهن کي ځای لري په رواني ډول تجزيه او تحليل کړي او د رامنځ ته کوونکي روح او ذهن ته يې داخل کړي.

   فرويد په دې پوهېده، چي رواني ناروغ په ناخوداګا ډول د يوې کلمې پر ځای کله کله بله کلمه وايي. د بېلګي په ډول د مورد کلمې پر ځای د خدمتګار لفظ کاروي، چي دا يوه روحي مسئله ده.

   دهغه په نظر ناخوداګاه غوښتني او تمايلات کله د ژبي د ښوېيدنې ښکار کېدل او يا هم ښکار شوي دي. په ادبياتو کې هم په همدې ډول خبري شته، چې شاعر يا ليکوال د يوه معروف او وړ لغت پر ځاى بله جمله چې په مستعار، تشبيه او نورو ادبي ښکلا سمبال وي، وړاندې کړي.

   وړاندې مو يادونه کړه، چې چاپېريال د ليکوال پر روان او ذهن يو اغېز لرونکى عنصر دى او ليکوال چې په هره ټولنه کې اوسېږي، نو د هغه ځاى ټولنيز وضعيت ورباندې اغېز کوى او دغه اغېز په خود اګاه او نا خود اګاه ډول د ليکوال اثر ته هم لېږدول کېږي. همدا اوس هم په افغاني ټولنه کې داسې ليکوال پيدا کولى شو، چې اثار يې د اروايي ناروغانو غوندې حس کوو او اروايي کشمشکونه لري.

   زموږ ټولنه د نورو ټولنو په پرتله له هره اړخه، له ستونزو سره مخ ده او ددې ټولنې اديب تر بلې هرې ټولنې زيات ځورېدلى او اروايي ځور يې ليدلى دى، نو د ادبي اثارو د تحليل، نقد او ورباندې پوهېدو لپاره د ارواپوهنيزې ادبي کره کتنې او د ادبي کره کتنې دې سبک ته اړتيا پېښېږي، چې هم اثار او هم د اثر ليکوال له اروايي اړخه په ښه توګه وپېژندل، چې څه ويل غواړي او څه يې ويلي دي.

پاى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب