ډاکترمحب زغم ||
د هر علم تیوري د افرادو له مشاهدو، تجربو او فرضیو رغېږي. هېڅ علم په اول سر کې دومره پوخ او پراخ نه و چې نن یې وینو. د خط له رامنځته کېدو وروسته، ځینو هغو کسانو چې خط یې زده و، خپلې تجربې او نظریې ولیکلې. وروستنیو نسلونو خپلې تجربې او مشاهدې پرې ورزیاتې کړې. دغه لړۍ تر ننه روانه ده. هر څوک د خپلو پخوانو عالمانو نظریې لولي، غور ورباندې کوي، ناسمې خبرې یې ردوي او د خپلې تجربې پر اساس سمې خبرې ورزیاتوي. تکامل همدا دی.
موږ په ادبیاتو کې هم تیوري ته اړتیا لرو. زموږ پخوانو ادیبانو د ادبیاتو تیوري له عربي ادب څخه راپور کړه او کټ مټ یې هماغسې پر پښتو ادبیاتو تطبیق کړه. دغه تیوريکي مسایل عمدتاً د شعر په برخه کې وو، د نثري ژانرونو په اړه څه نه وو په کې. په شلمې پېړۍ کې چې له غربي ادبیاتو سره د آشنايي په برکت شرق ته هم نثري ژانرونه لکه لنډه کیسه او ناول راغلل، یو ځل بیا دې ته اړ شو چې تخنیکونه او تیوري یې له غربه راواخلو. ډېر کلونه مو لیکوالو لنډې کیسې او ناولونه ولیکل خو له تیورۍ سره یې آشنايي نه لرله. په وروستیو شلو کلونو کې د دې ژانرونو د تیوري کتابونه هم چاپ شول چې د غرب ادبي تجربې رانغاړي خو د عربي بدیع او بیان برخلاف دغه تخنیکونه د ژبو نه بلکې د ژانرونو دي چې په ټولو ژبو کې تطبیقېدای شي او هېڅ ژبې ته پردي نه ښکاري. له بلې خوا په شرقي ژبو کې دا ژانرونه سابقه نه درلوده نو د تیورۍ په برخه کې یې هم څه متفاوتو شیانو ته اړتیا نه وه.
تکړه لیکوال نصیر احمد احمدي تېر کال د کیسه لیکلو د تخنیکونو په اړه یو کتاب ولیکه چې عنوان یې دی «راځئ چې کیسه ولیکو». احمدي په دې کتاب کې د خپلو تجربو پر اساس خبرې کوي. پوښتنه دا ده چې په دې موضوع باندې د دومره ډېرو غربي منابعو په درلودلو سره بیا هم داسې کتاب ته اړتیا لرو که نه؟
دا سمه ده چې نن سبا غرب د هر علم منبع ګڼل کېږي خو داسې هم نه ده چې موږ به هېڅ ورباندې نه شو زیاتولی. غربیانو هر یو خپلې تجربې لیکلي دي او د علومو په تدوین او تکامل کې یې خپل نقش ادا کړی دی. زموږ یوه بې غوري همدا ده چې خپله تجربه چا سره نه شریکوو، له ځان سره یې ساتو او له ځان سره خاورو ته وړو. همدا وجه ده چې شرایط بدل شول خو موږ په هماغه زړو دودونو، زړو طریقو پورې نښتي یو.
ښاغلي نصیر احمد احمدي چې خورا تکړه کیسه لیکوال دی، خپلې تجربې راسره شریکوي. د دغو تجربو یوه نمونه وګورئ:
«زموږ د ډېرو کيسو تصويرونه تشريحي بڼه لري.
مثلاً، که په کيسه کې د يوې کوټې تصوير ورکوو، شايد داسې وليکو:
وړه کوټه وه. سپين ديوالونه يې لرل. پر غولي سره غالۍ هواره وه. د کوټې په منځ کې يو وړوکی مېز ترسترګوکېده. د مېز پر سر له اوبو ډک جګ او يو ګيلاس ايښي ول. په مخامخ دېوال يو لوی ساعت راځوړند و. د ساعت تر څنګ کړکۍ ښکارېده چې خړه پرده پرې ځوړنده وه. کړکۍ ته مخامخ پر يوه کټ يو سړی پروت و…
دې ته مړ تصوير ويلای شو. حرکت نه لري، لوستونکی ژوندی تصوير نه شي ترې اخيستلای. دا بې حرکته تصوير په ذهن کې تر ډېره نه شي پاتې کيدای او لوستونکی د کيسې له لوستلو خوند نه اخلي.
په کوټه کې هر څه دي. ساعت، کړکۍ، پرده، غالۍ، مېز، له اوبو ډک جګ، ګيلاس، کټ، انسان…
که په کيسه کې دا ټول د ضرورت له مخې راوړو او استفاده ترې وکړو، کيسه پخپله تصويري کوي.
د کوټې همدا تصوير له سره ورکوو او هر څه په حرکت راولو.
د ساعت زنګ وشرنګېد، سړي سترګې رڼې کړې، وښورېد، د کټ له سپرنګونو څخه غنجا پورته شوه. سړی کېناست، کړپ شو. د کړکۍ پله له ديوال سره ولګېده، باد په خړه پرده کې سره راټول شو. سړي د مېز له سره جګ ور پورته کړ، ګيلاس له رڼو اوبو ډک شو…
په دې مثال کې مو د کوټې او په کوټه کې د موجوده شيانو په اړه تشريح ورنه کړه، هر څه مو په حرکت راوستل، غږ مو ورکړ او ژوندي مو کړل. دا مو ونه ويل چې د مېز پر سر جګ او ګيلاس ايښی و. نه، سړی مو تږی کړ، جګ او ګيلاس ته په خپله ضرورت پيدا شو، په حرکت راغلل.»
ښاغلی احمدي د کیسو د موضوعاتو، ډیالوګ، کرکټرکښنه، پیل او پای او نورو اجزاوو په اړه داسې خبرې کړې دي چې ما په نورو کتابونو کې نه دي لیدلي. که هر څوک همدغسې خپلې تجربې ولیکي نو موږ به هم په علومو کې زیاتونې کړې وي او د علومو په تکامل کې به مو خپل رول ادا کړی وي.