چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد بهرنیو ځواکونو وتل؛ د افغانستان ټول هوايي ډګرونه به له نړیوالو...

د بهرنیو ځواکونو وتل؛ د افغانستان ټول هوايي ډګرونه به له نړیوالو معیارونو سره فعال پاتې شي

تاند (سه شنبه د جوزا ۲۵) د افغانستان د ملي امنیت شورا د ناټو د سرمشریزې اعلامیې ته په اشارې سره وايي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته هم له افغان ځواکونو څخه ملاتړ او د هغوی روزنه به دوام وکړي او په دې برخه کې به د افغانستان له حکومت سره لازمې سلا مشورې وشي.

تېره ورځ په بروکسل کې د ناټو سرمشریزې د غونډې په پای کې دغه سازمان په یوې اعلامیه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د اړیکو د نوي باب په پرانیستلو، د افغانستان له دولت او خلکو څخه د ملاتړ په دوام، د افغانانو په مالکیت د سولې پروسې او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترڅنګ ودرېدلو باندې ټینګار کړی دی.

په اعلامیه کې راغلي چې ناټو به په افغانستان کې خپل ملکي حضور ته دوام ورکړي. دغه سازمان د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت په ساتنې هم توافق کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت ‌الله اندړ نن سه شنبه وویل: “د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، له هېواده د باندې یې روزنه، دلته د غیرنظامي بهرنیو ځواکونو دوامداره حضور او د هوايي میدان په شمول د مهمو بنسټونو د امنیت په تامین کې د نړیوالې ټولنې مرسته هغه څه دي چې موږ ټول یې واضح یادولی شو”.

ښاغلي اندړ ټینګار وکړ چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په ګډون د افغانستان ټول هوايي ډګرونه به له نړیوالو معیارونو سره فعاله پاتې شي.

هغه زیاته کړه چې افغانستان به هغه لاره انتخابوي چې د دغه هېواد لپاره ملموسې ګټې ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب