سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې وسله والو کسانو ۹ واکسیناتوران مړه او ټپيان کړل

ننګرهار کې وسله والو کسانو ۹ واکسیناتوران مړه او ټپيان کړل

تاند (سه شنبه، د جوزا ۲۵) وسله والو کسانو نن سهار د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو، سره رود ولسوالیو او جلال اباد ښار کې د پولیو د واکسین پر تطبیقوونکو وسله وال بریدونه وکړل.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند وېب پاڼې ته وویل، چې نن سهار پنځه جلا جلا پېښې وشوې، چې له امله یې ۵ واکسیناتوران ووژل شول او ۴ نور ټپيان شول.

خوږیاڼی وایي، یادې پېښې د سهار له ۷ تر نهو بجو شوې دي.

بل لورته بیا روغتیايي مسوولان وایي، چې په ټپيانو کې د دوو تنو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د یادو پېښو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلي.

دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې څو میاشتې وړاندې هم په جلال اباد ښار کې پر درېیو ښځينه واکسیناتورانو د نامعلومو وسله وال له خوا برید شوی وو، چې درې تنه واکسیناتورانې پکې وژل شوې وې.

د هېواد په ډیری ولایتونو کې تېره ورځ د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین پیل شو، چې د مسؤلانو په خبره، نن او سبا ورځ به هم دوام ولري، د یادو پېښو له امله دا کمپاین تر نا معلومې مودې وځنډېده.

+++++++++

تاند (سه ننګرهار: په درېیو وسله والو بریدونو کې ۶ واکسیناتورانو ته مرګ ژوبله واوښته

شنبه، د جوزا ۲۵) د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې نن سهار  له ۷ تر نهو بجو وسله والو کسانو پر واکسیناتورانو بریدونه کړي.

د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي تاند ته وویل، چې لومړی پېښه د خوږیاڼو په چمتلې سیمه کې شوې، چې له امله یې یو واکسیناتور وژل شوی او یو بل ټپي دی.

خوږیاڼی وایي، دوهمه پېښه په سره رود او درېیمه یې د جلال آباد ښار په درېیمه ناحیه کې رامنځته شوې، چې له امله یې ۴ واکساتوران ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې بیا روغتیایي چارواکي هم مني، چې له یادو پېښو ورته ۵ ټپیان او یو جسد ور وړل شوی دی.

روغتیاپالان زیاتوي، چې د ځینو ټپیانو حالت سخت دی.

تر اوسه د دې پېښو مسوولیت چا نه دی منلی.

له دې پېښو سره هم مهاله په ټول ننګرهار کې د پولیو د واکسین د تطبیق پروسه هم تر امر ثاني پورې وځنډېده.

دغه بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې څو میاشتې وړاندې هم په جلال اباد ښار کې پر درېیو ښځينه واکسیناتورانو د نامعلومو وسله وال له خوا برید شوی وو، چې درې تنه واکسیناتورانې پکې وژل شوې وې.

د هېواد په ډیری ولایتونو کې تېره ورځ د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین پیل شو، چې د مسؤلانو په خبره، نن او سبا ورځ به هم دوام ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب