سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeروغتیاد پیازو روغتیایي ګټې

د پیازو روغتیایي ګټې

تاند  –  روغتیا پوهان وایي، د پیازو خوراک د انسان د وجود لپاره خورا ډېرې ګټې لري او کولای شي د انسان بدن له ګرمۍ څخه خوندي وساتي.

د دوی په وینا، پیاز د هغو سبزیجاتو له جملې څخه دي چې د انسان بدن له ګرمۍ څخه خوندي ساتي او په دواړو صورتونو یانې خام او پوخ سره د استفادې وړ دي.

ماهرین وایي، پیاز د ګرمۍ د شدت د کمولو لپاره ډېر مشهور دي، ځکه چې دغه سبزي سوړ خاصیت لرونکې وي او ترڅنګ یې په ډېره اندازه ویټامین سي هم لري.

د روغتیا پوهانو په باور، د پیازو اوبه هم ګټورې وي او د ویښتانو په روغتیا کې مهم رول لوبوي.

طبي پوهان زیاتوي چې پیاز د شکر د ناروغانو لپاره هم ګټور دي او دوی کولی شي چې له پیازو څخه ګټه پورته کړي؛ ځکه پیاز په خپل جوړښت کې ډېر ګلیسیمک انډیکس لري چې د دغو ناروغانو لپاره ګټور بلل کیږي.

دوی دغه راز زیاتوي چې د پیازو په مرسته د هضم سیستم ښه والی مومي، د وینې د کلیسترولو کچه برابره ساتي او په دې سره د زړه روغتیا تر لاسه کېږي.

د دې ترڅنګ ځینو پوهان دا هم وایي چې پیاز د کرونا ناروغۍ په مخنیوي کې هم ګټور تمامېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب