شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهعبدالله: د ولسوالیو پرېښودل د یو منظم پلان برخه نه ده

عبدالله: د ولسوالیو پرېښودل د یو منظم پلان برخه نه ده

تاند(سه شنبه، د جوزا ۲۵) د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې په پرلپسې ډول د طالبانو له لوري د ولسوالیو نیول کېدو خلک اندېښمن کړي او په وینا یې؛ دا د یو منظم پلان برخه نه ده او هغه څرګندونې سمې نه دي، چې ګویا ځینې سیمې د یو پلان له مخې طالبانو ته پرېښودل کېږي.

نوموړي نن د یو شمېر ځوانو رهبرانو سره په لیدنه کې زیاته کړې، ګڼ عوامل د دې باعث کېږي، چې افغان امنیتي ځواکونه ځينې ولسوالۍ او سیمې پرېږدي.

عبدالله ویلي چې دې او ځینې نورو مسائلو خلک پر حکومت بې باوره کړي او په خبره یې؛ د خلکو د نارضایتۍ ختمولو لپاره د حکومتولۍ په برخه کې اصلاحاتو او اړینو اقداماتو ته اړتیا ده.

نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو د ګڼو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا ویلي چې طالبان دې دغه شاتګ ته د سقوط نوم نه ورکوي ځکه پرېښودل شوې سیمې به د دغې ډلې په ګورستان بدلې شي.

بلخوا په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په تازه مرکه کې ویلي دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او په ځلونو یې طالبانو ته دا واضح کړې چې واک ته د رسېدو او جګړو د ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې یوې پایلې ته رسول دي.

دده په خبره که طالبان هڅه کوي چې د جګړو له لارې واک ته ورسېږي نو ښایي جګړه دوام وکړي او افغان ځواکونه به له خپل حکومت دفاع کوي.

هغه ټینګار کړی چې طالبان باید پر ژمنو عمل وکړي، جګړې ودروي او تاوتریخوالی کم کړي.

ویلسن همدا راز ویلي چې امریکا د راتلونکي کال په دفاعي بودیجه کې افغان حکومت ته هم مرستې ځانګړې کړې دي او خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب