یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهمحقق او دوستم د طالبانو په وړاندې د ګډې جبهې د جوړولو...

محقق او دوستم د طالبانو په وړاندې د ګډې جبهې د جوړولو په اړه د نور د وړاندیز هرکلی وکړ

تاند(سې شنبه، د جوزا ۲۵) د ملي جنبش مشر عبدالرشید دوستم، او د افغانستان د خلکو د یووالي ګوند مشر محمد محقق د افغانستان په شمال کې د طالبانو په وړاندې د جګړې د تنظیمولو لپاره د ولس د رایوځای کولو په اړه د اسلامي جمعیت ګوند د مشر عطامحمد نور وړاندیز ته هرکلی ووایه.

ښاغلي نور د طالبانو لاس ته ته د څو ولسوالیو له لوېدو وروسته دوه ورځې وړاندې پر خپله فیسبوکپاڼه ولیکل چې له مارشال عبدالرشید دوستم او محمد محقق سره په مشوره دې د یوې داسې تګلارې په وسیله د هیواد دفاع وکړي چې په نتیجه کې یې د ملوک الطوایفي حکومت ته لار نه هوارېږي.

ښاغلي محقق د دې طرحې د عملي کېدو لپاره د حکومت موافقه لازمي بللې.

پخوا درې واړو مشرانو په خپلو سیمو کې د ملوک الطوایفي په شان حکومتونه لرل خو په تېرو شلونو کلونو کې هڅه وشوه چې د هر یوه لاس د ځانګړو سیمو له کنټروله لنډ شي. اوس چې بیا طالبان سیمې لاندې کوي ښايي حکومت ته هم بله لار نه وي پاتې چې پخوانیو جنګسالانو ته موقع ورکړي چې د طالبانو مخه ونیسي.

کتونکي باور لري چې محقق، نور او دوستم په هغه صورت کې چې د حکومت مالي او تسلیحاتي مرسته ورسره وي، په اسانه د خپل نفوذ سیمې له طالبانو تصفیه کولی شي خو دا خطر شته چې د پخوا په شان خپلسري وسله وال د خلکو ځورول پیل کړي.

سره له دې چې په وروستیو کې د عطامحمد نور او دوستم ترمنځ اړیکې ډېرې ښې نه دي، خو دوستم او محقق د ښاغلي نور د طرحې هرکلی کړی دی.

دوی ټول له طالبانو سره د جګړې اوږده تجربه لری.

نور، چې له افغانستانه دباندې سفر کړی، د هیواد په شمال کې په څو ورځو کې د څو ولسوالیو له سقوطه وروسته وویل، د حکومت د نوې تګلارې پر اساس، هغه ولسوالۍ چې د تګ راتګ لارې او دفاع یې سخته وي، وسلې او کومکي ځواک په اسانه نه شي وررسېدای باید پرېښودل شي.

نور وايي، باید دا  کار د سیمې د قوماندانانو او خلکو په مشوره وشي.

دوستم هم ویلي چې د ولسوالیو د پرېښودو له پالیسۍ سره، که په هر هدف وي، مخالف دی.

محمد محقق پر خپله فیسبوکپاڼه په یوه پیغام کې ویلي چې د طالبانو په وړاندې د ګډې جبهې د جوړولو د وړاندیز ملاتړ کوي خو باید د حکومت په موافقه وي.

ده لیکلي«د ښاغلي استاد عطامحمد نور د پیغام، چې په خپل منځ کې او د مارشال دوستم او زما د یووالي غوښتنه یې کړې، ملاتړ کوم.»

1 COMMENT

  1. دافغانستان پوځ په همدی کسانو ولاړ دی. همدا خلک تسلیمیږی. کلی دطالبانو ترکنترول لاندی دی. دوی ټول ماتسوی قوتونه دی.
    دریواړه دارالمجانین ته باید ولیږل سی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب