یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeخبرونهد چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر: مونږ له افغانستان سره مرستو...

د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر: مونږ له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوو

تاند — د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر یاکوب کولهانیک په پراګ کې د افغان – چک – سلواک د سوداګرۍ او پانګونې فورم ته په وینا کې وویل چې هېواد یې له افغانستان څخه خپل عسکر راوباسي خو د دې معنی دا نه ده چې دوی افغانستان پرېږدي.

په پراګ کې د افغانستان د سفارت په فیسبوک پاڼه خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي کولهانیک چک جمهوریت ته ورغلي افغان هیئت ته تود هرکلی وویل او زیاته یې کړه چې هېواد به یې له افغانستان سره په تخنیکي،‌ مالي، اقتصادي،‌ تعلیمي او تجارتي برخو کې مرستو ته دوام ورکړي.‌

اعلامیه وایي، چکي وزیر د افغانستان د اسلامي جمهوریت او چک جمهوریت تر منځ د سوداګرۍ د شتو فرصتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل، دواړه هېوادونه لېوال دي چې په خپلو کې اړیکې پراخې کړي او د دوی حکومت ژمن دی چې په خپل اړخ کې هر راز ممکنه همکاري وکړي.

د افغان – چک – سلواک د سوداګرۍ او پانګونې د فورم برخه وال

اعلامیه د ښاغلي کولهانیک له قوله لیکي چې، چک جمهوریت په بېلابېلو سکتورونو کې یو شمېر نړۍ والې کمپنۍ لري او چمتو دي چې په افغانستان کې کار وکړي.‌

په پراګ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت په نوښت او د چک – سلواک – افغان سوداګرۍ او پانګونې د اطاق له خوا تنظیم شوی د افغانستان – چک او سلواک د سوداګرۍ او پانګونې فورم پرون دوشنبه /د جوزا ۲۴مه/ خپلې ناستې پیل کړي او درې ورځې به دوام ومومي.

په دغه فورم کې له افغانستان څخه د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نثاراحمد غوریاني، د کانونو او پیترولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، د جمهوري ریاست د پانګونې د اسانتیا ادارې رییس عطاءالله نصیب، د جمهوري ریاست د تدارکاتو د ملي ادارې رییس او د ولسمشر حقوقي سلاکار کبیرخان عیسی خېل، د کانونو او پیترولیم وزارت مرستیال محمد عتیق ذکي،‌ د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال حشمت الله غفوري، په پراګ کې د افغانستان سفیر شهزاد آریوبي او یو شمېر نورو افغان چارواکو برخه اخیستې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب