یکشنبه, اکتوبر 6, 2024
Homeکالمونهسمندرژوند مینه ګره بوړبوکۍ / وفا سمندر

ژوند مینه ګره بوړبوکۍ / وفا سمندر

محمد انور وفا سمندر

د غبرګولي ۷ مه، د سهارنۍ وږمې مهال

« په هیڅ توګه له الهی رحمت څخه بې برخې نه یاست؛ خو دا چې هغې مینې او محبت ته څټ وګرځوئ، چې تاسو ته ډالۍ شوې»

۱

بې وسه، کمزوری، له ښې وتی روان وم. له ژونده دومره یوازې شوی او فراري شوی وم، چې نه د کورنۍ لاس را رسېده، نه د رسمي او شخصي آشنایانو!

زړه ته د آدم یوازیتوب راولوېد. خو قرار نه شوم، زه په دې وضعیت کې په هیڅ شي او هېڅ تعریف شوي وضعیت کې نه ځاېدم. بس همداسې روان وم، خو نه د ځمکې-چاپېریال حس را سره وه او نه د زمان او ورځني وخت!

دې کې وم، چې په بې وسۍ کې مې هغه ځواک ته، چې بې وسیلې او ذریعي هر څوک ویني، لاسونه پورته کړل: تسلیم یم، هرڅه چې ستا اراده وایي، هرڅه چې اراده کوې، هرڅه چې وایې، هرڅه چې امر کوې…هماغه دې وشي!

غواړم ستا اراده ما له سره تر پوښو ټول ونیسي، ما چور کړي، ما د خپل سپین عشق کړکۍ او ننداره جوړه کړي.

راته زړه شي، راته سترګه شي، غوږ شي راته، حس او اراده شي راته!

وجود شي او تنه شي راته!

ځان شي او جهان شي راته!

یوازې ستا اراده ده، چې عشق راوړي، عشق جوړوي، عشق وایي، عاشقانه پرېکړه کوي او هرڅه په خپل سپین او بې قید او شرطه عشق کې ډوبوي، وینځي، پاکوي او تقدیس وربخښي!

لږ زړه را په کې سپک شو. بیا یو څه ماشومانه ژړا راغله. یوازېتوب او خپل مړغونجا حالت را باندې چیغې وهلې، چې ناڅاپي د عطرو وږمې په مخ ووهلم: مخې سره مې درې سره نسترن ګلان په خپله چوپ غږ راته په خندا وه.

له دې سره د ژوندي کلام د استاد دا خبره را په زړه شوه: « په هیڅ توګه له الهی رحمت څخه بې برخې نه یاست؛ خو دا چې هغې مینې او محبت ته څټ وګرځوئ، چې تاسو ته ډالۍ شوې»

دا د الهي بې قید او شرطه مینې هر ځای حاضره ډالۍ وه. د ګلانو له خلاصو شونډو سره زما ویده زړه هم را ویښ شو او زنګ وهلي کولپونه یې مات او ټوټې ټوټې تویې شول.

زړه په خپلو بې شکله لاسونو او حواسو ګلان په غېږ کې ونیول، مچ یې کړل او دې سره حریص ذهن ښه وشرمېد.

شاوخوا مې وکتل، هیڅ شی نه وه! خو زړه مې د چا له پټ غږه درزېده. هر څه چې وه، تر زړه هم ژور را په کې پټ وه. او دې زه په نه تجربه شویو عطرو او ګلانو وپوښلم.

خدایا! شکر. ددې…«نوم خولې ته نه راته» ددې هرڅه په خاطر شکر.

زړه چې د خدای شي بیا ټولې لوږې تندې مري او ورکېږي.

بیا څوک څه شی نه غواړي. بیا خدایي مینه د هرڅه مخه نیسي.

دغه له جنسیت او نفسانیت څخه آزاده مینه ټولې غوښتنې پوره کوي، ټولې پوښتنې ځوابوي او بیا نو هیڅ شی د انسان زړه، حواسو او ذهن ته نه پرېږدي.

کاش موږ داسې د مینې سېل او توپان ووهي، تسخیر مو کړي او مینه په هرڅه فاتحه شي.

مینه خدایي ډالۍ ده. مینه له خدایه راغلې، او ټاټوبی او سرچینه یې هلته ده. سرنوشت او پېل او پای یې هلته ده. له هغه را اوري، له هغه راځي، د هغه پیغام ده، له هغه غږېږي، هغه راته وایي، له هغه جوړه ده، له هغه راغلې، هغه ته ورځي…

څه ووایم: مینه هېڅ نه وېل کېږي! دا جنتي میوه ده. خبره یې جنتي ده، د زړه درزا یې هسې، څېره یې هسې، بقا او زمانه یې هسې…

مینه د ژوند ملګرې ده. ژوند د مینې باغ دی. او دا باغ له انسانانو جوړ شوی. ددغه باغ هره انساني ونه ځانته کیسه لري، چې تاسو به هم له دغو کیسو څه اورېدلي وي.

میېن زړه هرڅه ښکلي ویني

وایي چې دوه میېن ځوانان وه. خدای یې هم بختونه سره خلاص کړل، سره کوژده شول. واده ته څو ورځې پاتې نجلۍ د چېچک ناروغۍ ووهله او پرېوته. هلک یې لیدو ته راغی او په خبرو کې د خپلو سترګو د درد شکایت وکړ.

د ښځې ناروغي زیاته شوه، او ټول مخ یې د چیچک دانو وپوښه. ځوان به لکړه په لاس کې د هغې لیدو ته راته او د سترګو د تکلیف له زیاتېدولو نالېده.

د واده وخت را ورسېد. ځوانه ښځه خپل بدرنګه شوي مخ ته اندېښمنه وه، خو سړي ډاډ ورکړ، چې نور ړوند دی او څه نه ویني. له دې سره ښځه آرامه شوه. دوی سره واده شول. خلکو به وېل: داسې بدرنګه ښځه داسې ړانده سړي ته ودېږي!!!

شل کاله وروسته ښځه مړه شوه. سړي لکړه لېرې وغورځوله او سترګې یې راخلاصې کړې. ټولو تعجب وکړ. سړي ووېل: عشق د پوست په ښکلا نه دی بند.

دا وخت وه، چې خلک پوه شول، میېن زړه یوازې ښکلاوې ویني، ځکه نو هغه میېن د خپلې میېنې پر مخ د چیچک ژور ژور بدرنګه داغونه نه لیدل. هغه د ښځې زړه لیده او دا زړه د ټولو ښایستو تر ښایسته لوړ ښایسته وه.

که خدای غوښتل نور بیا

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب