Homeخبرونهبایډن: د افغانانو او افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته به دوام...

بایډن: د افغانانو او افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکوو

تاند(سې شنبه، د جوزا ۲۵) د ناټو مشرانو د بروکسل په سرمشریزه کې اعلان وکړ چې له افغانستانه د دوی د ځواکونو وتل دا معنا نه لري چې افغانستان ته به شا اړوي، بلکې دا د همکاریو نوې پیلامه ده.

دوی د افغانستا ن د تېرو ۲۰ کلونو د بریاوو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او یو وار بیا یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ د دوام ژمنه وکړه.

د ناټو د مشرانو په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې له افغانستانه د ټولو ځواکونو له ایستلو وروسته به خپل سفارتونه، ځانګړي ملکي دفترونه وساتي او له افغانستان سره به دیپلوماتیکې اړیکې لا ښې کړي.

دوی د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د فعال ساتلو لپاره د مالي مرستې د دوام په اړه موافقه وکړه او دا هوايي ډګر یې د دیپلوماتیکو حضور لپاره ضروري وباله.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې ټولو خواوو موافقه وکړه چې له افغانانو سره به بشردوستانه، اقتصادي او دیپلوماتیکو ژمنو ته دوام ورکوي.

ده همداراز وویل چې د ناټو غړیو سلا کړې چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ننګه به جاري ساتي.

د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ بیا وویل، د ځواکونو له ایستلو وروسته به له افغانستان سره د ناټو همکارۍ په درو برخو متمرکزې وي: د افغان ځواکونو مالي ملاتړ، په بهر کې د افغان امنیتي ځواکونو روزل، پر له پسې ملکي حضور او د کابل د هوايي ډګر په شان د مهمو تاسیساتو ساتنه چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې دوامدار حضور تضمین شي.

سرمنشي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په افغانستان کې د جګړې له زیاتېدو او د وینې تویېدو له دوام سره سره د پوځیانو د وتلو په پرېکړې شخصاً پښېمانه نه دی؟ وویل: «پاتې کېدل یوه بدیله لار او یو انتخاب و، خو د لا زیات تاوتریخوالي او لا زیاتې مرګ‌ژوبلې خطر یې درلود او ان د ناټو د سرتېرو د شمېر زیاتوالی. ځکه لکه څنګه چې ما وویل موږ له یو لکو عسکرو  څخه د خپلو ځ واکونو شمېر ۱۰ زرو ته کم کړ. ټول پلان دا و چې افغانان (افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه) د دې جوګه شي چې خپل امنیت وساتي.»

ینس سټولټنبرګ یادونه وکړه چې شاوخوا درې لکه افغان پوځیان اوس په ښه توګه د امنیت د ساتلو جوګه ګرځېدلي.

د کابل د هوايي ډګر په اړه د دوشنبې په ورځ ناوخته د امریکا او ترکیې ولسمشرانو په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې ترڅنګ یو په یو خبرې وکړې.

له کتنې وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل د نړیوال هوايي ډګر د امنیت مسوولیت تورک (تُرک) ځواکونو ته سپارل کېږي.

ولسمشر اردوغان د افغانستان ثبات ته د طالبانو د ګواښ دوام تایید کړ خو ویې ویل چې تورکیه (ترکیه) له دې ډلې سره خبرې کولی شي.

ده وویل«که ترکیه ونه غواړي چې له افغانستانه ووځي او که د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري دیپلوماتیک، لوژیستیکي او مالي ملاتړ وي، دا به زموږ لپاره ډېر مهم وي.موږ له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکولی شو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...