شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبد وروستي پسرلي نرګس دى (د اسدالله غضنفر د سبک ځانګړنې)

د وروستي پسرلي نرګس دى (د اسدالله غضنفر د سبک ځانګړنې)

اجمل ښکلى

يادونه: دا ليکنه په (سبکپوهې) کتاب کې چاپ ده.

د ګړنۍ او ليکنۍ ژبې ترمنځ هرومرو څه ناڅه توپير وي. ژبه چې له فکر نه خبرو او له خبرو نه ليک ته رارسي، لنډېږي او له لنډېز سره پکې کلمې او جملې هم بدلېږي؛ خو زياتره پښتو ليکنې د جملو د جوړښت او د کلمو د کارونې له امله د ولس له خبرو سره دومره توپير لري، چې د ولس ژبه درته بېله او ليکنۍ پښتو درته بېله ژبه ښکاره شي. پخوانيو ليکوالو د عوامو ژبه بازاري بلله؛ نو د ليک پرمهال به يې دې توپير ته پام و. د خيرالبيان، مخزن الاسلام، د کاظم خان شيدا د نثر او نورو نثرونو د موزونوالي او پېچلتيا ترشا ښايي دا فکر هم لاس ولري. دې توپير ليکنۍ ژبه د ليکوال له عامې غږېدا دومره لرې کړې، چې سړى به ګړېږي يو رنګه خو ليک به يې بل رنګه وي؛ خو په پښتو کې داسې ليکوال هم شته دي چې پر ليک يې د مخامخ ناستي او ګړېدا مينه ماتېږي؛ لکه استاد شپون، چې ليکنې يې د خپلې عامې ګړېدا رڼې هېندارې دي. اسدالله غضنفر چې د استاد شپون غوندې په کيسه ييز ادب کې تجربه لري؛ هم د خپلې ګړنۍ او ليکنۍ ژبې ترمنځ ډېر واټن نه ساتي. کيسې چې له ولسه راولاړېږي، ژبه يې هم ولسي وي؛ نو کيسه ليکوال چې علمي ليکنه هم کوي، ښايي له دې طرزه اغېزمن شي. روهي صاحب، لکه چې د همداسې ليکوالو په اړه ويلي: ”ډېر ښه سبک هغه دى، چې د ليکونکي يا ويونکي ذهني مفکوره عينا تمثيل کړي، که څه هم د دغه مقصد لاسته راوستل ډېر ګران دي، مګر ليکونکي زيار باسي تر کومې چې بشري محدوديتونه اجازه ورکوي، دغه مقصد ترسره کړي.”

ځينې ليکوال په ليک کې د کلمو تر دقت د هغوى ښکلا ته ډېره پاملرنه کوي. د کلمو ښکلا په څو څيزونو پورې تړلې ده: يو لفظي ښکلا ده، چې د جملو د اۤهنګينولو په موخه د متجانسو يا هغو کلمو له کارونې پيدا کېږي چې يو څو غږه يې سره ګډ وي. دا ډول تمايل ليکوال د کلمو له دقيقې کارونې ايساروي، چې کېداى شي، د ليکوال او لوستونکي ترمنځ د پوهاوي مزي غړند کړي. کله ناکله چې له هنري ذوقه مجبور ليکوال په متجانسو يا هغو کلمو کې- چې يو يا څو غږه يې سره ګډ وي- د خپل مفهوم افاده ونه ويني؛ نو جوخته ورپسې بله هممانيزه کلمه وکاروي، چې له دې سره خبره اوږده شي. دا کار د جملو په بڼه هم کېږي. ځينې جملې ليکوال ته ښايسته وبرېښي را يې وړي؛ خو بيا ورسره د مانا د نيمګړتيا فکر وي؛ نو بله جمله ورپسې د مانا د بشپړتيا لپاره ليکه کړي. استاد رښتين چې د کلمو او جملو ښکلا  ته ډېر ځير و، دا ډول اطناب ډېر کړى دى:

1- ښاغلي حبيبي له دېرشو کالو راهيسې د پښتو علمي او ادبي خدمت ته کلکه ملا تړلې ده او ډېر غوره کتابونه او سودمن اثرونه يې ليکلي دي.

2- سربېره پر دې په پښتو ټولنه کې يې ډېر نوي زلميان هم روزلي او د پښتو خدمت ته يې تيار کړي دي.

 3- دى په پارسي کې هم ښه قلم لري او تل پکې ډېرې ښې مقالې ليکي.

4- په هر صورت موږ ښاغلي حبيبي ته د يو لوى مورخ پياوړي ليکوال او تکړه څېړندوى په سترګه ګورو.

دا د  استاد حبيبي په اړه د استاد رښتين د (پښتو نثر هندارې) د يوې ليکنې يواځې د درو پارګرافونو جملې دي. په لومړۍ شمېره کې(ادبي خدمت ته کلکه ملا تړلې ده او ډېر غوره کتابونه او سودمن اثرونه يې ليکلي دي) لومړۍ جمله د ژبې د هنري کلو په نيت د (ادبي خدمت او ملا تړلې) ترکيبونو له امله راغلې چې که نه واى؛ هم معنوي زيان يې نه لاره. د استاد چې په لومړۍ جمله زړه اوبه نه دي څښلي؛ نو دويمه يې ورپسې لړۍ کړې ده. په دې جمله کې بيا (غوره کتابونه او سودمن اثرونه) د هممانيزو کلمو بېلګې دي، چې غبرګې کارونې يې له مانا سره کومه مرسته نه ده کړې. په دويمه شمېره کې دويمه جمله سربارې ده. په درېيمه شمېره کې راغلې لومړۍ جمله د (ښه قلم) له امله ياده شوې، ګنې دويمه بسنده وه او که نه يواځې لومړۍ هم مانا رسولاى شوه.

دا ډول اطناب د استاد رښيتن د سبک يوه ځانګړنه ده.

دوه، په علمي ليکنو کې د ادبي صنعتونو کارونه ده چې که مجازي مانا يې دقيقه نه وي، ښايي ورانپوهاوى رامنځته کړي. داوود وفا په (ستوري د ادب په اۤسمان کې) کې د کاروان په اړه وايي:

1- ده په شعر کې د اوسني شعر تر ټولو بنسټي توکي تخييل، انځور (ايماژ- تصوير)، عاطفه(احساس-هيجان)، ښکلا او اهنګ(ريتم) په لوړ هنري دود په څپو راوستي دي.

2- …ويړه فضا په يوه لويشت کاغذ کې ځايوي او د چينو له سترګيو سيبلابونه رابهوي.

په لومړۍ جمله کې (په لوړ هنري دود په څپو راوستل) مانا ګونګه ده. ليکوال د کلمو د رنګينۍ په ټس کې له مفهومه لاس وينځلى دى. په دويمه شمېره کې (ويړه فضا په يوه لويشت کاغذ کې ځايول) هم دقيقه او رڼه مانا نه لري. (د چينو له سترګيو د سيلابونو رابهول) کېداى شي، د ليکوال موخه مبالغه يا له وړه خبره لويول وي.

نادقيقې جملې له دوو لارو پېژنو: يو د مفهوم د ګونګوالى له مخې او بل چې د يوې مانا پرځاى څو ماناوې ولري.

 درېيم، د ګړنو کارونه ده چې په ليک کې د مجازي مانا د درلودو له امله هنري خوند پيدا کوي؛ خو که پرځاى يانې دقيقې نه وي؛ نو بيا يې پرځاى د ساده فعل کارونه غوره ده.

د ليک ښکلا ښايي نورې وسيلې هم ولري.

په شعر، ادبي ټوټو او د ادب په نور هغو ځېلونو کې چې خيال ته مخاطب وي او موخه يې د هنري ذوق خړوبونه وي، د کلمو او جملو ښکلا تر دقت ښايي مهمه وي يا دواړه مهم وي؛ خو په کيسه ييز ادب او علمي ليکنو کې-چې احساسات نه بيانېږي او فکر ته متوجه وي- دقت لومړى دى.

اسدالله غضنفر هغه ليکوال دى، چې د کلمو او جملو تر ښکلا د هغوى دقت ته لومړيتوب ورکوي. دا خبره تاسې د ده په ليکنو کې لوستلاى شئ. استاد غضنفر ليکنې په سړه، حقيقي خو خوږه ژبه ليکي. د ده په ليکنو کې هممانا کلمې نه شته دي. جملې يې هم زياتره ساده، لنډې او پرې پرې دي. نوموړى د هغو ليکوالو غوندې نه دى چې د حق الزحمې لپاره يا هسې بېسه کلمې او جملې اوږدوي. ښه ليکوال هغه دى، چې د څو کلمو او جملو د ليکلو او لوستونکو ته د کړاو پيدا کولو پرځاى پکې غوراوى وکړي او غضنفر صاحب دا کمال لري. نوموړى که پر يوه مهال له څو کلمو يا جملو سره مخ شي؛ نو له خپلې ورسره مانا او مفهوم لپاره د دقيقې کلمې او جملې په ټاکنه کې دقيق دى. نوموړى د يوې مانا لپاره يوه خو دقيقه کلمه او د يوه مفهوم لپاره يوه دقيقه جمله کاروي. د ژبې له هنري کولو سره ډېره مينه نه لري.

موږ چې د جملو ترمنځ بېلتون ووينو، که اړتيا وي، که نه، د عطف يا ربط وييکى ورواچوو او سره يې وتړوو؛ خو غضنفر صاحب د عطف او ربط له ادواتو سره احتياط کوي. مثلا؛ (په دې توګه، په نتيجه کې، پر دې سربېره، همدا راز، څرنګه چې، د بېلګې په توګه) نه کاروي او ځاى يې د (خو، چې، نو، لکه او مثلا) غوندې ساده وييکو ته ورکوي، چې له دې سره يې هم په سبک کې سادګى او ښکلا پيدا شوې ده:

1- دا جملې چې د لوستونكي سترګو ته د فضا او موقعيت انځور باسي، په لوستونكي ښې لګېږي. د همينګوې په كيسو كې د هندسي تصويرونو كامياب مثالونه  ډېرموندلاى شو.

دا جمله ښايي بل چا په (څرنګه) پيل کړې واى او په دويمه يوه ستوې جمله کې يې (نو) هم ورسره کارولې واى. د ورپسې جملې په سر کې به يې (همدا راز…هم/پر دې سربېره…هم) راوړې واى؛ خو استاد غضنفر دې ته اړتيا نه ده ليدلې:

(څرنګه) چې دا جملې د لوستونکي سترګو ته د فضا او موقعيت انځور باسي؛ (نو) په لوستونکي ښې لګېږي. (همدا راز) د همينګوې په كيسو كې (هم) د هندسي تصويرونو كامياب مثالونه ډېرموندلاى شو.

استاد غضنفر له عربي او فارسي کلمو سره حساسيت نه لري او دا کار يې په وييکو کې هم جوت دى. مثلا، دى، (بالعکس) کاروي، (د بېلګې په توګه) پرځاى (مثلا) کاروي، ځکه چې د کلمو د غورچاڼ پرمهال لنډې او ساده کلمې انتخابوي او (مثلا) تر (د بېلګې په توګه) لنډ دى.

په جمله کې د کلمو شمېر ته زياتره ليکوال نه ځير کېږي؛ خو استاد غضنفر شمېرلې کلمې کاروي. په ليک کې يې اضافي جملې خو لا څه چې اضافي کلمې هم په سخته پيدا کېږي. که يوه کلمه ترې وغورځېږي، د جملې مانا نيمګړې کېږي.

د استاد غضنفر ليکنۍ ژبه له دې امله هم ولسي ژبې ته نژدې ده، چې زياتره جملې يې ساده او لنډې وي او که يو نيم ځاى يې معترضه راوړې هم ده؛ نو د ولسي هغو غوندې په نشت شمېر او وړې دي. زموږ د ليکنۍ ژبې بالعکس په ولسي پښتو کې معترضه جملې دومره ډېرې او پېچلې نه دي او ځاى يې زياتره وخت غبرګې جملې ډکوي. منځپېښې يا معترضه جملې که شته هم تر متلونو محدودې دي. يوه بېلګه يې دلته وړاندې کېږي:

د پښ کور، چې وسو، هومره ښه شو.

دلته (چې وسو) معترضه جمله ده، چې تر دوو توکيو تېرى نه کوي؛ خو زموږ د علمي ليکنو معترضه جملې دومره اوږدې وي، چې د ايښي(مبتدا) او ايښوني(خبر) پته يې نه لګي. د استاد غضنفر په ليکنو کې معترضه جملې نادرې پيدا کېږي، چې هغه هم د پښتو ژبې له اصيل او طبيعي دود سره سمې دي. له لنډو او پرې پرې جملو لوستونکي يا اورېدونکي په اسانه مانا اخلي او حافظې ته يې ژر سپاري؛ خو ګډلې(مختلطې) مصنوعي جملې د عوامو ذهن ته په اسانه نه لوېږي.

په علمي ليکنو کې د ټينګار پرځاى دلايل او سړه ژبه ډېره اغېزمنه وي، ځکه مخاطب مدللـه او سړه وينا له زړه مني؛ خو د ليکوال امر او بې دليله خبرو ته غاړه نه ږدي. مثلا؛ موږ که په افغانستان کې د تخريت له امله د ايران پرضد لوستونکى راپارو؛ نو دا کار ايران ته په ښکنځا نه کېږي، بلکې په افغانستان کې د ايران تخريبي فعاليتونه په ګوته کول پکار دي. لاندې جملو ته وګورئ:

  1. ليکوال بايد ژمن وي.
  2. ليکوال که ژمن نه وي؛ نو لوستونکي نه لري.

په لومړۍ جمله کې وچ تاکيد وينو چې کېداى شي، ځينې کسان ورسره همغږي نه وي؛ خو په دويمه جمله کې د ناژمنۍ د پايلو په اړه مقنع دليل وړاندې شوى دى، چې د سړي زړه ته پرېوځي. استاد غضنفر پر لوستونکي د خپلو خبرو د تپلو هڅه نه کوي، بلکې د خپلو پخو دلايلو او بېلګو له لارې يې قانع کوي. نوموړى وايي:

” كه له څاه اوبه راونه باسو څاه وچېږي. دغه راز كه همېشه ليكل ونه كړو، د ليكلو استعداد مړاوى كېږي”.

په پاسنۍ جمله کې استاد غضنفر امر نه کوي، چې ”همېشه بايد ليکل وکړو”، بلکې دليل راوړي او د دليل د لاپياوړتيا لپاره د (څا) بېلګه هم وړاندې کوي. د دلايلو په توګه د دا ډول بېلګو وړاندې کول د استاد غضنفر د سبک بله ځانګړنه ده. د ده بله جمله ده:

” لوى ليكوال د بل هر ډګر د بريالي كس غوندې هغه څوك دى چې د وخت په قدر پوهېږي او په دې خبردي چې زموږ ورځې زموږ پيسې دي.”

په دې جمله کې استاد غضنفر لوستونکي ته نېغ په نېغه نه وايي، چې ليکوال بايد د وخت په قدر پوه شي. ځکه په (بايد) کې منطق نشته، وچ ټينګار دى، ځکه خو د استاد غضنفر جمله ډېره اغېزمنه ده.

په ليکنه کې ناسم ټينګار او مبالغه د قيدونو او صفتونو له بېځايه کارونې راولاړېږي. پښتانه ليکوال له قيدونو او صفتونو سره- چې کېداى شي، لوستونکى تنګ کړي- احتياط نه کوي. قيد له فعل، صفت او بل قيد او صفت له نوم سره کارېږي. د ټينګاري قيدونو بې خرته کارونه ليکنه له منطقه اوباسي. په دې لړ کې د (بايد) د بېځايه کارونې زيانونه پاس وړاندې شول؛ خو د صفت او قيد، قيد هم په ليکنه کې ټينګار پيدا کوي. موږ چې چېرته يواځې صفت بسنده وي، هلته ورسره قيد هم کاروو او چې چېرته يو قيد کار ورکوي، هلته غبرګ قيدونه کاروو، چې له دې سره ټينګار زېږي او دا ټينګار لوستوال د ليکوال پر خبرو ناباوره کوي.  لاندې يې بېلګې وړاندې کېږي:

1- دروېش ډېر ښه شاعر دى.

2- دروېش ښه شاعر دى.

3- پښتو ادب بېخي ورو پرمختګ کوي.

4- پښتو ادب ورو پرمختګ کوي.

په لومړۍ جمله کې (ډېر) قيد دى. ليکوال پر مخاطب د خپلې خبرې د منلو هڅه کړې ده؛ خو په دويمه جمله کې چې يواځې صفت کارېدلى او ټينګار پکې نشته؛ نو د ليکوال خبره د لوستونکي زړه ته پرېوځي، ځکه چې د ليکوال احساسات ورسره مله نه ښکاري. بله دا چې جمله طبيعي برېښي. په درېيمه جمله کې (بېخي) دويم قيد دى، چې تاکيد يې رامنځته کړى دى؛ خو څلورمه جمله ترې په منطق او موثريت کې پياوړې ده.

په افغانستان کې چې شاعر په تلويزون يا راديو کې مېلمه وي؛ نو کوربه يې د تعارف پرمهال وايي:

”نن راسره د هېواد ډېر تکړه شاعر مېلمه دى”

خو د شاعر چا نوم هم نه وي اورېدلى او شعر يې شعر نه د شپون صاحب خبره مېر وي. د کوربه په جمله کې د قيد او صفت غبرګه کارونه وينو چې د ټينګار لپاره يې مبالغه زېږولې ده. کوربه له (ډېر او تکړه) پرته هم د چاپو ټولګو په ښوولو شاعر معرفي کولاى شو. داسې:

”نن راسره مصطفىٰ سالک مېلمه دى. د مصطفىٰ سالک د تاووس بڼکې او سندريزې چينې په نامه دوه شعري ټولګې او د منشور په نامه دکره کتنې يو اثر چاپ شوي دي”

دا وروستۍ جملې د ليدونکي يا اورېدونکي زړه ته پرېوځي، ځکه چې د ټينګار پرځاى پکې په دلايلو تکيه شوې ده. د ټولګو نوم اخيستل ليدونکي يا اورېدونکي د شاعر په تکړه توب باوري کوي.

د استاد غضنفر په ليکنو کې له ټينګار سره حساسيت او احتياط ته تمايل وينو. په ادب کې پرېکنده خبرې کله ناکله ستونزې راولاړوي، ځکه چې ادبي پديدې او اۤرونه تل ثابت نه وي. زموږ ليکوال دې خبرې ته ځير نه دي؛ خو استاد غضنفر دې خبرې ته ځير دى. د ډېرو ثابتو مفکورو او معلومو خبرو لپاره هم د (ممکن، کېداى شي، په غالب ګومان، کله کله او شايد) قيدونه او (ګومان کوم) فعلونه کاروي. (ممکن) خو يې د سبک ځانګړنه ګرځېدلې ده:

”هغه شاعران چې خبرې ورسره ډېرې وي هغوى ممكن دې كار ته ډېر وهڅېږي”

” دى چې په ابتكار ورك ميين دى، ممكن هغه كلمې يې توجه ډېره جلب كړي چې تر اوسه پورې نورو شاعرانو نه دي كارولې”

”يا كه چا ته پېغور وركوي نو ممكن د ښځې خطاب ورته وكړي”.

په دې درېواړو بېلګو کې ممکن نور ليکوال (ممکن) ونه کاروي.

له صفتونو او د فعلونو له قيدونو سره هم احتياط بويه، ځکه چې کله ناکله ستاينوم د ستايلي(موصوف) او قيد د فعل مانا کمزورې کوي.مثلا: ”ښه شاعر هغه دى، چې په شعر کې انځورونو ته پام وکړي”. دلته د (ښه) صفت د (شاعر) څه مانا پرخپل سر اخيستې او موصوف يې کمزورى کړى دى. دا جمله ښايي له (ښه) پرته ډېره معقوله وي، ”شاعر هغه دى، چې په شعر کې انځورونو ته پام وکړي” دلته (شاعر) بشپړه مانا اخيستې ده. کله ناکله زموږ ليکوال د داسې نومونو لپاره هم ستاينومونه کاروي، چې له معنوي پلوه ورته هېڅ اړتيا نه لري، بلکې پخپله بشپړه وي؛ لکه: رڼا ورځ، تياره شپه، روښانه لمر، ځلنده ستورى، توره تياره، خوږ چاکليټ، بې رحمه مرګ، روڼ سهار، خوږه مينه، ښکلى ګل. داسې ډېر صفتونه شته دي. ورځ رڼا او شپه د تيارې له امله مشهورې دي؛ نو ورځ رڼا، شپه تياره، لمر روښانه، ستورى ځلنده، تياره توره او …وي؛ نو د دې صفتونو اړتيا پکې نشته؛ خو که د ليکوال کومه موخه پکې نغښتې وي؛ نو بيا يې کارونه بې ګټې نه ده؛ لکه په دې مثال کې له (ورځې) سره د (رڼا) کارونې ته وګورئ: ”په رڼا ورځ يې ولوټلم”. لمر کله ناکله تت وي؛ نو که لمر تت وي، ورځ خړه پړه وي او شپه رڼه وي؛ بيا سمه ده. د غضنفر صاحب په ليکنه کې د صفتونو دا ډول بېځايه کارونه نه تر سترګو کېږي.

په لنډ ډول که ووايو، د معترضه جملو کمه کارونه، له وييکو، ستاينومونو او قيدونو سره احتياط او کمه استفاده د استاد غضنفر د سبک ځانګړنې دي.

د ځان پرځاى مخاطب ته ترجيح ورکول او د متکلم د ضمير پرځاى د دويمګړي د ضمير کارونه د استاد غضنفر د سبک بله ځانګړنه ده. په ليکنه کې د (زه) پرځاى د (ته، دې، مو، تا، تاسې، ستاسې) ضميرونه، لوستونکي ته دا احساس ورکوي، چې ګنې ليکوال ماته لګيا دى او په خپلو خبرو کې مې شريک بولي؛ نو مينه يې درسره پيدا کېږي او ليکنه دې په شوق لولي؛ خو که ځان دې مخې مخې ته کاوه او همدا (زه) دې کاراوه؛ نو لوستونکى درسره تنګېږي او داسې انګېري، چې ليکوال راته ځان ښيي. غضنفر صاحب تل مخاطَب ته مخاطِب وي.

د استاد غضنفر د نورو ليکوالو غوندې خپلو ليکنو ته اوږدې سريزې نه ورکوي، يوه خبره بيا بيا نه کوي، د هرې ليکنې موضوع يې نوې وي.نوموړى په ليکوالۍ کې د ستونزو هواري ته لومړيتوب ورکوي. زموږ ليکوال د ليکنې پرمهال له ځانه نه پوښتي، چې زما دا ليکنه به د کوم درد دوا شي، که نه هسې د ورېځو اوښان جوړوم؛ خو د استاد غضنفر ليکنې په شعر و نثر کې د ژورو ټپونو ښه درمل دي.

د استاد غضنفر سبک داسې ډېرې ښېګڼې لري، چې که رابرسېره شي؛ نو پښتانه ليکوال ترې استفاده کولاى شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب