جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهد څو لیکوالو لنډې کیسې

د څو لیکوالو لنډې کیسې

کنډواله
لنډه کېسه
فدامحمد باران
له ځایه پورته شو، چایجوس یې ور واخېست:
_دې خوا که پیاله دې!
_ نه یې څښم یاره، بیخي ډېر شو.
_ یوه پیاله اچوم.
_ نه کېږي، بس دی.
فدامحمد باران

زمروت وروستی غړپ وکړ، د پیالې په څنډو یې لاس هوار کړ، بیا یې کیڼې خوا ته ایښي پتنوس کې پیاله کېښوده. د ګوړې لالبکی یې هم ور واخېست او د پتنوس خوا ته یې وڅښوه.

ذبیح د ګوړې بڅری خولې ته واچوه، بیا یې له پیالې غړپ کړ:
_ یاره چې دوولسم مې خلاص کړ، نور تر درس تېر یم، موټر اخلم او یا ملي اردو ته ځم.
زمروت وموسید، و یې ویل:
_ دوولس کاله هم غټ عمر دی، چې دومره خواري دې وکړه، څلور کاله پرې لا برسیره. کانکور ازموینه ورکړه، بریالی کېږي خو هسې، تر ننه درنه چا اول‌ نمره‌ګي نه ده وړې، ساینسي مظامینو کې هم پوهېږي، د لسانس سند واخله، بیا دې زړه ته ګوره.
_ ترې تېر یاره، څه ګټه به وکړي؟ عالم د خدای لسانسه بې‌کاره ګرځي، ډېر خو نه د دین شي نه د دونیا. د فاروق زوی هم لسانسه شو، څه ګټه یې وکړه؟
_ یاره زده کړه د ژوند لپاره وکړه، د مادیاتو لپاره نه.
_ چې پیسې وي، ژوند خپله سمیږي.
زمروت پښې وغځولې، څو شیبې یې په دیوال ځړیدلي عکس ته بیا یې د ذبیح سترګو ته وکتل:
_ خوښه دې یاره، ته په خپلو کارو تر ما ښه پوهیږې.
ذبیح له جیبه د سیګرټو کوتی را وکېښ، سیګریټ یې د مخې په غاښو کې نرم ونیوه، لایټر نه یې ټک پورته کړ، د سیګرټ سر سور وځلېد:
_ یاره زمروت لالا! له تا به یې څه پټوم، د راز او نیاز ملګری وي، خو چې پوهنتوني شوې سمانه‌ګر شوې، دریمه اونۍ شوه، چې شغله مې لېدلې نه ده، زړه بیخي پسې پرې پرې دی.
_ کومه شغله؟ د پیرک لور؟
_ هو! هماغه، ستا تره دې خدای وبښي، هر وخت به یې پیرک ته پرپړي شروع وې چې درس پرې ووایي، خو نه یې منله.
_ هو! ښه یې و نه کړل،  ورېره یې ګوره، پوهنتون یې ولوست، اوس په ښه معاش کار کوي.
_ ښه، ښه، دا خو به یې ښه عیش و عشرت جوړ وي، د کافر لور څه رقم سترګې لرلې، بیخي لکه د هوسۍ، ګردی مخ، تک سره غمبوري، نرۍ ملیه او جګ قد، د دفتر کسانو به یې خرې مزې پرې کړي وي؟
_ ګذاره یاره! دا څه وایي؟ چې دفتر ته لاړه، مانا دا نه شوه، چې هر هر څه دې کوي.
_ څه یې کوې یاره، مه پرې ټینګېږه، چې پردي نارینه سره ګوښي ښکته پورته شوه، کله پاتې کېږي.
_ خو د هغوی د شعور کچه هماغومره لوړیږي، باکرات د ژوند د راتلونکې ملګري امانت بولي، نارینه‌وو سره بیخي عادي شوي وي، پوهېږي چې باید له ځان سره څومره وفاداره و اوسي.
_ یاره تا اګر، مګر شروع کړل، شعور؟ باکرات؟ کېسه دې بیخي ګلجانۍ کړه.
زمروت وخندل. خپل لاسي ساعت ته یې وکتل:
_ ذبیح یارو! شک او تهمت ویل ګناه ده، تربور دې رووف وپوښته، پوره درې کاله کېږي، چې په خپلې ټولګیوالې مین دی، ور سره غږېږي، ګپ شف لګوي، پارکونو ته ځي. ډېر کله ګوښي کیني او پاڅېږي، په دا درو کالو کې یوه مچو پرې د قران تور ټکی کړې، چې ده به ترې اخیستې وي. زه اوس ځم. یو څه کارونه مې پاتې دي، بیا به ګپ لګوو.
ذبیح کړسندې وخندل، شپې ته د پاتې کېدو ښه کلک سات یې ورته وکړ، خو زمروت بیا بیا خپل پاتې کارونه یادول، چې باید لاړ شي. د تګ پر وخت یې ذبیح ته وویل، چې ستا د مینې شغلې کېسه هم پاتې شوه، بیا به یې بل وخت راته وایي.
په ټوله لاره د زمروت چرت خراب و، کرل ریبل یې چې د خپلو کلیوالو دا چټل او وروسته پاتې ذهنیت به یې څوک ور جوړوي. د ده مسولیت څه شی دی؟ تر کله به یې په کلیوالو دا چټل ذهنیت حاکم وي؟
کور کې هم ځمکې ځای نه ورکوه، په زړه او ذهن یې همدا اندیښنه خوره وه.
د زمروت رخصتۍ مخ په خلاصېدو وې، باید بېرته پوهنتون ته تللی وای. ټولې رخصتۍ کې ډېر وخت به یې مور سره څنګ کې تېروه او کارونو کې به یې مرسته ور سره کوله. مازدیګر به لاندې د سنګیړ پټو ته په چکر وته.
د پټي په غاړه ناست و، ونې کې ناستو مرغیو ته یې کتل، چا یې په سترګو لاسونه ور کېښودل. ده یې په لاسونو خپل لاس وواهه. و یې ویل:
_ ذبیح؟
ذبیح وخندل، څنګ کې یې کېناست. له زمروت یې د تګ پوښتنه وکړه، چې بېرته به کله پوهنتون ته ځي؟ زمروت د سبا وویل خو وې یې چې کلي پسې ډېر خپه کېږي.
د کلي په ښکلا او د کلیوالي ژوند په خوندونو غږېده، بیا یې له ذبیح د شغلې په اړه پوښتنه وکړه، چې دی هم ورته ګران دی؟ که یوازې په لاره د تېرېدو پر وخت ورته مزاحمت کوي؟
ذبیح په خندا وویل:
_ ولې زه درته دومره بدرنګ ښکارم؟
_ نه یاره، خو تا ویل چې دا ډېره موده مې لېدلې نه ده؟
_ پلار یې پرې شکي شوی، دومره پوی شوم، چې پلار یې ډېره سخته وهلې، مور یې هم بد ترې وړي، رنډۍ یې بولې، وایي چې لا اطمیناني نه یو، کنه سر به یې له تنه ور پرې کړي.
_ اه! ولې؟ دا له اوله همداسې شکي او خوشې انسان و، وړه یې په سَتر کړه، له نورو ماشومانو سره به یې لوبو ته هم نه پریښووه. ولې یې وهي؟
_ یاره خبره دې تا سره امانت وي، وروستی ځل یې چې کور ته ور واوښتم، د غواوو غوجلې کې یې وو. نه پوهېږم چې د درد به و که د خوند؟! خو په تېز غږ یې اه کړل. پلار یې لکه چې غږ واورید که څه بلا، خو چې د پښو کړپا مې یې واوریده، له کړکۍ مې را ټوپ کړ. نه د پښو په درد پوی یم او نه د خپلې تېزې منډې په اړه، چې په څو دقیقو کې مې د رحمت الله دوکان شاه ته کنډوالې ته ځان رسولی؟
 د زمروت ټنډه تروه شوه، په غوسه یې وویل، بس که! ته سړی یې؟ څه اپلتي غږوې؟
زمروت وموسېد:
_ خو تا ویل چې ورته ګران یې؟ چې نه وای په اول ځل لېدو را سره د څېړیو ونو شاه ته کېده؟
_ دا څه څه وایي؟
_ څه وایم؟  خو ریښتیا وایم یار، غره ته لرګیو پسې تګ خو یې مجبوري وه، که ښوونځي ته یې نه پرېښوده هم. هملته مې دوه ځله لاس د دې پر بدن ومښلوه، څه یې و نه ویل، ورو مې سینو ته لاس وروړ، غلې وه. مازې په یوه اشاره را سره د څیړیو شاه ته شوه.
_ چوپ که بې وجدانه! دا نو ګرانښت شو؟ که لوده‌ګي؟
_ نو ګرانښت تور وي که سپین؟
_ بس یې که بس! د وجدان په نوم څه لري؟ غیرت پیژنې؟ د دې راتلونکې په اړه دې فکر کړئ؟
_ هههه. ظالمه! ته وا ټول کلي کې هیڅ هم نه کېږي. یوازې همدا ما داسې کړي یا یوازې شغله راتلونکی لري، د کلي نورې نجونې ایېنده نه لري.
خبریږي نه که ته پخپله ځان نه خبروې؟ دا دوه میاشتې وړاندې د تنګي خوړ کې حرامونی د چا پروت و؟
زمروت له ځایه پاڅېد. پرته له خدای پاامانۍ او نور څه ویلو روان شو. غوسې نه سور ژېړ اوړېده. په ټوله لاره ځان سره بنګېده: ” محرومې یې ساتئ، دومره چې ماشومتوب ترې اخلئ، لس کلنې ته مو چادرۍ ور اغوستې وي. ښوونځي ته یې نه پرېږدئ، خو غره نه باید لرګي درته راوړي، خود به لونډان پرې سپر…. لا حول ولا .
همداسې ښه یئ، تاسو به ذلیل وی، چې د غواوو غوجلې پرې پاکوئ، کینارابونه باید را پاک او ګنده‌ګي مو تر پټیو ورسوي، خو په عزت دې دنده نه کوي، چې کفر کېږي. لویو کلاوو کې خو به یې بندې وساتئ خو چې په کېنارابو او غوجلو کې درته پرې سنډګان خیژي، څنګه کوئ؟ د اولاد روزنه به همداسې کېږي؟ وزېږوه، غټو دیوالو کې یې بندې کړه، په نه خبره ورټه او وډبوه؟”
تر کوره ځان سره ګړېده او داسې غرق روان و، ویلي به دې نه و، چې دوه بوتله یې څښلي نه دي او دریم یې په سر اړولی نه دی.
————————————–

ولې(لنډه کیسه) لیکوال/  محمد خالص ادیب

د حامدکرزي پر نړیوال هوایي ډګر مسافر وړونکې الوتکې د وروستي ځل لپاره دوره وکړه، څو شېبې وروسته ترې مسافر راکښته شول، جواد له ځانه سره وویل:

  • اوس به مې خاله  ته کومه بهانه کوم، ورکه ځان غلی نیسم، هېڅ به نه وایم

عایشه راغله، له ستړي مشو وروسته ژر له هوایي ډګره ووتل، په موتر کې کېناستل، څه کم یو ساعت وروسته د ارغندۍ له پلټنې تېر شول، په سړک ګڼه ـ ګوڼه نه وه، په موټر کې چوپه ـ چوتیا وه، د عایشې زړه خبر و؛ خو زړه ته یې نه رسېده چې دایسې پېښه دې شوې وي لکه ماشوم ځان یې غلطاوه، کله به یې د سړک په یوه خوا کې سترګې وخنډلې، کله به یې په بله کې خښې کړې، شاوخوا دښتنې، خړ کورونه او ځای ـ ځای یې شینې کروندې له نظره تېره وې. موټر ورو شو، د کندهار او کابل له پاخه سړکه موټر ورو کښته شو، ورو ـ ورو په نه زړه د کلي خواته وګرځېدل، دولسو ته څو پاتې وې چې عایشه د کلا په دروازه راننوته، زوی یې په مخه ورغی، یو دم یې چیغې کړې، په ژبه یې څاڅکی ـ څاڅکی ونیې راپورته شوې، ترې شاوخوا ولاړو کسانو یې چیغو ته طاقت ونه کړ، هره یوه ځانونه ترې پنا کړل، یوازې زوی یې ورته پاتې شو، مور یې ځان پورته کاوه په ځمکه یې واهه، بیا یې چیغې کړې:

  • په څه شي شو دما سره خو پرون ماسپښین وغږېدا!!!

چا د خبرو جراأت نشوای کولای، نه په چا کې دومره سېکه وه چې ځواب ورکړي، په طبیعت د غم وزرې وغوړېدلې وې، هر چا د څادر او ټکري په پیڅکو د سترګو له جامونو راغړېدلې اوښکې پاکوې، عایشې بیا چیغې کړې:

  • ولې راسره خبرې نه کوئ؟؟؟

په ځمکه ولوېده، په خوله یې سپین ځګه ودرېد، زوی یې د پښو تلې پرې موښلې، لورګانو یې مخ ته ورو ـ ورو یخې اوبه ورشیندې، نږدې یو نیم ساعت بې هوښه وه، وروسته بیا په هوښ راغله، د کوټو له مخې سره ګڼې ښځې ناستې وې، د ټولو په اننګو اوښکو لیکې جوړې کړې وې، له حویلۍ بېرون د مېلمستون له مخې سره، تر څپره لاندې رېژېدلی ګل په چارپایي کې مړاوی پروت و، باڼه یې په یو بل کې پېیلي و، په غاړه یې سرې وینې لیکه جوړه کړې وه، هېڅ یې نه ویل، یوه خبره یې هم نه کوه، بېخي مغروره و، په ابدي هو په ابدي سفر روان و، هېڅ یې د خلکو په چیغو ځان نه پوهاوه.

لمر د جدایي ژیړ څادر په طبیعت غوړولی و، هوا ګردجنه وه، د ډېرو ژړاګانو زړه بوږنوونکو اوازونو د حیواناتو او  نباتاتو څېرې مړاوې کړې وې، ټول ښه پوهېدل چې څه شوي دي؛ خو هېڅوک نه پوهېدل چې ولې شوي وي؟؟؟

د دروازې غنګ شو، مور یې بېرون ته راووته، له شکېدلې ګرېوانه او ببرو ویښتو داسې ښکارېده لکه د زوی په وېر یې چې ښې بدې ورځې کړې وي، د زوی دې جنازې له څنګ سره یې شاوخوا کسان پورته شول، په جنازه ور ولوېده، ته زنه یې ونیوه، خبرې یې ورته پیل کړې:

  • غږ راته وکړه، دومره لنډ عمر وي؟ ته خو پرون راسره وغېږدې، تا خو زه ماته په هرات کې چکرې راکوې. تا خو راته ویل چې زه دا ځل هرات ته درځم، ته ولې یو دم رانه لاړې، غږ راته ووکړه، ولې راته غږ نه کوې؟؟؟

تر څپره لاندې په چهارپایي کې مړاوي ګل هېڅ غږ نه کاوه، د هغه نن په هېچا زړه درد نه کاوه، هغه بدون له کومې خدای پاماني په واقعي او نه بدلدونکي حقیقي سفر روان و، شېبه وروسته یې عایشه یې اولادونو تر اوږو ونیوله، د زوی جنازه یې ترې پورته کړه، روان شول، دې د دېواله بېخي ته تکیه وکړه، منګلې یې له ویښتو ډکې کړې، موټۍ ـ موټۍ سپین او تور ویښته یې وشکول، له ډېرې ژړا او سویو نارو یې غږ ولوېد، سترګو یې تورې حلقې ووهلې، داسې چیغده تاوا چا تر ستوني کلکه ونیوه.

د قبر په غاړه ګڼ کسان راټول شول، له اوږو یې چارپایي کښته کړه، ټولو ژړل، داسې سترګې نه لیدل کېدې چې د اوښکو چینې یې نه بهېدلې؛ خو په کټ کې مړاوی ګل د هېڅ چا په کیسه کې نه و، نن بېغي په مغرورانه انداز په ابدي سفر روان و، په څو کسانو یې ونیو، له کټ څخه یې کښته کړ، د قبر په غاړه یې په هوار څادر ورو کېښود، تر لاندې یې لونګۍ څو ولونه واچوله، مور یې له موټر راکښته شوه، سرتور سر، ببر ویښته، شکېدلی ګرېوان په خلکو راګډه شوه، د وروسته یې نارې کړې:

  • د وروستي ځل لپاره یې وینم خیردیه یو ځل یې راته پرېږدئ چې وروستی دیدن یې وکړم

نږدې راغله، پوښتنه یې ورنه ورکړه:

  • چه شېید کړې، څه ګناه دې کړې ده، څومره لنډ عمر دې و، تا خو ویل چې دا ځل زه هرات ته درځم، چکرونه درکوم، ولاړې؟؟؟

زوی یې تر ولیو یې ونیوه، دا نه راتله، په موټر کې یې کښېناوه، د وروستي دیدن لپاره یې بیا ور وکتل، هغه د ګڼو خلکو په منځ کې د قبر په ژۍ په جانانه او مغرورانه انداز  پروت و، شېبه وروسته یې قبر ته ورټیټ کړ، وروسته یې یو دم غږ شو، خاورې پرې واړوئ، د بېلچو کړنګه ـ کړونک شو، لږ وورسته د خاورو څلی جوړ شو؛ خو هېچا ددې پوښتنو ځواب نه درلود:

  • ولې په کومه ګناه څنګه یې شهید کړ؟؟؟ پای
  • ——————————-
  • سرتیرېد کابل له پوځي مرکز څخه د سرتیرو یوې فراغت غونډې ته تللی وم. د تالار له یوې خوا به د پیاوړو ځوانانو او له بلې خوا به د وطن د ملالو پېغلو د ژوند – ژوند ویاړلې انګازې پورته کېدې. دې احساساتو به موږ د خیال په څپو به رهي کړو. خو د پېغلو د نویو را ټوکېدلو هيلو، نارو او سورو به سړي ته د وطن د بیا جوړېدو جراات ورکاوه. له دې فضا موږ د ویاړ احساس اخیست چې شکر د وطن ځلمي او پیغلې لا هم د خپلو نیکونو د قربانیو او مینې درناوی کوي.د دغه پروګرام په پای کې ټولو پوځي فارغو سرتیرو ته د دوی د هڅو لپاره ستاینلیکونه ورکول کېده. هر یو به په نوبت راته او په ویاړ به یې خپل سند واخیست. غږ به یې کړ:- ما به وطن خود خدمت میکنیم!شپږم – اووم د نازنین نوم یاد شو. سم له وار مې پام ور واوښت. نازنین لکه په اصطلاح نارینه پاڅېده او په لوړ غږ یې صیب وکړ.دې په یو لاس عسکري سلام کاوه او بل لاس یې پر ځان پورې ښکته نیولی و، قدم یې واهه. د قدمونو به یې ترپ – ترپ شو. دغه غږ به مې سترګو ته د افغان ښځو غیرت او له دې وطن سره د دوی مینه ودروله.

    له غونډې وروسته مې نازنین وپوښتله:

    ـ ولې غواړې سرتېره شې؟

    دې خپله پوځي خولې ور سمه کړه ویې ویل:

    ـ د وطن ساتنه پر موږ هم فرض ده.

    نازنین خپل ځان پېچلی و، تار وېښته یې هم نه معلومېده. زیاته یې کړه:

    – غواړم له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د دوښمن پر وړاندې وجنګېږم.

    ۱۳۹۸ مرغومی ۲۳

  • ———————
  • پلمه

    موبایل ته مې پیغام راغی. وار له واره مې سترګو ولوست. لیکل شوي و: “سلام، یوه مهمه پوښتنه لرم، واټساپ کې که ځواب راکړې؟”

    ما د موبایل ډيټا ان کړه. سمدستي د راغلو پیغامونو یوه کړنګا شوه. واټساپ ته مې له نا معلومې شمېرې چې په فروفیل یې سور ګل و، څو واړه ـ واړه پیغامونه رالیږلي وو. ما یې په ځواب کې ولیکل:

    ـ مننه، ستاسو صحت غواړم. څوک!؟

    پیغام یې ولید او ریپلې یې وکړه:

    ـ پرون چې معرفي شو.

    ـ امممم!

    له دې یوه ورځ وړاندې یوه ډله خبریالان د معلولیت نړۍوالې ورځې د نمانځنې خبري پوښښ ته تللي وو. له پروګرام وروسته د چای څښلو لپاره ټول د سور رنګه اوږد میز ته ور ټول شو. زما فکر نه و. پیاله مې را پورته کړه، چای ډېر ګرم و. له خولې مې توی شو، وسوځېدم.اوښکې مې سترګو کې راغلې. ژر – ژر مې په مخ لاس را تېر کړ. ما ویل، څوک مې ونه ګوري.

    سترګې مې پورته کړې، خو دې مخامخ راکتل. ورو پاڅېدم. نه پوهېږم په هماغه شېبه به یې راکتلي وي او که زما د سوځېدو ننداره به یې هم کړې وي!

    شېبه وروسته په دهلیز کې مو سره بیا سترګې ونښلېدې. شنه کتابچه یې تر سینې پورې کلکه نیولې وه. ما وویل:

    ـ خیرت دی!؟

    دا وموسېده. ترمنځ مو یو کس تېر شو. دې څو قدمه را واخېستل. ویې ویل:

    ـ آشنا غوندې یې…

    په همدې کې له شا مې عکاس غږ وکړ. په لنډو کې مو یو و بل ته ځانونه معرفي کړل او نور ترې لاړم.

    دې په واټساپ کې لومړی دا ټوله کېسه راته وکړه. له ځان سره به مې وخندل. دې به زما له پیغامونو وروسته یو نیم زړه هم را لیږه. کېسه به یې همداسې سره غزوله. کله به یې په یو شي کې وپوښتلم، کله په بل شي کې ترڅو بحث مو دوام وکړي.

    هغې زما له کار او دفتر مکمل ځان خبر کړ. وروسته یې د هلکانو په بې باوریو بحث پیل کړ. ویل یې، ځینې د چا خیال نه ساتي او مغرور دي. ما فکر کاوه چې دا به زما لپاره وايي ترڅو کله ورسره غلطي ونه کړم.

    خبرې مو تر یو نیم ساعت نورې رسېدلې، نور مې زیاتې وویل:

    ـ وبښه، زه اوس کار لرم.

    دې ټینګار کاوه چې کله له کاره اوزګار شم نو باید بیرته ورته پیغام پرېږدم. په تلو ـ تلو کې یې ویل: “زړه عجیب شی دی خو ګوره زه به دې د بیا غږ اورېدو په هېله یم.”


  • زه ستا ګناهګار یملیکوال: فضل الرحیم «خروټي»له کلا خړ دېوالونه چاپیر و، د شاخوا په څېر دننه کلا کې هم ډول، ډول میوو ونې ولاړې وې پخلنځي ته څېرمه د لښتي په غاړه ګروپ رڼا  ته نجلۍ ترکاري مینځله، چې مور یې له کړکۍ سره رابهر کړ، ډوډۍ ژر راوړه نیمه شپه دې کړه، ورکه سې او ګروپ هم در سره بند که، بیترۍ خرابه شوې، ټولو ګروپو ته کار نه کويچې تیارې ته مو کېنه نه وې،
    فضل الرحیم خروټی

    لور یې د ډوډۍ په تیارۍ لګیا وه، ښځه راغله د میړه پښو سره کېناسته چې سړي بالښت ته تیکه وهلې وه او پښه یې په پښه اړولې وه سړي ته نژدې  د نصوارو تفداني او راډيو ایښې وه په راډیو کې د نغمې سندره لوړه غږېده. اخ جانان مې ولاړه …

    ښخې راډیو ته لاس کړ او غلې یې کړه، میوند هم را معلوم نه شو ، دوه ورځې بعد یې د کاکا خسر دې زوی واده یې دی سلامته هفته تېره شو چې زنګ مو د پیسو لپاره ورته کړی دی، یو جوړ کالي او یوه ګوته خو باید واخلو،پیسې خو به یې نه وي را لېږلي؟

    سړی را نیغ شو تفداني یې رواخیسته، چې تف یې کړل، څه وکړي، میاشت نه کېږي چې پیسې راولېږلې، د جرمني د پاچایۍ په چوکۍ خو نه ده ناست. دې سره  موبایل هم و کړنګېد، چې ګوري میوند و، پلار سره د سلام کلام نه وروسته سړي په کاغذ څه ولیکل.

    زه اوس کار کې یم مور او خور سره به مې بیا خبرې وکړم، سبا پیسې اخیستی شې، دا خبرې یې وکړي او خدای پاماني یې واخیسته.

    دسترخوان خور شو، سړی کاسې ته زیر  شو، په کراتو مې درته ویلي چې نجلۍ غوړ کم اچوه، ګوره د شوروا سر ټول غوړو نیولی، تاته چې وایې لکه دیوال چې وایې.

    نجلۍ په زړغوني غږ وویل: خو غوښه کې وازده ډېره وه،نو زه څه ملامته یم، هر وخت ماته په قار کېږۍ،غوښه کې وازده کمه راوړئ چې غوړه رانه شي او نوره له کوتې ووته. ښځې میړه ته مخ ور واړاوه نجلۍ دې خفه کړه، خیر ده د سر غوړ به یې زه په ملاقه ټول کړم.

    مور یې پسې ووته له دلاسا کولو وروسته یې بېرته کوټې ته راوسته، پلار یې په خندانه څېره ورته وویل لور، دا غوړ ټول تور ټوپک دي،هسې خو هم پوهېږې چې زه او مور دې د پشار او شکر مرض لرو.

    نجلۍ دسترخوان ته ناسته وه خو ځان یې مرور ښوده، ډوډۍ یې هم د شونډو په سرو خوړه،خو  د ورور کوژدنې ته د جوړې اخیستو یې چې وارېدل، په خبرو راغله او داسې ښودله چې زه خفه نه یم او سترګې یې غړولې چې سبا پلاره زه درسره د سودا اخیستو ته ځم، خو ددې د فکر خلاف پلار یې ورته وویل: لورې ته به کور کې پاتې شې، زه او مور به دې کابل ته ولاړ شو دسودا ترد خاله د خسر دعا به هم وکړو.  بده ده باید وختي ورغلي وو، خو پسرلی دی د ځمکې کارونه نه خلاصېدل.

    نجلۍ په تروي تندي ورته وویل: نه پلاره د مور پر ځای به زه کابل ته ولاړه شم، دعا ته به بله ورځ ورشئ.له موره مې زه په سودا ښه پوهېږم خیرده زه به ولاړه شم،تګ لپاره یې ډېرې بهانې جوړوې کړې خو پلار یې چېرې منله، ځکه څو ورځې مخکې یې له ښځې سره واعده کړې وه چې کابل ته دې بیایم د چکر تر څنګ د خور کره دې هم بیایم.

    سهار چای یې وخوړ او له کوره را بهر شول، د لمر وړانګې خورې شوې وې، سړی مخکې او ښځه ورپسې روان شول څو قدمه نه وه تللي چې ښځه بېرته را وګرځېده او پر لور یې غږ کړ: لیلا چې غوا، خوسي او پسه ته واښه او اوبه ورکړې تیار مې راوړېاو بل چرګانو ته دانه دې هم هېره نشي او نوره پسې ولاړه.

    نجلۍ د کور کارونه، مال ته د واښو او اوبو او چرګانو ته تر دانې اچولو وروسته کوټې ته راغله را ډيو چلانده کړه، اوږده ورته وغځېده د موبین وصال هغه ټپيزه په کې غږېده.

    ته تر خروړي سپی را تېر شه

    تر دې ملالې خولګۍ زه در تېره یمه

    همداسې ټپې روانې وې، چې دروازه وټکېده، څوک ویلو سره له هغې خوا غږ شو، زه یم د تره زوی دې بلال،

    ور یې خلاص کړ، تر ستړي مه شي وروسته نجلۍ بېرون وکتل، بلال ته یې مخ ورواړاوه یوازې راغلی یې؟

    بلال، هو، ولې دا ضروري ده چې ټول کابل ځان سره راولم، دواړو وخندل.

    نه ما فکر کاوه چې مور یا خور به دې حتمي در سره راغلي وي ځکه کله چې زه تاسو کره درغلې وم ویل یې چې بلال کله درته حتمي یوه نه یوه ورسره درځو.

    زه چې راتلم د کور د توشکو پوښونه او پردې یې خلاصولې داسې ښکارېدې چې کالاشويي یې درلوده، کاکا او مور دې نه ښکاري چېرته دي؟

    لیلا: هغوی کابل ته تللي جوره اخلي، دلالا د کاکا خسر د زوی واده ده.

    بلال: ښه، خی ته بېچاره یې یوازې پریښې یې، یوازې وېرېږې نه؟

    لیلا: نه ولې وډاره شم.

    بلال: ځه اوس مه وېرېږه تر څو مې چې تره راځي زه درسره یم.

    لیلا او بلال دواړه کوټې ته ننوتل، بلال ته یې کېناستو وویل، بلال کېناسته لیلا چای پسې پخلنځي ته ولاړه.

    بلال غلی ناست داسې ښکارېده چې دې څه چرت وهي، چې لیلا پتنوس په لاس پر وره راننوته.

    چای یې ورته واچاوه او د کړکۍ مخ ته کېناسته.

    بلال به یو غړپ کاوه او لیلا ته به یې کتل، یو ناڅاپه د لیلا سترګې ورسره په سترګو شوې و شرمېده سترګې یې ښکته واچولې، شېبه چپتیا خوره شوه، بلال د چپتیا د ماتولو لپاره د تره پوښتنه وکړه، چې څنګه دی؟

    لیلا په ټيټ سره په یوه لاس یې د قالینې پشم سولاوه ځواب ور کړ،ښه دي.

    ښه شکر چې ښه دي، ولې دومره لرې ناسته یې راځه وړاندې کېنه،چې د کلچو قاپ ته دې لاس ورسيږي.

    لیلا ټکنۍ شوه او ځواب یې ور کړ همدا ځای صي ده.

    بلال بیا هم شله وه راځه! څو ځلې ویلو نه وروسته طاقت یې ونه شو ور پورته شو، ټول وجود یې لړزې نیولی وه،له لاسه یې ونیوله راځه دلته نژدې راته کېنه لیلا لاس ترې کش کړ، نه همدلته صی یم او د لرې کېدو یې ورته وویل خو بلال کله منله او نور پر ځان نه پوهېده، لیلا دې بېرون وتلو کوښښ وکړ خو بلال له لاسه کلکه ونیوله او ځان پر لورې را کشوله، د لیلا ټټر د بلال پر سینه ولګېد او بلال په یوه ساه ورته لګیا ده ماته ډېره ګرانه یې، زه مینه درسره لرم.

    لیلا سر ښکته اچولی وه او ټېله کاوه یې او د لرې کېدو یې ورته ویل او دا خبر به یې تیکراورله، چې څوک به مو وویني که څه په کوټه  او حویلۍ کې له خدای، ونو او دېوالو نه پرته بل څه نه وه.

    بلال نوره هم ځانته جوخته کړه او پر ښکلولو یې شروع وکړه، د لیلا په ژړا شوه خو بلال ددې ژړا ته هم نه کتل او همدا یې ورته ویلو خیر ده زما ډېره خوښېږې زه څه نه درته وایم، ته زما د زړه ټوټه یې هر څه یې په  خوله راوتل، په خپلو خبرو هم نه پوهېده چې زه څه وایم. همداسې ټینګه یې نیولې وه، د لیلا ژړا ودرېده یوازې له سترګو یې اوښکې راتلې، نور یې ځان بلال ته ور ډالۍ کړ.

    تر ماسپښین ناوخته پورې دواړو یو له بله خوندونه واخیستل. کله چې بلال له لیلا رخصت اخیست وزته کړل یې زه اوس ځم ته بېغمه شه مور سره مې خبرې کوم،هغه به مې پلار سره خبرې وکړي، زما او ستا کوژده حتمي ده.

    ساعت نه وه وتلی چې د لیلا مور او پلار راغلل، له ستړي مه شي وروسته مور یې په غور ورته وکتل، او پوښټنه یې ترې وکړه نجلۍ دا رنګ دې ولې بدل دی خیرت خو به وي؟

    لیلا ورخطا غوندې شوه، نه مور کومه خبره نه ده، ویده وم دا اوس ویښه شوم مخ ته مې اوبه نه دي اچولي ځکه.

    مور او پلار یې کوټې ته ننوتل لیلا شېبه وروسته پتنوس په لاس په وره ورننوته او مور ته یې کړل ته ایسته چې څه مو ورته واخیستل؟

    یوه ګوته او یو جوړ کالي مو  ورته  واخیستل،هو رښتیا تاته دې پلار کالي اخیستل، خو ما ویل چې نه موږ کله کله چېرته ځو تاته مو موبایل واخیست احوال به دې پرې اخلو، نن مې له سودا نه زیات تاته تشویش وه.

    لیلا ډېره خوشحاله شوه او ځان سره یې وویل چې ځه زما او دې بلال دا لرې واټن هم را نژدې شو. پلار یې جب ته لاس کړ او سیم کارت یې ورکړ. دوه ساعته یې چارج ته کېږده، لیلا بلې کوټې ته یې منډه کړه هلته بترۍ ایښې وه، د چاچر لینونه تیار بند وه موبایل یې ورته کېښوده.

    بېګا چې کله پلار یې له مسجده کور ته راغی له موبایل نه یې د خپلوانو نمبرونه کاپي کړل، لیلا په خط پوهېده ځکه تر شپږمه یې ښوونځی لوستی وه کله چې کلي او منطقه کې طالبان زیات شول د نجونو پر ښوونځي یې بندیز ولګاوه. نو د بلال نوم سره یې ولیکل (زما زړه). پلار، او مور یې ستړي وه د ویده کېدو لپاره یې تیارۍ ونیو او لیلا هم د تېر په څېر راډیو واخیسته او خپلې کوټې ته ولاړه، بلال ته زنګ وواهه له هغې خوا هلو غږ د لیلا تر غوږو شو.د لیلا په وجود د سهار پر څېر لړزه لګېدلې وه دې هم سلام او ځان ور وپېژانده.

    بلال هک حیران شو، چې لیلا خو مخکې موبایل نه درلود یا داچې له بل چا سره له مخکې هم اړیکې لري پوښتنه یې ترې وکړه دا موبایل دې چا ده د کاکا شمېره خو مې هم نه ده؟

    لیلا د موبایل د راوړو ټوله کیسه ورته وکړه، دې کې بلال موبایل بند کړ، ښه شېبه وروسته یې بېرته ورته زنګ وواهه او بښنه یې ترې وغوښته، موبایل مې کارت نه درلود او د دقیقې د فري کولو لږ وخت ونیو تر ناوخته یې خبرې وکړې او دا خبرې هره شپه همداسې روانې وې او ان دا چې لیلا د تېر پر خلاف سهار وخته پر ځای لس یولس بجې له خوبه پورته کېده بله دا چې د تره د زوی تګ او راتګ یې هم زیات شو، په میاشت کې به پنځه شپږ ځلې به حتمي راته

    دا لړۍ تر شپږ میاشتو روانه وه، شپږ میاشتې وروسته لیلا ته زړه بدوالی پیدا شو، همدا سې د نس پاړسوب یې هم زیاتېده ځکه دواړه د تندې اور پسې اخیستي وه له دوی نه غټ ورانی شوی وه بلال یې چې له زړه بد والي خبریږي یو ډاکټر یې ملګری دی هغه ته ددې ناروغۍ کیسه کوي هغه ورته وایي زړه بدوالی په دوو حالاتو کې انسان ته پیدا کېږي یو دا چې معدې تیزاب زیات شي، او بله دا چې  ښځینه حمل واخلي زړه یې بد بد کېږي.دا خبرې چې اوري ورخطا کېږي  بس چرتونه یې پسې اخلي شپه هم خوب نه لري ورځ خو هسې هم سرګردانه وي د موټر د پرزو دوکان کې او تل دا سر ګردانه چرت ورسره وي چې که پلار مې را باندې خبر شي. څه به وشيپه وار ددې چې حل لارې پسې یې وګرځې، لیلا سره اړیکې بېخي پرې کوي هر کله چې ورته زنګ وهي نه یې پورته کوي همداسې د لیلا حالت هم ورځ تر بلې خرابیږي. که څه نس پاړسوب یې د یوه څه مودې لپاره ددې چاغښت نه برملا کوي خو ډېر کله ددې دلبدي او د حالت خرابوالی، مور یې شکي کېږي، مور یې له ډېر اسرار او وهلو وروسته ټوله کیسه پرې کوي. شپې چې د لیلا پلار راځي. مور یې نا چاره پاتې کېږي او ټوله کیسه ورته کوي پلار یې چې کله له کیسې خبرېږي لیلا دومره وهي چې ان د زوفت تر حالته رسوي خیر د لیلا له پلاره هم لاره ورکه وه.

    سهار په خړه کې کابل ته ورور کره ورځي، بلال په دې شپه کور کې نه وي له ملګرو سره تللی وي،خو د بلال پلار یې نه مني او وایي چې زوی مې داسې بد کار نه دی کړی او نه به یې وکړي او ټلېفون له جیه راوباسي او بلال ته زنګ وهي، بلال ټلېفون پورته کوي پلار یې ورته وایي چېرته یې؟ ژر کور ته راشه کار مې درسره دی عاجل راشه٫!!

    . بلال ورخطا کېږي او ځان سره فکر کوي چې حتمي ده زما او دې لیلا په اړیکه خبر شوی، اوس به څه کوم؟ پلار ته بهانه کوي زه لرې یم،تر غرمې نشم درتلی خو په اصل کې دی، کور ته نژدې د همسایه کره وي.

    پلار یې ورته په قار کېږي او د ټلېفون غږ لوړوي او ورته وایي چې دا لیلا سره دې دا بد کار څنګه کړی؟ هغه ده هغې اوس حمل اخیستی او پلار یې وایي چې دا کار بلال کړی، وه هلکه که دې کړی وي ووایه؟

    بلال ورته قسم قران خوري چې ما نه دی کړی، همداسې تکراري قسم او قران خوري او ځان ناګاره اچوي.

    د لیلا پلار چې دا خبرې اوري په غوسه کې خپل ورور ته وایي اوس درنه ځم بیا به زه او ته سره ګورو.

    هغه هم په غوسه کې ورته وایي، ځه لاس دې خلاص هر څه دې چې له وسې پوره وي کوه یې.

    بلال سرګردانه د کوټې یوه سر او بل سر ته ځي او راځي، چې ملګری یې راځي، چې ده ته یې دا راز معلوم دی. ورته وایي ولې داسې سرګردانه یې خیرت خوبه وي؟

    خیرت نه دی یار، تبا شوم، زما د شطاني غوښتنو له امله په یو وار د څو قتلونو زیمه وار شوم، یو مې د نجلۍ عمر تبا کړ، ملامته نه وه، په لومړۍ ورځ هغې ډېر کوښښ وکړ چې ځان زما له منګولو خلاص کړي خو ما پرېنښوده زما د دروغنیو وعدو کې راګیر شوه، چې واده درسره کوم داسې ژوند به مو وي دا کوم، داده یوه اونۍ وروسته مې مور او پلار د جرګې لپاره درځي مور او پلار ته مې ویلي. بل هر کله به چې زه ورغلم دې ځانته د بیا وړاندې کېدو اجازه نه راکوله دابه یې ویل او کوژده وکړه بیا زما ټول ځان ستا زار. خو  دوه نیمې میاشتې مخکې د ډېرو هڅو وروسته چې دې کې جبر هم مجود وه چې نوره هغې کې شومه نه وه پاتې چې مخالفت وکړي چغې یې هم نه شوې وهلی، ځکه یوه ورځ یې په ټلېفون کې ژړغونکي غږ راته وویل، کله چې ما ورته وویل نور ماسره اړیکه ونه ونیسې نه واده درسره کوم او نه مې په کار یې. ستا د ژوند لپاره مې خپل ژوند تبا کړ که په هغې ورځ مې چغې کړې وې او مور او پلار مې درباندې خبر کړي وی نن به له داسې حالاتو سره مخ نه وم. چې نور ما ټلېفون پرې بند کړ. اوس لاره رانه ورکه ده خپل پلار مې هم بد نام کړ تره مې هم بد نام کړ هغه نجلۍ خو نور ګومان مې نه شي ځان ژوندی پرېږدي حتمي ده چې ځان وژنه وکړي یا تره به مې هغه ووژني یاره له ما خو لاره ورکه ده ته راته ووایه زه څه وکړم؟

    ملګري یې له لږ فکر کولو وروسته ورته وویل: ټلېفون دې راکړه، بلال ټلېفون ورکړ، له دوه زنګ تېرولو وروسته له هغې خوا غږ پرې وشو پدرنالیته ووایه که دې کار کړی وي چې څه حل لاره ورته وګورو کنه دادې بدنامۍ تور تاغ مې ورور نه شي زغملی هغه نجلۍ به ووژني، د بلال پلار دا خبرې کولې چې هلک ورته وویل:

    کاکا زه احمد یم،دا کار له بلاله شوی نورو خبرو پر ځای باید ته له وروره دې مخکې ځان هلته ور ورسوې او پرېنږدې چې نجلۍ ته زیان ورسیږي، چې په څه ډول یې کوې هغه ستا کار دی. د بلال پلار څو کنځلې وکړې او نور موټر ته وخوت.

    لیلا د کوټې په کونج کې ناسته وه ژړل یې مور یې سپکې سپورې یې هم اورېدې او مور یې هم لکه د سیوري په څېر ترې څارنه کوله د میړه تر راتګه یې د لیلا وژنې مخنیوی کاوه چې یو دوه ځلې یې هڅه هم وکړه چې یو ځل په ځان تیلو سلامته بوشکه خالي کړې وه خو د اور لګېدو ته یې مور نه وه پرېښې، او بل ځل یې د پلار د فشار او شکر ګولۍ یو پاکټ خولې اچولې چې مور یې ترې اخیستې وې. همداسې د مور ډونګېدا،  ښېرا یو نیم وار به یې هم تېراوه،  چې د دروازه د وازېدو غږ شو، د لیلا مور پسې راووته، سړی په منډه کوټې ته ننوت چریي په لاس د نجلۍ لوري ته روان شو چې ښځې یې د لیلا کوټې ته د ورتلو مخالفت کاوه. همدا غالمغال روان وه چې دوه سړي په وره راننوتل، یوه ور غږ کړ ګوره وروره چې کومه تېروتنه ونه کړې، هغه زما انګور ده.

    د لیلا پلار چې له غوسې نه یې له خولې زګونه بهېدل ورته را وکتل، ښه شېبه یې نفسک هم واهه لکه ښه ستړی چې وي او چریي ښځې کلک نیولی وه، د بلال پلار او هغه بل سړی چې د بلال دوی همسایه او د احمد پلار وه ور وړاندې شول او په نرمه او زاریو یې چریي ټوپک ترې واخیسته.

    د کړکۍ مخته په اواره سترنجۍ کېناستل، چې ور وټکېده،د لیلا د پلار پر ځای د بلال پلار ورغی چې ګوري ډله کلیوال په وره کې ولاړ دي او د بلال پلار ته وایي چې نوم یې محمدالله و، وه وروره دا څه غالمغال دی چې خیرت وي؟

    د بلال پلار لوستی، هوښیار او کاروباري سړی وه، ځان سره له لږ فکر کولو وروسته وویل: وروره که زه زیات کلي ته نه زاځم ځکه حالات خراب دي د دولت ټېکې نیسم او تاسو خو پوهېږئ، چې طالبان هم داسې کسان نه پرېږدي خو ورور مې دېته مجبور کړم چې دا دې مرګ خطر هم قبول کړم او ده ته راشم.  په کراتو مې ورور ته کسان راولېږل چې لور دې زما زوی ته راکړه خو وې نه منله او زه په څلور اولاده کې دا یو زوی لرم، د هغه  خوښه چې په هر قیمت وي تر لاسه کوم او بل دا چې د نجلۍ رضایت هم شته شرعیت کې هم څه ممانعت نشته دا خبرې د لیلا پلار او د احمد پلار دواړو اورېدې، دې کې د کلي خلکو له ډلې څخه یو سپینږیری د بلال پلار ته وویل: دا خو د خیر کار دی او بل بلال هم ښه هلک دی، هسې ورور دې کبر کوي پوهنتون یې لوستی، ماشاالله شته لري خیر که رسمي دنده نه لري ښایسته دوکان لري چې ما لیدلی په لکهاوو سرمایه ده په کې  موږ در سره یو ځه چې ورور سره دې کینو.

    د لیلا پلار په زړه کې خوشحاله وه چې خدای له لویې بې عزتۍ نه وساتلم، خو په ښکاره یې داسې ښودله چې زما زړه نه دی، د کلیوالو له ډېر خبرو او د بلال د پلار پر ځای ډېر عذر کولو وروسته، لوز وکړ چې ما لور ورکړه، خو د بلال پلار وویل، نه داسې نه کېږي ماته دې عادي نښه راکړي هم سمه ده.دې کې د لیلا پلار ولاړ شو، د کوټې پر لوري روان شو چې د لیلا مور تیار په پتناسه کې یو پاکټ چاکلیت چې پر سر یې مبارک دستمال اوار وه ور کړ.

    د بلال پلار بغل ته لاس کړ په کمربند کې تړلې تفانچه رواخیسته څو هوايي ډزونه یې وکړل، له کلیوالو ته یې د زیات کار لرلو بهانه وکړه، چې زه به نور درنه ولاړ شم او مننه یې ترې وکړه، چې تاسو نه وئ ورور مې زما زوی ته لور نه راکوله.دې سره کلیوالو دواړو ورونو ته د نوې خېښۍ مبارکي ورکړه دې سره پورته شول چې موږ هم ځو د لیلا پلار چې قار یې له ورایه په څېره کې ښکارېده هر څه کلیوالو ته د چای ست کاوه خو هغوی ویل بیا کوم بل وخت اوس ټول کار لري، څوک د ځمکې کارو کې مصروف دي څوک نور کارونو کې، دعا یې وکړه او خدای پامان ولاړو.

    د بلال پلار ښایسته مزل وکړ، بېرته یې د موټر مخه راتاو کړه او د احمد پلار ته وویل: اوس به کلیوال تللي وی راځه د واده او نورو مسایلو باندې هم خبرې وکړو.

    کور مخ کې یې موټر ودراوه، د احمد پلار ورته وویل زه پر موټر کې کېنم ته ورشه خبرې ورسره وکړه. د کلا پر وره ور ننوت چې د لیلا د چغو غږ اوري په منډه کوټې ته ورننوت، او بر قهرجنه لهجه خپل کشر ورور ته وایي نور ته زما په امانت حق نه لرې چې لاس پورته کړې دا زما امانت دی تاسره بس په نادانۍ کې ترې یوه تېروتنه شوې او بل زه ځکه بېرته راغلم، چې نن شنبې ده، جمعې ته یې واده دی او واده به یې هم هوټل کې وي کلیوالو ته به موټر ونیسم چې واده ته راشي او که ته هم څه ولور غواړې یا نور څه غواړې زه تیار یم. وړاندې ورغی لیونیه ستا بې عزتي زما بې غرتي ده په نادانۍ کې ترې تېروتنه شوې کیدای شي د دواړو په پالنه کې څه کمی وي.

    د لیلا پلار لا هم لیلا ته بد بد کتل، خو ځان یې کنټرول کړ، بس دومره یې وویل چې نور څه مې نه دي په کار یوازې دغه زما له مخې ورکه وه.

    د بلال پلار بیا هم ورته وویل: ګوره چې شیطان درباندې غالب نه شي چې نجلۍ ته څه زیان ونه رسوې او نور یې ترې خدای پاماني واخیسته.

    کابل ته د رسېدو سره سم یې، یو هوټل بوک کړ، دې ژر نفرو میلمنو ته د ډوډۍ تیارېدو وویل: او کارتونه یې هم چاپ ته ورکړل، بېګا چې کور ته راته د احمد پلار یې هم ځان سره کور راوسته سخت ستړي ول اول یې بلال ته زنګ وکړ، بلال ډېر شرمندګۍ ټلېفون پورته کړ چې حتی اول یې له ستوني اواز هم سم نه خوت غاړې یې ناستې وې ډېر یې ژړلي وه او په خپلې تېروتنې ډېر شرمنده وه کور ته یې راوغوښت، چې راغی پلار ته سترګو په سترګو نه شو کېدای حتی په څه سختی یې پلار او میلمه ستړي مه شي ورکړه په څوړ سر یې نیولی وه یوې ګوښې ته کنیاسته. اول یې پلار څو سپکې سپورې ورته وویل: ښه که احمد ژر زنګ ماته نه وه کړی نجلۍ دې پرې مړه کړې وه، که تا دومره اور اخیستی وه ماته به دې ویلي وه چې کوژده راته وکړئ که ماته دې نشو ویلای مور ته به دې ویلي وه بر پدر دې نالت شه په شرمو دې وشرمولو. شېبه غلی شو ورته وې ویل سبا دې د واده کارتونه چاپیږي جمعې ته دې واده ده. سبا چېرته ورک نه شې دوکان ته هم ولاړ نه شې کرار په کور کېنه، زه ، مور او خور دې سبا بازار ته دې سودا اخیستو لپاره ځو نور یې ټلېفون رواخیست نمبر یې یې رواړاوه، سلام وروره، روغبړ یې ورسره وکړ خو له هغې لوري سم روغ بړ نه ورسره کېده، څنګه دې خوښه ده چې سبا لیلا او مور یې درسره رواخلې چې سودا واخلو خو دلیلا پلار نه منله چې تاسو یې واخلئ که یې نه هم اخلئ زه کومه نیوکه نه لرم. خو له ډېر اسراره وروسته یې ورسره ومنله.

    سبا یې، څلور جوړه کالي د لیلا په خوښه ورته واخیستل، د طلا دوکان ته یې بوتله، یو طوق، درې دانې ګوتې او دواړو لاسو ته شپږ شپږ دانې بنګړي واخیستل، یو لک روپۍ یې ورور ته ونیلولې چې که ته هم څه اخلې دادې پیسې او دا یې ور زیاته کړه دا دې خدای له لوري یو امتحان وه، چې واخیستل شو، خیر که څه په نادانۍ کې یې غټه تېروتنه کړې، اوس شوې ده. ورور یې پیسې نه اخیستې اخر یې وریندارې ته ورکړې هغې یو څو د دروغو ست وکړ بیا یې واخیستې.

    جمعه رانژدې شوه کارتونه هم ټولو ته ورسېدل، د کلي خلکو د پسې خبرې شروع کړې چې پرون یې نښه وې وړه او نن واده کوي ددې تر شاه هم څه شته خو  ولې داسې ژر؟

    د کلیوالو د خولو د بندېدو په خاطر د لیلا پلار خلکو ته ویل: چې ورور مې د د یو نیم کال د کار په سلسله کې هند ته ځي وایي چې کور یوازې نه شم پرېښودی کور هم ځان سره بیایم مشر ورور دی خبره یې چېرته په ځمکه غورځوم او بیا لور، خور پردی امنت دی نن وي که سبا واده یې کاوه نو ما غوره وګڼله چې خپل امانت خویندي کړي او له ځان سره یې بوځي هند ته،

    جمعې شپه راورسېده واده ښه په ډنګ او ډول تېر شو، چې ټولو خلکو لومړی کنځل او بیا یې صفت کاوه، چې  دوس، ښه ډوډۍ تیاره کړې وه.او بله دا چې هلک له واده وروسته له ناوې سره په لومړۍ لیدنه کې ورته وویل: زه ستا ګناهګار یم، ماوبښه!؟

    خدای دې وبښه، ما بښلۍ یې خو، نورو نجونو ته زما یو نصیحت دی، پوهېږم دا دوران د مستۍ دوران وي خو دا دې پنځه دقیقو خوښي د ژوند دې ختمېدو لامل ګرځي. بله دا چې هېڅ وخت له واده مخکې د چا پر خبرو دې نه غولیږي، نه د چا د دروغینو وعدو په پایله کې ځان ورته وسپاري.

  • ———————–

لیکوال : خورجه لوئس بورخس (( Jorge Luis Borges 

ژباړن : سید زلمی سادات

ـ یو ډاکټــر ـ

د تم ځای کوچنۍ ګړۍ ته مې وکتل، د شپې له یولسو څخه یو دوه دقیقې تېرې وې. پیاده د هوټل په لوري روان شوم. آشنا ځایونو په چا د هوساینې او بې قیدی حس شینده. د مخکې په شان مې په ځان وشیندل شو. د اوسپنې لویه دروازه خلاصه وه. ودانۍ په تورو تمونو کې پټه وه. سرای ته د ننه شوم په دودګنو آيونو کې د ګلدادنونو انځورونه ځلیدل. عجیبه دا چې هوټلچي زه ونه پیژندم او مخ ته مې یې د نوم لیکنې کتاب کیښود. په یوه نازک ځنځیر په قلمدانۍ تړلی قلم مې راواخیست. په مشواڼۍ کې مې غوټه کړ، او د نوم لیکنې کتاب ته ټیټ شوم چې ناڅاپه له هغه حیرانوونکې سره چې تمه وه له هغه سره نن شپه مخ شم ومې لید، زما نوم خورخه لوئسس ، د مسافرانو د نوم ليکنې د کتاب په مخ لیکل شوی و، د هغه رنګ هم تر اوسه بشپړ نه ؤ وچ شوی. هوټلچي وویل : ” گمان مې کاوه چې ته جناب عالي تازه بر پوړ ته راغلی یې” 

وروسته یې په پوره دقت سره ماته وکتل او ویې ویل: ” بښنه غواړم ښاغلیه.  هغه بل تاته ډېر ورته ؤ، البته تاسو تر هغه ځوان یاست. “

ومې پوښتل: ” په کوم اتاق کې دی؟” 

ځواب یې راکړ: زما څخه یې نولسم اتاق وغوښت. “

زما وېره له همدې نه وه.

قلم مې وغورځاوه او په چټکی سره له زینو پورته وختم. نولسم اتاق په پورته پوړ کې ؤ، کړکۍ یې د سرای خوا ته خلاصیده. کړکۍ یو بالکون هم درلود. چې زما په ګمان  یوه څوکۍ هم پکې وه. دغه اتاق تر ټولو لوړ اتاق په مسافرخانه کې شمیرل کیده. دستګیر مې تاو کړ. ور خلاص ؤ. څراغ یې نه و مړ کړی. ورو اتاق ته د ننه شوم په تېزه رڼا کې مې ځان ولید!

یوازې په کوچني اوسپنیز تخت اوږد غزیدلی وم. بوډا شوی، په ځان کې لویدلی ، سترګې مې د سترګو په کور کې ورکې وې. غږ مې یې تر غوږ شو. زما ریښتنی غږ ؤ. هغه غږونو ته ورته ؤ، چې په خپلو ثبت شوو مصاحبو کې به مې اوریده. یو رنګه او نرم غږ، ويې ویل : ” څومره عجیبه ده، موږ دوه نفره یو نفر یو. خو د داسې څه شتون په خوب کې په ریښتیا حیرانونکي نه وي.”

  په خواشنۍ او ارامۍ مې وویل:” نو دا ټوله قضیه خوب دی؟” 

یقینا! پایله یې زما خوب دی.

په مرمرینو شاتو ایښې سپینې ښیښې ته یې اشاره وکړه او ویې ویل:” ته تر اوسه اوږده لاره په مخ کې لرې، چې دغې شپې ته ورسیږې. او ډېر خوبونه شته چې اوس اوس د انتظار کوي.

 نن نو ستا لپاره څه ورځ ده؟”

ګونګ ځواب مې ورکړ:” دقیق نه پوهیږم ، اما پرون مې د زوکړې یوشپیتمه کلیزه وه.”

هغه وخت چې ته د نن شپي ته ورسیږي، د زوکړې څلور اتیایمه کلیزه به د پرون وي.

نن د ۱۹۸۳ کال د اوت ۲۵ ده.

په ځړیدلي غږ مې وویل:” نو باید ډېر کلونه انتظار وباسم.”

ناڅاپه یې وویل:” زما لپاره نور څه نه دي پاتي، هر څه چې وي د مرګ په تمه یم، په داسې څه کې حلیږم چې نه یې پیژنم او همدارنګه زه د یووالي په هیله یم، دغه دستمالي شوی فکر “ استیونسن “ او هېندارو ما ته را القاح کړی.”

احساس مې کړ چې د “ استیونسن “ نوم راوړل نه اخري خدای په امانی ده او نه ویاړلې تلمح ده. زه هغه وم ، په دغه ښه پوهیدم. حتی هغه حساسې انګیزمنې شیبې هم نه شي کولای یو څوک شکسپیر کړي. تر څو د په یاد پاتو عباراتو او منکراتو په جوړښت لاس ووهي. د دې لپاره چې د خبرو موضوع بدله کړم ومې ویل:” زه پوهیږم چې ستا په سر څه بلا راځي، په همدغه ځای ، په کښته یو اتاق کې مې د دې ځان وژنې کیسه په یوه چټل نویس پیل کړه.”

ورو، داسي چې په ورکو یادونو پسې ګرځیده ويې ویل :” هو، پوهیږم ولې هیڅ اړیکه نه وینم. د دغه چټل نویس په متن کې یو ټیکټ د “اندورک” په موخه چې د “لاس دلیسیاس” هوټل د ۱۹ شمیرې اتاق ته لاړم او ځان وژنه مې وکړه.”

ومې ویل:” په همدې دلیل زه اوس دلته یم.” 

““دلته؟

 ولې موږ خو همېشه دلته یو، دلته زه ستا خوب وینم. دلته د “کایوماییو” په ودانۍ کې په یوه اتاق کې ساه ورکوم چې د مور اتاق مې ؤ.”

کوښښ مې وکړ چې په یاد یې رانه وړم ځان مې په یوه بله لاره غلط کړم، تکرار مې کړه:” د مور اتاق مې. زه ستا خوب په نولسم اتاق کې وینم په پورته پوړ کې.”

څوک د چا خوب ویني؟ 

زه پوهیږم چې تا په خوب وینم. خو نه پوهیږم چې ته ما په خوب وینې او کنه؟ د “اندروګ” هوټل، په مخکې کلونو کې ویجاړ شو، شل کاله یا هم ممکن دیرش کاله مخکې. څوک څه پوهیږي؟!”

د د فاع له حالت نه راووتم او ومې ویل:” زه خوب وینم” ولې ته تر اوسه نه پوهیږي چې د دې مطلب کشف مهم مسئله ده چې آیا یوازې یو نفر خوب ویني که دواړه؟!”

زه “بورخس” یم. کله چې مې ستا نوم د هوټل د نوم لیکنې په کتال کې ولید نو دې اتاق ته راغلم. 

“بورخیس” زه یم چې په “ کایویه ماییو” کې د ځنکندن په حالت کې یم.

شیبه چوپ شو. وروسته، هغه بیا وویل:” راځه ځانونه په یو امتحان کې واچوو. د ژوند تر ټولو سختې شیبې مو کله وې؟” 

د هغه خوا ته ټيټ شوم دواړو یو ځای شونډې په خبرو وښورلې. پوهیدم چې دواړه دروغ وایو. ترخې موسکا د هغه زړه څېره روښانه کړه. حس مې کړه چې د هغه موسکا زما په شان ده. 

ویې ویل:”موږ یو بل ته دروغ وویل، ځکه خپله ځانونه یو نه ګڼو، بلکه دوه یې ګڼو. ریښتیا دادي چې موږ دوه نفره یو، خو په حقیقت کې یو نفر.”

خبرو مې زه ورو ورو ځورولم. دا مې ده ته وویل.  وروسته یې زیاته کړه.

 “ ښه زه به وګورم، چې ته په ۱۹۸۳ کې یې. نه غواړې د هغه کلونه په اړه چې زما په مخ کې دي څه راته ووایې؟” 

“زما بیچاره برخوسه! څه ووایم؟ دغه بد بختي چې مخه د ورته کړې، دوام به وکړي. په دغه کور کې به یوازې ژوند وکړې، بې له تورو کتابونه، د سوئدبرګ مډال، د لرګې صندوق چې فدرالي صلیب پرې لګیدلی.

د نابینایی تیاره نه ده، د یوازيتوب یوه بڼه ده. ایسلنډ ته به راګرځې. د یخ ځمکې ته.”

“اسلنډ د یخ وهلو سیندونو ځمکه!”

په روم کې به د “ګیتس” شعرونه لولې چې نوم یې لکه د ټولو په شان په اوبو لیکلی دی”

“ زه هیڅ وخت روم ته نه وم تللی.”

“نور شیان هم شته، ته به غوره شعرونه لولې. یوه لوړه پاچاهي.”

“پاچاهي د هغه لپاره چې…”

جرأت مې ونه کړ، چې د هغه نوم واخلم. 

“ نه هغه له تا ډېر ژوند کوي.”

چوپ کېناستو او هغه دوام ورکړ:”ته به هغه کتاب لیکې چې کلونه یې هیلې په سر کې لرې. په ۱۹۷۹ کې به پوه شې چې ستا د دې اثارو اصطلاح هیڅ هم نه ده. “………………………………”

هغه وخت د بیا زړه غواړي په بې ګټــې وسوسو ځان دې ته ورکړې چې تر ټولو لوی کتاب د ولیکې. هم هغه خرافات چې په “فاوست” ګوته، “سالامبو” ، “واولیس” یې سیوری پروت دی. 

جالب دا چې ما ډېرې پاڼې ډکې کړې.” اخر هم پوهیږې چې نه شې کولای سرته یې ورسوې” 

“ډېر بد. ما فکر کاوه چې یو رښتینی شهکار دی. زما نیک نیت له یو دوه پاڼو هخوا تجاوز ونه کړ. په نورو پاڼو کې په زرګونو پيوسته نور خرافات لکه چاړه، هغه سړی چې ځان یوه هیله بولي، هغه سیوری چې ځان ریښتنی ګڼې، د شپي زمریان، هغه جګړه چې په وینو پای مومي، “خوان مورانیا” چې خپل دید له لاسه ورکوي او د شتون څخه ساقطیږي، هغه بیړۍ چې د مړو له نوکونو څخه جوړه شوي وي، او پخوانې انګلیسي ژبه چې ډېرې سختۍ پرې تېرې شوې وي.

بې له کومې تعني او کنایې مې وویل:” زه هم هغه موزیم پيژنم. ډېر ښه دروغجن یادونه پکې شته. د اعدادوعلم، د نثر لیکلو فن، یو نیمګړی تناسب چې انتقاد کوونکې یې په خوشحالی کشفوي، هغه نقل قولونه چې دوه سره یو ځای نه وي، باید په هغه ور اضافه کړو.”

“دغه کتاب د خپور کړی هم دی؟”

وسوسه مې شوه چې هغه له منځه یوسم. په اور، بالاخره هغه مې په ماندرید کې په بل نامه خپور کړ. ټولو وویل:” یو د “بورخیس” له تقلیدکوونکو څخه دی. خو افسوس چې “بورخیس” نه دی.”

 ومې ویل: “د حیرانتیا خبره نه ده، هر لیکوال په اخر کې د خپلې کم عقلۍ مرید شي.”

“ هغه کتاب یو له هغه لارو څخه ؤ، چې زه یې دلته راورسولم. د نورو لپاره د بوډاتوب سپکاوی ، د راتلونکو ورځو په تیرولو باور…” 

ومې ویل:” زه هغه کتاب نه لیکم” 

ویې ویل:” لیکې به یې! او ښه به یې لیکې. زما خبرې هر وخت حاضرې دي. او یوازی خاطرات په خپل ځای پاتې دي.”

په تونده او یو اړخيزه لهجه چې بې له شکه هغه لهجه وه چې په ټولګي کې به مې د درس لپاره کاروله، زه یې ځورولم. دغه واقعیت چې موږ دوه یو وو او په یو بل به مو ادعاوې کولې، چې زه یې ځورولم. له دې څخه چې هغه د مرګ لوري ته روان ؤ، د خپلواکۍ حس مې تر لاسه کاوه، او په همدې حس مې ځان عاصې ګاڼه.

د لج بازۍ په بڼه مې وویل:” ته باوري یې چې ژر به مړ شي؟”

ويې ویل:” هو! هغه هوساینه او ځاني ارامتیا چې اوس یې حس کوم مخکې له دې مې نه پیژنده. نه شم کولای تا ته ووایم، د دې لپاره چې وپوهېږې باید تجربه یې کړې.

ولې مې له خبرو ځوریږې؟”

“موږ یو بل ته ډېر ورته یو، زه ستا له قوارې نه چې زما کرکټر دې بیزاره یم. ستا غږ چې زما د غږ پیښې دي ما ځوروي، هغه جملې چې ته یې وایې زما دي، خو بد مې ترې راځي.” 

بیا یې وویل:” زه هم همداسې، په همدې دلیل مې هوکړه کړي چې ځان وژنه وکړم.” لږ وروسته یې بیا وویل:” دا یې پای ؤ، په اشاره یې د ځان لوري ته وغوښتلم، او په خپلو لاسونو یې زما لاسونه ونیول، لږ مې شاته کش کړل. 

وېرېدلم! 

چې ناڅاپه جوړه لاسونه په یوازې لاسونو بدل شول. 

او ویې ویل:” دوستانو مو موږ ته را زده کړي، چې د دې نړۍ په پريښودو بیرته نه راګرځو. د عاقبت د زندان دروازې خلاصې شوې دې. ما به همیشه ژوند ته له د نظره کتل، ولې ډار او وېرې به زما پای لړزاوه.

دولس ورځې مخکې مې په “ لاپلا” کې، ویناوې وکړې. د شپږم کتاب “انید” په اړه، کله چې مې د هغه آته څپیزه نظم تکراراوه، ناڅاپه مې ومونده چې کومه لاره باید په مخ یوسم، سوچونه مې وکړل، له هغې شپې وروسته زیان منونکی شوم. زما برخلیک په تا پورې تړلی دی. او دغه ناڅاپې مکاشفه به د “وېرژېل” د لاتیني ادبیاتو په منځ کې ومومې. او د دې خبرو اترو مخ لید به په دوه جلا ځایونو او وختونو کې صورت نېسي، هېر به کړې، چې بیا یې په خوب ووینې. ته به هماغه شې چې نن زه یم، او زه به ستا هیلې وم.”

“ نه یې هیروم او صبا به په لومړي فرصت هغه د کاغذ په مخ لیکم”

“نه” به ستا د ضمیر په ژورو کې وي. او کله چې د هیلو په څپو کې هغه لیکې، باور به کوې چې یو خیالې داستان لیکې. چې صبا به نه وي. څو کاله فرصت لرې چې باید صبر وکړې.” 

د خبرو کړلو نه ولوید، پام مې شو چې مړ شوی دی. په یوه معنی خو زه هم له هغه سره مړ شوم، سودایې او خواشینی په بالښته ور ټيټ شوم، هېڅوک مې پيدا نه کړل. 

له اتاقه راووتلم، برون هېڅ ژوند نه ؤ، د مرمرینو سیند کوم اثر مې هم ونه موند. نه آرام هوټل ، نه “اوکایییتوس”، نه هغه تاق مجسمه. نه هغه چینه وه او نه په “اندروګ” کې د “ییلاقي” کور دروازه.

نورې هیلې وې چې زما لپاره په انتظار وې.

———————————-

ستړی او لنډ ژوند

مطیع الله سحر

سمیر زړې جامې واغوستې، خپل کتابونه یې په بکسه کې واچول او د ښوونځي په لور روان شو. ښوونځی یې لرې و، خو دی مجبور و، چې پیاده یو ساعت مزل وکړي، ځکه چې د موټر کرایه ورسره نه وه، څو ځل یې هڅه کړې وه، چې په لېني موټرو کې وړیا لاړ شي خو کله به موټر وان موټر ته پورته کړ او کله به یې ورته وویل چې کوز شه ته پیسې نه لرې، موږ خپله لسو روپو پسې راوتلي یو، سمیر به په مایوسۍ له موټره ښکته شو او پلی پلی به د ښوونځي په لور روان شو، کله کله به ډير پرې ناوخته شوه او ټولګي ته به ناوخته ورسید. 

استاد به درس له نیمايي رسولي و، چې سمیر د ټولګي دروازه وټکوله او له استاده یې اجازه وغوښته، استاد هم پرې غوسه وکړه چې دلته راشه دا وخت د راتلو دی ولې ناوخت راغلې او جامو ته دې ګوره خپل نظافت او سمې جامې هم نه راغوندې، دوه درې سپیړې یې وواهه او بیرته یې له ټولګې راوویست. 

سمیر په ژړا له ټولګي راووت په داسې حال کې چې نورو ټولګیوالو یې هم پرې خندا کوله د ټولګي په دهلیز کې کیناست کله چې لومړی درسي ساعت خلاص شو، بیرته لاړ ټولګي ته ټولګي ته په ننوتو سره ټولګیوالو پورې وخندل، چا پرې مسخرې وکړې چا له جامو او چا له غوږو کشاوه ، سمیر ژړل او د ټولګي په ورستۍ چوکۍ کې کیناست په دې وخت کې بل استاد ټولګي ته رادننه شو، په سمیر یې سترګې ولګیدې او د ژړا علت یې وپوښت، سمیر ورته څه ونه ویل نورو ټولګیوالو یې وویل چې نن ناوخت ټولګي ته راغی، استاد  سمیر وواهه او بیرته یې له ټولګي ویست د دې خبرې سره بیا ټولو ټولګیوالو یې وخندل، استاد وویل چپ شئ چې درس پیل کړو، خو استاد کریم هم په غوسه سمیر ته وکتل او ورته یې وویل چې بیا ناوخت ټولګي ته رانه شې ټمبله. 

سمیر ته په دولس کلنۍ کې د کور ستر مسولیست ور په غاړه شو، پلار یې په ښار کې په ځانمرګي برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. په کور کې درې کسان پاتې شول، نجیب، وړه  خور یاسمین او مور! 

 چې مور یې هم ډيره بوډۍ شوې وه، سترګې او اوجود یې ضعیفه شوی و، دوی یو کور لاره چې کله یې پلار مړ شو، زورور همسایه یې کور په چل او زور ترې ونیو او دوی  یې له کوره ویستل دوی څوک نه لرل چې د خپل کور پوښتنه وکړي. 

مجبوره شول چې خپل کور پریږدي او پاتې ژوند ته په خیمو کې دوام ورکړي دوی همداسې وکړل بله چاره نه وه.

سمیر به کله چې له ښوونځي  رخصت شو په کور کې به یې یوه مړی سپوره ډوډي وخوړه او بیا به ښار ته لاړ. دروند کار یې نه شو کولای نو ځکه به یې نیمه ورځ په ښار کې پلاستیکونه خرڅول ماښام به بیرته ستړی ستومانه خیمې ته راغی خو وړه خور یاسمین به تل په ماښام کې ورته انتظار وه، چې سمیر ورور به ورته د ساتیرۍ او لوبو شیان راوړي وي.

سمیر به په دې خبره ډير خواشینۍ شو خو بله چاره یې نه وه او خور ته به یې د سبا وعده بیا ورکړه، وړه خور به یې په ژړا مور ته ورغله او مور ته به یې په ژړا ژړا وویل چې سمیر ماته ولې د لوبو سامان نه راوړي، چې زما پلار راشي زه به هتمن ورته وایم چې ته تللی یې ماته سمیرڅه نه دي راوړي. 

مور یې به یې ورته وویل چې هتمن پلار دې چې راغی زه هم ورته وایم خو خیر دې لورې نن ستړی دی نه یې وینې چې بی حاله پروت دی، سبا یې حتمن درته راوړي.

 یاسمین  مور ته وویل چې پلار مې څه وخت راځي؟

مور یې سوړ حوسیلی  ویست او له ځان سره یې وویل: کاش پلار دې په دې دونیا وای حتمن به یې ستا ارمانونه پوره کړي وای، خو اوس ستا پلار په دې دونیا نشته او هیڅکله به بیا رانه شي.

مور یې په همدې فکرونو کې وه چې لورې پرې غږ وکړ: مورې ولې له ځان سره پټې خبرې کوې ماته هم ووایه کنه، پلار به مې څه وخت راځي زما ډير یادیږي هر وخت به یې ښآر ته بوولم، ماته به يې ښایسته د لوبو شیان اخیستل، مورې پلار به مې څه وخت راځي او چیرې تللی؟

مور یې په ژړغوني غږ وویل چې خیر صبر وکړه څو ورځې وروسته راځي. 

یاسمین د مور سترګو ته وکتل چې رڼې رڼې اوښکې ترې روانې دي وویل: مورې ته هم زما په پلار پسې ډيره خپه شوې یې؟ ځه خیر زه هم نور پلار ډير نه درته یادوم خیر دی رابه شي خو ته مه ژاړه چې بیا ماته هم ژړا راځي.

سمیر به تل خواشينی وه چې زه څنګه خپله مور او وړوکې خور وساتم زما عمر هم کم دې څوک راته کار هم نه راکوي او په پلاسټیک خرڅولو کې هم زیاتې پیسې نشته دومره پیدا کوم چې یو وخت ډوډۍ شي په هغه کې مې هم مور نه خوري هغه هم خپله برخه ماته او زما خورته راکړي.

سمیر به  ډېر خفه وه، کله به چې یواځې  شو تل به یې له ځان سره ویل: 

پلاره موږ دې ولې دومره ژر یواځې پریښودو، تا خو ویل چې په تا به ښوونځی وایم  او په راتلونکي کې به له تا یو تکړه ډاکتر جوړیږي، بیوزله خلک او د خپلو هیوادوالو تداوي به کوي، خو پلاره له کومې ورځې چې ته تللی یې له هغې ورځې مې مور هره ورځ ژاړي زما زړې جامې چې ویني ژاړي یاسمین هم چې وږي وي له موره مې ډوډی غواړي خو مور مې ډوډۍ نه ورکوي او یواځې ورته ژاړي. زما هم پلاره اوس هیڅوک خیال نه ساتي ټول خلک راپورې خاندي، وهي مې ما هیڅ هم ورته ویلي نه وي. 

پلاره! چې تولګي ته راشم استادان او ټولګي وال مې وهي  ملنډې راپورې وهي راته وایي چې ته خو ډیر تکړه وې په ټولګي کې اول نومره وې تل به منظم او پاک راتلې اوس دې لوپري شورع کړې، هر وخت ناوخته ټولګي ته راځې.

پلاره! زه خو اوس پیسې نه لرم چې جامې پرې واخلم او په پاکو جامو کې ښوونځي ته لاړ شم وخت نه لرم چې خپل درسونه مې په سمه توګه ولولم، ځکه اوس خو نیمه ورځ کار کوم په نیمه ورځ کې چې څومره کار وکړم په هغو پیسو یواځې دومره شي چې خپلې وړې خور او مور ته مې ډوډی پرې واخلم او کله کله خو همدومره هم نه پیدا کیږي بیا شپه هم په لوږه تیرو!.

پلاره! ځه دې ولې داسې وخت کې پرې ښودم ته خو چې لاړې اوس هغه استاد چې زه به یې تل په ټولګي کې ستایلم هغه هم راته غوسې کوي ما وهي. پلاره! ته چې تلې نو یوځل خو به دې خلکو ته وویلي و، چې زما اولاد سره جنګ مه کوئ وهۍ یې مه ! اوس خو یې هغه کور نه هم په زوره او وهلو راویستلو چې موږ به پکې په ارامه  او پاک ژوند کاوه، هغه یې ولې رانه واخیست پلاره ! د کور خو به دې ورته ویلي و ، چې زما د ځامنو په خیمو کې یخ کې کیږي کور نه یې مه باسئ اوس مې مور هره شپه ټوخیږي ، دومره ټوخیږي چې موږ خوب ته هم نه پریږدي ، ولې پلاره ولې!؟

خو پلار یې دا خبرې چیرته اوریدلې که یې اوریدلې وای په داسې حالت کې یې هیڅ وخت نه پریښودل خو کاش چې د سمیر پلار د ده خبرې اورېدلی شوی.

سمیر یوه شپه ناوخت ته خیمې ته راروان شو، د ژمي یخې شپې  او ورځې هم اوج ته رسیدلې وې، ژامې یې لړزیدلې، په پښو کې یې نوره سیکه نه وه، چې حرکت وکړي، خو د زړه په زور د خیمې خواته روان و، ځکه چې مور او خور  به یې بیا وږي ناست و، او د ژمې په دې یخو شپو ورځو کې به یې زما د یوې مړې انتظار کاوه، د سمیر اوجود به هم د یخ له وجې ورسره ډيره یاري نه کوله خو د وړې خور او د مور هغه یخه خیمه او لوږه به چې ور په زړه شوه بیا به یې په زړه کې څه زور پیدا شو او خپل واړه ګامونه به یې ګړندي کړل.

خو چې خیمې ته ورسیدل، د نورو شپو خلاف وړه خور یاسمین ورته نن انتظار نه وه، لومړی یې په یاسمین غږ وکړ او وویل: راپاڅئ چې ډوډی مې راوړې، خو وړې یاسمین چې تل به یې د سمیر په راتلو چغې او خوشالي کوله دا ځل یې کوم اواز تر غوږ نه شو بیا یې په زوره غږ کړل یاسمین! بیا یې هم اواز وانه وریده. 

مور ته یې اواز وکړ خو مور یې څه ونه ویل، سمیر خیمې ته دننه شو، په داسې حال کې چې د مور او خور له پښو سره باد خیمې ته واوره هم دننه کړې وه، په بیړه یې ډوډۍ د خیمې په کونج کې کیښوده او له موره یې کمپله لرې کړه، خور او مور یې دواړه په کمپله کې پراته و، ویې ښورول او په زوره زوره یې   د مور جانې او یاسمین خور جانې غږونه پرې وکړل، خو اواز چا نه کاوه. 

په سبا سهار خلک راغلل او له خیمې یې درې مړي ویستل.


نیمګړې مینه

لیکونکی: محمدنور شاهین

وریځو خپله سینه خلاصه کړې وه او نرۍ ملغلرې یې د ځمکې په زړه راپریښودې موټر په تیزۍ سره روان ول داچې خلک له داسې موسم سره ډیره مینه لري ما هم خوند ترې اخیست او روان وم.

نن مې سپینې جامې له تورې کورتۍ سره اغوستې وې په داسې حال کې چې بار بار مې دهمغې ښاپیرۍ سترګې مخ مخ ته کیدې له ځان سره مې ورته د اړیکو جوړولو پلان طرح کاوه.

څو پوښتنو مې د ذهن په سمندر کې څپې وهلې ددغو پوښتنو ځواب مهم وه چې ځینو کسانو راته وویل خو مشکل دا وه چې عمل زما لپاره پرې سخته وه  هغه دا وې چې:

څنګه ورسره لومړی خبرې پیل کړم، څه ورته ووایم، کومه موضوع ورته یاده کړم، که هغه راته ووایې چی بغیر له سلام نه دی نور څه ندي زده نو زه به څه ووایم.

همدا فکرونه مې کول چې د پوهنتون دروازې ته را ورسیدم ساتونکې د کارت ښکاره کولو غوښتنه وکړه، له کارت ښکاره کولو وروسته ننوتم په پوهنتون کی هر څوک په خپلو خیالونو کې ډوب ول ، چا له خپل ملګري سره خبرې کولې، څوک تنها روان ول او ځینې داسې کسان ول چې د خپل راتلونکي ژوند ملګري ته یې انتظار کاوه.

دا چې زه په خپله موضوع کی ډوب وم له شا نه مې په اوګه چا لاس کیښود او زه یې د یادونو له سمندر څخه را وویستم، ګورم چی ټولګیوال مې وه روغبړ مې ورسره وکړ په تندې کې یې ګونځې نه ښکاریدې په ارامه یې وویل: نن زما ورسره ملاقات دی

 ما وویل: ښه غلنیه ځکه خوښ ښکارې.

 ټولګي ته ننوتو ښه وه ډک ښکاریده هر چا خپل نږدې  ملګري ته خوله ښوروله خو زما هغه ملګری چې دزړه حال مې ورسره  شریک وه لانه وه راغلی.

 شورماشور زیات وه زړه مې تنګ شو نو راووتم، په زینو کی له ښکته کیدو سره سم ګورم چې شبنم را روانه ده له لرې مو یو بل ولیدل سترګې یې را څخه نه اړولې وشرمیدم، مسکی شوم، سترګې مې ټیټې کړې په څنګ کې می  تیره شوه.

 سترګې، آه سترګې یی ډیرې غټې وې او دا بڼو یې ورته د غلامانو په شان ساتنه کوله.

دا لمړی ځل نه وه چې داسې سره مخامخ شولو بلکه ستونزه دا وه چې هغې پر ما غږ نه کاوه ما پر هغې دا جرات نه شولو کولای.

له دیپارتمنت څخه راووتم ګورم چې زما نږدې ملګری وحید له یو بل کس سره ولاړ وه، ورغلم روغبړ مې ور سره وکړ، ګوښه مې کړ، ورته ومی ویل: چی د شبنم نظر بیا له ما سره ټکر شو.

 وحید راته په تریو نیولي تندي وکتل، یو خو تا رشخند کړه خبره خلاصه کړه او زر خبرې ورسره وکړه.

 په بدن کې مې وینې یو ځل بیا تیزه منډه وکړه ما ورته وویل: نن مې ځان ښه جوړ کړی ورسره خبرې ونه کړم.

وحید وویل: سمه ده وروسته به ورسره خبری وکړو.

 ما وویل: سمه ده 

ټولګې ته ننوتو، یو ساعت تیرشو، بل تیر شو چی ګورم څلورم ساعت هم تیر شو په داسې حالت کې رخصت شولو چی هغوی یو ساعت مخکی له مونږ څخه رخصت شوي ول سر مې ټیټ کړ شونډې مې ښکته او پورته کړې، لاندینی شونډه مې د غاښ لاندې کړه ډیر زیات درد مې احساس کړ او بیا خپه له ملګرو سره د کور په لور روان شوم. 

هره ورځ ناکامه تر کله به داسې په چپه خوله سره ګورو ورځې تېریدې زما هم هره ورځ مینه ورسره زیاتیدله شپه او ورځ به مې د هغې سترګې را یادیدې نه پوهیدم چی څه وکړم پدې خبر وم چی ډیره مغروره ده خو دا مغروره ما ډیره راماته کړې وه او په دې خوښ وم.

نن له یو ډیر غټ پلان سره روان شوم او له الله ج څخه مې کومک غوښته په پوهنتون کې له وحید سره یو ځای شوم په چمن کی ورسره ودریدم او خپل پلان می ورسره شریک کړ.

 وحید د خبرو لپاره خوله جوړوله، چې ما شبنم ولیده، وحید ته مې وویل ما پسې راځه.

 ما چې وحید ته وکتل وحید د فکرونو په ټال کې زنګیده او ویې ویل: خو ته تنها ورشه ما څه کوې.

ما قدمونه ور اوچت کړل، خو هغه ډیره لرې وه، له ځان سره وبونګیدم، خو چې ګورم ځای پر ځای ودریده، د ښي لاس ګوته یې سر ته پورته کړه، څو ځله یې سر پرې وټکاوه، ښی پښه یې په ځمکه په ځوره ووهله، بیرته راتاو شوه، زما قدمونه سست شول، زړه مې په درزا شو، د بدن هرې برخې مې ځان ښوراوه، د ځان آرامولو کوښښ مې کاوه خو وخت تیر وه ځکه هغه اوس رانیږدې شوې وه.

سترګې یې را کې خښې کړې، لاړې مې تر ستونې ښکته شوې، په هماغو خمارو، غټو سترګو یې را کتل، ما هم ورته حیران، حیران کتل، خبرې مې له یاده ووتې، په اخر کې یې د سترګو له کونجونو را وکتل، تیره شوه او ما ورپسې تر ډیره وکتل.

 وحید رانږدې شو، تندی یې ګونځې وه راته ویې ویل: همدومره دې زور وه.

ما ته خپله نه وه معلومه چې دا څه وشول او یو ځل بیا له یوې لویې ناکامی سره د کور په لور روان شوم.

په لاره او کور کې مې ډیر فکر وکړ خو نتیجه یې نه ورکوله.

په سبا مې هغه په پوهنتون ونه لیده، دغه کار تکراري شو او هغه مې څو ورځې ونه لیده، له ما سره وحید هم اندیښمن وه او یوه د حل لار مو ورته کتله.

په څلورمه ورځ له وحید سره د ونو لاندې په شین چمن خپه ولاړ وم، ونې ته مې وکتل، پاڼې يې نه ښوریدې، شاید زما سره به اندیښمنه وه، نن هره خوا چپه وه او دې چوپتیا بل څه ویل.

په سوچونو کې ډوب وم چې وحید راباندې غږ وکړ:هغه ده راغله 

ما زر هرې خوا ته وکتل، ومې لیده، د خپل پوهنځي خواته په تیزی روانه وه، خو چې زه یې ولیدم خپل مسیر یې بدل او زما په طرف را روانه شوه، وحید مې څنګ ته شو، دا چې زه هم ورپسې اندیښمن شوی وم یو څه ور مخکې شوم.

د لومړي ځل لپاره مې د هغې د خولې خبرې د سلام په ویلو واوریدې.

ما هم ورته د سلام ځواب ورکړ.

اوبیا یی پیل وکړ دا واخله خو چې حتمن راشې ما چې خوله د خبرو لپاره خلاصوله هغه زمونږ څخه جدا شوه، په لاس کی می د واده کارت ته وکتل؛ وحید وویل: زر یی خلاص کړه، ما هم پرانیزه سترګی می ددې په نامه ولګیدې ټکان مې وخوړ لاندې یې لیکلي وو له تاسو ښاغلي بې نومه څخه هیله کیږي، چې … .


تاسو چی کومه شمیره دایره کړی اوس د ساحه څخه بیرون یا هم ګول ده 
لڼده کیسه 
لیکوال : محمد نیسم زهیر 
سلامه سلامه پاڅی زویه د لمونځ وخت دی ، سلام په اړخ وواوښت او په خوب نیولی اواز غږ کړ ، دغه دی پلارجانه پاسیدم ،سلام د ټولی ورځی کار ډیر ستړی کړی وه او ورته پاسیدل اسانه نه ښکاره کیده د ځان سره وویل زه خو باید وروسته د لمونځ څخه کار ته هم لاړشم په همدی فکرونوکی غرق وه چی د مور غږ یی تر غوږ شوه سلامه زویه لمونځ دی کړی که لمونځ دی خلاص کړی وی راشه چای می درته تیار کړیدی ،سلام پورته شو لمونځ وکړ ، د خپلی مور کوتی ته ورغی موریی ورته دستارخان مخکی اوار کړ نیمه وچه ډوډی ته لاس ښکته کړ او ډوډی په خوله کړه موریی ورته په ګیلاس کی شین چای واچو له نیم ګیلاس چای نه وه څکلی چی پلار کوتی ته ننوته سلام ته مخامخ کیناسته او ورته وویل زویه کار دی څنګه دی سلام مسکی شو او وویل پلار د الله ج شکردی ، خدای د شرین کاکا ته خیر ورکړی کراچی چه راته اغیستی کار می اسانه شوی د مارکیت مخکښی د یو ډیر ښه سړی دوکان دی هغه راته اجازه راکړی بس کله چی الوګان واخلم راسآ ځم او د کراچی په سر اچوم بس تر بیګاه پوری د کور خرچه پوره کوم ، دغی خبری وروسته سلام پورته شو او وویل پلاره موری دعا کوی زه لاړم سلام که کوتی ووتو موراو پلار د دعا لاسونه 
پورته کړل ، له یو څه وخت تیر نه وه چی د یوی لوی چاودنی غږی تر غوږه شو د سلام پلار وویل خدای ج د خیر کړی لکسی چی بیا چیرته چاودانه وشوه بیا د جب څخه یو زوړ موبایل راویستلو سلام ته زنګ ووه ( تاسو چی کومه شمیره دایره کړی اوس د ساحه څخه بیرون یا هم ګول ده ) پلار په منډه منډه ځان مارکیت ورسوه ګوری چی سلام په وینو کی ډوب پروت دی او خپل پلاراو مور یی تل په درد دردیلی پریښودل.


ویشتلی مرغی 

لیکوونکی : محمد نسیم زهیر 

لنډه کیسه .

دوه ساعته کیږی چی د باغ هر ونه او د هر ونی هر شاخ ډیر په دقت ګورم غولکه می لاس کی نیولی خو نن د مرغیو قاطعه ده ، په ونو کی هیڅ مرغی نه کینی ، له په همدغه فکر کی وم ، چی یوی ونه کی   عاجل نیولی مرغی کیناستله ، کراره کراره می هغی ونی خواته حرکت وکړ ، کاڼی می د جب څخه راویستلو په غولکه کی می کیښود ،غولکه می کش کړه ، مرغی می ښه په نښه کړه، د ګزار سره می سم د خوله چغه شوه الله اکبر مرغی غریبه مستقیمآ په سینه کی ولګیده لږ څه کاڼی د ځان سره جګه کړه او بیرته لاندی  د ځمکه پرمخ راوغورزیده ، دا می ژوند کی لومړی ځل وه ،چی د مرغیو ښکار کوم ، د مرغی دغه ویشتنه او بیا په ځمکه غورزیدنی سخت خفه کړم ، د ځان سره می وویل ، ولی ظالمه ، دا دی څه وکړل ، ولی دی دغه بیچاره مرغی وویشتله ،له په همدی سوچو کی وم چی مرغی خواته ته ورسیدم ، مرغی له مړه نه وه ، په ما غږ کړ ، ولی دی زه وویشتم ، زه خو دلته د یو باور سره راغلی ومه ، چی دغه د اشرف المخلوقات باغ دی ، دلته انسانان ژوند کوی ، زما بچی وږی وه ، زه راغلم ، چی یو څه ورته ویسم چی خیټه یی مړه کړمه  ، زه دلته تا وویشتم اوس به زما بچی څه کوی ، ما په ډیری سختی خپلو بچو ته جاله جوړه کړی وه ، حالته می هغوی پټ ساتل ، ځنګل ته لاړ نشوم فکر می کاوه حالت ځناور دی ، داسی نه چی ومی خوری ، دا ځای راته ښه ښکاره شو ، ویل می دلته انسانان ژوند کوی ، دوی خو ډیر مهربانه دی ، زه چی کله ونه کی کیناستم ، تا می ولیده چی غولکه دی لاس کی ده ، ماد ځان سره وویل نه دا انسانان دی ، دوی داسی کار نکوی چی یوه مور وولی ، خو زه د انسان د ظلم او فریب څخه خبر نه وم ،ما خو اوریدلی وه ، چی انسانان یوازی خپل همجنس یعنی نور انسانان وژنی ، د بل چا سره کار نلری ،  د تاسو څخه خو د خدای ټول مخلوقات په تنک دی ، د یو بل د وژلو لپاره مو هر نوع تبا کوونکی وسلی جوړکړیدی ، ایا تا اوریدلی او یا دی هم لیدلی دی چی کوم وحشی ځناور یا غیر وحشی ځناور خپل همجنسه وژلی وی ، زړه می ددغو خبرو په اوریدو سخت خفه شو ، غوښتل می چی دغه ویشتلی مرغی جوړه شی او بیرته خپلو بچو ته لاړه شی ، ولی دغه بیچاره مرغی داسی نه وه لګیدلی چی جوړه شی ، ورته می وویل د بچو جاله دی ماته وښایه زه به ورته خواړه تیاروم ، مرغی په زورپه زوره چغی کړی د خدای ومنی زما بچو سره کار مه لره ، بس دی چه زه د انسان شکار شومه، زه نه غواړم چی زما بچی هم ستاسو ښکار شی .


نه بښوونکی جنایت 

لیکونکی : محمد نسیم زهیر 

خیال په هوا کړم ، والوتم ، تللم تللم ، اخیره کی له سترګو پنا شومه ، د غرونو مینځ کی ، یو خاورینه غونډی وه ،پدی غونډی کیناستم ، هری خوا ته می وکتل یوازی او یوازی توردودوهلی   غرونه وه ، لاندی می چی وکتل د غونډی رنګ سور وه ،حیران شوم ، د غونډی څخه می پوښتنه وکړه ،چی ولی ستا رنګ تک سور دی او دغرونو رنک دودوهلی تور دی ، په نورو هیواد وکی خو غونډی ګانی ښکلی شینی وی غرونه ښايسته تور وی ولی  دود نه وی وهلی ، غونډی بیچاره ګی سوړ اف وکړ ، وویل صبر وکړه ، چی غر ته هم ورغږ کړم ، ځکه زموږد دواړو دستان یو دی ، دواړه د دغی خاوری بچیان یو ، غر ته یی ورغږ کړ ،غر وویل ووایه اورمه یی  ، غونډی غرته زما سوال تکرار کړ ، او وویل ځواب ورکړه ، غر غونډی ته وویل نه تا مور ته یعنی دی خاوری ته نژدی تا ځواب ورکړه ، غونډی اوږد هوسیلی وکړ ، په ژړغونکی اواز یی کیسه داسی شروع کړه ، یو وخت موږ هم داسی نه وه نه زما رنګ سور وه او نه غر دود وهلی تور وه ، زما مخ تک شین وه ، زما مخکی به هر پسرلی کی ښکلی او ښایسته ګلان را شنه کیدل ، دغه ټوله فضا به د ګلانو خوشبوی نیوله ، ښایسته شنو وښو او رنګه رنګو بټو به زما مخ ته یو خدای ښکلا ورکوله ، غر هم ښکلی تور وه ، ولی مختلفو ونو به غر ته داسی ښکلا ورکوله چی کله به سیلانیان دحالت راغللل ، نو پدی سیمه به مینان شول بیا ورته بیرته تګ اسانه نه ښکاریده ، د دی سیمی په ښکلا به مینان شول ، دحالته زموږ خپل خلک اوسیدل ، خپلی خبری به کولی ، خپل رواجونه یی لرل ، د میلمانو به یی  قدر او عزت کاوه ، دغو خلکو خپل فکرونه لرل ، زما عمر زرګونه کالو ته رسیږی ، دغو خأکو پدغو زرګونو کالو کی په ناحقه د چا وینه نه ده تویه کړی ، دغو خلکو په خپل مینځو کی جنګونه او شخړی نه کولی ، یو بل ته کافر نه دی ویلی ، د یو بل کور یی نه ورانو ، فساد او رشوت پکی نه وه ، پردی پاله نه وه ، خپل ورور به یی نه واژه ، خو ویوه ورځ ، دسیمی ته نابلده او نااشنا خلک راغلل ، د دی خاوری هر بچی ته به یی غوږ کی په پټه څه ویل اولمسول به یی، د دغی خاوری هر بچی د دغو اغیارو په خبرو غولیدل ، د دغی سیمی خلکو سره عجیب او غریب فکرونه پیدا شول ، ډيری نا ویلی خبری به مو د دوی څخه اوریدلی ، داسی یوه ورځ راغلله ، چی یو بل ورته دښمنان ښکاریدل ، هغه ورورنه چی زرګونه کالونه یی یو ځای ژوند کړی وه ، یو مسجد کی به سبق ویلو، يو ملا پسی به لموڼځ کاوه ،اوس یو بل ته د کافر خطاب کوی ، دغو خلکو خپله ژبه خپل رواجونه حیرکړل ، پردی عقیدی دلته راوړی ، د یو بل وینی تویی کړی ، یو بل به په توپونو ټانکونو راکټونو او مرمی ويشتل یو بل ته بمبو کیښودل د پاسه طیارو بمباری کولو ،  د میلونونو انسانانو وینی تویی شوی ، په میلونونه انسانان معیوب شول، ماشومان یتیمان شول ، ښځي کونډی شوی ، پلارنو بی اولاد شول ، ددغه سیمی څخه ټول خلک وتښتیدل کوچ وکړ ، زما د شنی سینی په هر انچ باندی ددی خاوری د بی ګنابچیو زرکونه لیتره وینه څاڅیدلی ، د غرونو په هره تیږه زرګونه بمبونه او مرمی لګیدلی ، هر تیږه د باروتو بوی لری ، نو اوس تا ووایه چی ولی به زما رنګ سور نه وی او د غر رنګ به دود نه وی وهلی ؟ ما ځواب نه لره ، دډیری ورخطای نه می ټکان وخوړ چی ومی کتل په خپل ځا ی کی ناست یم ، نه د خیال وزری شته او نه هغه غر او نه غونډی ، ولی ټولی خبری رښتیا وی ، اوس هم دغه سلسله نه ده ختمه شوی ، اوس هم له خلک پردی پاله دی ، اوس هم خلک خپل ورورکافر کڼی ، اوس هم خلک خپل هیوا د ورانوی ، اوس هم د بی ګنا انسانانو وینی تویی وی . اوس هم ،ورور وژنه روانه ده ، اوس هم خلک نه دی راويښ شوی ،اوس هم خلک نه دی هو ښیار شوی ، اوس هم خلک د بدو او ښو ترمینځ فرق نه شی کولی ، اوس هم فساد دی ، او اوس هم همغه ظلم دی.


زما پلار زما قهرمان وه

لیکونکی : محمدنسیم زهیر 

زویه ژوند دی ، ژوند کی هر څه پیښیدلی شی ، کله به خوشحالی وی ، کله به بیا داسی حالت وی چی خوشحالی به پکی نه وی ، ولی تا باجراته وسیږه ، د پلار دغه خبری می د هری ورځی سبق دی ، کله می چه ترور مرضی سخته شوه ، څو دقیقی وروسته خبر راغی، چی ترور می په حق راسیدلی ، موږ داسی یو بل سره وویل چی تر سهاره به پلار نه خبرو ، پلار می حجری ته راغی، داسی ښکاریده ،چی خبر وی ، وویل څه خبر ده ، ورور می ورته وویل ترور می په حق رسیدلی پلار می وویل اناالله وانا الیه راجعون راځی چی ورشو ، دا دخدای ج رضا وه ، موږ خدای پیدا کړیو او بیرته به خدای ج خواته ورځو ، د پلار دغو خبرو زموږ 

روحیه راژوندی کړه ،  یو څه وخت وروسته می کوچنی او نازولی وراره چی زما پلار او موږ ټولو ته ډیر ګران وه ، په یو انتحاری عمله کی شهید شو ، د پلار روغتیا می هم په دغه ورځ هم ښه نه وه ، موږ ویلی چی شاید  که پلار خبر شی ، دنصرت شهید جدای به ونه شی زغملی ، بیا می هم ورور ورته وویل پلار د خدای ج رضا وه ، نصرت د تیری شپه انتحاری عمله کی شهید شوی ، پلار می بیا وویل انا لله وانا الیه راجعون د لوی خدای ج رضا وه هر څه  چی د لوی خدای ج د خوا نه دی ، زه دالله ج په رضا خوشحاله یم ، ما خپل پلار ته کتل پلار به می د سترګو اوښکی روانی شوی بیا به وویل اناالله و اناالیه راجعون ، نه غوښتل چی د لوی خدای ج په رضا خفه شی ، د ژوند داستان همداسی وه ، کال له پوره نه وه ، چی ورور می  هغه چه تل موږ ته یو سنګر وه ، په زړه ډیر پاک او د غیرت یوه بی مثاله انسان هم په حق ورسید ، بیا می هم ورور ورته وویل پلار حاجی فرهاد په حق رسیدلی ، د پلار حوصله می بیا هم له د یو غر په څير لوړه وه ، عقیده له ډیر نور هم پخه او کلک شوی وه ، بیا وویل اناالله و اناالیه راجعون د ستر ذات رضا ده، خدای ج راکړی وه ، او بیرته خدای ج را څخه واغیست د الله ج رضا کی زه څه نشم ویلی ، دا زما د پلار په ژوند کی اخری چراغ وه چی مړ شو، ولی د خپلو دری ورورنو چی یو تری مشر او دوه تری کشران وه ، د خوروګانو د وریرو مرګونه هم لیدلی وه ، ولی هیڅکله هم  د صبر څخه د الله ج د رضایت څخه نه دی بی صبره شوی ، تل په ذکر مشغول وه په غریب ډیر زړه سوانده د حق وینا کوونکی وه ، نوزه وایم چی زما پلار زما قهرمان وه .

کابل هوایی بلاکونه د شپه  ۹:۴۶بجی شنبه ۲۰۱۹ – ۸-۱۷ 


په رېګونو کې پټ هډوکي (لنډه کیسه)/ عصمت الله صالح

له دوړو ډکه شوه. سړي پر لکڼه زور وکړ، کېناست، د لونګۍ شمله یې سترګو ته ونیوه، سر یې په ګونډو کې ننویست، د باد توندې څپې یې پرله‌پسې له غوږونو تېرېدې…

شپون له رمې په جلاشوي تور سېرلي پسې ګړندی شو، په نیولې سا یې پرله‌پسې کنځاوې کولې: “د شیطانه ماله، تا د څښتن په سر یې بوزم، که دا ځل مې ګوتو ته راغلې، حلالوم دې!!!” تور سېرلي د دښتې په نرمو رېګونو کې تېزې منډې وهلې. له څه مزله وروسته ناڅاپه ودرېد، ځړېدلي غوږونه یې نور هم وځړېدل، د مخې پښې یې ګونډه کړې او د رېګونو پر یوه کوچنۍ غونډۍ، د یوه انسان د څو بې‌غوښو هډوکو ترمخ، پرېوت. د شپانه ستونی وچ شو، سېرلي ته له رسېدو سره سم یې تشو لاسونو ته وکتل؛ ډانګ یې لاندې د چینې په غاړه ترې پاتې و، شاوخوا یې وکتل، د سېرلي څنګ ته یې پر پراته لرګي سترګې ولګېدې، لرګی یې راواخیست، پروت سېرلی یې پر سر وواهه. سېرلي ټوپ کړ، سمدلاسه په یوه بوډا سړي بدل شو؛ د مخې نرۍ پښې یې ډنګر لاسونه شول، اوږده ځړېدلي غوږونه یې ورټول او نری مخ یې د انسان غوندې شو. شپانه ته یې وکتل او له یوه اوږده ارښمي وروسته یې وویل: “اف! زویه ښه شو چې راويښ دې کړم، ګېني اوس به د لېوانو پر ګله ورګډ وم او ټوټې ټوټې به وم.”

شپانه په ورخطایۍ شا ته وکتل، د غره په لمنه کې یې د وزو او سېرلیو رمه تر سترګو تېره کړه، بېرته یې بوډا ته مخ کړ او په ډېره حیرانتیا یې ترې وپوښتل: “ته څوک یې او پر دې دښته له کومې خوا راغلې!؟”

  بوډا د شپانه تر سر تاووکړي خیرن دسمال ته وکتل، اوږده سا یې وکښه او بیا یې زیاته کړه: “بچیه زه مسافر یم، څو شېبې مخکې یوې توندې سیلۍ ایسار کړم او دلته د دمې جوړولو پرمهال خوب یوړوم. مګر کله چې مې سترګې سره ورغلې، ډېر خطرناک خوب مې ولید چې زه یو شوخ سېرلی وم، کله چې مې شپون له د څر په‌پار له رمې سره غره ته راولي، نو زه د پخوا غوندې له رمې جدا او پر یوه لوړه غونډۍ د شوخۍ منډه کړم. شپون راپسې وي، خو زه په ډېره بې‌پروايۍ د مستۍ چارګام وهم، کله چې د غونډۍ سر ته پورته شم، ناڅه مې د یوه انسان پر څو بې‌غوښو هډوکو نظر پرېوځي. تر هغو بې‌غوښو هډوکو لاندې نوي راټوکېدلي واښه راختلي وي، کله چې یې د خوراک لپاره ګونډې ووهم، شپون راورسېږي او پر سر مې د لرګي کلک ګوزار وکړي، دغه مهال ناڅاپه زه په یوه انسان بدل شم؛ د مخې نرۍ پښې مې ډنګر لاسونه شي؛ اوږده ځړېدلي غوږونه مې راټول او نری مخ مې د انسان غوندې شي. شپون زما په لیدلو هک حیران شي، خو څو چې کومه پوښتنه رانه کوي، زه ورته سمدلاسه د خپل حیوانت جالبه کیسه شروع کړم، او ورسره د انسان کېدو پرله‌پسې شکرونه وباسم. څو شېبې پس شپون د خپلې رمې خوا ته روان شي او زه له لږې دمې جوړولو وروسته د انسانانو منځته د ورتګ پلان جوړوم، خو په دغه وخت کې مې ناڅاپه هغه تازه راټوکېدلي واښه سترګو ته ودرېږي او د شدیدې لوږې پرمهال یې، په دغه وچه دښته کې، یو ډول آرمان وکړم. خو زما د چورت مزی لا نه وي پرې شوی چې بېرته په هماغه سېرلي بدل شم او د لېوانو د انګولا له وېرې له شپانه مخکې پر رمه ورګډ شم. نه پوهېږم چې نور به څه کېدل، خو تا راويښ کړم او د خوب لړۍ مې وشکېده.”

شپانه بوډا ته په رډو سترګو کتل، ټول وجود یې خولې او لړزې نیولی و، داسې لکه ګرمه تبه چې یې وي. شېبه پس یې لکڼې ته ورته لرګی د بوډا تر څنګ وغورځاوه او د خپلې رمې خوا ته یې ګړندي ګامونه واخیستل.

بوډا د شپانه له لاسه لوېدلی لرګی ورواخیست، په شپانه پسې یې وکتل، په غوسه یې شونډې پرانیستې: “دغه ځوان هم لکه‌چې شپون و، خو چې دی ولې بې‌خبرو روان شو او دا زما لکڼه یې ولې وراخیستې وه؟ ورکه لرې کړه، زه هم ځم چې لږ زر کور ته ورسېږم، لومړی به له ملک خانګل سره د رشقې بیه معلومه کړم، بیا به له محمدجان سره د خرې د کتې حساب کوم؛ هو رښتیا چې له شېریف سره مې هغه پر پوله او د اوبو د ورخ لانجه هېره نه‌شي، ډېر بې‌سترګو خلک دي، دنیا یوازې دوی ته خوند ورکوي…”

بوډا خړرنګې لونګۍ پر سر سمه کړه، د لکڼې بېخ یې پر رېګ ننویست، له موټي یې ګوتې ورتاو کړې، زور یې وکړ، پاڅېد، خو لا یې دوه ګامه نه وو اخیستي چې بېرته راپرېوت، او په یوه شېبه کې یې روغ وجود پر ماتو وچو هډوکو بدل شو. په دې وخت ناڅاپه یوه تونده سیلۍ راوالوته، او د انسان پر بې‌غوښو هډوکو یې رېګونه واړول. شپانه له شا پر غونډۍ ګردې تاوېدونکې سیلۍ ته وکتل، لږ چورت یې ونیو، ناڅاپه یې ترمخ تور سېرلي منډه کړه او له ده وړاندې د نورو سېرلیو پر رمه ورګډ شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب