جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونامریکا خپل پوځ کاږي

امریکا خپل پوځ کاږي

استاد سعدالدین شپون

بس د چارواکو، د ولسي جرګې د وکیلانو، د لوړپوړو چارواکو، هی سوران دی چې غرقېږو.

دا څه غلامانه ذهنیت په افغانانو ویړ شوی چې اشغالګر ته زارۍ کويٍ چۍ پاتې شه! یوه پًرچمي راسره چېټ کې خشکه کوله چې، اېله زموږ د کارمل له زړه خبر شوې چې مو نابللي روس ته د لینن روی ور ووړ چې مه وځه.

وړمه ورځ په یوه تاوده بحث ورپېښ شوم. یو طرف ته یو خلقی و، بلې خوا ته یو معتبر برحال چارواکی، چې د کرزي په جلو کې واشنګټن ته راغلی و او د پخواني اخلاص له کبله یې، د هفتې د پای رخصتۍ کې تر ما هم منډه کړې وه. په اول ځل دې نتېجې ته ورسېدم چې نظر میا ګلابشا ته د کږې هندوان بزرګان دي. خلقي ویل، زموږ تحلیل خو غلط وخوت، خو ستاسو حکومت بیخي مرداره کړه.

چارواکی د حکومت په ثنا صیپت لګیا شو، لوی استدلال یې دا و چې که کرزی نه وي نو عبدالله عبدالله او د ټلوالې چارواکي به د پښتنو سوپره وباسي. خلقي ویل، یره پښتانه دې لېوان وخوري خو چې ستاسو له دې فاسد حکومت نه خلاص شي. خلقي ویل چې تاسو پښتانه وېروﺉ چې هلئ، ټلواله راروانه ده، خو زه وایم ټلواله هم د دې ملک ده، عبدالله عبدالله هم افغان دی، کرزي د پښتنو په سر کومه جوغه ایښې ده چی قانوني به یې لرې کوي؟ چارواکي ویل چې ته امریکا کې پروت څه خبر یې؟، که کرزی خدای مه کړه نه وای تا به په پښتنو باندې د ټلوالې او ګلم جم غوبل لیدلی و!

 داسې بحثونه مې ډېر اورېدلي دي او ښه پوهېږم د سیاسي او ډالري امتیا زاتو معامله ده.

دا منم چې زه هم د طالبانو د بېرته راتګ له آپشن نه ترهه لرم. مګر په بل دلیل: زما وېره دا ده، هسې نه چې د طالب په نامه او د هماغه په جامه کې د ایران او پاکستان استخبارات راشي. پرون ملاعمر اعلامیه خپره کړه چې د بین الاسلامي عالمانو جرګه دې افغانستان کې نه کېږي. زه مار خوړلی له دې وېرېږم چې ملا عمر آخون به ګرد سره ژوندی نه وي، د آی اېس آی اشفاق حسین مصطفوي، ثم لاهوري به دا اعلامیه صادره کړې وي.


د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه د ۲۰۱۲ د دسمبر په لومړۍ خپره شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب