جمعه, مارچ 29, 2024
Home+په کندوز کې د استاد محمد صدیق پسرلي د شپږم تلین په...

په کندوز کې د استاد محمد صدیق پسرلي د شپږم تلین په مناسبت غونډه وشوه

راپور: نوررحیم عاطف

د مرغومي په ۲۶ مه د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته دوه بجې د هېواد د نوموتي نازکخیال شاعر غزلستوري ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي د شپږم تلین په مناسبت د پسرلي ادبي اوکلتوري ټولنې له خوا یاد غونډه جوړه شوه، چې پکې دولتي چارواکو، د پوهنتون استادانو، قومي مشرانو، محصلینو، شاعرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

غونډه  دعین الله بهیر له خوا د قرانکریم د سپېڅلو ایاتونو په  تلاوت سره پیل شوه، د ارواښاد استاد روح ته دوعا وشوه. د پسرلي ادبي او کلتوري ټولنې مشر نوررحیم عاطف ګډونوالو ته له ښه راغلاست ویلو وروسته وویل :کندوزي فرهنګیان او په ځانګړي ‌ډول پسرلي ادبي او کلتوري ټولنه ویاړي چې ددغه ستر فرهنګي شخصیت په ژوندانه یې دده  د یاد د ژوندي ساتلو لپاره دغه ټولنه جوړه کړه، چې تر اوسه د هېواد په کچه یو فعاله ټولنه بلل کیږي، نوموړي ارواښاد استاد له خوا پښتو ادب ته دکړو خدمتونو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې : استاد پسرلي پښتو ادب کې داسې اثار پنځولي چې تر پېړیو پېړو به مینه وال ولري او یاد به یې ژوندی وي.

ورپسې  د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ رئیس فدامحمد ارزښت په خپلو خبرو کې وویل چې استاد پسرلی په پښتو ادب کې  نه هیریدونکی نوم او څېره ده، نوموړي د پسرلي ټولنې له مشرتابه او غړو مننه وکړه چې دغه ارزښتونه یې پاللي او په اړه یې یاد غونډې او سیمینارونه جوړ کړي.

د کندوز د کلیو او پراختیا رئیس دوست ریحان د ارواښاد استاد په ژوند او شاعرۍ خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې استاد پسرلی یو عظیم انسان او د لوی فکر خاوند و، شاعري یې زموږ  اوستاسو له فکرونو او د نوي عصر له نوښتونو څو پېړۍ مخکې ده، دهغه فکر وینا او لیکنې د څو راتلونکو لسیزو ځواب ورکوونکې دی.

د کندوز پوهنتون استاد زاهدالله کریمزي  بیا د استاد په نثر خپله لیکې مقاله ولوسته، زیاته یې کړه چې استاد پسرلي یواځې شاعري نه ده کړې؛ د خوږې او لوړې شاعرۍ ترڅنګ یې په نثر او داستانونو کې هم په پوره مهارت خپل قلم چلولی،  همدا راز یې د ارواښاد استاد د دوو نثري کتابونو (بخلمي صحرا او کوچی ملا) د نثر په ښکلا او ځانکړنو خبرې وکړې.

په کندوز کې د مدني ټولنو د جوړښت مشر غلام حیدر حیدر او دپوهنتون استاد محمد اجمل نظري هم د موضوع اړوند خپلې لیکنې ولوستلې، د پسرلي ټولنې د دوو ځوانو شاعرانو ذال خان اسحاقزی او محمد ناصر حقمل هغه شعرونه ولوستل چې ارواښاد استاد پسرلي ته یې لیکلي و. غونډه مازیګر مهال د استاد پاک روح ته د دوعا  او ګران هیواد کې د تلپاتې امن او سوکالۍ په غوښتلو پای ته ورسېده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب