شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرد نجونو سملاسي مشاعره

د نجونو سملاسي مشاعره

سملاسي مشاعره

 غزل: حسينه وفا

 ملامته يم خطا راڅخه شوې

 يو ځل نده په بيا، بيا راڅخه شوې

 تر ابده کړم قيدي هوا د نفس

 له ازله وه ګناه راڅخه شوې

 حسينه وفا

د یو چا د مینې زور وو په ما داسې

 چې اظهار کې ابتدا راڅخه شوې

 معصومه غرنۍ

اوس یې مینه کې مجرمه ګڼل کیږيږم

 تش کتو کې یې ګناه راڅخه شوې

 نوشابه آشنا

خوشحالي د هر زړګي زما خوښي ده

 او په هر مړي ژړا راڅخه شوې

 حسينه وفا

 زه د پېغلې پښتنې د ټيکري پيڅکه

 چې په هره لار حيا راڅخه شوې

 عابده سپوږمۍ

ستا په دومره بېرخيو هم سربېره

 د ژوند هر ګام کې وفا راڅخه شوې

عابده سپوږمۍ

دې ګناهو کې يم درګډه ګناهکارې

اې ګناه ډېره بيا بيا راڅخه شوې

 آسيه محرابي

نور به څوک ګڼم شریک د خپلې مینې؟

ستا په نوم چې اقتدا را څخه شوې

 نوشابه آشنا

راته ووايه چې چېرته يم پړه شوې؟

 او په څه کې نا روا راڅخه شوې؟

حسينه وفا

اې هرځل دې چې په پټه راکتلي

 اې هر ځل د زړه درزا راڅخه شوې

 معصومه غرنۍ

 زه د مينې محبت له څاڅکو جوړه

 نفرتونو ته مسکا راڅخه شوې

 عابده سپوږمۍ

بېوسي ده که دې زور دى د زړه درده

 هر دردمن ته مسيحا راڅخه شوې

 نوشابه آشنا

زه يې ورکړم وه ژاولن ته خدايه خېر کړې

 ما ويل نه يې کوم، نانا راڅخه شوې

 آسيٙه محرابي

 د یار غم په زړه پرهرې جوړې کړي

 خدایزده څرنګه خندا راڅخه شوې

 تورپېکۍ غرنۍ

جهالت ته دې پردې در جوړومه

 زه ډيوه يمه ړنا راڅخه شوې

 عابده سپوږمۍ

زه یی اوس هم په دعا کی یادومه

 که له درده یی ښیرا راڅخه شوی

 سپوږمۍ مهمنده

چې پلو کې د آسمان ستوري راټول کړم

 دغه هیله په رښتیا راڅخه شوې

 معصومه غرنۍ

ته ښېرې کړه زه به خپله چاره کړمه

د زړه تل نه تل دعا راڅخه شوې

 عابده سپوږمۍ

 ستا د مينې د ښايست له برکته

 د ډېوې په رنګ رڼا راڅخه شوې

 حسينه وفا

 مړاوو سترګو کې یې بیا د مینې اور وو

 ګوندې بیا کومه ادا راڅخه شوې؟

 نوشابه آشنا

زه ړنا يم د تيارو په زړه کې بله

 خو افسوس بله مانا را څخه شوې

 عابده سپوږمۍ

 ستا تر پلونو مې غاټول زړه غوړولی

 محبت کې انتها راڅخه شوې

 معصومه غرنۍ

 چى زما جانان ناځوانه بى وفا وي

 خلک وايي چې جفا راڅخه شوې

 نرګس لعلي

کله کله د یادونو آیینې ته

 ناڅاپي غوندې ادا راڅخه شوې

 معصومه غرنۍ

 دا منمه غنمرنګه ته ښايسته يې

 چې دې وينم الله راڅخه شوې

عابده سپوږمۍ

 چې دوستي بیا ملګرتیا او میینتوب شو

 دا لړۍ یو څه رسوا راڅخه شوې

 شېبه ګهيځ

نه وياړلې، نه غازي يم، نه يم ستره

صرف په مينه کې غزا راڅخه شوې

 آسيه محرابي

کله ګورمه ایینې کله ستا مخ ته

انتخاب کې اشتباه راڅخه شوې

تورپېکۍ غرنۍ

بیا ودان کړې ته د مینې مجلسونه

 دا دعا په هره سا راڅخه شوې

 شيبه ګهيځ

دوه مخي نه مې توبه ده خفه نشې

 د حق چيغه تل رسا راڅخه شوې

 عابده سپوږمۍ

 ما چې حسن درښکاره کړ نور هېڅ نه و

 نافهمۍ کې تجلا راڅخه شوې

آسيه محرابي

چې قامت یې له چینار سره تشبه کړم

 څه په خوند کې ملګرتیا راڅخه شوې

 شېبه ګهېځ

 ما شغلې چې د خپل حسن ځلولې

 ستا په مينه کې بلا راڅخه شوې

 آسيه محرابي

نه نو ته په دی خبره باور نه کړې؟

 تش دیدن کې د زړه غلا راڅخه شوې

 رڼا اسدزۍ

د یو شړکنده باران څپو څپو ته

لیونۍ غوندې ګډا راڅخه شوې

معصومه غرنۍ

 نه ممکن دى چې تا يار کړمه ظالمه

 پرون هو او نه سبا راڅخه شوې

 آسيه محرابي

 ماویل مینه به ساتم خبره نه وم

 پدی ښار کی واویلا راڅخه شوی

 سپوږمۍ مهمنده

ستا غزلو ته اتڼ کولې نه شم

خو په شوق شوق کې نڅا راخڅه شوې

 آسيه محرابي

 کمه مه ګڼه ما مور يم زه يم ښځه

د نړۍ ټوله ښکلا راڅخه شوې

عابده سپوږمۍ

دا چې نن سزا وينم وخت يې نه دى

 يوه ګناه ده چې پخوا راڅخه شوې

نعيمه غني

ټوله شپه مې ستا خیالونه تنخنولي

 داسې شوخه مشغولا راڅخه شوې

 معصومه غرنۍ

 وې توبه خدایه ، توبه بیا داسې نه کړم

د یار غیږې ته رضا راڅخه شوې

 معصومه غرنۍ

 ته زما د مينې کله وي لايقه

 انتخاب کې اشتباه راڅخه شوې

هما ظفر احمدزۍ

ستا د مينې پرهرونه مې ګنډل خو

 ستن او تار کې لږ سپما راڅخه شوې

 آسيه محرابي

 زه به لاړه شم شربت به را تيار کم

 ميلمنو ته چې ښا ښاا راڅخه شوې

 حسينه وفا

زما غزلو نه ته جوړې کړه سندرې

 ستا هنر ته تل واه واه راڅخه شوې

 عابده سپوږمۍ

 د شاعر د غزل تورو ته معیار یم

 د یو چا د شعر مانا را څخه شوې

 نوشابه آشنا

 نوره پټه، ناليدلې راغلم بس يو

د بنګړيو شرنګ شرنګا راڅخه شوې

 آسيه محرابي

 ټوله مینه مې له تانه صدقه کړه

 بیوسۍ کې دا سخا راڅخه شوې

 نوشابه آشنا

د خوږې دیرې په ښکلو غزلونو

 د یو دوو کرښو املا راڅخه شوې

 شپوږمۍ مهمنده

ستا د حسن لمونځ به بيا کړمه ادا زه

 ناچارۍ کې دا قضا راڅخه شوې

 عابده سپوږمۍ

 د زړه وینو نه به رنګ د غزل درکړم

عشقه دغسې سلا راڅخه شوې

معصومه غرنۍ

 معشوقو! د زمزمو سره قسم دى

 سارې، ګا، ما، دا، ني سا راڅخه شوې

 آسيه محرابي

 په شیبه شیبه تاوان کې يې ورکیږم

 د زړه بیه کې سودا راڅخه شوې

 معصومه غرنۍ

 ما له مينې نه توبې ايستلې ياره

غلطۍ کې خاماخا راڅخه شوې

 آسيه محرابي

څه په پټه رواجونو یمه خوړلې

 څه په پټه کې چوپتیا راڅخه شوې

 معصومه غرنۍ

 ما چې سر ټېټ کړ په تا اې ځواني مرګه

 په پښتون نوم د ابا راڅخه شوې

 آسيه محرابي

د پولیو ژرب مې ورور په ټوپک ولي

 په واده کې يې نڅا راڅخه شوې

معصومه غرنۍ

 راشه يو ځلي بيا ټينګه غيږه راکړه

ستا د غيږي اشتیها راڅخه شوې

 هما ظفر احمدزۍ

ته یې زړه پورې کلک ونیسه چې روغ سې

 په شعرونو کې کیمیا راڅخه شوی

 مرسل احمدزۍ

د غزلو نبض مې هرچاته مالوم دی

 پکې ستا د زړه درزا راڅخه شوې

مرسل احمدزۍ

ته مزې کوه کرا کينه وطن کې

 له دې ځايه اوس هوا درڅخه شوې

هما ظفر احمدزۍ

آزاد شعر کې دې پستې ستايلى نه شم

 په غزل دې شور غوغا راڅخه شوې

 آسيه محرابي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب