دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د غلام محی‌الدین ایوبي (ژوند او آثار) کتاب لنډه پېژندنه

د غلام محی‌الدین ایوبي (ژوند او آثار) کتاب لنډه پېژندنه

لیکنه: غني حسن

لیکوال او استاد محمدهارون صمیم د هېواد د یوه تکړه لیکوال، ژورنالیست، ژباړن او شاعر غلام محی‌الدین ایوبي پر ژوند او اثارو یو کتاب کښلی، چی په کندهار کي صداقت خپرندویي ټولني سږ کال خپور کړی دئ، په کتاب کي د ارواښاد ایوبي لنډ ژوندلیک راغلی دی او د اثارو پيژندنه ئې سوې ده او ورپسې د ایوبي مقالې/لیکني، څو شعرونه، ډرامې او ادبي ټوټې راغلي دي، له دې ځایه پوهیدای سو، چي ارواښاد ایوبي خپل قلم په هیڅ برخه کي  نه دئ درولی او د ورځنیو حالاتو  او د هغه وخت محیطي تاثیرات ورباندي غالب ول، چي اکثره لیکني ئې د هغه وخت د سیاست، ادب، تاریخ او په ټوله کي اجتماعي مسایلو ته ئې قلم راپورته کړی دئ، د کتاب لیکوال محمدهارون صمیم وايي: “دمرحوم ایوبي دغه مقالې او لیکني ټولنیز مسایل په خپله لمن کي رانغاړي.”  کتاب پر څلورو برخو ویشل سوی دئ:

اول- د غلام محی‌الدین ایوبي ژوند ته کتنه سوې ده، چي ځیني نقطې ئې دلته رانقلوم؛

  • الف-زوکړه: غلام محی‌الدین ایوبي د حاجي محمدانور خان زوی، دشهید محمدایوب خان لمسی او دجنرال تاج محمدخان کړوسی دئ. نوموړی په ۱۳۰۶ ل. کال د دلوي د پر۲۷مه، د کندهارښار دیحی خان په کوڅه کي په خپل پلرني کور کي پيداسوی دئ.
  • ب- زده کړي: لومړنۍ زده کړي ئې د کندهار په شالمار ښوونځی کي پيل کړي او د کابل د ادبیاتو پوهنځی څخه فارغ سوی دئ.
  • ج-وظیفې:

۱ـ د کندهار د مطبوعاتو د لوی مدیریت مرستیال(۱۳۳۲ل)

۲- دطلوع افغان مدیر(۱۳۳۳ل)

 ۳-د اصلاح ورځپاڼي مرستیال(۱۳۳۵ل)

۴- دهېواد ورځپاڼي مدیر(۱۳۳۶ل)

۵ـ دکندهار د پوهني د ریاست مرستیال(۱۳۳۷ل)

۶ـد کندهار دپوهني مدیر(۱۳۳۷ل)

۷ـ د افغانستان د کالنۍ مدیر(۱۳۳۹ل)

۸ـدچاریکار ورځپاڼي مدیر

۹ـدغزني د سنايي ورځپاڼي مدیر

۱۰ـ دکندهارداطلاعاتو او کلتور رئيس

۱۱ـ دهلمندداطلاعاتو او کلتور رئيس

۱۲ـ دپکتیا داطلاعاتو او کلتور رئیس

۱۳ـ دانیس دپښتو بخي آمر

۱۴ـدافغانستان پېژندني آمر…

  • د-سفرونه: د اروپا او اسیا ځینو هېوادونو ته سفر کړی دی، چي د کتاب لیکوال وايي: ددغه سفر موخه هېواد ته د نوي او عصري مطبعو راوړل او په هغو پوهېدل وه.
  • هـ ـ سیاسي فعالیت: ارواښاد ایوبي د ویښو ځلمیانو له حرکت سر وو، د هغه یو اثر، سیاسي هڅي او تلاشونو څخه څرګندېږي، چي نوموړی په سیاست کي یو بهترین انتخاب کړی و، دا چي چپي او ښۍ اړخو باندي وویشل سول او نور د ایوبي سیاسي فعالیت هم درېدلی او داسي مالومېږي چي نور دده هم انتخاب نه و.
  • و – مړینه: د نوي انتقالي دورې په راتګ هېواد ته راغی او د عقرب پر ۱۹مه په ۱۳۸۶ ل کال وفات او په کندهار کي په خپله پلرنۍ هدیره کی ښه سو.

دوهم د ارواښاد ایوبي اثار:

لیکوال د مرحوم ایوبي د چاپ او ناچاپو اثارو یادونه ښه په تفصیلي ډول کړې ده، دا چي د کتاب لنډه پيژندنه ده غواړم په لنډ ډول ئې فقط نومونه راوړم:

۱ـ روحاني ژوند

۲ـ دیحیي خان د لويي کورنۍ تاریخچه

۳ـ سیاسي هڅي او تلاښونه

۴ـ زموږ په زړه پوري خاطرې

۵ـ زموږ خوبونه او تعبیرونه(ناچاپ)

۶ـ د کندهار د علماوو او مشایخو تاریخي اثر(ناچاپ)

۷ـ دنسترن وڅنګ ته (ناچاپ)

۸ـ څلوېښت مشهور حدیثونه(ناچاپ)

۹ـ د اروپا سفرنامه(ناچاپ)

۱۰ـ د قرغزستان او ازبکستان سفرنامه(ناچاپ)

درېيم-د ارواښاد ایوبي مقالې، ډرامې، ادبي ټوټې او شعرونه:

د ارواښاد ایوبي دغه لنډي او د وخت د تاثیراتو مقالې که څوک مطالعه کړي؛ نو دې نتیجې ته رسیدلای سي، چي ایوبي پر پښتنو، پښتونستان او پښتو ژبې ډېر مئین انسان و، د هغه اکثریت لیکني او شعرونه پر همدې محور راڅرخي د نمونې په توګه د ځینو مقالې نومونه ئې دلته رانقلوم:

الف: مقالې ما چي تر کومه ځایه دغه کتاب مطالعه کړ، تر ډېره ېې لاندي مقالو ته کتابونه کتل سوي نو ځکه مي د مقالو په کتار کي راوستل؛

۱ـ فلالوژي(ژبپوهنه)

۲ـ مترقي ژوند

۳ـ فکري روزنه

۴ـ استقلال

۵ـ پوهني نندارې

۶ـ د پښتنو نوی ژوند

۷ـ پښتو باید په مرکز کي تقویه سي

۸ـ د بشري ټولنو مشترک او ممیزه خواص

۹ـ ذروي طاقت

۱۰ـ بشري ټولني څنګه قانون خوښوي

۱۱ـ په اسلام کي د ښځو حقوق

۱۲ـ د پښتنو د لوړتیا لاري

۱۳ـ دښمنان مو سره جنګوي

۱۴- د روژې میاشت

۱۵ـ زموږ مقدس کتاب

ب ـ لیکني: ځیني لیکني ئې ما چي مطالعه کړې د کالم په قالب کي لیکل سوي وې، تر ډېره د ماخذ څخه استفاده نه وه سوې، په بخښني چي زه ئې د لیکنو په کتار کي دغه لاندي لیکني راولم:

۱ـ چاته پښتو ویلای سو؟

۲ـ پښتون باید څه وکړي؟

۳ـ څنګه ژوند؟

۴ـ دسرې میاشتي مخصوصه میاشت

۵ـ زموږ ملي هدف

۶ـ حق پېژندنه

۷ـ زموږ ملت نن راویښ سوی دئ

۸ـ عالي انسان

ج –  ډرامه: په دې کتاب کي یوه په زړه پوري سټیج ډارمه په څلورو پردو کي ارواښاد ایوبي لیکلې ده:

۱ـ یوه پښتنه مېرمن او ملي مجاهد

د- ادبي ټوټې: ارواښاد ایوبي څو ادبي ټوټې په تول پوره ادبي ټوټې دي، چي هنري رنګ او تومنه لري، چي په لوستلو ئې څوک څو شیبې بل خوا ته وړلای سي او مغز ته سکون ورکولای سي؛ چي اکثریت ادبي ټوټې ئې کابل مجله کي خپرې سوي دي:

۱ـ ځوانیمرګ

۲ـ زما ژوند

۳ـ پسرلی او نوی ژوند

۴ـ پښتنه پېغله

۵ـ خوب مي پوره سو

۶ـ اې ښکلي شهۍ! …

څلورم- ژباړي او شعرونه:د کتاب په څلرمه برخه کي د ارواښاد ایوبي ډېري خوندوي ژباړي د کتاب لیکوال  کتاب کي راټولي کړي دي، هره ژباړه ئې په لوستلو ارزي او ویلای سو، چي ارواښاد ایوبي یو ښه ژباړن هم و؛

الف – ژباړي:

۱ـ د لېنن کتابخانه

۲ـ طلايي ژبي قانون پوه

۳ـ د ژوند پاڼه ئې ورژېده

ب ـ شعرونه: د ارواښاد شعرونه د ولسي رنګینۍ څخه مالامال دي، موضوعات يې سیاسي، عرفاني، اخلاقي او ټولنیز دي،  لکه لیکني چي ئې د پښتون د راوېښولو لپاره وې شعرونه ئې همدا پيغام لري، د شعرونو څو نومونه دلته ذکروم او د کتاب پېژندنه د ارواښاد د شعرونو په څو بیتونو او مثالونو  پای ته رسوم؛

۱ـ پښتونستان

۲ـ ازاد ژوندون

۳ـ مختورن

۴ـ څوک چي پښتون وي هغه هیڅ غلام کېدلای نسي

د شعر یوه سیاسي بېلګه ئې:

د پښتون فطرتي حق دئ  – چي آزاد پښتونستان سي

ایوبي پښتون ته وایه! – چي جدا له پاکستان سي

د شعر عرفاني بېلګه ئې:

دا غفلت دي ملتفت عمل ته نه سوې

که دانا يې ډېر عمل کا لږ ګفتن

دشعر ټولنیز او اخلاقي اړخ ئې:

عاقبت به لوړ معراج ته ورسېږي

هغه څوک چي اوس حاصل کا علم وفن

ځیني نوري بېلګي:

یوه ورځ به مي غوټۍ د امید ګل سي

د غماز به توري خاوري په کوګل سي

دا وصال به مي روزي بېلتون به تېر سي

هغه څوک چي مي مطلب دئ زما به خپل سي

4 COMMENTS

  1. آغاماما دې خداى وبخښي ډېر متواضيح ، حليم اودښو صفاتو خاوند انسان و لورٸې نه درلوده زه اوارواښاده کريمه به ٸې دکوچنيانو دورځې دجشن مراسيمو اوداسي نورو کې دګډون او تفريح په موخه دخپل ځان سره بيولو زموږ دارواښاد پلار وروسته آغا ماما زما اودکريمې اروښادي دلومړنيو استادانو په کتار کې ځاى لري

  2. دګران هارون جان صميم اوصداقت خپرندويې ټولنې څخه مننه چې دهيواد دمطبوعاتو ديوه ريښتينې خد متګار ياد يې تازه کړ دښاغلي غني حسن دې هم کورودان وى چې دتاند پرښايسته پاڼه يې دهغه يادونه وکړه

  3. اغلې ملال خوشاله سوم، چی ستاسو لنډه خاطره مو دلته یاده کړل، که داسي خاطرې تاسو چي لرئ ولیکئ دا به زموږ لپاره د پښتو لپاره او نوي ځوانانو ته ډیر څه ورکړي، پخپله ستاسو دوره ډېره مهمه دوره وه، د د ارواښاد ملال ستاسو د ژوند ملګری، د علامه بابا سره، د ارواښاد ایوبي،… یا هم د هغه وخت د نورو لیکوالو او شاعرانو سره خاطرې که ولرئ سخت خوند به وکړي چي تر قلم او کاغده ورسېږي. درنښت

  4. مننه ډيره 🙏 ښاغلي حسن ، علا مه بابا مې په هغه وختونو کې چې موږ دطلوع افغان سره همکاري کول فکرکوم علامه رشاد بابا په کابل کې و مايوازى يووار دمطبوعاتو په صحن کې ليدلي و چې نور مطبوعاتيان اوليکوال ورسره وه خواوس مې هيردى چې هغه وخت ارواښاد ابراهيم عطايې دطلوع افغان مدير و که زما ارواښاد ماما ايوبي خو دعلامه ورور عبدالقدوس نجيب ارواښاد ډير راتلي هغه دکندهار مجلې اوطلوع افغان سره قلمي اړيکې پاللي د ايوبي صاحب پرخدمتونو به زه دومره زياتونه وکړم چې د ميرمن عينو او زرغونې انا قبرونه دارواښاد ايوبي په زيار دلومړي ځل دپاره جوړ سوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب