شنبه, جولای 27, 2024
Home+فیمینېزم او کلتوري افکار | وحیدالله مومند

فیمینېزم او کلتوري افکار | وحیدالله مومند

کلونه کېږي په وروسته پاتې هېوادونو کې ښځې له خپلو حقوقو بې برخې دي او له دې امله تل له جنسي، ذهني او کورني تاوتریخوالي سره مخ دي. فیمینېزم یا ښځپالنه هغه مفکوره ده، چې په دې وروستیو کلونو کې یې ډېر پلویان موندلي؛ په دې اساس د دغې لارې لارویان په نړیواله کچه د ښځو د حقونو دفاع او غوښتنه کوي.

که چېرې په افغاني ټولنه کې د ښځمنو تاریخ مطالعه یا یې اوسني حقیقتونه درک کړو، نو پوه به شوو، چې د ښځو عزت په کوم مدار ولاړ دی او په دې اړه به زموږ خبرې ناچیزې خو ستاسو د سترګو لیدلی حال د قناعت وړ وي. له کلونو کلونو راهیسې ښځې په دې ټولنه کې په بدو ورکول کېږي، مکتب او پوهنتون یا نورو زده‌کړیزو مرکزونو څخه محرومې پاتې شوې دي، د ژوند لپاره د خپلې خوښې وړ کس ټاکلی نشي او ټولې په کورني زندان کې ساتل شوي. تاسو به لیدلي وي، چې دا موضوع زموږ په ټولنه کې دومره ژوره شوې، چې که د دوو نارینه‌وو تر منځ شخړه وي نو تر ټولو لومړۍ یو د بل ښځو، لوڼو او مېندو ته ښکنځل کوي.

وحیدالله مومند

د هرې ټولنې کلتور باید د هغې ټولنې باسواده، مسلکي او لیدلي خلک جوړ کړي، که ووایم چې زموږ ډېری کلتورونه زموږ په زیان دي او هېڅ ګټه یې نشته، ښایي مبالغه مې کړې نه وي. موږ ټول باید له هر څه دمخه ښځه خپل ملکیت ونه ګڼوو، ځکه چې ښځه کومه وسیله، اله او ځمکه نه ده، چې ټاپه پرې ووهو او د هر څه واک یې له موږ سره وي. ښځې ته باید لومړی د یوه انسان په سترګه وکتل شي او دا انسان د خپل فکر بیانولو، زده کړو، چکر، دندې او نور ژوند د هر څه واک ورکړل شي. ځینې نور له مغزو خلاص وګړي له فیمینېزم سره عقديي دښمني کوي او ډول ډول روایتونه په دې باور راوړي چې ښځه یا د کور ده یا د ګور.

که چېرې یوه ماشومه یا ښځه د خدای کلام په سم ډول تلاوت کړي، د هرې موضوع د څېړنې او پوهېدو لپاره کتابتون ته لاړه شي، کتاب ولولي او خپلې ستونزې حل کړي، ډاکټره شي، چې د نالوستو ښځو پالنه وکړي، ارواپوهه شي، چې د ښځو رواني ستونزې حل کړي، کمپیوټرکاره شي چې په مهمو ځایونو کې د نورو ښځمنو ستونزې ډاډه حل کړي، انجینره شي د خپل او بل کور جوړولو لپاره نقشه جوړه کړي او براورد یې وباسي، معلمه شي او خپل اولادونه په فکر او ژوند سم وروزي، اقتصاد ولولي او د خپلې کورنۍ مالي پانګونه کنټرول کړي او د خپل خاوند په حقوقو وپوهېږي یا یې درک کړي، ایا په دې ویرانه او ویجاړه خاوره به د نوي ژوند ګډ رنګونه ونه ځلېږي؟.

د فیمینېزم رېښې په نوره نړۍ کې له تېرو دوو لسیزو راهیسې خورا پراخې شوې، خو افغانستان کې یې اوس ژورې اغېزې لیدل کېږي او د دې لارې لارویان ورځ تر بلې ډېرېږي. فیمنېزم بېلابېل ډولونه او باورونه لري او همداسې له ګټو سره سم پراخ ټولنیز زیانونه هم لري، چې په ډېرو ځایونو کې له ادیانو او مذهبي روایتونه سره د ناوړه تعبیر پراخه ګډه‌وډه لانجه لري.

خو د فیمینېرم څخه موخه یوازې د ښځو ازادي نه ده، بلکې هغوی ته د کار کولو، خوندي ساتلو، زده‌کړو، فزیکي او روحي امنیت ساتلو، د کار ځای موندلو، له جنسي ځورونې څخه یې د مخنیوي قانون تصویبولو په څېر لسګونه هغه ګټور لاملونه دي، چې د ښځو د حقوقو د خوندیتوب لارې برابرولی شي، خو د فیمینېزم څخه د ځینو ښځمنو باورونه هم ناسم دي او دې لرلید په ټولنه کې د نفاق او بدبختۍ تعبیرونه راپارولي، د بېلګې په ډول ځینې ښځې چې د حقوقو خبره اوري، فکر کوي، دوی جسمي، ذهني او روحي ازادي لري او هر څه چې د دوی زړه وغواړي هماغسې به کوي، د خاوند، کورنۍ او ټولنې خبرې به نه مني او په بغاوت به ژوند کوي، چې دا ناسم تعبیر دی، یا هم د فیمنېزم له زیانونو دا ګڼلی شوو، چې ښځې دومره لوړې راخېژوي، چې د ټولنې له اړتیا لوړې غوښتنې یې فکر کې راګرځي؛ اوس مهال تاسو وینئ، د ډېریو لوستو نجونو عمرونه ډېر خو مجردې دي او د ژوند ملګری یې موندلی نه دی، کله چې ورڅخه پوښتنه وکړې، دوی به همدا درته ووایي، چې تر اوسه زما لپاره وړ کس موندل شوی نه دی، ښايي دا خبره یې سمه وي، خو بیا هم ښځو ته په کار ده، چې د دې ټولنې واقعیتونه درک کړي، د خاوند، ژوند، اقتصاد او ټولنې ستونزې ومني او له پوره درک سره ټاکنه او ژوند وکړي. فیمنیسټي افکار د ټولنې تر منځ په ګډ افهام او تفهیم ټینګار کوي او وايي چې د کورنۍ، دین او ټولنې هغه لارښوونې ومنئ، چې ستاسو  په ګټه دي او په خوندیتوب کې مو رول لوبوي. دا په دې اساس چې د افغانستان وګړي د نورو هېوادونو په پرتله تر ډېره وروسته پاتې او  وراسته فکرونه لري او فیمینېسټي افکارو د دوی په باورونو ناسم شنل شوي، په همدې دلیل دوی له خپلو ښځو سربېره نورې ښځې هم ارامه ژوند ته نه پرېږدي، لوستي نارینه به وي، خو پردیو لوڼو او مېرمنو ته به په شهوت او هوس ګوري، کار ځای کې به یې ځوروي، ناوړه فکر به یې پر بدنه ور خور وي، معلومه ده چې ته به خلکو ته زیان نه رسوې، خو خلک به دې په کراره نه پرېږدي، د دې بدلون لپاره اړینه ده، په ټولنه کې د علمي بنسټونو له لارې ورو ورو بدلون راشي او د خلکو افکار اصلاح شي. د فیمینېزم په وړاندې د عقديي چلند لپاره ډېر کار شوی او دا نظریه یې شیطاني بللې او د خپلو دلیلونو د پوختیا لپاره یې له دین او مذهب ناسم تعبیرونه اخیستي، خو موږ د کوم فیمینېزم په اړه چې بحث کوو، په هغه کې د انساني برابرۍ، ارزښت، زده‌کړو او د ګډ انساني ژوند د ارزښت په لوړتیا خبره کوو، او د دې هر څه لپاره د ښځو خوندیتوب مهم دی، چې د دولت د قانون په رڼا کې جوړېږي. د هغو خلکو چې افکار یې له هوس او شهوت ډک دي وايي، چې فیمینېزم د اروپا یا غرب میراث دی او موږ باید په دې لاره لاړ نشوو، د دې لپاره همدومره بسنه کوي، چې همدا کمپیوټر، زده‌کړو، الوتکو، ماشینګڼو او نور ټول پرمختللي بدلونونه هم له غرب تنوع کړې او نن یې په خوند کاروې، ځکه چې موږ ورته اړتیا لرو او د دې وړتیا لپاره اړ یوو، چې د ټولنې او هېواد د بدلون لپاره خپل ځینې کلتوري باورونه لمنځه یوسوو.

له هر څه وړاندې د هر انسان د فکر پاکوالی اړین دی، موږ باید په مطالعې او د نورې نړۍ په لیدلو سره ځانونه اصلاح کړو، دا لنډ ژوند په نورو انسانانو ورتنګ نه کړو، انساني یووالي ته درناوی وکړو او له دې توپیري چلند څخه ځان وژغورو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب