د ښادۍ بدلې د بل هر ډول شفاهي ولسي شعري صنف په شان خپل ځانگړى جوړښت لري. د ښادۍ په بدلو كې هغه فورماليته سېلابيك قيود چې په ځينو نورو ولسي سندرو، بدلو يا اشعارو كې په پام كې نيول كېږي، نه شته؛ بلكه د احساس د بشپړې اغېزې له امله د اوږدوالي يا لنډوالي خپلواكي لري.
د ښادۍ د بدلو مطالعه دا څرګندوي چې هغه قوت چې په ځينو نورو ولسي سندرو كې شته په دې سندرو كې نه څرگندېږي. د مثال په توگه لنډۍ هغه مرغلرې دي چې ښځو او نارينه ؤ په تېره بيا پېغلو او زلميانو د انساني پرگنو نه تمامېدونكې سيند ته ورشيندلي دي. د لنډۍ فورم او ژبني قوت د ټول بشريت د فولكلوري شعرونو د سترې شتمنۍ يوه مهمه برخه جوړوي. د لنډيو سندريز څرنگوالى محتوى، ستروالى او پراخوالي او د بيان قوت د نړۍ په ټولو فولكلوريكو شعرونو كې سارى نه لري. په داسې حال كې چې د ښادۍ د بدلو د بېلابېلو ډولونو په مصراعو كې د ښځو احساسات دومره ساده، بربنډ او صادقانه بيان شوي چې له دې ښه كېداى هم نه شي. د ښادۍ بدلې اكثرا فى البديهه او د ځاى او وخت د شرايطو، حالاتو، څېرو او كړنو د انځورلو له پاره جوړېږي.
په دې بدلو كې د هر واده د حالاتو په مقتضى بدلونونه راځي او د خلكو، ځايونو او شرايطو ستاينې يا ترټنې په كې كېږي. په همدې توسن دا بدلې ساده او عاميانه دي، ډېر دقيق شعري جوړښت نه لري؛ خو د ښځو د احساساتو او عواطفو ښكارندويي كولاى شي.
د فلكلوريكو شعرونو د پېژندگلوى د استادانو په حواله، د ښادۍ بدلې د جوړښت له مخې لاندې بڼې لري:
1- يو بېتزه بدلې: دا هغه بدلې دي چې دوه مصرۍ لري، د جنوبي پښتونخوا پياوړى اديب او څېړونكى استاد سيال كاكړ ليكي چې دا بدلې له وردگو څخه تر زابل پورې ډېرې زياتې دي لكه:
راواچوه سور پياز چې بوى يې ولاړ شي
راواچوه سور كور چې نوم يې ولاړ شي
دا بدلې په كاكړو، ژوب، پښين، كندهار او كوټه كې هم ليدل كېږي(20)
2- يو نيم بيتيزه بدلې: د ښادۍ ډېرې بدلې درۍ مصرۍ لري چې خورا په زړه پورې دي او په كندهار، پښين او كوټه كې زياتې اورېدل كېږي. دا بدلې په زابل، غزني او وردگو كې هم شته. يو نيم بيتيزه بدلې درې لنډې مصرۍ لري چې هر پاړكى يې معمولا اته سيلابه وي او د كيسيو غږونو ته ورته دي. د دې بدلو د لومړى او درېيمې مصرۍ قافيه برابره او دوهمه مصرۍ ازاده وي لكه:
موږ په ورا ځو ښادي وايو
موږ د خېښ كره چې ورسو پر غالۍ يې ورته وايو.
*
تر بالښت لاندې انار دى
داسې زوم مو دروستلى چې نامتو د كندهار دى
په ځينو ځايونو كې لومړۍ او دوهمه مصرۍ اته سيلابه؛ خو دوهمه مصرۍ اووه سيلابه وي، لكه:
ناوۍ لاس نيسه اوبه دي
دا ستا تر لاسو لاندې لونگ نوي زرغونه دي
3- دوه بيتيزه بدلې: دا بدلې څلور مصرۍ لري چې په هغه كې لومړى، دوهمه او څلورمه هم قافيه او درېيمه ازاده وي. ناويلې دې پاته نه وي چې د ښادۍ د بدلو ازاده مصرۍ ډېر وخت د نورو دريو مصريو له مضمون سره اړخ لگوي، كله مهملې او د مطلبي بند د قافې له پاره وي.
د استاد سيال كاكړ د ليكنې له مخې په دوه بيتيزه بدلو كې لومړۍ مصرۍ لږ كوچنۍ اووه يا شپږ سيلابه؛ خو دوهمه، درېيمه او څلورمه مصرۍ اته سېلابه وي، البته دا قيد په ټولو دوه بيتيزه بدلو كې نه ليدل كېږي.
د چه ورمېږ د خره دى، د (…) ورمېږ د خره دى(21)
خداى تالا (22) ورته ايريان(23) دى چې ده ما جوړ كړى نه دى
4- دوه نيم بيتيزه بدلې: د استاد سيال كاكړ په حواله د دوه نيم بيتيزه بدلو بېلګې (نمونه) ډېرې لږ دي. دې بدلې ته وگورئ:
ورا دې راله ټك يې نسته
په مخ كې يې (…) دى د ټوپك دارو يې نسته
د ټوپك دارو به وركو(24) د ويشتو سړى يې نسته
*
جومت(25) شو لوټې- لوټې
(…) ځنې رووت سپېره خوله لكه د كوټي(26)
(..گل) مې ځنې رووت اشرپۍ(27) وېشي په موټي
د ښادۍ د بدلو څو ځانگړي ډولونه:
كه څه هم چې د ښادۍ بدلې د واده د دود – دستور ځانگړې سندرې دي؛ خو بيا هم ځنې داسې خاص ډولونه لري چې د واده په ځانگړو وختونو كې ويل كېږي. تر اوسه د ښادۍ د بدلو شپږ ځانگړي ډولونه پېژندل شوي چې په لنډه توګه پېژندل كېږي او غالبا چې ټول د لوى كندهار په سيمه پورې اړه لري.
1- بابولاله- لاله:
د ناوېدود د روځې غرمه مهال، ناوې د واده په ځانگړي تخت يا ځاى كيني، كورواله او وراباڼې(ټنگورې) يا خېښانې ښځې پرې راټولې شي، د سر ويښتان يې خلاص كړي چې د ناوې په شان يې جوړ كړي. ټنگورې هغه ښځو ته وېل كېږي چې د ناوې كور ته د زوم له خوا نه راځي. كورواله ښځې دا مېلمنې ښځې ټنگورې بولي. د ټنگورې كلمه اصلا يوه تركي كلمه ده چې زه نه پوهېږم څنگه د وردگو پښتنو ته رارسېدلې ده؟
د خېښانو (مذكر) او خېښانې (مونث) كلمې د دري له (خويش) او خويشاوند) څخه راغلي او د خپلوانو مانا وركوي. كله چې د پېغلې د كورنۍ ښځې د ځوان يا زوم كور ته ورځي، هغه ټنگورې يا خېښانې بلل كېږي.مروت پښتانه كورواله ښځې (تانبوالې) او مېلمنې يا خېښانې(وراولې) بولي(28).
په هر صورت وراباڼې د ناوې د سر د جوړولو په وخت كې درياوې وهي او د بدلو دغه ځانگړى شعري ډول وايي:
اوښ ولاړ زنگون تړلى
تر هغه به يې خلاص نه كړم څو زما جان نه دى راغلى
دغه بدله د (بابولاله- لاله) له زوايدو سره يو ځاى داسې ويل كېږي:
اوښ ولاړ زنگون تړلى (ها) بابولاله – لاله
اوښ ولاړ (واى- واى) زنگون تړلى(واى)
تر هغو به يې خلاص نه كم (واى) بابولاله – لاله
څو زما جان (واى- واى) نه دى راغلى (واى)
د ښادۍ د بدلو په دغه ځانگړي ډول كې د بدلې لومړۍ مصرۍ تكرار او په مينځ كې يې د (بابولاله- لاله) (واى- واى) او (واى) كلمې اچول كېږي. دوهمه مصرۍ يو وار او د مصرۍ په مينځ كې زايدې كلمې لري. دلته دا خبره د يادولو وړ ده چې پاسني زوايد يوازې له هغه بدلو سره ويل كېږي چې لومړى مصرۍ يې لنډه او دوهمه اوږده وي.
2- دوه – دوه تاره اخلئ:
دا كلمې تر اصلي بدل سمدلاسه وروسته د ناوې د سر د جوړولو په وخت كې ويل كېږي چې ځانله بېل وزن او بېل اهنگ لري. مثال:
دوه – دوه تاره اخلئ، گيسو ورو- ورو جوړويه
ناوكۍ مو ده نندانه(29) تر غرمې يې ځنډويه
همدا بدلې د لوگر او ننگرهار پښتنې داسې وايي:
دوه – دوه تاره اخلئ، سر يې ورو – ورو جوړوئ
زموږ ناوې نندانه تر غرمې يې جوړوئ
بيا نو په همدغه وزن يوه بله بدل ويل كېږي. په دغه ويلو كې لومړى مصرۍ درې واړه چابكه – چابكه تكراريږي او د دوهمې مصرۍ دوهمه برخه (دوهمه نيمايي) دوه- دوه واره ويل كېږي:
شين بادرنگ (رنگ) اوبو راوړى
شين بادرنگ (رنگ) اوبو راوړى
شين بادرنگ (ها) اوبو راوړى
داسې زوم مو دروستلى چا په خوب نه دى ليدلى.
چا په خوب (ها) نه دى ليدلى.
3- خورښادي:
د ښادۍ د بدلو درېيم ځانگړى ډول د پېغلې كور ته د پوښ تر رسېدو وروسته وېل كېږي. هغه وخت چې په پوښ (جوړه) كې استول شوي رختونه په پېغله نيول كېږي؛ نو وراباڼې ښځې په پېغله باندې د خوږو او ميوو د شېندلو سره جوخت د خور ښادي بدلې بولي. په دغه ځانگړي ډول كې لومړى د (خورښادي) ځانگړى بيت ويل كېږي.له دې وروسته نورې بدلې د (خورښادي) د بيت په وزن كې وېل كېږي، داسې چې لومړى مصرۍ دوه ځلې تكرارېږي، ورپسې (خور ښادي مو ده) جمله او بيا يوازې دوهمه مصرۍ راځي لكه:
خور ښادي دې مه سه پاته – خور ښادي دې مه سه پاته
خور ښادي مو ده
شين بادرنگ اوبو راوړى – شين بادرنگ اوبو راوړى
خور ښادي مو ده- داسې پوښ مو دى راوړى
چا په خوب نه دى ليدلى؛ خور ښادي مو ده.
4- ښه رورا:
هغه وخت چې وراباڼې د ورا په ملتيا د ناوې د وړلو له پاره د ناوې كلا يا كور ته نژدې شي، د ښه رورا سندرې بولي. په ښه رورا كې يوه ښځه د بدلې سر اخلي؛ نورې يې كسر او پاى ورسره نيسي او ټوله بدل په يوه غږ پاى ته رسوي. د كلا په دروازه كې هغه كورواله ښځې چې مخكې د ناوې كور ته تللې وي هم ورو- ورو همدغه بدلې بولي او ټولې د ناوې د كور (كلا) په خوا روانې وي(30). په كور كې د ښه رورا د سندرو وېل پاى ته رسېږي.
په دغه ځانگړي ډول كې د بدلو مصرۍ د ښه رورا په خاص وزن او اهنگ وېل كېږي. لومړى د (ښه رورا) ځانگړى بيت راځي او ورپسې يې د بدلې لومړى مصرۍ دوه – دوه واره راځي او دوهمه مصرۍ يو ځل وېل كېږي. دې بېلگې ته پام وكړئ:
ښه رورا ښادي دې وسه
شاه سلامتگى دې وسه
شين بادرنگ اوبو راوړى شين بادرنگ اوبو راوړى
داسې زوم مو دروستلى چا په خو نه دى ليدلى
5- الا خورې:
تر كال 1977 پورې فولكلور پوهانو داسې فكر كاوه چې د ښادۍ بدلې پاسني څلورگوني ډولونه لري؛ خو د همدغه كال د (ولس) مجلې په يوولسمه گڼه كې فولكلور پېژندونكي ښاغلي حاجي ميرزا خان پيڅي د (الاخورې) په نامه يوه مقاله خپره كړه او په هغه كې يې وويل چې د كوټې په شا او خوا سيمو كې داسې بدلې شته چې يوازې كوربنې(كورواله) پېغلې نجونې يې، په ودونو كې د مېلمنو (وراباڼو يا ټنگورو) نجونو او ښځو د ستاينې له پاره وايي.
الاخوره- د چا كمبلې كلكې، د لاله(31) كمبلې كلكې – الاخوره
پېغلې باندې راغلې، سپينې پښې د شودو ډكې- الاخوره
سربېره پر دې په الاخوره كې وراباڼې ښځې هم يادېږي:
الاخوره- څوكه كاغذينه – د ورا مشره كاغذينه – الاخوره
د ورا په مخه راغلې، ورا په تا گرده برېښمينه (32)- الاخوره
د سيال كاكړ صاحب په قول په (الاخوره) كې هم د ښادۍ د نورو بدلو په شان ستاينې ډېرې او ترټنى، انتقاد او ښكنځلې لږ دي چې د كورواله او وراباڼو پېغلو او ښځو له خوا، د وخت د غوښتنو سره سم له درياوو او نڅاوو سره يو ځاى وېل كېږي. دا هم درې نورې الاخورې:
الا خوره- د چا شمشېره درخته، د ناوۍ شمشېره درخته – الاخوره
زموږ زوم تر لاندې ناست دى، بادشاهي كوي بې تخته- الاخوره
*
الاخوره- چا اوښكې تويولې، لاله اوښكې تويولې- الاخوره
د ځوانانو رنگ يې بد كړ؛ خوندې (33) هر چا وده ولې- الاخوره
*
الاخوره- د چا په كور كې ټك سو، د (…) په كور كې ټك سو – الاخوره
شاه ليلى يې په نامه سوه، صورت(34) يې ټول له خندا ډك سو- الاخوره
په پاسنۍ ليكنه كې داسې راغلي دي چې د ښادۍ په بدلو كې د (بابولاله- لاله) ځانگړى ډول د ناوې د سر د خلاصولو په وخت كې، د (دوه- دوه تاره اخله) ډول د ناوې د سر د جوړولو په وخت كې، د (خورښادي) ډول په پېغله باندې د جامو د نيولو په وخت كې، د (ښه رورا) ډول د ناوې د كور يا كلا په دروازه كې او د (الاخورې) ډول يوازې د پېغلو نجونو له خوا بلل كېږي. د دې سندرو له تورو څخه داسې ښكاري چې ټولې د لوى كندهار د خلكو په گړدود (لهجه) دي او دا تصنيفونه د وردگو د واده د دود – دستور په سندرو كې نشته. په وردگو كې هم د واده د دود هره شېبه ځانله بېلې- بېلې بدلې لري؛ خو دا پاسني ځانگړي ډولونه په زغرده نه تر سترگو كېږي.
چيغې- انگۍ:
چغيان هغه فولكلوري ښځينه شعرونه يا بدلې دي چې د كاكړو او غلجو پېغلو د واده په روځ، د دوى له خوا په ډېره ويرجنه او ژړغونې لهجه وېل كېږي. دا د پښتنو د شفاهي ادبياتو يو بډاى صنف دى چې د ښځو محروم او غمجن ژوند په ښه توگه انځورولاى شي. چغيان چې كاكړ يې د چيغې (چغې)، سرياري، د ناوكو ټپې، د ناوې متلونه او غلجي يې د (انگي) په نومونو يادوي هغه ښځينه شفاهي ادبي ملغلرې دي چې د كاكړستان د تاريخي او ادب زېږونكې سيمې (ژوب- بوري) او د غلجو په سيمو كې د ځوانو ناويو ځپل شوې هيلې او د زړه ارمانونه بيانوي.
دغه ولسي سندرې اصلا چغې يا چيغې نومېږي چې د كوتې پياوړى ليكوال او څېړونكي پروفيسور ولي محمد سيال كاكړ د چغيانو په نامه يادې كړې دي. نوموړى د چغيانو د اشتفاق په هكله ليكي: (دغه توري اصلا په چغه يا چيغه پورې نېغه اړه لري او د واده پر وخت ويل كېږي. څنگه چې واده له خپله كوره څخه د يوه بنده د جلا كېدو او بېلتانه مفهوم لري؛ نو ځكه د پښتني محرومو نجونو نازك احساسات طوفاني كېږي او چغې تر خوله وباسي) (35).
چغې چې د كاكړو او غلجو په سيمو كې د ښادۍ د بدلو تر څنگ، د واده د درندو دودونو ځانگړې سندرې دي، د پېغلو له خوا د هغوى د واده په روځ سمدلاسه يا د ځاى، حالاتو او كسانو د توصيف له پاره فى البديهه جوړېږي او په ډېر تاثر او د ژړا په څپو كې اورول كېږي. د پروفسيور كاكړ په قول كه كومه ناوكۍ د چغو د سمدلاسي جوړولو وس ونه لري؛ نو له يوې مشرې ښځې څخه مرسته غواړي. دا هم د چغيانو څو بېلگې:
زه دې كړم د چول (36) مرغۍ
بابكه نوش(37) دې كړې روپۍ
زه دې كړم د لاس ډبره
تر ملكو دې كړمه راتېره
*
نس دې ډك شه له انگاره
زه دې چا ته وركړم پلاره
نس دې ډك شه له سره اوره
زه دې چا ته وركړم وروره
*
د سپينې خونې په وره كې غنم
پښتنو خود به بوغې(38) وهم
زه له بابكه گيلې كوم
نن شنې روپۍ سوم ويې خوړم
*
زما مورې ملوكې
پر تمام جهان دې ولاړې د نوم كوكې
تا و بابا وچا ته وركم
راڅخه هېرې سوې زما د غرونو څوكې
*
د سپين بوري(39) په سر كې دود دى
په دغه دود كې مې كله سود دى
اوس مې له خپلو څخه بيايي
په پردي كور كې مې كم (40) بهبود دى(41)
*
ورا راښكاره سوه لوړ ماځيگر(42) دى
د خواجه خدر(43) په غره ژړ لمر دى
و پردي كور ته مې نن گذر دى
د بل په كور مې كله اختر دى
*
بايد تا ځان واى په لاس وركړى
بايد تا ځان واى خپل قصاص كړى
ته خلاص په ما سوې د مرگ له پوره
زه د كاك غوندې سوځم په اوره[44)
*
د سپينې خونې تر مخ ډېوه ده
يو مې نېكه بله انا دا
د دوى حرص ډېر د دنيا دى
گټه يې هېره د عقبى ده
*
د سپينې خونې تر مخ ماخۍ(45)
بابكه زهر دې سه زما روپۍ
پر سر به وړم د غم ټوپۍ
په پښو به وړم د وير كپۍ(46)
*
زه په خپل كور كې وم په راحت
بابك كړم خرڅه په ډېر دولت
په پردي كور كې مې نسته عزت
خود به ژاړم په هر ساعت
*
لالا مى بند سو په تور دكن(47) كې
ميراث خورو كړم واده په بل وطن كې
د بابا مېنه سوه راڅه پاته
درد مې ډېر په زړه خوږمن كې
د چېغو پاسنۍ بېلگې له هغه كوچني كتابگوټي څخه رانقل شوې چې د پروفيسور سيال كاكړ په زيار په كوټه كې خپور شوى دى. په دغه كتاب كې د ژوب او بوري د سيمو سل چغې راټولې شوي دي او يوه مفصله سريزه لري. په دغه كتاب كې د درې بيتيزه، پنځه بيتيزه او شپږ بيتيزه چغو بېلگې هم شته:
ابا پر غولي دې شنه كونگان(48) دي
تا ويل قمېص او ټيكرى ډېر گران دي
اوس به يې درپرېږم كه دې ارمان وي
*
يم پريشانه چې مجبوري ده
په پردي كور كې ډېره خواري ده
ميراث خورو و چا ته وركړم
دا عزيزي او تربوري ده
زما په برخه تل اريانى ده
*
د سپين بازار په سر كلداره
بابكه نه وم درباندې گرانه
ته چې راتلې د ژوب له ميانه
كفن دې راوړى زما له پاره
ته خو باچا يې دفتر دې واوړه
*
زه بې قصوره جېل له روځم
جېل د ظالم دى څنگه بې وړم
په پردي قام كې به څه كوم؟
سختي بې(49) تل گالم
ما ته به نه سم كږه به سم
*
لكه كوتره په هوا تلم
وزر مې مات سو راولوېدم
زه خو بابا ته ښېرا كوم
و سپي سړي ته چې وركړم
له خوره او موره يې جلا كم
*
د سپينې خونې په مخ كې ياره
ادكې مورې بابكه پلاره
زم(50) نه لويه كم نه هوښياره
په پردي كور كې به يم اريانه
لكه لړونى (51) د اور له ميانه
*
د (سنړاوي) په سر الوان
زما دي دوه وروڼه دوه مه خوريان
تر ما لا ښه د مچ(52) قيديان
يو وار بې خلاص كاندي نيكان
زه به په لاس سم د ظالمان
زما به تر مرگه نور حكمران
*
د سپينې خونې تر مخ ماخۍ
بابكه زهر د سه زما روپۍ
زما په پيسو ډكې كاپۍ
اوس يې په وكې شنې لارۍ
زه بې رضا نه سوم ناوه كۍ
پر تندي نه وړم خورې دا نړۍ
د پروفسير سيال كاكړ د كتاب له چاپېدو څخه وروسته داسې انگېرل كېدل چې چيغې يا انگۍ يوازې دوه- درې- څلور، پنځه يا شپږ مصرۍ لري؛ خو كله چې په كال 1994 (اپريل) كې د ښاغلي ابوالخير ځلاند كتاب(انگۍ د نيمې نړۍ فرياد) خپور شو، لوستونكي په دې وپوهېدل چې انگۍ د مصريو قيد نه لري او كله نا كله تر دوولسو او شپاړلسو مصريو پورې هم رسېږي. دې بېلگې ته وگورئ:
دا د بازار په سر كې غنم
پښتنو خود به بوغې وهم
په اور كې سوځم ولياړه يم
چې فكر وكم زه څوك لرم
يوه ادې ده وبې ستم
ټولۍ د خويندو وبې سوځم
لالا مې كوم دى چې زوبلومه
بندي د گور دى عاجزه يم
تاسې ليار راكئ هديرې له ځمه
ادې بنگ ورور به وږغمه
وام لالا كينه له ټولۍ ځمه
خوندي په خوار نغري پرېږدمه
كه لالا نه و ناهيله سومه
ادې په گور به ورننوزمه
زه زوندى يم په گور سودمنه
بنگ ورور مې كوم دى چې مل يې كمه
د اكا گانو محتاجه يم(53)
[21] – دا بدله د ناوې په كور كې د ناوې د وړلو په شپه او روځ د دواړو ډلو ښځو له خوا بلې لوري ته د پېغور په توگه وېل كېږي. دلته د يو پلو ښځې د بل پلو ښځو ته په سندرو كې د دوى د كوم نارينه نوم اخلي او داسې توند پېغور وركوي چې هغه باالمقابل غبرگون ته اړ باسي. د دې راز بدلو بشپړه شرحه وروسته راځي.
[22] تالا- تعالى.
[23] ايريان- حيران- اريان.
[24] وركو- وركړو
[25] جومت- جومات- مسجد.
[26] كوټى- د خره بچى چې مذكر وي. كه دا بچى مونث وي؛ نو بيا كوټيې بلل كېږي.
[27] اشرپۍ- د شاه اشرف هوتك د وخت سكې چې اوس ډېر تاريخي ارزښت لري. دا سكې په پارس كې ضرب شوې وې او د زرو د سوچه والي له پلوه تر نن پورې هم شهرت لري. كيداى شي چې دا بدل لومړى په كندهار كې جوړه شوې او تر وردگو پورې رارسېدلې وي؛ خو دا امكان هم شته چې دا بدل به په هغه وخت پورې اړه ولري چې اشرپۍ په وردگو او شا او خوا سيمو كې چلېدلې. په دې بدله كې د زوم د خوا سندرغاړې ښځې خپل سړي ستايي چې اشرپۍ وېشي، يعنى د لور پلار ته ولور پيسې وركوي.؛ خو هغه څوك چې دا پيسې اخلي لكه د پېغلې پلار، تره يا كوم بل مشر بيا په بدو يادوي او هغه ته د (كوټي) خطاب كوي.
[28] د مروتو د واده دستور، پرويز مروت، ص 80.
[29] – نندانه- ناندانه. دا به غالباً په اصل كې نادانه وي يعنې بې تجربې او ځوانه؛ خو نندانه د نازولې په مانا هم راځي.
[30] داسې ښكاري چې ډېر پخوا به ډېر پښتانه په يوه كلا كې اوسېدل. د دې كلا په مينځ كې به د هر چا كور بېل- بېل و او خپله دروازه (دره) به يې درلوده. كومې برجورې كلاوې چې نژدې يوه پېړۍ مخكې په وردگو كې جوړې شوې وې او اوس د جگړو له امله نړېدلې دي، په طبيعي توگه هم زړې شوې، په داسې كلاوو كې به د يوه پلار يا د دوو وروڼو يا كهولونو اولاده په گډه؛ خو جلا- جلا اوسېده. د خانانو كلاوو به څلور برجونه درلودل چې يا به د استوگنې خونې وې او يا د بديو په صورت كې ساتونكي هلته كېناستل. داسې برجونو به مورچلونه هم درلودل.
(په قبيلوي روابطو كې كلا د خان او بانفوذه مشر د اوسېدولو ځاى وي. څوك چې كلا لري، هغه په قبيله كې نفوذ هم لري. كلا يا قلعه د قبيلوي جوړښت له واحدونو څخه د پښې په جوړښت كې لوى ځاى لري). پخوا په هره كلا كې د يوې پښې خلك اوسېدل، پښه په پښتنو كې د نارينه ؤ په حساب جوړېږي او استوگن به يې په (خېل) سره پېژندل E
كېدل لكه سلطان خېل، شاهي خېل، سدوخېل او داسې نور. دا (خېل) ځان ته خپل جومات او ملا لري او لمنځونه په خپل جومات كې كوي، داسې جومات د همدې كلا مېلستون هم بلل كېږي، دعاوې په جومات كې اخيستل كېږي او كله نا كله جرگې هم په جومات كې كېږي. ځنې كلاوې په ځانگړو نومونو يادېږي لكه د گرديز جنوپ ختيځ ته (حليم كلا) يا د وردگو په سيد آباد كې (سره كلا) او داسې نور.
په اوس وخت كې د ډله ييز ژوند دود پيكه او پخوانۍ كلاوې زړې شوي، سره له دې چې اوس هم ځنې خلك لويې كلاوې جوړوي؛ خو هڅه كېږي چې ژوند انفرادي شي او هر څوك په خپله خوښه ژوند وكړي. د پخوانيو كلاوو په ډله ييز ژوند كې به تر ټولو سپين ږيرى سړى د كلا مشر بلل كېده؛ خو اوس د فردي ژوند روحيه ډېره پياوړې شوې او كلا نور نو خپل هغه پخواني دريځ په ډېرو سيمو كې له لاسه وركړى دى. دا كار د پښتنو په قبيلوي ژوند كې يو ښه پرمختگ بلل كېږي.
[31] په پخواني كابل او ځينو نورو غټو ښارونو كې سيك (سهيك) ته (لاله) ويل كېدى.
[32] برېښم- ورېښم-ابرېشم.
[33] خوندې- خورگانې. لوڼې هم په دې بيت كې ځاى لري
[34] صورت، مخ، ظاهري بڼه.
[35] چغيان (انگي)- ټولوونكى ولى محمد سيال كاكړ، 1370هـ. ش، اسلاميه پريس كوټه، ص 12 – 47
[36] چول- بيابان.
[37] نوش- نوش جان.
[38] بوغې- نارې سورې- چيغې- نارې، كوكې.
[39] بوري- كويټې ته نږدې د يوې سيمې نوم.
[40] كم- كوم.
[41] دا بدله يا دا چيغه هغه دود يا لوګى يادوي چې د توى د ډوډۍ د پخولو د كټوو له اور څخه پورته كېږي. ناوې په دې پوهېږي چې لږ وروسته خلك ډوډۍ خوري او بيا دا بل ځاى ته وړي.
[42] ماځيگر- مازديگر- نماز ديگر.
[43] د يوه ستانه زيارت نوم.
[44] دا د هغه ناوۍ چيغه ده چې په بدو كې وركړل شوې ده، په پښتنو كې د ودونو د ډولونو په هكله په همدې كتاب كې بشپړې خبرې شته.
[45] ماخۍ- مخۍ- يو ډول بوټى چې ژر اور اخلي.
[46] كپۍ- سوگلۍ- د غوينه له پوستكي څخه جوړ شوي ډېر ابتدايي بوټونه.
[47] د كن د هندوستان يوه سيمه ده. كېداى شي د دغه پېغلې پلار په دكن كې بندي وي او يا د خواري مزدورى له پاره هلته تللې وي او دا ميراث خورو (تره يا د تره زامن) واده كړې وي. په غالب گومان دغه بدل هغه وخت جوړه شوې چې پاكستان نه و او زموږ د سيمو كاريگر ځوانان به د كار له پاره د هندوستان خوا ته تلل.
[48] كونگ- يو ډول غټ مارغه دى چې غټې زېړې سترگې او گرد غټ مخ لري. كونگ هغه مارغه دى چې د شپې له خوا ډېر راوځي او په ونو كې ارام ناست وي. كونگ ته په دري ژبه كې (بوم) وايي.
[49] بې – به يې
[50] زم- زه مو
[51] لړونى- اور لړونى- د اور د لړلو ځانگړى لرگى.
[52] د پاكستان يونامتو جېل (مچ) نومېږي.