دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهله روسیې څخه افغانستان ته د مایع ګازو د وارداتو دوه چنده...

له روسیې څخه افغانستان ته د مایع ګازو د وارداتو دوه چنده کېدل

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲۳مه)  روسیي چارواکي وایي، په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم سږکال له دغه هېواد څخه تر تېرکال دوه برابره زیات مایع ګاز اخیستی دی.

رویټرز اژانس د روسیې د صنایعو د ادارې په وینا خپاره کړي راپور کې ویلي چې د جنوري له میاشتې د سږکال تر نومبر پورې افغانستان نېږدې یوسل او شپږ اویا زره ټنه مایع ګاز له روسیې اخیستی دی او دا د پروسږکال همدې مودې په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

د اوکراین د جګړې له پیلیدو سره اروپایي هېوادونو ته د روسیې د ګازو صادرات کم شوې دي، ځکه چې پر روسیې بندیزونه لګیدلي دي.

له دې سره، طالب چارواکي وخت په وخت له ایران څخه افغانستان ته د بې کیفیته مایع ګازو د بیرته مسترد کېدو خبرونه ورکوي.

یو شمېر څارونکي په دې برخه کې د اقداماتو او فرصت پېژندلو له اړخه طالب رژیم ستایي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب