پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهپاکستان د بهر ته تلونکو افغان کډوالو د استوګنې موده د ۲...

پاکستان د بهر ته تلونکو افغان کډوالو د استوګنې موده د ۲ میاشتو لپاره وغځوله

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲۳مه) د پاکستان کابینې د چارشنبې په ورځ پرېکړه وکړه چې د روانې ډسمبر میاشتې د یو دېرشمې په ځای به په پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د اوسیدو لپاره د دوه زره څلرویشتم کال د فبروري تر نهه ویشتمې نېټې پورې وخت تمدید شي چې نورو هېوادونو ته ځي.

د کابینې د پرېکړې له مخې، که چېرته تر دې مودې وروسته دا افغانان په پاکستان کې پاتې شول اته سوه ډالر به جریمه کیږي او د میاشتې سل ډالره به حکومت ته ورکوي.

د پاکستان د اطلاعات وزیر غلام مرتضی سولنګي وویل چې په کابینه کې دا پرېکړه هم وشوه چې هغه افغانان چې له پاکستانه لویدیځو هیوادونو ته ځي، هغوی به اوس د سړي سر څلور سوه ډالر ورکوي، پخوا یې له هر کسه اته سوه ډالر اخیستې.

پاکستان د اکتوبر په لومړیو کې اعلان وکړ چې څه باندې اوولس لکه افغان کډوال چې د دوی په وینا په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري له خپلې خاورې باسي.

په وروستیو کې پاکستان له افغان کډوالو سره په بېساري ډول توند چلند پیل کړی چې له امله یې په پراخه کچه نیوکو سره مخ شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب