جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهحقاني: نړیوال دې افغان کروندګرو سره د کوکنارو د بدیل معیشیت لپاره...

حقاني: نړیوال دې افغان کروندګرو سره د کوکنارو د بدیل معیشیت لپاره مرستې وکړي

تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۲مه)  د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومیا سره په لیدنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د نشه‌يي توکو په کنټرول کې له افغان بزګرو سره د بدیل کښت مرسته وکړي، ترڅو د دې بشري ناورین عوامل په بشپړه توګه له منځه لاړ شي. 

د حقاني د مطبوعاتي دفتر له قوله، په لیدنه کې تاکایوشي کورومیا ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره په سختو حالاتو کې مرستې کړې او لاهم خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړي زیاته کړې؛ جاپان د افغانستان روغتيايي برخې سربېره له راستنېدونکو کډوالو او بزګرو سره خپلې مرستې روانې ساتي.

سراج الدین حقاني تر دې مخکې هم له نړیوالې ټولنې غوښتي وو چې افغان کروندګرو سره د کوکنارو د کښت د بدیل معیشت لپاره مرستې وکړي.

تازه د ملګرو ملتونو له لوري په شوي اعلان کې راغلي چې طالبان په افغانستان کې د کوکنارو کښتونه تر ۹۵ سلنې پورې له منځه وړي.

ګڼو نورو ادارو بیا د افغان کروندګرو د بد وضعیت خبر ورکړی او دوی سره یې پر مرستو ټینګار کړی. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب