تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۲مه) د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوی عبدالکبیر، چې ویل کېدل، مرور دی او پاکستان ته تللی، نن په کابل کې بېرته خپل کار ته حاضر شو.
د مولوي عبدالکبیر دفتر د ده داسې عکس خپور کړی چې د خپل دفتر له نورو کارکوونکو سره لیدل کېږي.
د ده د ناسوبتیا په اړه ویل شوي چې ناروغ و خو دا نه دي ویل شوي چې څه ناروغي یې لرله او چیرې یې درملنه کړې ده.
د ريیس الوزرا د سیاسي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر په وروستیو کې د ناروغۍ له کبله په کور کې استراحت کاوه خو وروسته په روغتون کې بستر شو.
دا د کبیر غاړه کښی کوم کوتک بند ده چی هیڅ سمیږی نه