Homeخبرونهد الیشنګ ولسوالۍ یو شمېر ځنګلونو اور اخیستی

د الیشنګ ولسوالۍ یو شمېر ځنګلونو اور اخیستی

تاند (چهارشنبه،د قوس ۲۲مه) د راپورونو له مخې، د لغمان ولایت د الیشینګ ولسوالۍ په ځنګلونو کې پراخ اور لګېږي او د وژلو لپاره یې د ځايي اوسیدونکو هلوځلو نتیجه نه ده ورکړې.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې په دغو ځنګلونو کې درې ورځې وړاندې اور بل شو او ورځ تر بلې پراخ شوی دی.

تر اوسه پورې د اور لګېدو علت نه دی څرګند خو ځینې کسان په ځنکلونو کې اور بلوي چې له کبله یې اور له کنټروله ووځي.

دوی له طالب چارواکو غواړي چې د اور په وژلو کې ورسره مرسته وکړي کنې نورو ساحو ته به هم پراخ شي.

په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان د ختیځ، کونړ، نننګرهار او نورستان په ځنکلونو کې څو ځلې اورونه ولګېدل چې له کبله یې پراخې ساحې په ایرو بدلې شوې.

تر ټولو وروستۍ پېښه د سرطان په میاشت کې د کونړ او نورستان په ځنکلونو کې اور و چې بالاخره د ځايي خلکو او طالبانو په همکارۍ ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د خپل مساحت په تناسب لږ ځنګلونه لري او له بلې خوا پر له پسې وچکالیو د نورو ځنګلونو د احیا کېدو مخه نیولې ده.

د الیشنګ ولسوالۍ د اوسیدونکو په وینا دا وخت په تیلي غر، میلي دره، ټپکال او د څو نورو غرنیو سیمو په ځنګلونو اور بل دی.

د دوی په وینا کلیوالو په ځینو ساحو کې اور وژلی خو تراوسه پورې لږترلږه ۴۰ جریبه ځنګل سوځېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...