په نړۍ كې هره غټه، كوچنۍ، پرمختللې او يا وروسته پاته ژبه دوه ډوله ادبي پنځونې (ايجادات) لري. يو كتابي او بل شفاهي ادبيات. په افغانستان كې دري ژبه بډايه كتابي يا ليكنې(تحريري) ادبيات لري، دا ځكه چې دا ژبه له پخوا څخه په ښارونو كې ويل كېده، د كار او كسب ژبه وه، په دربارونو كې منلې وه، امراوو او سلاطينو به يې په لسگونه او سلگونه شاعران ساتل او هغوى ته به يې خلعتونه وركول. لنډه دا چې دري ژبه د دربارونو، بازارنو، مدارسو او كارباريانو ژبه وه؛ خلكو كتابونه پرې ليكل او نورو لوستل او له همدې امله له پخوا څخه ډېر مكتوب ادبيات لري او دا زموږ له پاره د وياړ خبره ده. بله خوا پښتو بيا له دربارونو، ښارونو، اباديو او تعليمي مراكزو څخه ليرې، د غرونو په لمنو كې د پښتنو د ژوند ژبه وه او هغه ځايي خلكو او كوچيانو به پرې خبرې كولې چې له تمدن او اوسني مدنيت څخه ليرې پراته وو او ډېرى وخت به يې په خپلمنځي او يا نورو سترو او كوچنيو دولتي جگړو كې تېراوه او سوبې به يې كولې. طبيعي خبره ده چې د دغه راز خلكو شفاهي ادبيات ډېره وده كوي او دوى د خپل ژوند سوبې، برياوې، ستونزې، كړاوونه او ښكاره او پټ احساسات د شعر په ژبه بيانوي او په دې توگه د خپل زړه بړاس وباسي او يو له بل سره عاطفي اړيكې نيسي.
د پوهانو په عقيده پښتو شفاهي ادبيات گڼې څانگې لري. د دغه ادبياتو په تخليق كې ښځو او نارينه ؤ دواړو برخه اخيستې ده او كه له انصافه تېر نه شو، په دغه ادبياتو كې د نجونو او ښځو ونډه زياته او تله درنه ده. د ښادۍ بدلې هم له همداسې ځانگړو سندرو څخه دي چې د واده يا ښادۍ د مراسمو په بېلابېلو مهالونو كې د ښځو او نجونو له خوا ويل كېږي. بابولالې او ځنې نورې سندرې د تصنيف له پلوه د همدې بدلو په ډله كې د مطالعې ځاى لري چې هيله ده يوه روځ پوهان او څېړونكي دغه تشې ته ځير شي او د خپلو خلكو د احساساتو او عواطفو د ښې او بشپړې پېژندگلوي له پاره، د همدې سندرو په تحليلي څېړنه لاس پورې كړي او د پښتنو د ژوند او فكر په هكله نوې لاس ته راوړنې ولري.
د ښادۍ د بدلو د پيدايښت د وخت او ځاى په هكله تر اوسه ډېرې ژورې تاريخي او ادبي څېړنې نه دي شوي او په دې برخه كې كوم غوڅ نظر نه دى وړاندې شوى. استاد حبيب الله رفيع په دې هكله ليكي: (د بابولالو د پيدا كېدو وخت يقيني نه دى ښكاره؛ خو داسې برېښي چې خورا لرغونې سندرې دي او پښتنو د خپلو ودونو او ښاديو په وخت كې ويلې او وايي يې(1). د استاد خبره په ځاى ده چې دا بدلې ډېرې پخوانۍ دي؛ ځكه د نړۍ پخوانيو او منځنيو انسانانو د خپلو غمونو، ښاديو او نورو ژوندنيو چارو له پاره په خپله سويه دودونه رامينځ ته كړي او د ځنيو هغو له پاره يې بيا چيغې، غږونه يا لږ منظمې سندرې او بدلې جوړې كړې دي. له همدې امله په ډاگه ويلاى شو چې په پښتنو كې ودونه، دودونه لري او دودونه سندرې چې ډېرې خوږې او په زړه پورې دي او په دې كتاب كې به پوره خبرې پرې وشي.
استاد حبيب الله رفيع په همغه پاڼه كې ليكي: (… همدا رنگه د دې سندرو له ژورې كتنې څخه دا ښكاري چې بابولالې به هم لكه لنډۍ او د اتڼ نارې لومړى په كندهار او شا او خوا كې ويل شوي او بيا وروسته به يې په نورو پښتنو كې رواج موندلى وي(2). دلته محترم استاد د ښادۍ د بدلو د ځاى په هكله لومړنى نظر وړاندې كړى دى. همدا خبره (د پښتو د ولسي ادب لارې) د كتاب محترم مولف هم تكرار كړي او ليكي: (ځنې بابولالې 7-8-9-10- تر 13 پورې سيلابونه لري؛ خو هغه دومره لرغونى نه دي او معلومېږي چې د بابولالو د ټاټوبى كندهار مال نه دى)(3). د كوټې فاضل اديب محترم سيال كاكړ ليكي (د ښادۍ بدلې د لوى كندهار په تاريخي خاوره كې پيل شوې او بيا يې د وخت په تېرېدو پراختيا موندلې ده…) (4).
پاسنيو محترمو استادانو پرته له دې چې د لوى كندهار په تاريخي خاوره كې د ښادۍ د بدلو د پيدايښت په هكله تاريخي، جغرافيايي يا ژبني دلايل وړاندې كړي، كندهار د خپل تاريخي او كلتوري بډايتوب د ارزښت له امله د ښادۍ د بدلو لومړنى ټاټوبى بللى. په داسې حال كې چې دا خبره ډېرو ژورو تاريخي، اركيالوجيكي انتروپالو جيكي، جغرافيايي او ادبي مستندو څېړنو ته اړتيا لري چې پيلامې يې همدا اوس تر سترگو كېږي.
په دې برخه كې يو مثال هم شته، ډېر وخت داسې فكر كېده چې د ادم خان او درخانۍ كيسه په كندهار كې تېره شوې ده، حال دا چې د كيسې اصلي تاټوبى له كندهاره ډېر ليرې، د يوسفزو د قام د سوات دره ده او له هغه ځايه په ټولو پښتنو كې خوره شوې ده(5).
ښايي دې فاضلو استادانو به دا خبره ځكه كړې وي چې لوى كندهار له پېړيو- پېړيو راهيسې زموږ د گران هېواد افغانستان د سياست، فرهنگ او ادب په هسك كې وتلى ځاى لري. نوموتى او ډېر لرغونى (منډيگك) هلته پروت دى، هلته ستر- ستر ادبي بهيرونه مينځ ته راغلى دي. هلته د هوتكي او دراني شاهانو په څېر علم پالونكي مشران اوسېدلي، هلته د نارنج ماڼۍ ودانه شوې، هورې پټه خزانه ليكل شوې او په لسگونو ستر شاعران، ليكوالان، مورخين، محدثين، واعظين او عرفا تېر شوي دي؛ خو ولسي ادب د خبرو له پيل سره پيلېږي او تاريخ يې د بشر د لومړنۍ ژبې د فورم د جوړېدو وخت ته رسېږي او له كتابي ادب، خط او نورو پرمختياوو سره ډېرې اړيكې نه لري. د دې په څنگ كې امكان لري چې په يوه ټاكلې سيمه كې د ليكني ادبي غورځنگ له پياوړتيا سره جوخت او د اذهانو د عمومي پرمختيا له لارې د ولس شفاهي ادب هم وده وكړي او نوې څانگې ومومي؛ خو دا خبره هلته د ولسي ادب د كومې څانگې د حتمي زېږېدو دليل نه شي كېداى. په پښتنو كې ډېر داسې خلك شته چې ليكلى ادب يې كمزورى دى، لكه كوچيان؛ خو شفاهي ادب يې بډاى، هر اړخيز او په زړه پورې دى. هغه ښكلې لنډۍ چې كوچيانو پېغلو او زلمو د لرې پښتخوا او هلمند په لارو كې ويلي، هومره ځواك لري چې سارى يې د نړۍ د پرمختللو هېوادنو په ادبياتو كې نه ليدل كېږي:
پاس په كمره ولاړه گله
نصيب د چا يې اوبه زه درخېژومه
*
ما د كوچۍ له عُمره ځار كړې
چې سبايي اور يې بلېږي، دوى ترې ځينه
*
كه په ميوند كې شهيد نه شوې
خدايږو لاليه بې ننگې ته دې ساتينه
*
ليلا په باغ كې سره مڼه شوه
نه ورختى شم نه يې باد راغورځوينه
له همدې امله ويلاى شو چې د ښادۍ بدلې د پښتنو نجونو او مېرمنو له خوا په سلگونو كلونه مخكې رامينځ ته شوي او اوس د ټولو پښتنو گډ وياړ بلل كېږي.
د ښادۍ په بدلو كې تاريخي پېښې او تاريخي نښې
پښتنو ښځو خپل ودونه، له كلونو- كلونو راهيسې د ښادۍ په هغه بدلو ښايسته كړى چې د دوى په مينځ كې په ډېره ساده گۍ او د ژوند چارو د يوه منطقي انعكاس په توگه زېږېدلى دي. دا بدلې د واده له دود دستور سره يو ځاى د پېړيو په پوړيو كې له يوې سينې څخه بلې ته او بيا تر موږ پورې رسېدلي دي.
لكه چې د مخه وويل شول د ښادۍ د بدلو د پيدايښت د اټكلي ځاى او نېټې د ټاكلو چاره لا بشپړه شوې نه ده؛ ځكه دا بدلې له يوې خوا ټاكلي ويونكي نه لري او له بله پلوه د تطابق ستر قابليت لري او ژر په هر ځاى كې منل كېږي او خپلې لهجوي (گړدوديزې)ځانگړتياوې له لاسه وركوي.
ښايي پخوا به داسې په سلگونو بدلې وې چې په هغو كې به د ټاكلو سيمو، پېښو، كورنيو او اشخاصو نومونه ياد شوي وو چې اوس په هغو كې توپير راغلى او ځاى يې نويو زماني او مكاني ظروفو ته پرېښى دى. د ښادۍ په بدلو يا بابولالو كې هر كور- هر كلى او هره سيمه خپل ځاى لري. چې كله واده جوړ شي هرڅوك خپل- خپل كسان ستايي، په بل واده او بل ځاى كې بيا همدا بدلې د نورو كسانو او سيمو له پاره ويل كېږي او د وخت په تېرېدو سره يې په مضمون كې بدلون راځي او نوې- نوې خبرې په كې زياتېږي. د مثال په ډول دې بدلې ته وگورئ:
ناوې سترګې پټې كړه ده(6) تورې
سبا به (امان جان) ځواني پې گورې
دلته د (سبا) په ځاى د (بېگه- بېگا) او د (….جان) په ځاى (گل مرجان)، (هارون خان)، (مستو خان) يا بل هر نوم راتلى شي. له همدې امله د بدلو د داسې بېلگو موندل چې ډېر تاريخي قدامت ولري، دروند يا ناشونى كار ښكاري؛ خو بيا هم ځنې داسې نښې نښانې شته چې د بدلو لرغونوالى څرگندوي لكه:
د سوندرو لير يې جوړه په تندي كه
يا: د چندڼو لير يې تېره په تندي كه
د (پلاني) ناوې يې جوړه كاغذي كه(7)
فكر كوم دا بدل له اسلام څخه د مخه افغانستان د ښځو د ولسي شفاهي ادب يوه څرگنده بېلگه ده. د سوندرو وهل د هندوانو دود و چې اوس هم په كې ژوندى دى. په هندوانو كې پېغله نجلۍ په ټنډه(وچولي) باندې يوازې د يوه سره خال د وهلو حق لري او د خپل تندي د وېښتانو په مينځ كې د سوندرو (يو ډول سور پودر چې په اصل كې له چنډن يا صندل څخه جوړېږي) لار نه شي تېرولاى؛ خو كله چې دا نجلۍ ودېږي؛ نو ښځې يې په تندي باندې د سوندرو كرښه باسي. ښاغلى محمد عارف غروال د دې بدلو نورې بېلگې هم وړاندې كوي.
زموږ له ښو زومانو بخت دى
(پلانۍ) د چندڼ ونه (پلاني) يې زربرخ دى
*
ناوې سره خالونه كېږده
په (پلاني) پسې راووزه د همزولو مينه پرېږده
*
ناوې سره خالونه كېږده
د (پلاني) كره چې ورسې پر لېورو ښه نومونه كېږده(8)
اوس كه په يوه بدله كې د سوندرو يادونه وينو؛ نو فكر به وكړو چې دا بدل په هغه وخت پورې اړه لري چې په اوسني افغانستان كې پخوانيو اريانانو بېلابېلو مذاهب پالل او اسلام لا دې سيمې ته نه و رارسېدلى. په دې توگه وينو چې د پخوانيو خلكو يو دود چې هندوانو ورسره اوسني هندوستان ته وړى، د ښادۍ د يوې پښتو بدلې په چوكاټ كې تر موږ پورې رارسېدلى دى.
له پېړيو- پېړيو راهيسې پښتنو نجونو سوندر نه دى وهلى؛ ځكه چې د يوه حاكم دين په قلمرو كې د شړل شوي، مردود او يا نسكور دين كړه وړه حرام بلل كېږي. پښتنو هم له اسلام څخه وروسته ورو_ ورو خپل پخواني اندودود (طرز تفكر) له لاسه وركړى او ځانونه يې له نويو شرايطو سره برابر كړي دي. له همدې امله موږ وينو چې پښتنو ښځو او نجونو د سرو خالونو او سوندرو وهل پرېښي او په ځاى يې شنه خالونه پيل كړي؛ خو په بدله كې همغه پخواني دود ته اشاره خوندي پاته شوې ده.
له بله پلوه په هغه دودونو كې چې دا سندرې ورته وېل كېږي، د ځينو ډېرو لرغونو او تاريخي دودونو نښې ژوندۍ پاته دي، يقيننا چې پخوا به د همدې دودونو له پاره ډېرې ښكلې او په زړه پورې بدلې وې؛ خو د دود په بدلېدلو سره سندرې هم بدلې شوې او نوې بڼه يې خپله كړې ده. د مثال په توگه كله چې په ډېرو پښتنو سيمو كې ناوې خپل نوي كور ته ورسي، لومړى نغري، تناره يا په بله ژبه د اور ځاى ته بېوله كېږي او هلته ايرو ته لاس ښكته كوي ځينې خلك وايي چې دا دود له پلاره او نېكه نه راپاته دى؛ خو كه ښه ورته ځير شو دا د پخوانيو اريايانو د مذهبي مراسمو او ديني عباداتو يوه نښه ده چې د اوسنيو پښتنو په ودونو كې لا تراوسه ژوندۍ پاته ده. پخوانيو اريايانو اور ته د يوه سپېڅلي موجود په توگه په درنده سترگه كتل او هغه يې لمانځه. ان تر دې چې د زردشت په مشرۍ د اور لمانځنې يو بېل مذهب جوړ شو او دى يې د مشرتابه دريځ ته ورسېده(9).
د (ديانت زردشتي) كتاب په زردشتيزم كې د اور د ارزښت په هكله ليكي چې اور له ډېرو پخوانيو وختونو راهيسې په اريايانو كې د درناوي او لمانځنې لوړ دريځ درلود او زردشت په خپلو ښوونو كې سپېڅلى بللې. كه څه هم چې د پېړيو په تېرېدنگ سره د زردشتيانو ډېر پخواني دودونه له مينځه تللي؛ خو د اور درناوى او د هغه د دودونو او ادابو رعايت تر اوسه لا هم په خپل پخواني حالت پاتې دى او د پخوانيو دودونو د پاللو ښه بېلگه په لاس وركوي.
په زردشتيانو كې درې ډوله اور شته چې د درجې او درناوي له مخې خپلې- خپلې سپېڅلتياوې او دندې لري(10). دا چې د تناره او نغري اور په كومه درجه كې دى چې ناوې هلته د درناوي له پاره ورځي، ډېر اوږد بحث غواړي چې له دغه ليكنې سره اړخ نه لگوي او ژورې څېړنې غواړي.
همدا شان له واده څخه دوه- درې روځې مخكې او په تېره بيا د واده په شپه د وردگو پښتنو په كلي- كور كې د واده د خوښۍ اتڼ جوړېږي او په هغه كې ځوانان څڼې او مټې غورځوي. د دې اتڼ د كړۍ په مينځ كې د لرگو د سترو- سترو برغنډونو (كنده) اور بلېږي. ظاهرا دغه اور د رڼا له پاره وي؛ خو كه ښه ورته ځير شو دا د پخوانيو اريانانو هغه لمانځنه ده چې تر اور به چاپېره گرځېدل او درناوى به يې په ځاى كاوه.
همدا شان په وردگو كې ځينې ميندې خپلو ماشومانو ته وايي چې په ايرو پښه مه ږدئ چې پيريان لري. دا په حقيقت كې ايرو ته، د اور د پاته شونو په توگه يو درناوى دى او ښځې خپلو ماشومانو ته لارښوونه كوي چې په ايرو مه گرځئ يعنې تر پښو يې مه لاندې كوئ. پښتانه په هغه ځاى چې اور بل شوى وي، متيازې كول لويه گناه گڼي(11)
په وردگو كې ښځې د تناره ايرې يو ځاى ټولوي او بيا يې نارينه پټيو ته وړي او د ښورې په توگه يې له خاورو سره گډوي.
په منگلو كې مشرانې ښځې د كور نجونو ته وايي چې د اور له بلولو څخه مخكې، نغرى ښه پاك كړي. دا نجونې بايد له نغري څخه د پخوانيو ايرو د جارو په وخت كې څو ځلې بسم الله ووايي. د دوى په اند په دې ايرو كې پېريان او نور درانه شيان پټ وي چې كه په عذاب شول، په ټول كور باندې سيورى غورځوي او زيان پېښوي. كه څوك داسې ونه كړي؛ نو په زړه كې كركه ورته پيدا كېږي او ځورېږي. ځنې منگلې نغري په جارو نه؛ بلكې په ټوټه پاكوي(12).
اور ته د اريايانو د درناوي تر څنگ چې په اوسنيو پښتو كې هم ليدل كېږي داسې بېلگې هم شته چې په دې خلكو كې د لمر د لمانځنې د لرغونتيا نښې وړاندې كوي. د لمر لمانځنه چې يو بودتون يې په خيرخانه مينه كې ميندل شوى، پخوا د كابل- سجاوند او زابل تر مينځ دود وه.
دې بدلې ته وگورئ!
مازديگر دى ښېرې مه كړه
ته به د ناز ښېرې كوې رښتيا به شينه
د دې خبرې مانا دا ده چې مازديگر مهال چې لمر د ډوبېدو خوا ته روان وي او د لمر پالونكو د عبادت وخت وي، چاته ښېراوې مه كوي چې قبولې به شي او زيان به ورسي. په پاسنۍ بدله كې مين خپلې مينې ته وايي چې ته به مازديگر د ناز ښېرا كوې؛ خو هغه به رښتيا شي او دواړو به د بېلتون په اور وسوځو او يا به كوم بل زيان پېښ شي.
د دې په څنگ كې يوه بله خبره هم شته چې وايي سهار او ماښام چې لمر راخېژي او يا ډوبېږي لمونځ سم نه وي. دا يوه ډېره په زړه پورې خبره ده او ژوره څېړنه غواړي؛ ځكه مسلمانان سهار او ماښام لمنځونه كوي، د سهار لمونځ داسې وخت وي چې لمر لا نه وي ختلى او د ماښام لمونځ داسې وخت كېږي چې لمر لوېدلى او لږ تياره خوره شوې وي. دا چې مسلمانان وايي د لمر د راختو او پرېوتو په وخت كې لمونځ مه كوئ، سمه خبره ده؛ خو دا د لمر له لمانځنې سره هم لږ اړخ لگوي؛ ځكه چې په دې وخت كې د لمر پالونكي د لمر په عبادت بوخت وي. په پښتنو كې د اسلام د ستر دين د پاللو تر څنگ، دا د نورو پخوانيو گرهو پالنه ډېره په زړه پورې ده او ژوره څېړنه غواړي. هيله ده چې يوه روځ پوهان دې تشې ته ځير شي او د خپلو خلكو د ښې پېژندگلوئ له پاره هر اړخيزه څېړنې وكړي.
د ښادۍ بدلې د ښځو د محروميت ازانگې:
د تاريخ مطالعه داسې څرگندوي چې په نړۍ كې د لومړنيو انساني ټولنو له جوړېدنگ څخه وروسته بيا د فيوډالي ټولنو تر ړنگېدلو پورې، د وسايلو د كموالي يا نشتوالي، د ښوونې او روزنې د نشتوالي او وروسته بيا لږوالى او نا اغېزمنتيا، د ډول- ډول عقايدو د زور زياتي او په انسانانو كې د مساواتو، عدالت او قانونيت د كمزورتيا له امله په ښځه باندې ظلم شوى او په ډېرو وختونو او ځايونو كې د راز- راز كړاوونو له امله ځورېدلې ده.
د افغانستان په پخوانيو دورو كې د ښځو د حالت، ژوند او حقوقو په هلكه ډېرې څېړنې نه دي شوي او ډېر شيان په تيارو كې پټ پاته دي. د هېواد تكړه سياسي شاعر او نوميالى ليكوال ښاغلى سليمان لايق ليكي: (په اريايي ټولنه كې پر ښځه باندې د نارينه د حاكميت او زورواكي زړه دردونكى دوره تېره شوې ده. ښځه به د مېړه له مړي سره يو ځاى اور ته اچول كېده)(13). دې ناوړه دود ته په اوسني هندوستان كې(ستي كېدل) وايي. داسې ښكاري چې دا دود هغه وخت دلته عام و چې اسلام لا دلته ته نه و راغلى او دلته د هندويزم، بودايزم او نورو كوچنيو مذاهبو راج چلېده. وايي چې اوس هم د هندوستان په ځينو ليرو پرتو سيمو كې، هلته چې د مذهب احكام په ډېر شدت تطبيق كېږي، ښځه كه څه هم چې ډېره ځوانه او حتى د نامزادۍ په دوره كې وي، د خپل مېړه له مړي سره يو ځاى سوزول كېږي. د هندوستان په ښاري سيمو او يا په هغه كليو كې چې لږ مدني شوي، دا دود اوس له مينځه تللى؛ خو اوس هم كونډه ښځه، كه څه هم چې پېغله وي د بل مېړه حق نه لري. ويل كېږي چې له نن څخه دوه پېړۍ مخكې (1830 م) د هند د (مراوا) له شهزاده سره چې په 80 كلنۍ كې مړ شوى و، د هغه 47 ښځې سوځول شوې دي. منبع وايي چې دا ښځې لومړى د لرگو په برغنډونو باندې اوږدې- اوږدې پريوتې، خو كله چې د اور لمبې تر دوى تاو شوې، نو چيغې يې ووهلې او هڅه يې وكړه چې وتښتي؛ خو خلكو بېرته نيولې او اور ته يې غورځولې. له دې سترې پېښې وروسته د هند انگليسي حكومت په داسې وروسته پاتې دودونو بنديز ولگاوه(14).
په پښتو كې داسې لنډۍ شته:
ورك شې بېلتونه غم زرغونه
سوي داغونه راكوې ستي دې كړمه
ستا په يارۍ كې تومتي شوم
په اور ستي شوم څوك مې خوا له نه راځينه
*
گودر دې ونيو تومتي شوم
په اور ستي واى تومتي نه واى مينه
*
مورې ستي شې پلاره ومري
زه د نيكه په كټ كې خاورې ايرې شومه(15)
ستي Sati يو سانسكريت ويي دى چې د ښې ښځې، مېرمنې او هغه وفاداره ښځې مانا لري چې د خپل مېړه له مرگه وروسته ځان سيځې.
ستي همدا راز پاك لمنې مېرمنې او مخلصې ښځې ته هم ويل كېږي. هغه دود ته هم ستي ويل كېږي چې په هغه كې ښځه ځان له خپل مړه خاوند سره يو ځاى سيځي. صايب تبريزى وايي.
چون زن هندى كسى در عاشقى ديوانه نيست
سوختن بر شمع كشته كار هر پروانه نيست
خوشال خان خټك وايي:
چې په يار پسې روغ ځان سيزي په اور كې
زه په دا رسم مين يم د هندوانو(16)
د (ستي) له احكامو سره سم به هره كونډه د خاوند له مړي سره يو ځاى اور ته اچول كېده، په ځنيو نورو لرغونو مذاهبو كې به مړى د سېځلو پر ځاى خاورو ته سپارل كېده، دلته به ښځه له خاوند سره ژوندۍ گور ته سپارل كېده. دې عنعنو غالبا په هندي اريايي قبايلو او عشايرو كې زيات دوام كړى دى. دا لنډۍ وگورئ: چې روح يې پښتون دى، جوړښت يې پښتون دى او د يوې داسې پښتنې د زړه اواز باله شي چې مرگ غوره بولي، ځكه چې نور يې په زوره ښخوي.د ټولنې دود يې گور ته لېږي او د زمانې جبر يې په ژوندوني خاورو ته سپاري.دا به د هغه وخت د پښتنو بدله وي چې دوى هم خپلې خويندې- لوڼې ستي كولې او يا ژوندي ښخولې! كه داسې نه واى نو دا بدلې له كومه كېدې؟ بدل خو د هغه پېښو او دودونو له پاره جوړېږي چې وي او پالل كېږي. كه كوم دود په يوه كام (قوم) كې نه وي بدل هم نه ورته جوړېږي. دا لنډۍ په ډاگه ښيي همغسې چې يو وخت پښتني ستي شوي، له خپلو مېړونو سره ژوندي هم ښځې شوې دي!!؟ چې بېرته همغه پخوانۍ خبره تكرار كړو، كه كومه پښتنه ژوندي نه واى ښخه شوې، نو نورو پښتنو ښځمنو به دا بدله نه ورته جوړوله، لكه د ډېرو نورو هغه دودونو له پاره چې په پښتنو كې نشته او بدلې هم نه لري.
ما وې چې مرگ به مې پرده شي
اوس مې په ژوند گور ته ليږي چنيجي مې خورينه
په ستي كېدلو يا ژوندي ښخېدلو سربېره ښځه له پېړيو- پېړيو راهيسې د افغانستان د اوسنۍ خاورې په نژدې ټولو ځايونو او په تېره بيا په پښتني سيمو كې له جسمي او فكري پلوه تر (نارينه) كمزورى او عاجزه بلل كېږي او د سرنوشت ټاكنه يې د نارينه ؤ په لاس كې ده او د ښادۍ بدلې همدا حالتونه د عاميانه شعر په ژبه بيانوي. د ښادۍ بدلې د ښځو د احساساتو، عواطفو، دردونو، رنځونو، كړاوونو او انگېرونو ډېره ښه ترجماني كوي او هغه د ډېر خواږه او ظريف بيان په موسيقي كې وړاندې كوي.
د ښادۍ بدلې كومه ښكاره شاعره نه لري. داسې نه ده چې يوه لوستې پښتنه شاعره دې ناسته وي او د ښځو د ژوند د داسې يوه ځانگړي پړاو په هكله دې شعر وليكي چې د هغې په ټول وړاندني او وروستني ژوند اغېزه لري. دغه د وېرې پړاو واده دى چې كله نا كله د يوې ښځې ذهن په ټول ژوند كې مصروف ساتلى شي. د داسې ښځو د پېغلتوب ذهن ځكه په دې خبره ډك وي چې هغه د يوه انسان په توگه، د خپل ځان او خپل راتلونكي په هكله څه فكر كوي؟ او له واده څخه وروسته ذهن خو په هغه ناخوالو ډك وي چې دا ښځه ورسره مخامخ كېدونكې وي؛ نو ټولې پښتنې نجونې او ښځې په يوه ډول نه، يو ډول د ښادۍ د بدلو يا بابولالو په جوړولو كې ونډه لري. هغوى چې د ژوند ناخوالو، اقتصادي ستونزو، په سيمه، كلي او كور كې د (نارينه قانون) چلند دې ته اړ كړى چې د خپلو احساساتو د بيان له پاره شعري ژبه وچلوي او هغه څه چې په عادي ژبه خپل ورور، پلار، خاوند، ملا، ملك، خان او نور حاكميت ته نه شي ويلى د شعر په ژبه بيان كړي. شرايط داسې جوړ شوي چې په پښتنو كې د ژوند قبيلوي واكمنۍ د نارينه ؤ هغه جمعي عواطف او احساسات تر ستوني نيولي چې خپلو ميندو؛ خويندو، مېرمنو او لورانو ته اجازه وركړي چې د موجوده شرايطو په هكله د اعتراض خوله پرانيزي او څه دې ووايي؛ خو شعري بيان ښځو ته دا وخت وركړى چې خپلې ناوېلې خبرې د شعر په ژبه ووايي او خپله چېغه تر نورو پورې ورسوي.
هغه ستونزې او شرايط چې د پښتنو ښځو ژبه يې بنده كړې ده، اوس هم په لږ او ډېر توپير په ډېرو سيمو كې شته. ډېرو پښتنو د پېړيو په اوږدو كې له خپلو خويندو، لورانو او مېرمنو سره د ميراثي مال په توگه چلند كړى دى، په ډ ېرو پښتنو كې ښځه لا تر اوسه هم د خپل ځان واك نه لري. پښتانه اوس هم ښځه په ښځه بدلوي(د بدل واده)، ښځې د كورنيو او قبايلو تر مينځ د بديو د ختمولو له پاره د عوض په توگه وركوي(د بد واده)،كونډې ښځې په زور ودوي، نجونې په بن وركوي، نجونې مشرانو او بوډاگانو ته وركوي، په نجونو پيسې (ولور) اخلي، نجونې پيرانو او حضراتو ته په نذر كې وركوي( ډېر لږ) او پېغلې نجونې د ماشومانو په نامه كينوي. پښتانه پلرونه اوس هم زوى په لور(ښه) بولي، د زوى په ږېزېدو ډمان كينوي، پسونه حلالوي، ډزې، مېلې او لگښتونه كوي؛ خو د لور په زېږېدو خپه كېږي او ان دا چې د لور مباركي ځان ته پېغور گڼي. په ډېرو پښتنو كې ښځې د كور او زمكې د كار درانه پېټي وړي؛ خو د مينې او ښكلا خوښونې حق يې وژل شوى او د حاكمو شرايطو له امله په پرله پسې توگه ځپل شوى او د مودو- مودو چېغې يې په ستوني كې ايسارې پاته دي.
لكه مو چې د مخه هم اشاره ورته وكړه پښتنو ښځو د شعر وسله پورته كړې او د خپلو خبرو له پاره يې د ميندو سندرو، ساندو، لنډيو، د ښاري بدلو او … ته مخه كړې ده. ښځې د ښادۍ په بدلو كې د خپل محروميت غږ جگوي او د ټولنې له ستم څخه پرده پورته كوي.
د ښادۍ بدلې د پښتنو ښځو د سرو او ژړېدونكو سترگو هغه بهېدونكې اوښكې دي چې د پښتو د بډاى ولسي ادب سمندر ته ورگډېږي او د ښه ژور او دقيق علمي كار په نتيجه كې موږ ته له اريايي دورې څخه بيا تر اوسه د ښځو د ټولنيز دريځ په هكله ژور او خورا دقيق معلومات راكولاى شي.
د ښادۍ په بدلو كې په ناوړه دودونو انتقاد:
په مخكني بحث كې مو دا خبره وكړه چې د ښادۍ په بدلو يا بابولالو كې كه له يوې خوا د حاكم قبيلوي نظام د ناوړه شرايطو په ضد چغې پورته شوې او ښځو په دې توگه د خپل زړه بړاس ويستلى دى، بله خوا د ښادۍ په بدلو كې په نورو هغه ناوړه دودونو هم كلك گذارونه شوي او كېږي چې د ښځې او پېغلې په ژوند اغېزه شندي او دوى ته كړاوونه زېږوي. په دې دودونو كې لوړ ولور، لوړ لگښتونه او نور هغه خرڅونه راځي چې د زوم كورنۍ د خپلو شنو زمكو گرو يا خرڅولو ته اړ كېږي او داسې پوروړى كېږي چې په كلونو- كلونو دا پور نه شي خلاصولى.
د موږ د ناوۍ دوې لوېشتې تندى دى
ارمان مې د (…) ها شين پټى دى
لكه چې گورو په دې بدله كې د هغه شنه پټي يادونه شوې ده چې خلك يې د ولور، پوښ، توى او د واده د نورو لگښتونو د پوره كولو له پاره په گرو وركوي او يا خرڅوي.
داسې ورته نورې بدلې هم شته چې په دې كتاب كې به يې په تفصيل ولولى. په پاسنۍ بدله كې د زوم د خوا ښځې (كورواله) د دغه شين پټي د گروولو په توسن خپلې ځوانې او احتمالا ښكلې ناوكۍ ته پېغور وركوي چې د دغه (دوې لوېشتې تندي) له پاره يې كرنيزه زمكه گرو شوې ده او دوى هغه ستونزې يادوي چې زوم او د زوم كورنۍ به يې د دغه زمكې د بېرته خلاصولو له پاره گالي.
ناويلې دې نه وي پاتې چې په پښتنو (او وردگو) كې د زمكې خرڅول لوى عيب شمېرل كېږي. خلك وايي چې زمكه د پلار- نيكه هډوكي دي؛ خو اقتصادي ستونزې او د واده د درندو لگښتونو پورته كول كله نا كله يو څوك دې ته اړ باسي چې دا پېغور وگالي او خپله زمكه خرڅه كړي.
مېيين (17) بران(18) چې ووري(19) د خداى زور دى.
موږ چې ناوې وړو، د لوټو زور دى
په پاسنۍ بدله كې د بدلې ويانده لومړى د خداى(ج) زور يادوي چې په خپل نه تمامېدونكې ځواك سره باران اوروي او بيا خپل لوټونه يادوي چې ناوې پې وړي.دلته لوټونه په يو ډول وياړ ياد شوي چې گواكې دا ناوې د لوټونو په زور وړو؛ خو كه رښتيا ته ځير شو د دغه لوټونو د پيدا كولو زور ښځو ته ښه نه معلومېږي. دا خو يا د زمكې په خرڅولو يا د گروولو او يا سود او بل زيار پيدا شوي پيسې دي چې اوس په دې واده لگېږې؛ خو كلونه- كلونه به د زوم او د هغه د كورواله ؤ په اوږدو يو دروند پيټى وي.
[1] د خلكو سندرې، حبيب اله رفيع، د افغانستان اكاډمۍ، د تاريخ او ادب ټولنه، 1349 هـ.ش، ص 76.
[2] د خلكو سندرې، ص 77.
[3] د پښتو د ولسي ادب لارې، څېړنوال دوست شينوارى، پښتو ټولنه، 1365، ص 93.
[4] فولكلوري جواهر، پروفيسر سيال كاكړ، پښتو اكاډمۍ، بلوچستان، 1997 م، ص 17.
[5] د پښتو د ولسي ادب لارې- د نه ايليدونكي ولس د ادبياتو په حواله، ص 19.
[6] ده- دا.
[7] كه- كړه
[8] غرنۍ سندرې، محمد عارف غروال، ص 27.
[9] پښتانه اور سپېڅلى بولي او په اور لوړه كېږي. په لرغونو قبيلو كې چې چپاوي يرغلونه به كېدل، ډېر لوى زيان دا و چې اور به يې ورمړ كړ. په قبلوي عرف كې يو چا ته د اور وركول بد انگيري؛ نو كه به د چا اور مړ شو آواره به شو(د پښتني قبيلو، ص 10).
[10] ديانت زردشتي، پروفيسور كاى بار- پروفيسور اسموسن او ډاكتر مرى بويس، د فريدون بهمن ژباړه، د جامې خپرونې، 1386 هـ.ش، تهران.
[11] د پښتني قبيلو، ص 10.
[12] د پښتنو ځنې فولكلوري روايات، على محمد منگل، د كلتور دولتۍ كميټه، 1374، كابل.
[13] پښتو لنډۍ، د افغانستان د علومو اكاډمۍ، 1364 هـ، ش، ص 36.
[14] (Marriage custams … page 7).
[15] پښتو لنډۍ، ص 74- 75.
[16] پيوند هاى افغانستان و هند در امتداد زمان، داكتر رهين، ص 17. رامايانا, كهن ترين حماسۀ عاشقانه هند، مركز تحقيقات فارسى، 2009، دهلى نو، ص 249.
[17] مېيين- نرم باران، ورو- ورو باران.
[18] بران- باران.