جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+کولرا

کولرا

ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په ۱۳۸۶ لمریز کال کې د قطغن د پخواني اجتماعي ژوند په اړه ځينې یادښتونه ولیکل. هغه مرحوم د دغو یادښتونو د لیکلو په وخت اتیا کلن و او دا یې د ژوند وروستی نثري اثر دی چې په تاند کې برخه برخه خپریږي. څرنګه چې متن شپاړلس کاله پخوا لیکل شوی دی نو که لیکوال مثلا دوه اویا کاله پخوا یادوي، منظور ورنه اوس طبعا اته اتیا کاله پخوا زمانه ده.


یو کال په قطغن کې کولرا خپره شوه. له هر ځایه به د ګڼو خلکو د وفات خبرونه رارسېدل. اوړی و، ګرمي وه، خلک به په دې وارخطا و چې په توده هوا کې وبا ډېره ژر خپرېږي. په هغه وخت کې په درست ولایت کې صرف دوه تنه هندي ډاکتران موجود وو. نور نو نه ډاکتران وو، نه کافي دوا. د کولرا د واکسین خبره خو لا چا اورېدلې هم نه وه. خو ښه وو په لنډ وخت کې له کابله دوه تنه ډاکتران او کافي واکسین راورسېدل. په ډاکترانو کې یو د سپه سالار شاه محمود خان شخصي ډاکتر و چې قریشي صاحب یې باله. قریشي صاحب ګومان کوم تره کی و. د خدای فضل و، هغه لږه دوا ټک پتری شوه، د وبا ګیلم یې ورټول کړ.

بیا ډېر کلونه وروسته په کندز کې اوازه شوه چې کولرا خپره شوې ده. تا به ویل چې اوازې یې خپروي. له اوازې سره جوختې یې په هر کلي کې نښې نښانې ولیدای شوې، خو دا وخت ښه و، دولت لاس بری و. ډېر ژر یې کافي واکسین او د مصابو خلکو لپاره دارو درمل راواستول. هغه وخت په کندز کې دوې شفاخانې او په خان اباد او امام صاحب کې هم ډاکتر او کلینکونه موجود وو. دغه شان د ملاریا د مجادلې ریاست لوی غنمیت و چې هم یې ډاکتران لرل، هم نور فني پرسونل. هغه وخت زموږ کور په چاردره کې و.  یوه ورځ مازدیګر ډاکتر صاحب غلام حسن خان  پخپل موټر کې واکسینونه او لازمې دواګانې ورسره راوړې ، یو دوه تنه پولیس هم ورسره ول. ډاکتر صاحب وویل: په دې خو به خبر یاست چې کولرا شایع شوې ده.

هو خبر شوي یو.
نن مو په کندز کې غونډه سره وکړه چې واکسین خو دا دی راورسېدل. اوس باید کارونه سره ووېشو. هغه و چې د کندز په ښار کې د واکسین تطبیق او د مصاب شویو علاج د سپین زر روغتون ډاکترانو او منسوبینو په غاړه واخیستل. د عسقلان او ګورتیپې په شمول د کندز ښار شاوخوا کلي او سیمې د کندز د شفاخانې منسوبینو ته وسپارل شول. چاردره او علي اباد چې کلینیک نلري موږ ته را په برخه شول. ما دا وظیفه ستاسې په ډاډ قبوله کړه. که تاسې راسره مرسته ونه کړئ، زه پخپل پرسونل چندان باور نه لرم چې دوی دې داسې کلي ته ورشي چې هلته څوک وبا وهلی وي، پاته شوه د مصاب بینادم علاج.

موږ ورسره ومنله. د خطای کلی، د چوراقو دوه کلي، د باسوسو کلی ما په غاړه واخیستل. د ماماخېلو د کلي او د حاجي جوره قنګرات د کلي ذمه واري مې لالا (زما مشر ورور) له دوه تنو ماماخېلو سره قبوله کړه.

ډاکتر صاحب واکسین راوسپارل او د واکسین د تزریق چل یې راوښود، دغه شان یې په دې پوه کړو چې په کولرا مصاب شوی به څنګه پېژنو؟ که معلومه شوه چې کولرا وهلی دی، کومه دوا به په څومره اندازه ورکوئ، دغه شان نور هدایتونه یې هم راته وکړل.

ما سر له سبا لومړی د خپل کلي لوی واړه، نر ښځې واکسین کړل، ورپسې مې د واکسینو او معالجې درمل په خورجین کې واچول، پر آس مې پښه واړوله، د خطایانو کلي ته ورغلم. هلته د حاجي اولیاقل مرحوم کور ته ورغلم، حاجي لا ژوندی و،. راته ویې ویل، ضرورت نشته چې کور په کور وګرځې، دلته به لومړی د کلي نارینه او ورپسې ښخې راوغواړم. څو چې کلیوال راغونډېدل د حاجي د کاله او وروڼو د کورونو لویو او وړو ته مې واکسین تزریق کړل. هغه و د خطایانو نارینه راورسېدل، چې له هغوی هم وزګار شوم د کلي ښځې او ماشومان یې راوبلل.تر مازدیګره هغوی هم واکسین شول.

تر ماښامه مې د شاوخوا څه خلک واکسین کړل، چې بېرته مخ په کور د خطایانو کلي ته راورسېدم ، حاجي اولیا د کور مخې ته ولاړ و، په زور یې وروګرځولم. د ماخوستن ډوډۍ مې ورسره وخوړله. چې ما رخصت ترې اخیست چې کور ته ترې لاړ شم، په دغه وخت کې د باسوسو د کلي یو سړی راغی، راته ویې ویل، زموږ یو ځوان وبا وهلی دی، حال یې بد دی که راشې او دوا ورکړې. ما ویل: تیار یم. حاجي اولیا راته وویل: په  دې شپه کې څه د چا د مرګ او ژوند ذمه وار یې، پرېږده یې، ځان ساتنه هم فرض ده، که ژوندی پاته شو، سحر به ورشې.

ما ورته وویل: اوس خو مې د دې کلیو خدمت په غاړه اخیستی دی، دوا راسره شته، که ورنه شم، داسې به راته ښکاري لکه په لوی لاس چې مې وژلی وي.

هغه راته وویل: د ورځې چې حال ورباندې اخلې کور دې ودان، هغه دی ګورې یې چې د دولت رسمي مامورین د ورځې په مخه لا سترګې ترې پټوي، په تا څه راغلي دي چې په شپه کې هم ځان خطر ته ورکوې، وبا وهلی لا چا جوړ کړی دی چې ته به یې جوړ کړې.

ما نه ورسره ومنله، باسوسو ته روان شوم. چې رنځور مې ولید په رښتیا د کولرا علامې پکې ښکارېدې. دستي مې نیمه پیاله دوا ورکړه خو مریض بېرته راوګرځوله.

د ډاکتر د هدایت مطابق مې د پیچکاري په ذریعه دوا ورتزریق کړه خو په سړي ډېر وخت تېر شوی و، چندان فایده یې ونکړه، ترې رخصت شوم. سبا خبر شوم چې هغه غریب پور پرې کړی و. سبا ته مې د هغه کلي له واکسینولو هم ځان فارغ کړ. بله ورځ چوراقو ته ورغلم، هلته هم ښه وو نارینه یې جومات ته راوبلل. ښځینه او ماشومان یې د حاجي اعظم په کور کې کښېنول. تر ماسپښینه له چوراقو وزګاره شوم.

ماسپښین خبر شوم چې د حاجي جوره په کلي کې محمدي بای وبا وهلی او حال یې ډېر خراب دی. څرنګه چې هغه کلی د نورو په ساحه کې و، پوښتنه مې وکړه چې ولې دوی نه دي ورغلي؟ راته وویل شول: مریض ته خو نه دي ورغلي، چې کله د هغه له مصاب کېدو خبر شول د هغه کلي واکسین یې یې هم پرېښودل.

زه سمدستي سپور شوم او ځان مې ورورساوه. چې ومې لید، په رښتیا د محمدي بای وضعه ډېره خرابه وه. د ده هغه سور مخ تک تور اوښتی و، لکه توره کټوه. پوه شوم چې دا هغه کولرا ده چې مریض د اسهال په ځای په شدید قبض مبتلا کوي، فورا مې دوا ورکړه  او د هندواڼې د خوړلو مې ورته وویل.  څو منټه ورته کښېناستم. ورو ورو یې سترګې را روڼې کړې او په ګنګوړۍ ژبه یې راته وویل: دا زما ښځې، لوڼې او زامن واکسین کړه.

ما هغوی او د هغوی د شاوخوا کورونو ښځو او ماشومانو ته واکسین تطبیق کړل، بیا مې په محمدي بای حال واخیست، په دې یوه ګړۍ کې یې سا نسبتا ښه شوې وه. یو څه نوره هندواڼه مې ورباندې وخوړله. ده د خېټې شکایت راته وکړ. ما ورته وویل: پام کوئ چې جلاب یا بل مسهل څه ور نکړئ چې ډېر خطر ورته لري، قبض به یې ورو ورو ښه شي، هر وخت هندواڼه ورباندې خورئ. زه به سبا سحر بیا راشم او بیا به دوا ورکړم، تشویش مه کوئ. یو ساعت نور هم ورته کښېناستم، د سړي رنګ واوښت، توروالی یې ورو ورو مخ په کمېدو و او ژبه یې په خوله کې سمه اوښته. دعاوې یې راته کولې.

ما بیا په تاکید ورته وویل: ګورئ له قبضه دومره ژر څوک نه مري، که یې په خېټه درد هم و، جلاب ور نه کړئ، جلاب ورته د مرګ خطر پېښوي او هندواڼه چې څومره خوړای شي، هغومره ورباندې وخورئ.

ماښام نژدې و چې کور ته راغلم.

سبا چې ورغلم، ډېر ښه شوی و. په ځای کې ناست و او رنګ یې پوره ځای ته راغلی و خو له ګېډې یې شکایت کاوه، ما بیا ورته وویل چې له هغه حاله دې حال ته راورسېدې، ډېر د شکر ځای دی، ګېډه به دې خدای ښه کړي، حوصله وکړه چې د کولرا اثرات دې بېخي ورک شي بیا به د ډاکتر په اجازه ستا د ګېډې غم هم وخورو خو پام کوه چې په خپل سر یا د بل چا په خوله کومه دوا ونه خورې.

په بله ورځ خبر شوم چې محمدي بای بېګا سا ورکړې ده. چې ورغلم پوښتنه مې پسې وکړه معلومه شوه چې ډاکتر اېشان څه مسهله دوا ورکړې او د هغې له امله یې بېګا شپه سترګې د تل لپاره پټې شوې دي.

ډاکتر اېشان نه ډاکتر و، نه کمپوډر، یو بې علمه ترکمن و. څو کاله اګاهو یې د عسکرۍ په دوره کې یوه ترکي ډاکتر ته د نفر خدمت په حیث ورسپارلی و، له هغه سره یې د ځینو درملو نومونه او پېچکارۍ کول زده کړي، د معاینې افزار یې اخیستي، په ځان یې د ډاکتر نوم ایښی و، د ترکمنو او اوزبکو معالجې به یې کولې، خدای خبر  چې د محمدي غوندې به یې څومره لویو او وړو ته د اخرت ویزې ورکړې وي.

ما د واکسینو کار په پنځو شپږو ورځو کې پای ته ورساوه. بیا به هم څو ورځې په کلیو راګرځېدم چې څوک له واکسینو پاته نه وي، یا د کولرا اثرات موجود نه وي.

ډاکتر صاحب به یوه، دوه ورځې بعد راپور اخیست.د خدای پاک فضل و، د کولرا لمن ټوله شوه، په کومه ساحه کې چې زما وظیفه وه، تقریبا یو نیم زر تنو ته مې واکسین تزریق کړي وو. له اووه دېرش مصابو څخه د محمدي په شمول درې تنه په دې ساحه کې وفات شول. نور چې خدای رغول روغ شول. هغه درې تنه هم دوه یې د خپلوانو له بې غورۍ ومړل یعنې هغه وخت یې خبر راکړ چې د دواړو سا په غرندې کې وه او محمدي بای خو د ډاکتر اېشان بې ځایه تشبت له منځه یووړ.

تیره برخه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب