سه شنبه, مې 14, 2024
Home+ د علمي فقر په لوري زموږ د ټولنيز سفر دوام

 د علمي فقر په لوري زموږ د ټولنيز سفر دوام

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د ساينس او ټيکنالوژي په ډګر کې د چټکو پرمختګونو او د نړيوالو بنسټونو د  رامنځته کېدو پراساس د ولسونو د غلام کولو او د هېوادونو د لاندې کولو لپاره د جګړو ييزو يرغلونو پخوانۍ استعماري ستراتیژي تقريباً په مطلق ډول له منځه لاړه. په معاصر وخت کې د استعمارچیانو لخوا عمدتاً هغه ملتونه په اسانۍ سره لاندي کيږي چې طبیعي قيمتي زيرمې او د زده کړو ښکته کچه ولري. دغه نيمګړتيا په سياسي او  اقتصادي برخه کې د هېوادونو د احتياج ګراف پورته کوي او په تدریجي ډول له نظامي يرغل پرته د غلامي خواته ځي، خو لاندي شوي هېوادونه رسماً مستعمره نه ګڼل کیږي. د غلامي دغه نوى نسخه په مستعمره هېوادونو باندې تسلط اسانه ګرزوي، د استعمار په وړاندې د ولس حساسیت ختموي، په ملت کې د انتقاد کولو وړتیا سلبوي ، د ظلم په وړاندې يې د مقاومت استعداد  له منځه وړي او عمدتاً د استعمار د ګټو په چوکاټ کې اقتصادي استثمار ته لاره هواروي.

د جمهوريت په مهال هم څو سوه ښځو د شل مليونه افغان ښځو حقونه  خپلو ځانونو په ګټه کارول، خو اوس مهال په افغان انجونو باندې د زده کړو دروازې له دوه کلن ځنډ وروسته هم تړلې پاتې کيدل او زده کړو ته د دوام ورکولو معصومانه او مظلومانه  غوښتنو ته يې د رد ځواب نه يوازي له ټول افغان ولس سره ظلم او جفا ده،  بلکې د علمي فقر په نتیجه کې د رامنځته کيدونکي غلامي لوري ته زموږ د سفر دوام، د انساني ارزښتونو په وړاندي جګړه، د افغانستان لخوا له نړيوالو ژمنو  نقض، دعدالت غوښتلو لپاره په يويشتمه پيړۍ کي د انساني ليدلوري زوال، د نړيوالې ټولنې ناکامي، د تيارو په لوري زموږ د راتلونکو نسلونو يو بل کال او د ااا په تګلارو کې هغه نيمګړتيا ده چې توجیه کول يې په معاصر دور کې عذر بدتر از ګناه ګڼل کېږي. څرګند واقعیت دادى؛ ترهغو چې د نيم ملت په مخ د زده کړو دروازې بندې وي، نه قوشتېپه ځليږي، نه سالنګ ښه ښکاري او نه هم له حاکمانو سره د ولس واټن کميږي.

که څه هم له څو لسیزو راهیسې د مختلفو اړخونو لخوا په يو او بل ډول د  افغانانو په حقونو تيرى دوام لري، خو د افغانستان په جغرافیه باندې د اوسني حکومت د بشپړ تسلط او په دغه هېواد کې د سرتاسري امنیت د رامنځته کيدو سره سم د مشرتابه د مسئولیتونو ډګر پراخ شوى، د ولس د غوښتنو ګراف لوړ شوى دى او په زده کړو باندي بنديز د خلکو په حقونو باندي بيسارى تيرى ګڼل کېږي.

د واک لپاره افغانانو ترمنځ د خپلمنځي جګړو له امله د ولس او مشرانو ترمنځ بې باوري ستر واټن رامنځته شوى او ولسونه د سياسيونو لخوا په مختلفو عنوانونو او شعارونو دوکه شوي دي نو ښه به داوي چې د حق غوښتلو لپاره د قوم قشر مذهب او جنسيت له نومونو پرته مطلقاً د افغان لپاره د حقونو د غوښتلو او د افغانستان د ښيزازي لپاره مبارزه وکړو. ګټه به يې داوي چې ابن الوقت او د فرصتونو په انتظار کې ناستو افرادو ته به زموږ له مظلوميت او مجبوريت څخه د خپلو ځانونو لپاره د سؤاستفادې چانسونه نه برابريږي. د قومونو ژبو سمتونو ښځو ځوانانو په نوم تبعیضي مبارزې به ته اړتیا هم نه پيښېږي، بلکې د شمال جنوب، ختيځ او لويديځ، پښتون، تاجک، هزاره، ازبک،  ښځه، ځوان او نورو ټولو محرومو طبقو حقونه پکې شامل دى.  د قوم ژبې جنس او قشر په نوم سياسي سوداګري نفاق بيلتون او تعصباتو ته به لاره نه هواريږي؟

که اوسني حکومت د انجونو په زده کړو باندي خپل مټکور بنديز ته هرڅومره دوام ورکړي، هيواد، ولس او د حاکمې ډلې په ګډون د ديني عالمانو قشر به يې بيه ورکوي. راتلونکې نسلونه او د تاريخ محکمه به هغوى له علم پوهې او د هېواد له نيمايي نفوس سره د دښمني په تور محکوم وګرزوي او خپل بچيان به د هغوى په مټکورو کړنو باندي شرميږي. راتلونکي نسلونه به پر زده کړو بندیز ته د یوه ظالمانه عمل او غیر اسلامي تګلارې په سترګه وګوري. يقيناً هغه خلک د فيل په غوږ کې ويده دي چې وايي د انجونو په زده کړو باندي د ناروا بنديز ختمول د امريکا او غرب غوښتنه ده. په زغرده وايم چې په انجونو باندې زده کړو ته اجازه ورکول د اسلام د سپيڅلي دين او افغان ولس غوښتنه ده.

د معلوماتي تکنالوژي په برخه کې د رامنځته شويو اسانتیاو او په تيزي سره د ساينسي پرمختګونو په مخکې د خنډونو اچولو امکانات د هيڅ برابر دي، موږ يې نه د پرمختګ مخه نيولاى شو او نه هم ورڅخه ځانونه پټولای شو. زموږ راتلونکی نسل به په داسې چاپيريال کې وده کوي چیرې به چې زده کړې له جنسیتي استثنا پرته د هر انسان لپاره د اکسيجن حيثيت ولري، له ساينس او ټيکنالوژي په برخه کې وروسته پاتې ولسونه  به  د غلامانو په شان ژوند کوي او يوازې د پرمختللي ټولنې د اوږو بار به ګڼل کېږي.

د اسلام د بنسټيزو اصولو له مخي زده کړې د نارینه او ښځینه دواړو لپاره خورا ارزښتناکه مکلفيت ګڼل شوى دى، دواړه جنسيتونه له تبعیض پرته زده کړو ته هڅول شوې دي او د اسلامي امت علما هم په دغه تړاو متفق ښکاري چې د ټولنې د تعليمي، روغتيايي، حقوقي، اقتصادي او نورو اړتیاو پوره کولو ترکچې يې په نر او ښځه باندي زده کړې فرض ګڼلې دي. قرآن د علم د زده کولو په اهمیت ټینګار کوي، او د اسلام تاریخ د ښځینه پوهانو او کادري مخکښو ښځو د ثبت وياړلې بيلګي لري. اسلامي امت نړيواله ټولنه او افغان ولس  د طالبانو دغه ادعا له سختو نيوکو لاندې راولي چې وايي  اسلامي شریعت يې پلي کړى دى  په داسې حال کې چې انجونې يې د زده کړې له حق څخه بې برخې کړې دي.

داچې موږ افغانان له حاکم نظام څخه د خپلو بچيانو او خويندو په حق غوښتلو او ترلاسه کولو کې تراوسه پورې پاتې راغلي يو او په دغه تړاو مو خپل مسئولیت څنګه چې لازم دى نه ده ادا کړى د بېوسي اعتراف او د شرمندګي احساس  کوو او د وجدان قضاوت ته مو سرونه ښکته شوي دي، خو دغه ناوړه بنديز په هيڅ ډول او هيڅ کله راته د منلو او توجیه وړ نه دى او د ټولو هغو امکاناتو له کارولو څخه به ګټه پورته کړو چې د سوله ييزې مبارزې لپاره يې په لاس کې لرو.

د انجونو په زده کړو باندي د بنديز ختمولو لپاره مبارزه خپله وجيبه ګڼو، خو د خپلو بچيانو په حق باندي به د سياسي تجارت اجازه هيچاته نه ورکوو چې د ځانونو لپاره  ورباندې د امتيازاتو د ترلاسه کولو هڅه وکړي. که د قومونو په نوم د ځوانانو او ښځو د حقونو ترعنوان لاندې د مبارزې په نوم څوک ډلې جوړوي، نو شخصي اغراض لرې او د ځانونو لپاره د امتيازاتو لټه کوي.  پرون محدود شمير هغو ښځو چې له افغاني دود او کلتور سره نااشنا وې په افراطي ډول د شل مليونونه افغان ښځينه وګړو په استازيتوب ځانونو او خپلوانو ته امتیازات ترلاسه کول. په پارلمان کې د ښځو شتون په خپل ذات کې د جنسيتي تبعیض بيلګه او ننداره وه، د ښځو چارو وزارت او اړونده نورو مؤسساتو د عامو ښځو په ټولنيز حقوقي او اقتصادي ژوند کې د مثبت او عملي بدلون راوستلو لپاره هيڅ ډول هڅه نه کوله بلکې دغه اداري واحدونه يوازې د غرب د خوشحالولو په موخه وو.

2 COMMENTS

  1. سلام
    اوښ ته یې ویل غاړه دې کږه ده هغهً ویل کوم ځای مې سم دی؟
    علمی فقر خو لا پریږده دفضل الرحمن زیړ پګړی تنده لا ماته نه ده !
    دده دغه ناجایزه وینا په بیسواده او که نیمه سواده ترازو کې وتلو ؟ دغه پیسه خور اجیر په دې نه پوهیږی چې اسلامی اخلاق او تدبیر یعنی څه؟

    • وعليکم السلام و رحمت الله وبرکاته
      مننه جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
      پزلي رامان ډله پردې دي او افغانستان ورته دښمن هېواد ښکاره کيږي. دښمن په دښمن باندې تنده نه ماتیږي. خبره د موږوالو ده. موږوالو د فکر کولو وړتیا ولې ختمه شوى ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب