Homeخبرونهد افغانستان تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې نیپال ته ماته ورکړه

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې نیپال ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کشرې لوبډلې د اسیايي جام د سیالیو په لړ کې نن نیپال ته په ۷۳ منډو ماتې ورکړه.

د دې پنځوس اوره سیالۍ په پیل کې افغانستان بیټنګ یا توپ ویشتنه وکړه چې د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په پای کې یې سیالې لوبډلې ته ۲۶۲منډې هدف وټاکه.

 نیپال ونه توانېد ورکړل شوی هدف پوره کړي.

د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې جمشید ځدراڼ وکړې. ده په ۱۵۲ توپونو ۱۰۶ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد خو د ستړیا له کبله یا په کوم بل دلیل یې لوبه پرېښوده.

همداراز نعمان شاه ښه بیټنګ وکړ. ده په ۴۰ توپونو ۶۰ منډې وکړې چې ۳ شپږیزې او ۵ څلوریزې پکې شاملې وې.

په باولینګ یا توپ اچونه کې بیا فریدون داوودزي ۳، نصیرخان معروفخېل ۳ او محمد یونس ۲ لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان تر نولس کلونو کشرې لوبډلې لومړۍ سیالي پر هند وبایلله. بله مسابقه یې د راروانې سې شنبې په ورځ د پاکستان په وړاندې ده. که د پاکستانه په وړاندې بریا خپله کړي، افغانستان به نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...