دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهطالبانو په هرات کې د شیعه علماوو د امنیت لپاره د جدي...

طالبانو په هرات کې د شیعه علماوو د امنیت لپاره د جدي تدابیرو ژمنه کړې

تاند (یکشنبه، د قوس ۱۹مه) په هرات ولایت کې د شیعه علماوو د شورا ريیس محمد مطهري وايي، په دغه ولایت کې پر شیعه ګانو له وروستیو حملو وروسته طالب چارواکو ډاډ ورکړی چې د هغوی د امنیت لپاره به جدي تدابیر غوره کړي.

ده زیاته کړه، طالب چارواکو ژمنه ورکړې چې په هرات ولایت کې به شیعه علماوو ته وسلې او امنیتي ساتونکي ورکړي.

په وروستۍ یوه میاشت کې په هرات کې لږترلږه دوه ځلې پر شیعه ملایانو بریدونه وشول چې په ترڅ کې یې ۵ تنه ووژل شول او څو نور ژوبل شول.

که څه هم کومې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی خو باور کېږي چې دا ډول بریدونه داعش کوي.

په هرات کې د شیعه علماوو د شورا ريیس هیله څرګندوي چې د طالبانو د حکومت له لوري د شیعه ګانو د ساتنې لپاره نوي تدابیر به مرسته وکړي چې پر هغوی د حملو مخه ونیول شي.

ښاغلي مطهري له (شفقنا) سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې پر شیعه ګانو د حملو هدف څه کېدای شي، وویل:«تروریستي ډلې بېلابېل هدفونه لري، لکه دا چې غواړي د حکومت پر ضد شیعه ټولنه وپاروي او یا حکومت د شیعه ګانو پر ضد ولمسوي.»

ده پر شیعه ګانو د حملو بل هدف د شیعه ګانو او سنیانو او همداراز د قومونو ترمنځ اختلاف ته لمن وهل وباله.

په هرات کې د شیعه علماوو د شورا ريیس ټینګار وکړ چې شیعه افغانانو تل له اوسني حکومت سره د امنیت په ټینګښت کې مرسته کړې او لا به یې هم کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب