یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبد کندهار پښتو مجله | عبدالباري جهاني  

د کندهار پښتو مجله | عبدالباري جهاني  

اعلیحضرت محمدنادرشاه د خپلي لنډي څلور کلني پاچهی په زمانه کي، چي له بده مرغه د ده په شهید کېدلو سره پای ته ورسېده، د هیواد د اقتصادي بیا رغاوني، د لویو لارو او پلونو د جوړولو، د پوځ له سره د تنظیمولو،او د شرکتونو او بانکونو د جوړولو تر څنګ د فرهنګ او تعلیم خواته خاصه توجه کوله. د هغه په دوره کي په ۱۹۳۱ کي د کابل ادبي انجمن تاءسیس سو چي په ۱۹۳۲ کال کي یې د لومړي ځل لپاره کابل کالنۍ یا سالنامه کابل، چي له خبري  موضوعاتو څخه تر تاریخی، سیاسي او علمي مسایلو پوري هر څه پکښی خپرېدل، له چاپه را وایسته او خپروني یې تر اوسه پوري دوام کړی دی. لومړنۍ سالنامه یا کابل کالنی څلورسوه څوارلس مخه وه چي ۴۳۰ تصویرونه یې درلودل. د پاچا کېدلو په لومړي کال یې د کابل مجله تاءسیس کړه چي تر اوسه پوري یې خپرونو دوام کړی دی. د طب پوهنځی او د علي آباد روغتون د جوړېدلو لپاره یې خپله درې سوه جریبه شخصي مځکه ورکړه، چی د استقلال په جنګ کي د تل او وانه له فتح کولو څخه وروسته، اعلیحضرت امان الله خان، د انعام په توګه، وربخښلې وه.

په کندهار کي یې د رشدیه ښوونځی، چي وروسته د احمدشاه بابا د لېسې په نوم یاد سو، تاءسیس کړ او په ۱۹۳۲ کال کي یې په کندهار کي ادبي انجمن تاءسیس کړ، چي د ۱۹۳۳ کال د جنوري په میاشت کي یې د پښتو په نوم یوه میاشتنی مجله، چي د هغې زمانې د اجتماعي او سیاسي افکارو، د لیکوالی د سبک او د علمي سطحي ښکارندوی وه، چاپ ته وسپارله.

د ادبي انجمن رییس محمدعثمان خان بارکزی وو، چي مجله هم د هغه په مدیریت او مستقیم نظارت خپرېدله او داسي ښکاري چي د مجلې تر ټولو زیات مضامین د هغه په قلم وه. د طلوع افغان ځوان مدیر، عبدالحی حبیبي، چي هغه وخت یې عمر د دوه ویشتو کالو په شاوخوا کي وو، له لومړیو ګڼو څخه د افغانانو په تاریخ پوري مربوطو موضوعاتو کي تر ټولو لیکوالانو ښه ځلېدی.

انجمن یو مرستیال درلود، چي د تشکیلاتو په اساس، د کابل یا غزني، یا ننګرهار، یا جنوبي یا بل ځای وو. انجمن څلور تنه غړي درلودل چي دوه یې د کندهار او دوه یې د کابل، یا غزني، یا ننګرهار، یا جنوبي یا پېښور  یا بل ځای وه. یو تن یې د بېدیانی( خارجي ژبي) ترجمان درلو او نور نو کاتبان او غیره، چي شمېر یې معلوم نه دی.

د پښتو د ادبي انجمن لومړنۍ غونډه د وخت د رییس تنظیمه او داخله وزیر محمدګل خان مهمند په نسبتا مفصله عالمانه وینا پرانیستله سوه. وروسته د بلدیې رییس او ورپسې د معارف مدیر مولوی صالح محمدخان وینا وکړه ورپسې د طلوع افغان د اخبار ځوان مدیر عبدالحي خان وینا وکړه چي له لیکلي متن څخه یې د هغه وخت د لیکني سبک څرګندیږي او سړی حیران پاتیږي چي په نسبتا لږ وخت کي، د پښتو د لیکني په سبک کي څونه ژور تغییر راغلی دی. ښاغلي حبیبي وویل « محترم حاضرین او موقر د پښتنو ادباء!

شرف او افتخار لرم چه نن پحضور د پوهانو او ادیبانو د پښتنو خاص بیا په رسم کي د افتتاح د انجمن ادبي د پښتو، فرصت راته مساعد دی چه په ډېر مسرت او خوشحالی عرض وکم:

موضوع د احیاء او ژوند د « پښتو» او لزوم د ترقی د ملي ژبي، داسي یو موضوع نه دی، چه څوک دی په اثبات کی د هغه و دلایل او برهان ته اړ سی. هر څوک په دی ښه پوهیږی چه خپله ژبه په اعماق کی د روح د یوه ملت داسی اثر کوی چه بله ژبه یې نسوای کولای» په همدې لومړۍ ګڼه او بیا په دوهمه او وروستیو ګڼو کي سړي ته معلومیږي چي ځوان حبیبي په څومره لومړۍ ځواني او اومه عمر کي د تاریخ څومره ژوره او پراخه مطالعه درلوده. زه یقین لرم چي زموږ د پاخه عمر څېړونکو ته به د هغو کتابونو نومونه هم نه وي معلوم چي ځوان حبیبي يې په هغه وخت کي د متونو حوالې ورکړي دي.

وروسته د قندهار مشهور هندو طبیب دیوان بیربل قندهاری وینا وکړه.

« زموږ محترم ګران منلی او ښاغلی وزیر صاحب!

زه ده اهالي څخه د قندهار یو سړی یم په نسبت د شکر د دی مجلس د ټولو هندوانو له خوا، چی مطیعان د افغانستان دی خصوصا د قندهاری هندوانو له خوا اظهار د شکر کوم. موږ خلق چه په دی وطن کی هستوګنه کوو او افغانستان مو خپل وطن دی، په سبب د ډېر خلطیت د پښتانه او ټینګ محبت چه د پښتنو سره یې لرو، علاوه پر هغه خپلي زړی ژبی مو دا ملی ژبه زده کړی ده بلکه لغات او کلمات د دی ژبی زموږ د هغی زړی ژبي سره ګډ شوي دي …»

له ده څخه وروسته، د قندهار د فارسي ژبو په استازيتوب، ف، عبدالحسین خان وینا وکړه. له هغه څخه وروسته د انجمن رییس وینا وکړه او ورپسې پښتو ترانه، چي د معارف مدیر مولوي صالح محمدخان لیکلې وه وویله سوه.

د پښتو ادبي انجمن، لکه څرنګه چي لومړۍ افتتاحیه غونډه یې د پښتنو، شیعه ګانو او هندوانو د ګډون په نیک شګون پیل سوه، خپل کار ته دوام ورکړ او د مجلې د پرله پسې خپرېدلو څخه یې ښکاري چي د خپلو ټولو لیکوالانو، شاعرانو او پوهانو له علاقې څخه برخمن وو.

پښتو مجله، که څه هم چي د حجم له مخي به ډېره لویه نه وه، خو په دې نسبتا کوچني ځان کي یې د کندهار، مشرقي او پېښور ټولو لهجو ته، په پراخه ټنډه، لبیک ویلی وو. سي، شي، کي، کښ، کښی، سته، شته، ښکاره، خکاره… ټولو ته یې ځای ورکړی وو.

د لومړۍ ګڼي په دوه شپېتم مخ کي د محترم ادیب ابوسعید فضل احمد خان کوهي یو نظم راغلی دی.

مونګ په دې خبره باندي ډېر نازان یو

چه امت د پیغمبر آخر زمان یو

بیا په دې شرف زمونګه لوی ګهمنډ دی

د امت درنه حصه مونګ افغانان یو

مذبذبه عقیده مو دین کښ نه ده

مونګ په دې باره کي ډېر قوي ایمان یو

ځمونګ توره په مشرق مغرب خکاره ده

مونګ غیوره یو خودداره یو نران یو…

د دریمي ګڼي په اته ویشتم مخ کي د ادیب محترم مولوي محمدشیرګل خان یو نظم دی:

نن پختانه خپلي پختو زني ګلشن سازوي

وایم پرې رحمت چه د پختو خه انجمن سازوي

نن د پختو د باغ به ولي مالیار نه وي پختون

په دغه وخت باندي به نوی هر یو ولی ممنون

چه انجمن د قندهار میوی د فن سازوی

نن پختانه خپلي پختو زني ګلشن سازوی.

د لسمي ګڼي په نهه دیرشم مخ کي د مولوی خانمیرخان هلالی یو مضمون دی:

نمرود ته نجومیانو د نمرودی حکومت د تباهی خبر ورکړی وو، بلکه هغه وخت یې ورته خودلی وو، چه په داشپه او وخت کښ به هغه هلک د مور په ګیډی کښ ځای اونیسی، نمرود سرکاری اعلان اوکه، چه دا شپه دی نران د خپل ښار نه بهر ته ځي لیکن د قدرت کار چی کیده هغه اوشو…

د «ځ» توری: دا توری په لومړیو شپږو ګڼو کي د خ په غېږ کي یا د جیم پرسر د یوه ټکي په اضافه کولو سره لیکل کېږي. د شپږمي ګڼي څخه وروسته د نن ورځي د ځ شکل اخلي، خو بیا هم په متن کي تر لسمي ګڼي پوري په خپل پخواني شکل لیکل کیږي. دا چي دا توری په دغه شکل، چي ما یې مخکي یادونه وکړه، څرنګه د کندهار کلتوري حوزې ته ورغلی دی زه معلومات نه لرم. د پښتو په مجله کي هم د هغي فیصلې کومه یادونه نسته چي د هغې په اساس دي د « ځ » د توري پر شکل تصمیم نیول سوی وي. مګر دا چي د پښتو مجلې ټولو کارکوونکو او قلمي همکارانو ته یې د خ په غېږ کي ټکی د منلو وړوو نو د دې معنی به دا وي چي دا شکل یې، په پخوانیو متونو کي، موجود وو.  خو د کوزي پښتونخوا په رسم الخط کي دا توری له سره نسته. نه یوازي یې دغه د پښتو د مجلې شکل نسته بلکه اصلا د «ځ» مفهوم نه په سترګه کیږي. د پیرروښان د خیرالبیان څخه نیولې، چي د پښتو ژبي د لومړني بشپړ متن په حیث استناد ورباندي کیږي، بیا د نولسمي سدۍ تر پایه پوري د ځ او څ دواړو لپاره یوازي څ کاروله کیږي.

چه د ظلم په کمر دِ تل میدان خوړ

دماغي څانته غره خود بدڅان خوړ

کودکان په سړی کبر رستمان کا

د حلوا په څير دِ ولي استخوان خوړ

دغه زور به دزریده تر کومه پوري

چه یواڅی دِ پڅان تمام جهان خوړ

له شکوه یې اجر کم مکړه حمیده

که د سوک د چا له لاسَ پدهان خوړ.

د ۱۸۷۹ کال د بمبيي چاپ

سر څما سامان څما جارشم تر جانان څما

جارشم تر جانان څما سرڅما سامان څما

زیان څما نقصان څما واړه د یار هجر دی

واړه د یار هجر دی زیان څما نقصان څما

آه څما افغان څما هیڅ پر تا اثر نکه

هیڅ پر تا اثر نکه آه څما افغان څما

وصال څما هجران څما رحمان واړه خیر دی

رحمان واړه خیر دی وصال څما هجران څما

د ډورن له پښتو منتخبات څخه

سره له هغه چي د پښتو ادبي انجمن د ۱۹۳۲ کال په نیمايي کي د « ځ » توری په دغه اوسني شکل تصویب کړی او د پښتو په مجله کي یې، تر نهمي ګڼي وروسته، رواج کړی دی؛ مګر د کندهار په کلتوري حوزه کي بیا هم، تر ډېره وخته، نه دی منل سوی. د کندهار د مشهور شاعر او طبیب ملامحمدعیسی د شعرونو یا سندریزو نظمونو په دوو ټولګو( انجمن عشاق او بوستان عشاق) کي، چي په ۱۹۳۸ کال کي د کوټي د ښار پر کانسي روډ باندي د صدیقي کُتُب خانه له خوا چاپ سوي دي، د ځ توری د پښتو د مجلې د لومړیو ګڼو په څېر یعني د خ په منځ کي ټکی په شکل لیکي.

که څه هم د ملا محمدعیسی په معراج نامه او وفات نامه کي، چي د کوټي د ښار پر کانسي روډ باندي مکتبه عَلمیه، په جېبي قطع، په ۱۰۸ پاڼو کي چاپ کړې ده، او د چپ کال یې معلوم نه دی، چي اغلباً به د شلمي پېړۍ د څلوېښتو لسیزه وي، د ځ توری، له سره تر پایه، په همدغه اوسني ځ شکل لیکل سوی دی.

په ۱۹۴۱ کال کي د کوټي د کانسي روډ پر حاجی غیبي چوک باندي مکتبه نوریه د صوفي لعل محمد کُتب فروش په فرمایش د سندریزو نظمونو دوې مجموعې ( بهارجانان او ګلزارمحبوبان)  په یوه مجلد کي چاپ کړي چي اکثریت شعرونه یې د کندهار د سیمي او ځیني د پېښور او کوټي د شاعرانو هم پکښی راغلي دي؛ د ځ توری د پښتو مجلې یعني د خ په غېږ کي ټکی په ډول لیکي او داسي ښکاري چي زیات و کم اته کاله وروسته لا د پښتو انجمن فیصله نه ده ورته رسېدلې او یا ناشرانو نه ده منلې.

په زړه پوري خو لا د ګلزار سید احمد کتاب دی، چي سیداحمدبېزار د کندهار د مشهورو شاعرانو سندریز نظمونه پکښي را غوند کړي او د پورته یاد سوي صوفي لعل محمد کتب فروش په وسیله یې د کوټي د کانسي روډ پر حاجي غیبي چوک باندي چاپ ته سپارلي دي. په دې کتاب کي د ځ توری زیاتره په همدغه اوسني شکل لیکل سوی دی. خو د کتاب په بېخي ډېرو ځایونو کي بې پروايي ورسره سوې ده. دا توری د ز، چ، څ، ح او خ په شکلونو راغلی دی. سړی نه پوهیږي چي دا د کاتبانو بې سوادي او که د ناشر بېخبري وبولي.  

زما سره اوس حاضر د کندهار د کلتوري حوزې پخوانۍ قلمي نسخې موجودي نه دي چي د هغو په اساس مي دا معلومه کړې وای چي پخوانیو لیکوالانو او شاعرانو د ځ توری څرنګه لیکی.

په هر صورت د پښتو د ادبي انجمن له خوا د پښتو مجلې خپرېدل د اعلیحضرت محمدنادرشاه په زمانه کي داسي کلتوري هڅه وه چي د ده تر زمانې پوري هیڅ پاچا اوواکمن نه وه کړې او له ده څخه وروسته تر ډیري زمانې پوري بیا چا ونه کړه. که د پښتو مجلې خپرېدلو پرله پسې دوام پیدا کړی وای زه یقین لرم چي نن به د پښتو ژبي شعر، نثر او ترجمو له اوس وخت څخه په مراتبو توپیر درلودلای او ډيري ستونزي به یې حل وای.

په دوولسمه ګڼه کي د اعلیحضرت محمدنادرشاه د ویرژلي شهادت په مناسبت اطلاع او دوې  مرثیې لولو او د هغه مرحوم له وژل کېدلو سره په کندهار کي د ادبي انجمن او تر څنګ یې د پښتو مجلې ستوری هم ولوېدی.

                                    ماءخذونه

۱: پښتو مجله. د کندهار د ۱۹۳۳ کال چاپ

۲: دیوان عبدالحمید افغاني. مطبعه حیدري واقع بندربمبي. ۱۸۷۹

۳: ملامحمدعیسی. انجمن عشاق و بوستان عشاق. کوټه بلوچستان. ۱۹۳۸

۴: بهارجانان او ګلزارمحبوبان. کوټه بلوچستان. ۱۹۴۱

۵: ګلزارسیداحمد: کوټه بلوچستان. د چاپ کال نامعلوم.

۶: ملامحمدعیسی. معراج نامه، وفات نامه. کوټه بلوچستان

۷: د پروفیسر ډورن پښتو منتخبات. پښتو ټولنه ۱۳۵۶

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب