یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د شعر موسیقیت | استاد سعدالدین شپون

د شعر موسیقیت | استاد سعدالدین شپون

که د خدای مرضي وه له دې نه به په زړه پورې بحث جوړشي. هغه و خت مې ورته پًام شو چۍ غضنفر صیب د موسیقیت موضوع یاده کړه او د حمزه با با دا شعر یې تېر کړ چې :

یو شور یې د شهرت و، چې شوم پېښ په پېښور

 حمزه مې په خاموشو مقبرو کې لټاوه .

نوموړي شور او شهرت. پېښ او پېښور د موسیقیت مثالونه وبل. تردې ځایه خو موږ دواړه په یوه نظر وو. د ورته غږونو تکراول او قطارول په غوږو ښه لګېږي. تور په توره شپه اخله. چۍ زېړ مومې شین مه اخله (د غویی په باب). میرا میرا لپړي+ دوه دې خړي،( په لوبو کې د ملګري ټاکل) چۍ یې توررانجه په تورو سترګو……

مګر دا د غږو ورته والی او په غوږ ښه لګېدل مازې یو لفظی صنعت دی که د هنر یوه برخه ده؟ لفظي سینګار د هنر برخه ده که ورپورې پتلېز شوې اضافي شی؟ عروض په ادبي ارزیابۍ کې څومره مهم دی؟ د دې ځای نه ان افغانستان ته په تلفون کې لویه پرپًړه شروع کول خو آسان وو خوساعت نیم ساعت یې ادامه زما په بودجه باندې بوج دی. او که نه  ما یار ته ویل غوښتل چې کره کتونکي ته د حمزه د همدې بیت د الفاظو تر موسیقیت نه مهمه د هغې تر شا تخیل دی . زما په نېزد که حمزه ویلي وای چې نوم یې ډېر بادېده خو خپله په تور لحد کې غلی پروت و، بیا به هم هنر و.  راځئ څو مثالونه ورکړو:

د ایوان بونین به نامه کوم لیکوال د (ملیونر مرګ) په نامه لنډه کیسه لیکلې. امریکايی ملیونر سیلاني فرانسې ته راځي، هلته په ډېر لوکس هوټل کې دعیش و نوش په فضا کې ناڅاپه مري. لیکوال دا صحنه ترسیموي چې څنګه، هوټل کې چارچاپېره امریکا ته د ده د مړي د وړلو د پاره په جګه سویه ترتیبات نیول کېږي خو پخبله سیلانې ملیونر په لوکسه خونه کې، په کرار کرار ورستېږي. وږم یې سات په سات زیاتېږي، د راټولو شوو یارانو او هوټل د کارکوونکو په سپږمو بد لګېږي. ترتیبات لا پوره نه وي او مړی لګیا وي ورستېږي. د دې دوو متضادو حالتونو تجسم په لوستونکي هنري اثر پرېږدي.

 له یوه اړخه پېښورکې د غزل د بابا دروګه (دروږه) ده، کنفرانسونه پًرې جوړېږي. لربر پښتونخوا کې یې د هنرصفنونه روان دی، له بل لوري پخپًله حمزه په خاموشه هدیره کې پروت دی، هډوکي یې خاورې کېږي. لا د وخته یې ګور ګوټیو په غوښو چړچې کړې دي. پخپله دا متضاد کرکټرونه د هماغه یوه حمزه دي او بابا ښه انځور کړي دي. ما ته یې هغه برخه مهمه ده چې لا خاورې نه ده ، مانا د هنر برخه، د شور ماشور برخه، نه هغه چې خاموشې مقبرې کې یې پاتې شوني لګیادي خاورې کېږي. د هنر برخه یې د بابا ټاپه لري، هغه بله یې د نورو مړو سره فرق نه لري. زما ترا وسه د هغه هزاره د قبر شناخته یاد ده چې د شیبر په شېخ علي کې مې ولوسته. پرې لیکلي وو: خان علي ولد قربانعلي بتاریخ اول جوزا از دار باقي به دار فاني رحلت فرمود.  تر اوسه وایم په رښتیا چې فاني ته لاړ . د حمزه مړی هم فاني شو خو هنر یې لا باقي دی. دا لوی تضاد دی او بابا ښه ترا بیان کړی، د کلام  موسیقیت ته ضرورت نه شته. چا یو وخت یوه مجلس کې د ښاغلی باري جهاني د شعر د موسیقیت ذکر کاوه چې ویلي یې دي: «ساقي غاړه مې راوړې، په زنار یې زینتي که». بل ملګري دا ورسره ومنله خو ویې ویل چې کشکې یې له ساقي نه زنار نه وای غوښتی، هغه خواره کې خو مازې جامونه ډکوي، د زنار سره  څه کار لري؟

د موسیقیت اونورو بدیعي صنایعو لوی نقص چې پخوا مې هم اشاره ورته وکړه دا دی چې لکه مالګه، دورستې غوښې وږم پوښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب