شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبشعرظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدي

ظالم مې هم وهي هم مې ژړا ته نه پرېږدي

وروره تا څه ویل تا څه ولېدل؟

دا څوک پراته و په دې لویه لاره؟

یه لالا جانه نور مې مه کړوه

یو لوی ټکر و د سړک له پاسه

مړي حوار ه واره شیندلي وو چا

خو بېدردي مې ولېده هره خوا

سپرلیو غاړې کړې کږې بهر ته

موټروان برېک شو خو سم برېک هم نه شو

د مار په شان کوږ وږ روان و وروره

د مړو مینځ مینځ کې یې لار ووېستله

چې مړي خدای مه کوه ژوبل نشي

بېرته پاخه سړک ته پاس وختل

وروره په شګو وینو لار کوله

څو پښې لاسونه هره خوا پراته وو

یوه ببره کوپړۍ لرې پرته

نه چا ږمنځ کړه نه چا مچې کړله

سم د قصاب دوکان کې ځوړند غوښې

او دلته هلته پرې مچان بڼېدل

د سپرلو بیړه د سفر خوا ته وه

وروره هېچا لاس په دعا جګ نه کړ

یره ارمان که مې دا ویر بدل کړای

خو چې په هر قسم یې وشاربمه

په ویرنامه کې بدلون نشی راتلای

د بنیادم د هغه ژوند سندره

چې اخیستل شوی دې ظالم ټکر کې

روح ترې بېغمه خپل ما لک ته ستون شو

ما یې له ورایه واویلا اورېده

خو دې سپرلیو ورته رډ رډ کتلۍ

نه په دعا ورته لاسونه جګ شول

نه چا خواخوږو کلیمه تېره کړه.

د امریکايي کلیلوال شاعر همدا شعر مې په کراړه پښتو وژباړه خو دا برخه یې په زړه پورې ده: (۱)

څلوېښت کاله اګاهو مې دا ولسي سندره هغه وخت اورېدلې وه چې زه امریکا کې محصل وم. یوه بنګالي همټولګي مې هغه د ټاګور د سندرو په وزم ویله چې د امریکایانو ډېره خوښېده. هغه وخت ځوانانو د ویتنام د جګړې ضد تحریک روان کړی و. هره خوا لاریونونه او مظاهرې وې. د طغیان کالونه وو. د پوهنتون زیاترو ژڼو او پېغلو له ښاري ژوند نه کلیوالي ساده ژوند ته هڅه کوله. داسې سندرې باب وې چې د محافظه کارو او زوړفکره سپین پوستانو نه خوښېدلې. د هيپی، بيت جنرېشن او څڼیورو پېر و.

I do believe that we shall overcome some day

Oh lord kumbaya

اوس به یې بل مناسبت هم یاد کړم: تېره اونۍ هالینډی څارنوال د افغانستان د کمونستانو د لاس شهیدان لست کړل. ما هم د پنځوزرو شهیدانو په دې بهیرکې د خپلو دوو عزیزانو نومونه صحي کړل. خو چې دا موضوع مې فېسبوک کې د یارانو سره رابرسېره کړه په ډېرو شکمنو نظرونو واوښتم. زیاترو طالبان یاد کړل چې ویل یې، تر خلقیانو زیات یې وژلي او لا یې وژني، ځینو ټلواله او د دشت لیلي شهیدان یاد کړل، ځینو امریکایان. یوه یار خو زه په امریکایت تورن کړم، بېدو د کمونستانو د وخت یې زما د خوریونو او ورېرونو دا تور تکرار کړ چې «زموږ کاکا، ماما امپریالست او د سي آی اې ایجنټ دی» دا زما په ژوند لیک، (و، نه و، یو شپون و) کې په تفصیل راغلي.

زما استدلال د ا و چې د دې او دغسې ټولو نورو قتلونو لست باید خپور شي. بل یار استدلال کاوه چې اکثر دغه د لست مقتولان که ژوندي هم وای اوس به پخپل مرګ مړه وای. ما ورته ویل چې د هغې درک نه لګېږي چې ژوندي به و که مړه او فرق هم نه کوي. د هالیند د لست ورکوونکی هم مړ دی. نو څه؟ لوی سوال دا دی ولې تره کیه؟ ولې امینه، ولې نجیبه؟ ولې دو ستمه؟ ولې ټلوالو؟ ولې طالبانو؟ ….؟ په څه ګناه دې مړه کړل؟ دې خلکو ته خو ژوند تا نه و ورکړی او نه مو د هغې د اخستلوحق در لود.؟؟؟؟؟؟؟

————————————-

(1)

I saw a crash on the highway

I didn’t see nobody pray!

Oh brother!, I didn’t see nobody pray!!!

4 COMMENTS

  1. مشره خوادي بده مه شه

    شپون صاحب راته ګران یې، پدې وجه نه، چې پښتون یې، بلکې له دې بابته چې قلم در سره دی، د دستار سړی یادیږي او حساب در باندي کیږي

    خو؛ تاسوپه همدې تاند کې په وار وارانتقاد شوي یاست، چې تاسو په خپلو لیکنو کې یو ټکی همیش هیروئ، هغه دا چې نورمحمد تره کی هر ډول نظریات چې یې لرل، لیکن د تره کیو د کهول یو فرد و. اوس تر خاورو لاندي دی. د ده ښې او بدې کار نامې یوازي په ده پوري اړه لري اوبس! دده سره د عقدې او یا هم د نظر د مخالفت په سبب د تره کیو دا لوی ټبـــــــرچې پر افغانستن برسیره، بلوڅستان، پاکستان او ان هنوستان لا پري ډک دی مخاطب باید نه سي.

    نه د افغان په کور دننه څوک له دې اصله سر غړوي او نه هم دالته په امریکې کې
    ستاسو به په یاد وي چې په سنه ۱۳۶۸ کې شهنواز مشهور په تڼي او نجیب الله احمدزی سره ښکر په ښکر سول، شهنواز بایلوده، پاکستان ته وتښتیده. په کابل کې ستمیانو او کارملیانو در ګرده د تنی خاین، تنی فاشیست، تنی قاتل او …نغارو ته زور ورکړ، لیکن کله چې د تڼیو قوم له نجیبالله سره په ارګ کې مخامخ سول ورته ویې ویل: نجیبه! تڼی یو فرد و او ستا خلک ټول تڼي قوم ته په سپک نظر ګوري او ملنډي پري وهي. نجیب سمدلاسه د خبري په رمازه وپوهیده په هماغه ساعت یې امر صادر کړ، چې هیڅ سرکاري مامور، راډیو، تلویزیون او اخبار به نور د شهنواز له نامه سره تڼی نه
    یادوي او په هماغه تالار کې یې عفوه وغوشته
    نو چې هاغه زما او ستا په اصطلاح کمونیست پردې رمازه پوهیده، تاسو عالیقدر چې ادیب هم یاست، ددې خبري پوهیدل ګومان نه کوم چې ډیر ګران وي

    موږه د تره کیو قوم د نور محمد ملا نه تړو، لیکن د یوه فرد پرځای د یوه قوم په مخاطب کیدو« ستاسي په قول ترکیه!» مو کلکه خوا بدیږي
    والسلام
    د تره کیو د قوم له اړخه
    ځوان تره کی

    له تاند څخه په درناوي هیله کیږي، چې پورتنۍ یادونه خبره کړي، سانسوریې نه کړي. تر څو نور لیکوال هم وهمدې ټکې ته په خپلو لیکنو کې پام وکړي

    • نور محمد « تره کی » څوک وو، راځۍ چی هغه سم وپیژنو؟؟
      نور محمد « تره کی» د افغانستان د غزنی ولایت د مقر په ولسوالی کی دی نړۍ ته سترګی وغړولی .
      نورمحمد « تره کی» لومړنۍ زده کړی د خپل اکا چی هغه هم ملا وه ، تر لاسه کړی .
      نوموړی د دافغانستان په سیاسی ډګر کي یو خوځنده سیاسی غړی او سرلاري تیر شویدي او د دافغان ملتپالنی او هیوادسمسورونی یو مخور پلوی وه.
      د پورتنی موخی لپاره یی په ۱۳۴۳ ش کال( ۱۹۶۵م د جنوری په لومړۍ نیټه ) یی د یوه داسی سازمان بنسټ کیښود چی افغانی ملی هوډ ورسره وه ددی سیاسی سازمان ( د خلق جنبش) په جوړولو کی یی هیڅ د کوم بهرنی هیواد کوم څرک نه لیدل کیده او د راورستو سیاسی سازمانو بر عکس ددی سازمان لومړنۍ کنګره د افغانستان په زړه ( کابل ) کی د هغه په کور کی جوړه شوه او یواځی افغانی مشهورو څیرو برخه پکی درلوده دا سازمان ( د خلق جنبش) د افغانستان د هغه وخت د شته ستونزو د ښه درک او دی ستونزو ته د حل لاری د پیدا کولو په موخه را منځته شو .
      نورمحد ( تره کی) ډیر ځیرک او هوښیار انسان وو ، د فکر پراخی یی دومره وه چی په ډیر کم وخت کی یی د هیواد ټولی زوریدلی پرګنی سره راټولی او د هیواد ټولو روشنفکرانو د هغه له فکر څخه ګټه پورته کړه .
      نورمحمد « تره کی» د خپل ژوند په بهیر کی ډیری لیکنی هیواد والو ته د ریالیزم په ژبه وړاندی کړی او د ټولنی ټولی ناخوالی یی په ډیر ښه ډول سره خلګو ته څرګندی کړی که ووایم چی هغه ( نورمحمد تره کی) د هیواد په ادبیاتو کی د ریالیزم بنسټګر وبولم ، مبالغه به نه وی .
      آن د هغه د مبارزی له لومړنۍ وورځی څخه ، د هغه سیاسی دښمنان ، هم د دولت په کچه او هم یی د افغانستان په سیاسی او مذهبی ډګر کی د هغه پر وړاندی ودریدل او ډول ډول تورونه یی پری پوری کړل .
      په خواشینۍ سره ځینو ځان خوښونکو او فرصت طلبو انسانانو دا ستره سیاسی سټه د راتلونکی لپاره نه شوای زغملای او هم د هیواد په دننه او هم له هیواد څخه د باندی د هغه پر وړاندی کمینونه جوړ او هغه یی له مخی لری کړ او د هغه له مړنی څخه وروسته داسی څوک را پیدا نه شو چی د افغانستان زوریدلی پرګنی پر یوه میزسره راټولی کړی او دا لړۍ نن هم روانه بریښی او موږ ټول لالهانده او سرګردانه روان یو او هیواد مو له نیابتی چګړو سره مخامخ دی!!!

  2. که دا یو دوه دری ډلی چې په حقیقت کی یوه ډله وه او د شپون په خوله « کمونستان » ول ، بیګناه افغانان ووژل چې د هغوی ظلم او جنایت مشهود او د بښلو نه دی نو د هغوی په مقابل کی د « د دین ستنو » هم همدومره ووژل . هغوی هم د خپلو هیوادوالو د وژلو په جر م کی شریک او مسوول دی او هیڅکله نشی تری خلاصیدی. له بلی خوا د « دین ستنو » له 1371 هجری لمریز نه را پدی خوا څو واری زیات بیګناه افغانان ووژل او د ا لړۍ متاسفانه لا روانه ده . ورځه هغه نور محمد ، امین او کارمل خو « کمونستان » ول او مرګ یی هم مباح نو دا نور « بلا و بتر » خو بیا ټول مسلمانان دی ، دوی ولی د افغانانو وژل مباح بولی او هره ورځ تر دوسوو ډیرمظلوم افغانان له خدای ورکړی ژوند نه محروموی؟

  3. نور محمد « تره کی » څوک وو، راځۍ چی هغه سم وپیژنو؟؟
    نور محمد « تره کی» د افغانستان د غزنی ولایت د مقر په ولسوالی کی دی نړۍ ته سترګی وغړولی .
    نورمحمد « تره کی» لومړنۍ زده کړی د خپل اکا چی هغه هم ملا وه ، تر لاسه کړی .
    نوموړی د دافغانستان په سیاسی ډګر کي یو خوځنده سیاسی غړی او سرلاري تیر شویدي او د دافغان ملتپالنی او هیوادسمسورونی یو مخور پلوی وه.
    د پورتنی موخی لپاره یی په ۱۳۴۳ ش کال( ۱۹۶۵م د جنوری په لومړۍ نیټه ) یی د یوه داسی سازمان بنسټ کیښود چی افغانی ملی هوډ ورسره وه ددی سیاسی سازمان ( د خلق جنبش) په جوړولو کی یی هیڅ د کوم بهرنی هیواد کوم څرک نه لیدل کیده او د راورستو سیاسی سازمانو بر عکس ددی سازمان لومړنۍ کنګره د افغانستان په زړه ( کابل ) کی د هغه په کور کی جوړه شوه او یواځی افغانی مشهورو څیرو برخه پکی درلوده دا سازمان ( د خلق جنبش) د افغانستان د هغه وخت د شته ستونزو د ښه درک او دی ستونزو ته د حل لاری د پیدا کولو په موخه را منځته شو .
    نورمحد ( تره کی) ډیر ځیرک او هوښیار انسان وو ، د فکر پراخی یی دومره وه چی په ډیر کم وخت کی یی د هیواد ټولی زوریدلی پرګنی سره راټولی او د هیواد ټولو روشنفکرانو د هغه له فکر څخه ګټه پورته کړه .
    نورمحمد « تره کی» د خپل ژوند په بهیر کی ډیری لیکنی هیواد والو ته د ریالیزم په ژبه وړاندی کړی او د ټولنی ټولی ناخوالی یی په ډیر ښه ډول سره خلګو ته څرګندی کړی که ووایم چی هغه ( نورمحمد تره کی) د هیواد په ادبیاتو کی د ریالیزم بنسټګر وبولم ، مبالغه به نه وی .
    آن د هغه د مبارزی له لومړنۍ وورځی څخه ، د هغه سیاسی دښمنان ، هم د دولت په کچه او هم یی د افغانستان په سیاسی او مذهبی ډګر کی د هغه پر وړاندی ودریدل او ډول ډول تورونه یی پری پوری کړل .
    په خواشینۍ سره ځینو ځان خوښونکو او فرصت طلبو انسانانو دا ستره سیاسی سټه د راتلونکی لپاره نه شوای زغملای او هم د هیواد په دننه او هم له هیواد څخه د باندی د هغه پر وړاندی کمینونه جوړ او هغه یی له مخی لری کړ او د هغه له مړنی څخه وروسته داسی څوک را پیدا نه شو چی د افغانستان زوریدلی پرګنی پر یوه میزسره راټولی کړی او دا لړۍ نن هم روانه بریښی او موږ ټول لالهانده او سرګردانه روان یو او هیواد مو له نیابتی چګړو سره مخامخ دی!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب