تکرار، کله کله، ښه لګېږي. ماشوم خو ورکې غزونې کوي : ډاډاډاډا ډا ډممم. ډا ډا ډاډ ممم. ویل یې هم آسان شي، چې یو وایې، بل پخپله راځي. ماما ،لالا، کاکا، بوبو، کوکو، با با……
عادي خبرو کې وایو چې(رڼې رڼې) یې کتلې. (چابکه چابکه) را روان و، (وړې وړې) دانې لري، ستا (خوږې خوږې) خبرې.
ولسي اشعار خو یې په ښاخۍ بادوي: چپې مې په زړه ځي د غم (داسې داسې)، بهیږي له سترګو مې نم (داسې داسې). سپین دې اننګي، یاره (شنه شنه) دې خالونه دي، تا پسې چاودلي په والله د خلکو زړونه دي.
ځینې فقرې هم تکراري وي. په تش لاس یې درې کلاشنکوف والا تسلیم کړل،(دا سې نه ده چې دا سې وي.) په متلونو او اشعارو کې زیاتره د قافیې په شکل راځي: دوړنګه دا(دوړنګه)، کورت او غوړي یو(رنګه)، چې نه (کار) هلته څه (کار)، کور (ودان) د ورور(ودان).
ځینې تکراریات، نه ښه لګېږي نه بد خو د متمم په حیث ویل کېږي، لکه الله (جل جلاله) خدای(تعالی)، پیر(بابا)، نظام الدین(اولیا) چې هرځای یې څوک اوله برخه وايي بله برخه ورسره مله ده. د هندو او مسلمان د بحث سیالي وه. مسلمان ویل داسې قافیه ور واچوم چې لاجوابه شي. ویې ویل لا اله الالله. هندو وویل، ستاسو ملا وايي محمد رسول الله. دا تکراریات بې ضرره اضافې وې. ځینې نور هم همداسې دي. (نو غوږ راته ونیسه، نو ته دې په نیکۍ شې، په خدای باور وکړه، په ما ګناهګار یې مه کوه، خدای ته ورتګ لرو، بس ده مدعا دا ده نو تا ته دې خدای ښه ورځ درکړي، بده دې نه درکوي.
په ټولو کې بد تکرار په ادبیاتو کې هغه دی، چې یوه تشبیه یا استعاره یو لیکوال په یوې مانا واخلي، بل د نر زوی یې کټ مټ تکرار کړي. اول سړي چې سترګې بادامي بللي ادیب و، دویم سړي چې دا کار کړی غل دی.
تکرار د کلام وړې پرزې دي چې د جملو ماشین ته ګریس ورکوي، ژبه له مېخانیکي جوړښته باسي، ژوندی عضویت ترې سازوي. کله لا دا د وینا کوونکي خاص سبک شی چې په دري کې تکیه کلام ورته وايي. کله لا تکرار په اورېدونکي وغمېږي: وروره ګله، سهار د وخته له خوبه پاڅېدم، چې پاڅېدم له خوبه…… په هغه کال روسان زموږ کلي ته راغلل، باره چې راغلل…… اتي چې راغلل. بل تکرار چې کله ښه کله بد لګې. د کرزي صیب خبره ده: خدای مو راوله.
بابا له اوږدې فاصلې وروسته دي کرښې لولم ، الله دې وکا چې روغ اوجوړبه یاست، خاموشي دي ویرونکې وه، ماويل خدا دي نکاجې ……..