تاته حیرت وړي وو، ټوله شپه باران او زه
تږي وو لاتږي وو ، ټوله شپه باران اوزه
ډیرې کیسې وکړلې ، ستاوربل هواسره
موږه ورته غلي وو، ټوله شپه باران اوزه
تاورته خندلي وو، شپه په عطرو مسته وه
موږ ه یې هېرکړي وو ټوله شپه باران اوزه
شمعې شیشې ولیدو ،ته ورته خوب وړې وې
هو ، موږه راغلي وو ، ټوله شپه باران اوزه
پاڼې اودبادسرود ، جام واوستازلفې وې
مست وو ، نڅېدلي وو ، ټوله شپه باران اوزه
دومره حسن و مینه وه ، ربه ! درنه ځارشمه
چیرې دې بیولي وو، ټوله شپه باران اوزه
۱۳۹۳ – دثور ۲۸مه