تاند (چهارشنبه، د لړم/ عقرب ۱۳ مه) د امریکا د فدرالي محکمې دا پرېکړه د هغو افغانانو د ایستلو بهیر ځنډوي چې په متحدوایالتونو کې نیول شوي او حکومت یې غواړي افغانستان ته ولېږي.
د قاضي امر د نوومبر تر اوومې نېټې پورې اعتبار لري او له مخې یې د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو اداره (ICE) نه شي کولی افغان وګړي افغانستان یا پاکستان ته ولېږدوي. د ادارې استازي محکمې ته ویلي و چې د روانې اوونۍ تر پایه یې د افغانانو د ایستلو لپاره نه ځانګړې الوتکه نیولې او نه یې سوداګریزه الوتکه په پام کې نیولې ده.
د راپورونو له مخې، د امریکا حکومت پلان درلود چې له ۱۵۰ څخه ډېر نیول شوي افغانان د لویزیانا ایالت له یوه توقیف ځای څخه په الوتکه کې پاکستان ته ولېږدوي او له هغه ځایه یې افغانستان ته واستوي. د افغان کډوالو د حقونو د ساتنې بنسټونو او وکیلانو ویلي، له ۸۰ څخه ډېرو نیول شویو افغانانو ته خبر ورکړل شوی وو چې ښايي د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له لارې افغانستان ته واستول شي.
په دغو کسانو کې ښځې، د مذهبي لږکیو غړي، یو پخوانی پولیس او د هغو افغانانو خپلوان هم شامل دي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی دی. د کډوالو د حقونو مدافعان وايي، ډېری دغه کسان د ځورونې او ګواښونو له امله له افغانستانه تښتېدلي او یو شمېر یې ان قانوني استازیتوب هم نه لري.
د امریکا د کانګرس ۶۶ غړو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د کورني امنیت وزیر مارکوېن مولېن ته په یوه لیک کې د افغانانو د بېرته لېږلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه. د لیک لاسلیک کوونکو خبرداری ورکړی وو چې افغانستان ته د دغو کسانو ستنول ښايي هغوی د طالبانو له خوا له ځورونې، شکنجې او ان د وژل کېدو له ګواښ سره مخ کړي.
دوی ویلي، د هغو افغانانو بېرته لېږل چې د امریکايي ځواکونو او مرستندویو بنسټونو ترڅنګ یې کار کړی، د امریکا له خوا له هغوی سره شوې ژمنې ماتوي.
د کډوالو د حقونو مدافعان وايي، پاکستان ته د افغانانو لېږدول هم د اندېښنې وړ دي؛ ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه روانه ده او داسې لېږدول شوي کسان ښايي هلته هم له ګواښونو سره مخ شي. د دوی په وینا، د امریکا حکومت باید ډاډ ترلاسه کړي چې درېیم هېواد ته د لېږد په بهیر کې د دغو کسانو د ځورونې او شکنجې مخه نیول کېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د امریکا د دې پلان په اړه اندېښنه ښودلې او له واشنګټن څخه یې غوښتي چې د افغان وګړو د برخلیک په اړه پرېکړې د هغوی حقونو او غوښتنو ته په پام وکړي. دغه وزارت ویلي، درېیم هېوادونه باید د بل هېواد د وګړو د برخلیک په اړه معاملې ونه کړي او کابل چمتو دی چې په دې اړه له امریکا سره عملي خبرې وکړي.
د افغان کډوالو د حقونو د ساتنې بنسټ «افغانایواک» مشر شان وندایور د محکمې د پرېکړې هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې دا یوازې لنډمهاله ځنډ دی، نه د ستونزې دایمي حل. هغه زیاته کړې چې د افغانانو د جبري ستنولو د مخنیوي لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
قاضي په خپله پرېکړه کې یوازې د افغانانو د لېږد بهیر تر لنډې مودې درولی او په دې اړه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې چې که افغانستان یا پاکستان ته دا کسان ولېږل شي نو هغوی ته به کوم خطر پېښ شي.