یونلیک یا سفرنامه چې انګلیسي کې ورته travel writing یا travel literature وایي غیر داستاني یا non fiction ژانر دی. خو زموږ ځینو پښتو کتابونو کې د داستاني ژانرونو تر عنوان لاندې معرفی شوی دی.
ټولې غیر داستاني non fiction لیکنې که مقاله وي، راپور وي، ژوند لیک وي او یا سفرنامه وي، باید واقعیت څخه لرې نه وي.
په غیر داستاني اثر کې چې لیکوال څومره له واقعیت لرې او تخیل خوا ته نژدې کیږي، خبره داستاني کیږي.
په انګلیسي کې د fiction او story ادب فرق هم کیږي: فیکشن هغه اثر چې پکې تخیل وي او سټوري بیا هر ډول روایت او کیسې ته ویل کیږي؛ خو موږ په پښتو کې دواړو فیکشن او سټوري ته کیسه ییز ادب وایو.
د دې مقابل کې غیر داستاني یا nonfiction دی چې پر واقعیت ولاړ وي.
نن سبا په ټولنیزو رسنیو کې د داستاني اثارو پر ځای غیر داستاني اثارو ته ډېره توجه کیږي ، لکه: ژوند لیک ( Biography & Autobiography ) سفرنامه، لیکونه، خاطره لیکنه ، تکل لیکنه، ورځنۍ لیکنې Dairy، ژورنال او نور… ځکه د تخیل پر ځای خلک واقعیت ته ډېره توجه کوي.
غیر داستاني ادبیات له خشک خالي معلوماتو یا تجارتي او تاریخي لیکنو سره توپیر لري.
د غیر داستاني ادبیاتو موخه ښوونه ده( البته تخصصي او علمي ښوونه نه) بلکې د مکاشفې له لارې د واقعیتونو او تجاربو بیان دی.
غیر داستاني ادب کې مختلف فورمونه دي چې سفرنامه هم پکې راځي.
لنډه کیسه ، ناول یا رومان او ډرامه په داستاني ادب کې راځي.
سفرنامه هغه نثري یا نظمي لیکنه یا د راپور ډول ته وايي په کوم کې، چي د یو ملک یا علاقې د سترګو لیدلی حال، جغرافیه، مذهب،تهذیب او معاشرې کړه وړه بیان شوي وي، او لیکوال د خپل سفر تجربې شریکوي.
سفرنامه د معلوماتو ټولګه ده، چې له مخې یې د یوې سیمې له اجتماعي، اقتصادي ، سیاسي او تاریخي واقعیتونو چې د تاریخ کتابونو کې یې نشو موندلی، اشنا کیږو.
هغه متن چې لیکوال پکې د بل هېواد یا یوې بلې سیمې لیدلي او تجربه شوي شیان او حالات بیانوي. له داستاني ادب( ناول یا رومان) سره د سفرنامې توپیر دا دی چې شته والی یې په خپل ذات کې له سفر سره تړلی دی، که سفر نه وي سفرنامه هم نه شته.
نور بیا ….