تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۱ مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوږدې مودې په مخه د لارو د بندېدو او د سرحدي سوداګرۍ او ترانزیت د ځنډ له امله، خیبر پښتونخوا صوبه د زېربنايي انکشاف (د انفراسټرکچر ډېوېلپمنټ سېس (IDC) په برخه کې له سخت مالي زیان سره مخامخ ده۔
د خیبر پښتونخوا د عوایدو ادارې (رېونیو اتھارټۍ) د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال پر مهال د IDC په راټولونه کې څرګند کمښت ثبت شوی دی۔
د پښتونخوا حکومت د سخت عایداتي کسر، د اقتصاد د ټکني کېدو او د روزګار د بحران په اړه له مرکزي/ وفاقي حکومت سره اړیکه نیولې ده. د ایالتي حکومت له لوري مرکز ته په لېږل شوي لیک کې د وضعیت د جديوالي له امله د وفاقي او صوبایي اغېزمنو خواوو (سټېکهولډرانو) په ګډون د لوړې کچې د غونډې د رابللو سپارښتنه شوې ده۔
د شمېرو له مخې، په تېر مالي کال ۲۰۲۴–۲۵ کې له جولای څخه تر جنورۍ پورې د اوو میاشتو په موده کې ټول عاید ۷ اربه او ۴۲ کروړه روپۍ و، چې د اټکل پرتله شاوخوا ۴ اربه (۴ میلیارد) روپۍ کم دی.
د پاکستان د مرکزي حکومت او پوځ له لوري په بېلابېلو پلمو له افغانستان سره د لارو بندېدا سبب شوه چې د افغانستان د طالبانو حکومت هم اعلان وکړي چې نور به که پاکستان وهم غواړي چې لارې پرانیزي، دوی به یې تر هغو خلاصې نه کړي چې پاکستان کلک ضمانت نه وي ورکړی چې بیا به هیڅکله په هیڅ پلمه سوداګري او ترانزیتي لارې نه بندوي.