تاند (یکشنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۱مه) د پاکستان د حصوصي کولو وزارت مرستیال عثمان باجوہ څرګنده کړې ده چې د پاکستان د ملي هوايي شرکت(PIA) له خصوصيکولو وروسته، د حکومت په لومړیتوبونو کې خصوصي سیکتور ته د اسلام اباد د نړیوال هوايي ډګر سپارل دي.
د پاکستان د خصوصيکولو مرستیال وزیر وويل چې د اسلاماباد هوايي ډګر په اخیستلو کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ترکيې شرکتونو لېوالتيا ښودلې ده، او حکومت به د ازادې داوطلبۍ له لارې تر ټولو لوړ وړاندیز کوونکي شرکت ته د هوايي ډګر اداره وسپاري۔
هغه زياته کړه چې له اسلاماباد وروسته به د کراچۍ او لاهور هوايي ډګرونه هم لیلام شي، او په دې لړ کې د مالي سلاکار د ټاکلو بهير هم روان دی.
نوموړي وويل چې آسيايي پرمختيايي بانک (ADB) هم له پاکستان سره د هوايي ډګرونو د پلورلو په برخه کې د مرستې لېوالتيا څرګنده کړې ده، او خصوصي سیکتور ته د درې واړو لويو هوايي ډګرونو له سپارلو وروسته به اوسنی عمله نورو وړو هوايي ډګرونو ته ولېږدول شي، تر څو د هغو کړنې او فعاليتونه ښه شي۔
بې اندازې فساد او کمزوری مدیریت سبب شوي چې په پاکستان کې اکثره دولتي شرکتونه د عاید پر ځای د حکومت پر اوږو بار وي.