Homeخبرونهپه هیواد کې د فابریکو جوړېدل به د وطني تولیداتو صادرات...

په هیواد کې د فابریکو جوړېدل به د وطني تولیداتو صادرات ډېر کړي

تاند (پنج شنبه، سرطان ۱۲) هرات کې د ممیزو د پروسس او بسته بندۍ لومړنۍ فابریکه پرانیستل شوه

په هرات ولایت کې د پینځه سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ممیزو د پروسس او بسته بندۍ لومړنۍ فابریکې په فعالیت پیل وکړ.

دغه فابریکه نن پنج شنبه د هرات د والي په حضور د صنعت کارانو او خصوصي سکتور فعالینو له لوري پرانیستل شوه.

په راپور کې راغلي چې یاده فابریکه د ورځې له ۲۰ تر۲۲ ټنو پورې د ممیزو د پروسس وړتیا لري.

د دې فابریکې په فعالیت سره یوسل او پنځوسو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.

ویل کیږي چې ددې کارخونې په فعالیت سره به په کال کې د هرات د ممیزو د صادراتو کچه له ۲۵۰۰ ټنو څخه ۳۵۰۰ ټنو پورې ورسیږي.

د یادونې وړ ده چې د داسې فابریکو رامنځته کېدل به نه یواځې بهر ته د کورني تولیداتو د صادراتو کچه لوړه کړي؛ بلکې په سلګونه خلکو ته به کاري فرصتونه برابر کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...