شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبدوه خوشحال خټکه | امان الله جمالزی

دوه خوشحال خټکه | امان الله جمالزی

استاد ناشناس د خوشحال خان خټک یو شعر سندره کړی چې بیتونه یې دا دي:

زه د یار په لبو مست یم، هېڅ حاجت د شراب نشته

اور د هجر مې زړه کباب کړ، هېڅ حاجت د کباب نشته

پر پرهار نمک‌پاشي کړي، چې پرسش کوي له مانه

حال مې خود ورته معلوم دی، هېڅ حاجت د جواب نشته

لکه مرغ نیم بسمل یم، تپش کړم په ځمکه باندې

ځان مې ستا په عشق کې ورکړ، هېڅ حاجت د قصاب نشته

دا بیتونه که څه هم د خوشحال خان خټک په نامه مشهور دي، خو باید ووایو چې هم د خوشحال خان خټک دي او هم د خوشحال خان خټک نه دي. موږ تر مشهور خوشحال خان خټک پرته یو بل خوشحال خان خټک هم لرو چې په زړه پورې شاعري یې کړې او دا بیتونه هم د هغه دي. دلته به دغه خوشحال خان خټک لږ څه نور هم را وسپړو.

د خوشحال بابا کورنۍ پښتو ادب ته ډېر شاعران ورکړل چې شاید اوس یې هم سلسله روانه وي. خو تر ۱۲۰۰ شاوخوا کال پورې یې شاعران معلوم دي.

د خوشحال خټک مشر زوی اشرف خان هجري و چې تر ۱۱۰۰ شاوخوا کال پورې ژوندی و. د اشرف خان هجري زوی افضل خان خټک نومېده چې دی هم ښه ادیب او لیکوال و. د «تاریخ مرصع» په نامه یې مشهور کتاب هم راپاتې چې په پښتنو کې ښه مشهور دی. د افضل خان خټک اته زامن وو. مشر زوی یې سعدالله خان نومېده، بل زوی یې علي خان خټک و او بل یې هم کاظم خان شیدا نومېده. علي خان خټک او کاظم خان شیدا ښه شاعران وو. کاظم خان شیدا د سیمې په کچه د هندي سبک په لویو شاعرانو کې ولاړ دی، خو علي خان خټک بیا دومره مشهور نه دی.

د کاظم خان شیدا او علي خان خټک اولادونه نه دي معلوم، خو د سعدالله خان اته زامن وو. ده درې ښځې لرلې چې سعادت خان، خوشحال خان، جعفر خان، افضل خان او شهباز خان یې له یوې ښځې وو؛ شرافت خان یې له بلې ښځې و؛ لطف‌الله خان او مست خان یې له بلې ښځې وو. (تواریخ خورشید جهان، ۲۴۴ مخ)

خوشحال خان په ۱۱۰۰ شاوخوا کال کې زیږېدلی او د مړینې نېټه یې ۱۱۶۶ شاوخوا ښودل شوې ده. دی د افضل خان خټک لمسی او د کاظم خان شیدا وراره کېږي.

خوشحال خان د مرهټانو د حسن ابدال په جګړه کې شهید شوی، په دې وجه یې خوشحال خان شهید بولي. شهید خوشحال خان د پښتو ژبې ښه شاعر و، خو تر څو بیتونو پرته یې نوره شاعري ورکه ده.

خوشحال خان د خپل پلار سعدالله خان د مشرۍ پر مهال د ټيرۍ حاکم و. هغه وخت چې احمدشاه بابا لومړی ځل پېښور ته لاړ، خوشحال خان یې په خپل فرمان د دغه ځای حاکم مقرر کړ او د ده ورور سعادتمند خان (سعادت خان) یې په اکوړه کې حاکم کړ. په ۱۱۶۶ هجري کال د خټکو په اکوړه کې یو فارسي کتاب لیکل شوی چې د دغه خوشحال خان څو بیتونه پرې لیکل شوي دي. (پښتانه شعرا، ۲۵۶ مخ)

اوس ویلی شو چې پورتني بیتونه د هغه خوشحال خان خټک نه دي چې موږ یې د «بابا» په لقب پېژنو، بلکې د هغه خوشحال خان خټک دي چې په «خوشحال خان شهید» مشهور دی او د خوشحال بابا د کورنۍ شاعر بلل کېږي. دلته د دغه نوم‌ورکي شخصیت څو نور بیتونه هم لولو.

زه چې مست په لب د یار یم، هېڅ حاجت د شراب نشته

اور د عشق مې زړه کباب کړ، هېڅ حاجت د کباب نشته

تمام تن مې وچ لرګی شو، رګ مې تار ورباندې پرېوت

زېر و بم آواز ترې خېژي، هېڅ حاجت د رباب نشته

پر پرهار نمک‌پاشي کړي، چې پرسش کوي له مانه

حال مې خود ورته معلوم دی، هېڅ حاجت د جواب نشته

لکه مرغ نیم بسمل یم، تپش کړم په ځمکه باندې

ځان مې ورکړ ستا په عشق کې، هېڅ حاجت د قصاب نشته

(پښتانه شعرا، ۲۵۷ مخ)

او

چې پر ما باندې دا یو ساعت کال کال دی

خبردار مې له احواله ذوالجلال دی

له فراقه به لا کله و چې مړ وم

چې ژوندی ورباندې پایم د یار خیال دی

چې جدا یمه د یار له بدره مخه

خمیده مې ځکه قد لکه هلال دی

د وصال په یوه کال مګر برپای شي

د هفتې په هجر زړه هسې ملال دی

چې نه خال لري، نه زلفې، نه سرې شونډې

څوک به څه وايي چې لمر د اشنا سیال دی

کا سیالي د یار د سترګو، تل ګولۍ خوري

آهو خوب په مېږتون کا په کشال دی

په زمان زمان اوبه ورکوم ژاړم

په کوګل کې نوی یار مې نونهال دی

میاشت مې ونه‌لیدل خپله په درست کال کې

چا لیدلې په دا رنګه میاشت او کال دی

څو څو کاله باندې تېر، نه اشنا کېږي

جدايي په یوه درنګ دا څه احوال دی

(پښتانه شعرا، ۲۵۷ مخ)

اخځونه:

۱. حبیبي، عبدالحی، پښتانه شعرا، لومړی ټوک، ۱۳۲۰ هـ کال، کابل، پښتو ټولنه

۲. ګنډاپوري، شیرمحمد خان، تواریخ خورشید جهان، ۱۸۹۴ ز کال، مطبع اسلامیه لاهور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب