Homeخبرونهناټو: شرایطو ته په کتو به له افغانستان وځو

ناټو: شرایطو ته په کتو به له افغانستان وځو

تاند(جمعه، د میزان ۱۸) د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وايي، امریکا باید له افغانستان د خپلو ځواکونو د وتلو په تړاو له دې تړون سره سلا وکړي.

نوموړي ویلي، شرایطو ته په کتو به له افغانستان وځي.

د سټولټنبرګ دا خبرې له هغه وروسته دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون وویل، له راتلونکي کریسمېس مخکې به له افغانستان خپل ځواکونه وباسي.

خو د ناټو سرمنشي وايي، افغانستان ته د تګ پرېکړه په ګډه شوې او د راتلونکو بدلونونو په هکله به هم پرېکړه په ګډه کوي.

د نوموړي په وینا، افغانستان ته د سپټمبر یوولسمې بریدونو د ځواب لپاره د ناټو ځواکونه تللي او دا د لومړي ځل لپاره د امریکا په خوښه په بهر کې د دې ټلوالې عملیات و.

سټولټنبرګ ویلي، په افغانستان کې د ځواکونو شتوالی او اوږدمهاله امنیت د ناټو د غړو هېوادونو په ګټه دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...