جمعه, مې 17, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه ساعت کې ۶۰۰ کیلومتره چټک تلونکی الوتونکی موټر

په ساعت کې ۶۰۰ کیلومتره چټک تلونکی الوتونکی موټر

تاند- تراوسه چې کوم الوتونکي موټرونه راوتلي، اکثره لنډ مزل کولی شي او سرعت یې هم لږ دی خو اوس یو نوی الوتونکی موټر جوړ شوی چې هم اوږد مزل کوي او هم ډېر چټک دی.

د دې نوي الوتونکي موټر وزرونه قاتېږي؛ کله چې پر مځکه ګرځي وزر راټولوي او د موټر په شان وي.

دا موټر د بېټریو په یو چارج تر ۱۳۷۰ کیلومترو پورې مزل کولی شي. د دې لپاره چې وزرونه او باډۍ یې سپکه وي له ځانګړي المونیم څخه پکې کار اخیستل شوی.

د هغه د ۸ متره اوږدو وزرونو د راټولېدو او پرانیستل کېدو لپاره له یوه الیکترونیکي موتوره کار اخیستل شوی او همداراز یوه ۱۰۰ ساعته بیټرۍ هم لري.

د دې موټر اوږدوالی څه باندې ۶ متره دی او ۴ تنه پکې ځاییږي.

کله چې موټر پر مځکه وي د عادي موټرونو په شان باید له شترنګ، بریک او اکسیلېټر څخه یې کار واخیستل شي خو که په هوا کې وي د الوتکې په شان نور وسایل باید وکارول شي.

دا موټر تر ۳ کیلومترو پورې لوړېدای شي او د هر موټر پر جوړولو له ۵ ملیونه تر ۷ ملیون ډالره لګښت راځي.

ټاکل شوې ده چې ارمادا (Armada) کمپنۍ ۱۰ دا ډول موټر د ازمېښت لپاره ژر جوړ کړي.

په همدې حال کې د امریکا ټیسلا، د جاپان تویوتا او سکای ډرایف کمپنیو هم دې ته ورته موټرونه جوړ کړي دي.



LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب