سه شنبه, اکتوبر 15, 2024
Homeخبرونهامریکا: په ۱۸ ایراني بانکونو نوي بندیزونه اعلان کړل

امریکا: په ۱۸ ایراني بانکونو نوي بندیزونه اعلان کړل

تاند(جمعه، د میزان ۱۸) امریکا په ۱۸ ایراني بانکونو باندې نوي بندیزونه په داسې حال کې اعلان کړي چې واشنګټن هڅه کوي تهران له نړیوال بانکي سیستم څخه نور هم ګوښه کړي تر څو دغه هېواد د اټومي وسلو جوړولو جوګه نشي.

دغه نوی ګام چې د امریکا د خزانې وزارت لخوا تازه اعلان شوی هغه ۱۸ بانکونه په نښه کوي کوم چې تر اوسه پورې د امریکا د پخوانیو بندیزونو څخه لرې پاتې وو.

د امریکا د خزانې وزارت لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي،‌ چې نوي بندیزونه به له دې سره مرسته وکړي چې د ایران د حکومت هغه مالي سرچینې بندې کړي چې د خپل اټومي پروګرام، د میزایلو د ودې، ترهګرۍ، د ترهګرو شبکو پاللو او په سیمه کې د خپل ناوړه اغیز لپاره یې وکاروي.

د امریکا د خزانې وزیر سټېفن منوچن ویلي،‌ چې امریکا به په بشري برخه کې د پيسو لېږد را لېږد ته همداسې اجازه ورکړي تر څو د ایران له خلکو سره مرسته وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب